شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 ربیع الثانی 1438

میلادی نېټه :     سه شنبه, 03 جنوری 2017 م

شمېره:      1438 AH/ 024 M


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د نظربایوف مجرم رژیم د حزب التحریر د ځوانانو بندي کولو ته دوام ورکوي

(ژباړه)

 د ډېسمبر پر ۱۴مه د پولودر په دویمه محکمه کې د قاضي اخمتوا له لوري،  روسلان جینتیلین چې ۳۴ کلن دی، مجرم وبلل شو. نوموړی د ۲۰۱۶ په جون کې ونیول شو. د قزاقستان د جمهوریت د جزا قانون د درېیمې برخې (له مجرم ګروپ سره ګډون) په برخه کې د ۲۳۵ مې مادې له مخې او همدارنګه د قزاقستان د جمهوریت د جزا د قانون دلومړۍ برخې (د رسنیو له لارې قومي تضاد ته لمن وهل)  د ۱۷۴مې مادې له مخې ښاغلی روسلان د ګوډاګي رژیم له خوا په ۶ کاله بند محکوم شو. د محکمې دا پرېکړه د روسلان د  وکیل په نشت کې تر سره شوې.

د محکمې د دغه پرېکړې له مخې  جینتولین له حزب التحریر سره په کار کولو ګرم او  د حزب التحریر یو فعال غړی بلل شوی، چې خپل ګوند ته یې نوي کسان دعوتول.

زموږ ورور روسلان په ۲۰۰۰ ام زېږدیز کال کې هغه مهال له حزب التحریر سره یو ځای شو، چې د نورو ګاونډيو هېوادونو په ګډون په قزاقستان کې هم په پراخه کچه د حزب التحریر د ځوانانو د مخنیوي او د هغوی د نیولو هڅې پیل شوې وې. مګر روسلان پر شته ستونزو سربېره د حزب التحریر کلتور ومانه او یو پیاوړی دعوتګر ترې جوړ شو. نوموړی په وار وار په پرله پسې توګه نيول شوی او د خاینانو په بندي خانو کې اچول شوی.

په ۲۰۱۰  کې د قزاقستان جمهوریت د جزا قانون د (ټولنیزو، سمتي، قومي، نژادي اومذهبي تضاد ته لمن وهلو) په برخه کې د ۱۶۴ مې مادې له مخې په دوه کاله بند محکوم کړل شو.

د قزاقستان ظالم رژیم د اسلام او مسلمانانو په ځانګړې توګه د حزب التحریر د ځوانانو پر وړاندې ښکاره جګړه پیل کړې. چارواکي په خپلو درواغو او فرېب د حزب التحریر شهرت بدناموي. موږ په حزب التحریر باندې د دغه ظالم رژیم له لوري تورونه، په لاندې ټکو ردوو.

۱- حزب التحریر یو سیاسي حزب دی، چې اېډیالوژي (مبدأ) یې اسلام دی. په امت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د اسلامي ژوند د بیا احیا کولو لپاره کار کوي.

۲- حزب التحریر خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره چې یو اېډیالوژیکي (مبدأیي) او سیاسي فعالیت دی، کار کوي. حزب التحریر  ثبوت کړې چې له پیل (۱۹۵۳ز)  راهیسې یې تر اوسه په هېڅ هېواد کې له زوره کار نه دی اخیستی.

۳- حزب التحریر د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې مطبوعاتي دفترونه لري، چې هر څوک د حزب د کلتور او تګلارې په اړه پوښتنې ترې کولی شي. انټرنیټ د حزب له رسمي ویبپاڼو دګ دی، چې د حزب لیکنې او کلتوري مواد خپروي.

۴- په پایله کې غواړو ووایو چې موږ د قزاقستان د ظالم رژیم له کینې ډکې جګړې، چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې پیل کړې، هېڅ پروا نه لرو. الله سبحانه وتعالی به د مسلمانانو ساتنه وکړي او دوی ته به بریا ور په برخه کړي. الله سبحانه په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمایي:

[وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ]   (روم: ۴۷)

(او مومنانو ته مې نصرت ورکړ) مومنانو ته نصرت ورکول زما په غاړه وو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې