چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     28 ذولقعده 1438

میلادی نېټه :     یکشنبه, 20 آګست 2017 م

شمیره:      ۱۴۳۸هـ/ ۰۵۵

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د کمپاین پیل: «د یمن ماشومان؛ د یوې هېرې شوې جګړې قربانیان»

(ژباړه)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې یو کمپاین پیل کړی، چې د نړیوالو پام په یمن کې د میلیونونو ماشومانو زړه بوږنوونکې وضعیت ته راواړوي، چې د روانې بې رحمه جګړې له امله له وحشتناک بشري بحران سره مخ دي.

له دوو کالو راهیسې اوس د یمن بې ګناه ماشومان د جګړې اصلي قربانیان دي؛ هغه جګړه چې خلکو ژوند یې خراب کړی دی. په حقیقت کې، دغه بشري غمیزه  د مرستې کوونکو سازمانونو له لوري د «د ماشومانو بحران» په توګه پېژندل شوې ده، له همدې امله د دغه جګړې ډېر اغېز پر ځوانانو پرېوتی.

د ملګرو ملتونو په وینا، په یمن کې ۸۰ سلنه ماشومان  بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. د سعودي تر مشرۍ لاندې اېتلاف هوایي او دریایي بندیزونه او د یمن د عدن او حدیدې په کلیدي برخو کې په جګړه کې د ښکېلو ډلو جګړه د دې لامل شوې چې د لوږې څخه د اغېزمنو وګړو شمېر ۱۷ میلیونو ته ورسېږي. ۲،۲میلیونه ماشومان اوس له سختې خوارځواکۍ څخه ځورېږي.

همدا رنګه جګړه د یمن د روغتیا، اوبو او حفظ الصحې سیسټمونه د له منځه وړو، له پوره روغتیایي پاملرنې څخه د ۷ میلیونو ماشومانو د بې برخې کېدو او د ۸ میلیونو ماشومانو پاکو اوبو او حفظ الصحې ته د نه لاسرسي  سبب شوې. همدا رنګه یوه ساري کولرا یې خپره کړې چې ډېر ځوانان یې له ګواښ سره مخ کړي. په ټول یمن کې د کولرا له ۴۲۰،۰۰۰ شکمنو پېښو څخه یې کابو نیمایي ماشومان دي چې  ۲۰۰۰ کسانو یې د همدې ناروغۍ له امله چې د درملنې وړ ده، مړه شوي چې څلورمه برخه یې ماشومان وو.

د ماشومانو د ژغورنې مرکز په وینا، د یمن له ماشومانو څخه، په هرو ۳۵ ثانیو کې یو یې په کولرا اخته کېږي او د UNICEF په وینا، په هرو لسو دقیقو کې یو له پنځو کلو ټیټ یمنی ماشوم د دې د درملنې وړ ناروغۍ له امله مري. د جولای پر ۲۶ مه نړیوال روغتیایي سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق او نړیوال خوراکي پروګرام په یوه ګډه اعلامیه کې د یمن حالت داسې تشرېح کړ: «د نړۍ تر ټولو بده د کولرا ساري ناروغي په نړۍ کې د لویو بشري بحرانونو څخه ده.» پر دې ټولو سربېره ۴۰۰۰ ماشومان په مستقیمه توګه په جګړه کې ټپي یا وژل شوي دي. له دې ټولو  سره سره د دې وحشتناکې جګړې د پای لپاره په دې نېږدې کې هېڅ کومه شتونتیا نه لیدل کېږي.

دغه کمپاین به همدا رنګه  روښانه کړي چې دغه جګړه فرقه پالنې پر مخ وړلو، د ترهګرۍ پر وړاندې او یوازې د سیمې د قدرتونو تر منځ د خودخواهانه ملي او سیاسي موخو لپاره جګړه نه ده؛ بلکې د امریکا او برېټانیې تر منځ استعماري جګړه ده. هغوی چې له وینې تویولو څخه د ګټې اخيستلو ترڅنګ په سیمه کې د خپلو مختلفو اجېنټانو په مرسته په دغه سټراتېژیک هېواد کې د ډېر نفوذ لاسته راوړلو لپاره د جګړې اور ته لمن وهي.

د یمن د ماشومانو پاکه وینه د ځان غوښتونکو د ګټو د خوندیتوب لپاره تویېږي، چې له هغې څخه د خپلو او بادارانو (امریکا او انګلیس) د ګټو لپاره د جنګي وسیلې په توګه کار اخلي. د وسلو صنعت اخلاقي ماتې چې دغه ټولوژنې، لوږې او په لویه کچه دردېدل چې د یمن ماشومانو ترې ځوریږي د خپلو مالي او سیاسي ګټو لپاره رامنځ ته کړي. دغه ګټې ښکاره کوي چې ولې غربي پانګوال هېوادونه او نړیواله ټولنه د دغې خونړۍ جګړې ختمولو لپاه هېڅ سیاسي اراده نه لري. له همدې امله دا جګړې د اصلي رسنیو له پوښښ څخه لرې ساتل کیږي، نو وېلی شو چې دغه جګړه (هېره شوې جګړه) ده.

د دغه کمپاین غوښتنه دا ده چې مسلمان دې د بل مسلمان ورور وژنه ودروي، ځکه چې دا کار په اسلام کې په کلکه غندل شوی دی. پر مسلمانانو، د مسلمانانو پر علماوو او سلامي پوځ غږ کوو، چې په بېړه د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړي.

دا یوازېنی دولت دی چې زموږ په ځمکو کې د استعمار ټغر ټولولی شي، نه پرېږدي چې قومپالنه د یوې وسیلې په توګه د سیاسي موخو لپاره وکارول شي. مصنوعي پولې چې امت یې وېشلی او د مومنانو د زړونو درز چې د لسیزو ملیتپالو سیکولري حکومتونو له کبله پیدا شوې؛ له منځه وړي.

په پای کې به دغه کمپاین د یمن لرغونی، د امن او هغه ثابت تاریخ وړاندې کړي، چې د اسلامي خلافت تر حاکمیت لاندې یې درلود او دا چې څرنګه به دا شانداره دولت دغه اوسنۍ او اوږد مهاله ستونزې حل کړي، چې د یمن ماشومان او د هغوی کورنۍ یې اغېزمنې کړې دي. موږ له تاسو غواړو چې د دغه اړین کمپاین ملاتړ وکړئ، چې په لاندې ادرس کې یې تعقیبولی شئ:

www.facebook.com/WomenandShariah.

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې