پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 محرم 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 03 اکتوبر 2018 م

شمیره:      1440AH 003

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
نړیوال کمپاین: (کورنۍ، ستونزې او اسلامي حل لارې) د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې لخوا پیليږي

(ژباړه)

د حزب تحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه د روان کال د اکټوبر په درېیمه د (کورنۍ، ګواښونه او اسلامي حل لارې) تر سرلیک لاندې نړیوال کمپاین پیلوي، چې د همدې میاشتې په وروستیو کې به یو کنفرانس جوړ شي او له ټولې نړۍ څخه به ورته ویناوال ویناوې وکړي. 

یوه متحده او مستحکمه کورنۍ په یوه ټیکاو لرونکې او ځواکمنه ټولنه کې جوړېږي؛ دا ټولنه د خپلو وګړو بنسټيزي اړتیاوې لکه معنوي، مادي او عاطفي اړتیاوې پوره کوي او خپلو ټولو وګړو ته په یوه سترګه ګوري او د خپلو ماشومانو له حقونو ساتنه کوي او د دوی سمې ودې ته پاملرنه کوي. یوه کورنۍ کېدی شي د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د خوښۍ، مینې، ارامۍ او خوندیتوب غېږه وي او یا کېدی شي د وېرې، بدمرغۍ او غم بستر وي. اوسمهال د اسلامي خاورو په شمول په ټوله نړۍ کې د ښځې او مېړه ترمنځ اړیکې او همدارنګه د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ اړیکې له ناورین سره مخ دي او د کورنۍ اتحاد او د مینې ژوند یې نړولی دی. لېبرالې جنسي نړوونکې ازادۍ، د ژوند تش په نامه خوندونو، د پانګوال نظام مادي پلوه موخې او مېرمن پلوه لیدلوري لکه جنسیتي برابرښت، د رسنیو، تفریحي برنامو، سوداګریزو اعلانونو، د ښوونیزو نظامونو، ټولنیزو شبکو او د مېرمن پلوو سازمانونو له لارې دا نړوونکي افکار خپرېږي او د دې لامل شوي دي  چې د ازدواج بهیر ګډوډ شي او کورنی نظام ړنګ شي.  همدارنګه غربي، اسیايي، افریقايي او نور پردي رواجونه او عادتونه چې په اسلامي ټولنو کې ترویج شوي دي، د مېرمنې او خاوند ترمنځ د اختلافونو لامل شوي دي او د ټولنیز ژوند پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي. دا او همدارنګه د اسلام د ټولنیز نظام څخه ناخبري په واده کولو کې د بې ځایه تمو، په ګډ ژوند کې د مېړه او ښځې د حقونو نه پيژندلو، کورني تاوتریخوالي، د طلاق د زیاتوالي او د موروالي د دندې د ټيټ ګڼلو لامل شوي دي چې پایله یې نامشروع او حرامې جنسي اړیکې او واده نه کول دي.  په ځینو اسلامي خاورو کې د کورنۍ د بېلېدلو او تیتېدلو اصلي لامل د غرب د مزدورو چارواکو لخوا د سېکولرېزم او غیر اسلامي نظامونو د فاسدو قوانینو پلي کول دي، دا لېبرال غیر اخلاقي او چټل قوانین او د غربي ژوند کړنلاره پر اسلامي امت باندې تپل کېږي. سربېره پر دې دا مزدور واکمنان له غربي دولتونو او نړیوالو سازمانونو او همدارنګه د مېرمن پلوو د نړیوال خوښځت په مرسته هڅې کوي چې په اسلامي خاورو کې لېبرال سېکولریستي ارزښتونه ترویج کړي. اوسمهال د اسلامي امت د کورنیو ژوند د اندېښنې وړ دی او د ړنګېدو پر لوري روان دی او د دې ټولو تر شا غرب دی. په داسې حال کې چې ځواکمنتیا، وحدت او یو پر بل زړه سوی د یوې اسلامي کورنۍ ځانګړتیاوې دي. 

د کورنیو ناکامي، ړنګېدل او بېلېدل یې د سخت غم او خپګان لامل شوي او د کورنیو پر ماشومانو سخت ذهني اغېز کوي. نو له همدې امله اړینه ده چې اسلامي کورنیو ته سخته پاملرنه وشي او د دوی له بېلېدو او ړنګېدو څخه مخنیوی وشي. په دې مهم او حیاتي کنفرانس کې به په لاندې موضوعاتو خبرې وشي:

  •  د هغو خطرونو او ګواښونو بربنډول او څرګندول چې په اوسني عصر کې د دې لامل ګرځي چې زموږ د کورنیو اسلامي جوړښتونه په غیر اسلامي جوړښتونو باندې بدل کړي.
  •  د دولتي او رسنیزو موقفونو په شمول د هغو بنسټيزو لاملونو بیانول او پيژندل چې د ښځې او مېړه د ګډ ژوند پر وړاندې خنډ شوي دي.
  • د مسلمانانو د ټولنیز ژوند او د دوی د اسلامي کورنيز نظام پر وړاندې د ملي او نړیوالو برنامو بربنډول، چې له اسلام څخه د مسلمانانو د لېرې کېدو لامل شوي دي.
  •  د اسلام پر ټولنیز نظام پراخ بحث او دا چې دا نظام د نر او ښځې ترمنځ اړیکې څنګه تنظیموي او دا بې جوړې او بې عیبه قوانین څنګه د مېړه او ښځې مسوولیتونه او ارزښتونه ټاکي او له ګډ ژوند څخه ساتنه کوي او کورنیو ته مینه او خوښي ډالۍ کوي، مور ته لوړ مقام ورکوي او د کورنۍ بنسټ او بېخ ټينګوي.
  •  په دې کنفرانس کې به په دې هم خبرې وشي چې د نبوت پر منهج د اسلامي خلافت تر سیوري لاندې اسلامي نظام څنګه کورني نظام ته وده ورکوي او ساتنه یې کوي.

دغه کنفرانس کولی شئ چې http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/dawah/cmo/16024.html

 لېنک او د www.facebook.com/WomenandShariah  فسبوک پاڼې او https://www.youtube.com/watch?v=mAppEwzYDXc&feature=youtu.be

وېډيويي لېنک له لارې وڅارئ.

ډاکټر نسرین نواز

د حزب تحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې رییسه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې