پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 28 آګست 2019 م

شمیره:      ۱۴۴۰ AH / ۰۴۳

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
په کشمیر کې د ماشومانو اختطاف؛ د هند دولت له سیاستونو څخه دی

 (ژباړه)

انګلستانۍ تلګراف (Telegraph) ورځپاڼې د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۱۵مه د هغو اندېښنو په اړه رپوټ خپور کړ، چې هند په خپله خاوره پورې د کشمیر د تړلو پر مهال د کشمیر ماشومان اختطاف کوي. د جیان دریز او میمونه ملا په ګډون د مدني ټولنې یوې ډلې د ډېرو  هغو ماشومانو په اړه معلومات راټول کړي، چې وایي دغه ماشومان د هند وسله‌والو ځواکونو بندي او وهلي دي. په کشمیر کې په بشپړه توګه د رسنیو بندول دغه لوی جرمونه همداسې له رسنیز کېدو پرته پرېږدي؛ خو د بشري حقونو د فعالانو یوه ډله بېلابېلو سیمو ته د تګ توانایي لري او په خپله کېمره یا ټلیفون سره د هندو دولت له هغو ظلمنو او جرمونو څخه ویډیو کولی شي، چې د رسنیو او نړۍ له سترګو پټ پاتې دي. دوی د هند دولت له رسنیو او ټیلویزیوني شبکو څخه د دغو ویډیوګانو د خپرولو حق نه لري، خو هماغه وخت یې چې ویډیوګانې اخیستې، یوټیوب ته یې د « Caged Kashmir » (په قفس کې راګیر کشمیر) په نامه خپرې کړې. په یوه ځانګړې پېښه کې یو ۱۱ کلن ماشوم له سلګونو نورو ځوانانو او لویانو سره د پمپور سیمې د پولیسو په حوزه کې بندي دي؛ دغه کوچنی ماشوم دلته په بې رحمۍ وهل او ډبول کېږي. دغه ماشومان غالباً په نیمه شپه په زور په هغو چاپو کې له خوبه راپاڅول کېږي او اختطافېږي چې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو د وېرولو په موخه یې کوي، په دغو چاپو کې معمولاً ښځې او نجونې هم ځورول کېږي. پر انټرنېټ خپرې شوې ویډیو د یوه بل کوچني ماشوم رپوټ هم افشا کړ، چې د اګېسټ پر ۵مه په جومات کې د لمانځه له ادا کولو وروسته تښتول شوی. دغه ماشوم وایي، چې له ده سره یوولس دوولس نور نوي ځوانان هم بندیان وو. دغه ټول جنایتونه پر هغو وخیمو زیانونو سربېره کېږي، چې هندو دولت په کشمیر کې نوي ځوانان او ماشومان د مظاهرو پر وخت په فلزي مرمیو ړاندي کړي او نور... په رښتیا چې د دغو مشرېکینو ښکاره دښمني څرګندوي.

د اسلامي دولت د نشتون په سبب نن ورځ هندو دولت دا جرات پیدا کړی، چې د اسلامي امت بچیان اختطاف او ناوړه استفاده ترې وکړي. که چېرې موږ اسلامي دولت درلودی، د مسلمانانو د وینې د دفاع او د مودي د رژیم په زړه کې د وېرې اچولو په موخه به یې د خپلو پوځونو د تجهیز لپاره سیاسي اراده درلوده. د مسلمانانو اوسني ټول چارواکي، د کشمیر د مظلومو مسمانانو د ساتنې او ژغورنې لپاره د هېڅ کار نه کولو، سکوت او وسله‌والو پوځونو د نه لېږلو په سبب له هند سره د کشمیر د مسلمانو بچیانو په شکنجه او د هغوی د حقونو په نقص کې شریکان دي. مثلاً، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، چې یوازې په تشو او بې مانا خبرو یې د مودي جرمونه وغندل او د ګدایۍ کچکول یې د ناقص او ناتوانه ملګرو ملتونو دروازې ته وروړ، چې هندو دولت له خپل متخاصم حرکت څخه شاتګ ته اړ کړي. هغه ملګري ملتونه چې په ۷ لسیزو کې یې د تاوتریخوالي په هغو هوکړه‌‌لیکونو سترګې پټې کړې او هندو دولت یې معاف کړی، چې هند تر پښو لاندې کړې دي.

رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي:

«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ»

ژباړه: مسلمان د بل مسلمان ورور دی،  مسلمان نه پر خپل ورور ظلم کوي او نه یې پر خپل حال پرېږدي.  

د اسلامي نړۍ په اوسنیو رژیمونو کې د مظلومو مسلمانانو ازادول په یوه دولتي سیاست بدل شوي؛ دوی خپل پوځیان په خپلو هډو کې ساتي. په داسې حال کې چې د خوېندو او وروڼو وینه یې تویېږي، مېندې او خورانې یې ځورول کېږي او بچیان یې اختطاف او شکنجه کېږي. د اسلامي نړۍ په اوسنیو رژیمونو کې، دوی د اشغال شوو مسلمانانو ازادول د یوه هېواد د کورني سیاست کار بولي او اشغال د امت په قضیه پورې هېڅ نه تړي. پوځونه یې په هډو کې کرار پراته دي، په داسې حال کې چې د خویندو او وروڼو وینه یې د باران په څېر بهېږي؛ خویندې او میندې یې بې عزته کېږي او ماشومان یې اختطاف او ځورول کېږي. موږ په وسله‌والو پوځونو کې له مخلصو او با ایمانه بچیانو پوښو، چې تر څه وخته به د دغو ډارنو او بې غیرته چارواکو پیروي کوئ؟ هغه خاین چارواکي چې مسلمانانو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او هغه چارواکي چې د دین د دښمنانو د حاکمیت ککړ لاسونه پیاوړي کوي او تاسو د خپل امت پر وړاندې د سپېڅلې دندې ترسره کولو ته نه پرېږدي.

تر کومه به په کشمیر، فلسطین، سوریه او نورو ځایو کې د خپلو وروڼو او خویندو د ذبحې او بندي کولو شاهدان وئ، په داسې حال کې چې ستاسو د حرکت نه کولو په بدل کې د الله سبحانه و تعالی قهر درته معلوم دی؟ تر څه وخته به د کشمیر، فلسطین، سوریې او نورو سیمو د مسلمانانو پر وړاندې له خپل مسوولیت څخه اوږه خالي کوئ، په داسې حال کې چې د دغه کار په سبب د الله سبحانه و تعالی قهر درمعلوم دی؟ تر کومه وخته به مو غوږونه د دغه امت د ماشومانو د چیغو او ژړاوو پر وړاندې کاڼه او خپلې سترګې د خپلو خویندو د بې عزته او بې عفته کېدو پر وړاندې ړندې وي؟ په داسې حال کې چې د دغه وضعیت د ختمولو وړتیا لرئ.

موږ د وسله‌والو ځواکونو او چارواکو په ګډون پر تاسو (اسلامي امت) غږ کوو، چې د خپل اسلامي مسوولیت د ادا کولو او د مسلمانانو د ځان، مال او مقدساتو د دفاع لپاره راپورته شئ. د دین د دښمنانو په زړه کې وېره او هیبت واچوئ. د مسلمانانو اشغال شوې ځمکې ازادې او حزب التحریر ته د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړئ؛ ځکه چې خلافت دولت به د هر مسلمان نارینه، ښځې او ماشوم لپاره ډال وي. اسلامي خلافت داسې دولت دی، چې هېڅکله پر مسلمانانو باندې د کافرانو تسلط او د یوه مسلمان ماشوم شکنجې او ګواښلو ته اجازه نه ورکوي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّـهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾

 [توبه: ۳۸]

ژباړه: ‏‏ای مؤمنانو! په تاسې څه شوي چې کله تاسې ته د الله سبحانه وتعالی په لار کې د وتلو لپاره وویل شول، نو تاسې په ځمکه درانده کېناستلئ؟  ایا تاسې د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟  که داسې ده نو تاسو ته دې معلومه وي، چې د دنیا د ژوند دا ټول وسایل به په اخرت کې هېڅ شي.  

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د ښځو برخه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې