Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 ذولقعده 1441

میلادی نېټه :     دوشنبه, 06 جولای 2020 م

شمیره:      ۰۲۸/۱۴۴۱

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر ښځو برخې د سریبرینیکا د نسل وژنې ۲۵ یاد په اړه کمپاین پیل کړ:

«۲۵ کلونه تېر شول: له سریبرینیکا څخه درس او عبرت»

سریبیایي ځواکونو په بوسنیا کې د سریبرینیکا پر مسلمانانو د ۱۹۹۵م، د جولای په ۱۱مه ډله ییز برید وکړ، چې په لسګونو زرو مسلمانانو د سریبیا د پوځ له برید څخه په شمال ختیځه بوسنیا کې پناه واخیسته. دغه ښارګوټی د ملګرو ملتونو له لوري د «خوندي سیمې» په توګه اعلان او پېژندل شوی و، چې د ملګرو ملتونو په وسیله خوندي و. د سریبرینیکا د نیولو په ورځو کې د سربیانو له لوري ۸ زره مسلمان نارینه او ماشومان په بې رحمانه توګه وژل شوي وو. دا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپایي خاوره کې تر ټولو ناوړه جنایت بلل شوی دی. د ډله ییزې وژنې تر څنګ له ۲۵زرو څخه تر ۳۰زرو مسلمانې مېرمنې، ماشومان او بوډاګان د صربستان له لوري د مسلمانانو د توکمیز کمپاین د یوې برخې په توګه له خپلې خاورې شړل شوي وو. د سریبرینیکا له مسلمانانو سره ملګرو ملتونو ژمنه کړې وه‎ چې هغوی به ساتي، خو هېڅکله یې ملاتړ ونه کړ. دغه راز دوی ته ژمنه ورکړل شوې وه چې غربې حکومتونو ته به د ناټو له لارې د سریبیانو بريدونه ودروي، خو دا مرسته هېڅ عملي نه شوه. په حقیقت کې، ملګري ملتونه نه یوازې د سریبرینیکا نیولو او ورپسې د ډله ییزې وژنې په مخنیوي کې پاتې راغلي، بلکې په دې ښار کې یې د بوسنیا مسلمان جنګیالي بې وسلې او د دوښمن پر وړاندې یې کمزوري کړل. د پوټکواري کلي کې د ملګرو ملتونو بله سوله ساتې اډه، په لسګونو زره مسلمانان چې د سریبرینیکا اوسېدونکي وو او له سریبیايي ځواکونو څخه یې د ساتنې غوښتنه کوله، خو د سریبیایي ځواکونو له لوري سیمې ته له ورننوتلو سره سم د ترور له کمپاین سره مخ شول.

دوی په سلګونو مسلمانان ووژل، ماشومان یې غرغره کړل او پر بې شمېره مسلمانو ښځو او نجونو یې جنسي تېری وکړ.  د دغو جرمونو ډېری برخه ملګرو ملتونو ولیدل او په درولو کې یې پاتې راغلل.

د سریبرینیکا له وحشیانه نسل وژنې څخه پنځه ویشت کاله وروسته یې هم قربانیان د زرګونو سرتېرو پر وړاندې عدالت ته سترګې پر لاره دي، چې د دوی او  هغوی د کورنیو پر وړاندې یې خورا ډېر جنایتونه ترسره کړي دي. دلته هېڅ داسې هیله نشته چې دوی به کله د عدالت لپاره خپله مبارزه ګټي. د سریبرینیکا نسل وژنه یوازې د بوسینا په جګړه کې د بوسنیایي مسلمانانو پر وړاندې د سرب ځواکونو له لوري د تر سره شوو ظلمونو یوه برخه وه، په داسې حال کې چې د نړۍ مسلمانو او غیر مسلمانو حکومتونو تر څار لاندې هم و. د بوسنیا درې کلنې جګړې، له ۱۹۹۲م څخه تر ۱۹۹۵م پورې، په بوسنیا کې د سرب ګوندونو په توګه له سلګونو ښارونو او کلیو څخه د مسلمانانو نسلونه پاک کړل. د سریبیا جمهوري دولت هڅه وکړه چې د لویې سریبیا په اړه د خپل ملي لیدلوری له مخې د ډرینا سیند په اوږدو کې له توکمیزه پلوه سوچه سریبیایي سیمه رامنځته کړي.

د دوی ځواکونو په سیستماتیک ډول کورونه ویجاړ کړل او په لسګونو زره مسلمانان، چې ښځې، ماشومان او مشران پکې وو، په بې رحمانه توګه ووژل. د جګړې په جریان کې ۱۰۰زره کسان ووژل شول، ۲.۲ میلیونه بې ځایه شول او پر ۵۰ زره مسلمانو ښځو او نجونو د سربي ځواکونو له لوري جنسي تېری وشو، چې  د دې نه بښونکي جنایت له کبله ډېری مېرمنې اميدواره شوې. دغه راز په زرګونو بوسنیايي مسلمانان د سرب د سرتېرو په کمپونو کې بندي شوي وو، چې هلته نه یوازې له لوږې سره لاس او ګرېوان وو، بلکې شکنجه شوي او حتی وژل شوي هم وو.

 د سریبرینیکا له ډله ییزې وژنې کلونه وروسته، نړۍ ژمنه وکړه چې «هېڅکله به بیا دا جنایت نه ترسره کېږي، دا معاصر تاریخ به له دې تور داغ څخه عبرت واخلي. نن ورځ موږ د بوسنیا جګړه، وژنې او جنایتونه وینو او د سریبرینیکا نسل وژنه په نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تکرار شوې ده... په ځينو وختونو کې د سریبرینیکا له جنایتونو ناوړه هم تر سره شوي دي. لکه په سوریه، میانمار، کشمير، فلسطین، یمن، ختیځ ترکستان او د هندوستان په ګډون د مسلمانانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو او غربي او مسلمانو دولتونو د مسلسلې بې باورۍ او پېچلتیا شاهدان یو.

د سریبرینیکا نسل وژنې د ۲۵مې کالیزې لپاره، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې یو رښتینی کمپاین پیل کړی دی: «د ۲۵ کلونو په تېرېدلو سره: له سریبرینیکا څخه درس او عبرت» رښتیني عبرتونه روښانه کوي، چې باید له دې بشري تراژيدۍ څخه زده کړه وشي. دا چې د نسل وژنې ميراث چې زموږ امت ته زیان رسوي، هغه څنګه له منځه وړل کېږي، تر څو تاریخ تکرار نه شي. دا به په ګوته کړي چې څنګه د تېرو ظالمانه پېښو یادونه باید له موږ سره مرسته وکړي، تر څو زموږ د هېواد په ګډون د مسلمانانو په توګه د امنیت او عدالت د تر لاسه کولو لپاره خپل راتلونکی بدل کړو. په حقیقت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

ژباړه: مومن باید له یو غار څخه دوه ځله ونه چیچل شي.

کمپاین کولای شئ په لاندې پتو وڅارئ:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/19753.html
https://www.facebook.com/WomenSharia/

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر  مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

 

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.