سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 محرم 1442

میلادی نېټه :     جمعه, 21 آګست 2020 م

شمیره:      ۰۰۱/۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې یو کمپاین پیل کړی دی، چې سرلیک یې دی: «په قرغیزستان کې د پرهېزګارو مسلمانو ښځو ترهګري ودروئ!»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې په قرغیزستان کې د افراطي سیکولر رژيم له لوري د پرهېزګارو مسلمانو مېرمنو د ترور پای ته رسېدل غواړي. دغه ظالم نظام چې د ترهګرۍ سره د مبارزې د جعلي دعوې او فرېب تر نوم لاندې د اسلام پر وړاندې جګړه کوي، یو شمېر مسلمانې مېرمنې یې په غیر منصفانه ډول د حزب التحریر سره د تړاو په تور نيولې دي، په داسې حال کې چې دا یو اسلامي سیاسي حزب دی، له تشدد پرته سیاسي کار کوي او غواړې چې د اسلامي خلافت دولت تاسیس کړي.

د جون په ۲۷مه، په قرغیزستان کې د ملي امنیت ریاست کمېټې ۸ بې ضرره مسلمانې مېرمنې د حزب التحریر سره د تړاو په تور په نارین ښار کې ونیولې، چې د قرغیزستان حکومت پرې بې اساسه تور لګولی دی چې دا یو افراطي سازمان دی. په داسې حال کې چې حزب د تاوتریخوالي په یوه عمل کې هم دخیل نه دی او نه یې هم د تاسیس راهیسې یوه پېښه تایید کړې ده. هغه مېرمنې چې نيول شوې عبارت دي له: ارونوفا ارکنجول، چې د خپلې سپین سرې مور او سپين ږيري پلار سرپرستې ورپه غاړه ده او مور یې له سختې ناروغۍ څخه کړېږي، مګر بیا هم ارونوفا په توقیف کې ساتل کېږي؛ باکتیبیک کیزي محبت، داسې یوه ناروغي لري، چې تل په منظمه توګه درمل ته اړتیا لري او د داسې کوچنیو ماشومانو مور ده، چې تر اوسه پورې حتی ښوونځي ته نه دي شامل شوي، مګر بیا هم په توقیف کې ده؛ اجومیدینوفا الماجول د خپل لمسي د پالنې پر مهال، چې دماغي فلج لري ونیول شوه؛ اجومیدینوفا ارتشاجول هم ونیول شوه، څلور ماشومان لري، چې عمرونه یې ۱۶، ۹، ۶ او ۲ کلونه دي. اسماعیلوفا میریم، چې څلور لوڼې لري، عمرونه یې ۱۲، ۱۰، ۸ او ۶ دي په خپل کور کې نظربند ده؛ کادیریالیفا میریم، دوه کوچني ماشومان لري، چې عمرونه یې ۹، او ۶ کلونه دي؛ ایتبیکوفا غولنور ۲۵ کلنه ده او واده یې کړی دی؛ مامیرکانوفا امانجول، څلور ماشومان لري چې عمرونه یې ۱۷، ۱۶، ۱۰، او ۴ کلونه دي.

که څه هم دا هېواد د کوېډـ۱۹ له امله د قرنطین تر مقرراتو لاندې دی، شلو کسانو د ارونوفا ارکنجول پر کور چاپه ووهله، حتې هغه دې ته پرېنښودل شوه چې خپل عورت پټ کړي. د پلټنې په جریان کې، داسې کتابچې ورسره وې چې خطونه او مخففات پکې لیکل شوي و، په داسې حال کې چې له نیول شوو مېرمنو سره یې هېڅ تړاو نه درلود. امنیتي ځواکونو زموږ مسلمانې خویندې په ډېرې بې شرمۍ سره تلاشي کړې، له ۱۰ څخه تر ۱۲ ساعتونو پورې یې هغوی په سړه هوا او لوږه کې توقیف کړې وي، چې هلته بیا باکتیبیک کیزي محبت ناروغه شوه او روغتون ته یې یووړه. په هر صورت، دوی توقیف کېدو ته دوام ورکوي، مامورینو له مامیرکانوفا امانجول څخه د هغې په کور کې د ماسپښین له ۳ بجو څخه وروسته تر نیمې شپې پورې، په داسې حال کې تحقیقات وکړل چې د هغې ۴ کلن زوی تازه د زړه عملیات کړی و. دوی پرته له دې چې ټولنیز واټن په پام کې ونیسي له چټلو دستکشو سره د هغې کور ته ورننوتل. ارونوفا ارکنجول او باکتیبیک کیزي محبت به تر هغه پورې په توقیف کې ساتل کېږي، تر څو چې یې تحقیقات بشپړ شي. په هر صورت، یوه میاشت کېږي چې په توقیف کې دي، مګر تر اوسه پورې یې ان یو ځل هم پوښتنه نه ده کړې، ځکه چې د زندان اداره قرنطین ده. دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له خپلو خپلوانو سره وګوري. که چېرته د دولت تورونه جرم وګڼل شي، دوی به څو کلونه په زندان کې پاتې شي.

د نبوت پر منهج د راشده خلافت او د اسلام د بیا راژوندي کولو لپاره د قرغیزستان رژیم د دعوتګرو  پر وړاندې خنډونه جوړوي، زموږ بې ګناه او باعزته مسلمانې مېرمنې تهديدوي، تر څو د الله سبحانه و تعالی د دین د پیاوړتیا په لوري د خلکو په زړونو کې وېره واچوي. په هر صورت، دوی په دې کار سره د روسیې او غرب بادارانو ته غاړه ږدي. مسلمانې مېرمنې د هېواد لپاره ګواښ نه دي، بلکې دا د سیکولر رژيم واکمني او ناوړه سیکولر نظام دی چې فساد، درغلي، اقتصادي ناکامي او د کوېډـ۱۹ مديریت یې د زړه سوي وړ دی. موږ دغه کرغيړن رژيم ته وایو چې د ترهګرۍ او زور زیاتي له لارې د قرغیزستان د مخلصو مېرمنو پر وړاندې ستاسو جرمونه به نړۍ ته پټ نه وي. د دوی وضعیت به په نړیواله کچه څرګند شي! موږ د خپلو معززو مسلمانو خویندو د ژر تر ژره خوشي کولو او په قرغیزستان کې د دې امت د پاکو لوڼو پر وړاندې د ظلمونو د پای ته رسېدلو غوښتنه کوو!

کمپاین دلته وڅارئ!

http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/19978.html

او

 https://www.facebook.com/womenscmoht/

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې