جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د TTP له خوا د بې ګناه خلکو وژل، اسلام ته نېک نوم نه شي ورکولی!

خبر:

د دوشنبې ورځې له غرمې ورسته د ایرفا کریم ای ټي ټاور ته نږدې د  لاهور د فېروز پور پر سړک د یوه ماین د چاودنې له امله، لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه او ۵۸ نور ټپيان شول. ویل کېږي چې نهه تنه د پولیسو افسران هم په وژل شوو کې شامل دي. د دې حملې موخه هغه افسران وو، چې د لاهور د پراختیا  د کارکوونکو امنیت یې پر غاړه و.

تبصره:

له حملې ورسته ډېر ژر د پاکستان طالبانو تحریک (TTP) د دې حملې مسؤولیت پر غاړه واخیست او په ډاګه یې کړه: « زموږ پیغام د اسلام د دښمنانو د لومړۍ کرښې متحدانو ته دا دی، چې زموږ له لارې لرې شئ او یا له داسې برخلیک سره د مخ کېدو تیاری ولرئ.» له دې ډول حملو نه یوازې هغه خلک ګټه پورته کوي، چې د خارجي دولت او بادارانو خدمت کوونکی دي. په دې پېښو کې تل هغه خلک قرباني ورکوي، چې د خپلو وږو بچیو د خېټو مړولو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ په لټه کې دي.  په دې پېښو سره دوی په یوه ډبره دوه مرغۍ له منځه وړي. له یوې خوا خلک له اسلامه وېروي او له بلې خوا د خلکو تر منځ تفرقه اچوي او د غوسې او وحشت په رامنځته کولو دوی دې باور ته رسوي، چې تاسې د ترورېزم په وسیله احاطه شوی یاست او باید پر ضد یې وجنګېږئ.  

TTP د خپل امنیت له ټينګښت نه په بشپړه ټوګه ډاډه دی او دولت د ټولو پلانونو او کارونو پلانوونکی وي. نو پر دغه اساس د  TTPله خوا د بې ګناه خلکو دا وژنه اسلام ته نېک نوم نه شي ورکولی. الله سبحانه وتعالی د دوی په موخه پوهېږي. TTP دا پیغام د دښمن د متحدانو لپاره نه دی لېږلی؛ بلکې د عامو خلکو لپاره یې لېږلی دی او دوی به تر هغه په همدغه ذلت کې وي چې د غرب په خدمت کې وي او د دوښمن په پېژندلو کې کوشش ونه کړي. هغه وخت دغه ټول جهالت ته د پای ټکی اېښودی شو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د یوه داسې قوي ځواک بنسټ کېږدو، چې پکې د امت د وینې ارزښت په پام ونیول شي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

(بخاري او مسلم)

ژباړه: مومن له یوې سوړې دوه ځله نه چیچل کېږي.

د اسلامي خاورې د غصب او اشغال یوه پېړۍ کېږي، چې په دې موده کې د اسلامي امت ډېرې وینې تویې شوې دي او تر دې ټکان ورکوونکې دا چې مسلمان، مسلمان وژني. تر کله به د دې خاینو رهبرانو فریب خورئ؟ نو پر اسلامي امت لازمه ده، چې دوه ځله یوه تېروتنه ونه کړي او یو بل د واقعي اسلام خبرولو او پوهولو ته وهڅوي او د نورو لپاره الګو شي. پر اسلامي امت لازمه ده، چې د خپلو وروڼو او خویندو او خپلې وینې ارزښت درک کړي او پوه شي، چې د دې وینو رېښتونی درک هغه وخت کېږي، چې یو ځل بیا خلافت د نبوت پر منهج پر ځمکه ظهور وکړي. تر دغه چتر لاندې دلیل یوازې د الله سبحانه وتعالی رضایت دی او د شهیدانو لپاره هم د الله تعالی له لوري لوړه مرتبه ده.

لیکواله: اخلاق جهان

د حزب التحریر د مطبو عاتي دفتر لپاره

د مطلب ادامه...

د استعمار بله ډالۍ؛ په نشه یي توکو د روږدو مېرمنو او ماشومانو زیاتوالی!

(ژباړه)

د ۲۰۱۷م کال د جون پر ۱۹مه د واشنګټن پوسټ رپوټ ښیي، چې په وروستیو کلونو کې په نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو شمېر  مخ په زیاتېدو دی. په ۲۰۱۰م کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د یوې احصایې له مخې اټکل کړی دی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون کسان په نشه یي توکو روږدي دي؛ چې ډېری یې تریاک د ژوند د ستونزو پر وړاندې د درملو په توګه کاروي. خو همدغه سازمان په ۲۰۱۵م کال کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر درې میلیونو ته لوړ شوی؛ چې ډېری یې هرویین کاروي. په دې اړه په کابل کې پر نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې د ملي مرکز متخصصه شایسته حکیم داسې وایي: «دا یوه لویه سونامي ده، که په راتلونکو څو کلونو کې کنترول نه شي، ښايي پر یوه غمیزه بدله شي.» (سرچینه: واشنګټن پوسټ)

افغانستان د نړۍ ۹۰سلنه نشه یي توکي تیاروي او په دې برخه کې پر ستر تولیدوونکي او له بده مرغه پر استعمالوونکي یې هم بدل شوی دی. د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې د نشه یي توکو ډېروالی یوه سونامي بولي؛ ځکه پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر یوازې په تېرو دوو کلونو کې درې میلیونو تنو ته زیات شوی دی. دې پدیدې لسګونه زره ښځې او ماشومان اغېزمن کړي، له همدې امله ځینو مېرمنو غلا او ځینو بدکارۍ ته مخه کړې. ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د نشه یي توکو په ورکولو او له دوی څخه د سړک پر سر د پیسو ټولولو او خیرات لپاره ګټه اخلي او د ژوند برابرولو لپاره خپل اولاد د کمو پیسو په بدل کې واده کوي او یا د همدې وژونکې پدیدې له امله خپل اولاد دارالایتام ته لېږي.

دغه تباه کوونکې پدیده د دې لامل شوې چې یو شمېر ځوانې مېرمنې په نهیلیتوب د پل سوخته بازار له روږدو کسانو سره یوځای شي؛ ځکه دا داسې ځای دی، چې دوی په لږو پیسو خپل اړین توکي تر لاسه کولی شي. له بل لوري دا یوازینی ځای دی، چې دغو کورنیو ته یې په خپله لمن کې ځای ورکړی دی او کولی شي دلته د لږ وخت لپاره د ژوند غمونه او کړاوونه هېر کړي او د ټولو له سترګو لرې وي.  

 په افغاني ټولنه کې د نشه یي توکو د خپرېدو تر ټولو لوی لامل، د اسلامي مفاهیمو نشت او په دې ټولنه کې د شرعي قوانینو نه تطبیق او یا استعمار، جګړې او ورانۍ دي. دغه وژونکې پدیده کورنۍ، میندې، ماشومان او حتی راتلونکي نسلونه پر خپل ځان روږدي کوي. رپوټونه ښیي، چې په وروستیو دوو کلونو کې پر نشه یي توکو د ماشومانو روږدي کېدو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی. دا خبره مو باید حیران نه کړي، ځکه په دې هېواد کې نشه یي توکي په ځلونو تر غذایي توکو ارزانه دي او په اسانۍ د لاسرسي وړ دي؛ ځکه چې  په افغانستان کې د یو ګرام هیرویینو بیه یو پونډ ده.

ډېری مېرمنې د دې لپاره خپلو ماشومانو ته نشه یي توکي ورکوي، چې لوږه حس نه کړي. روږدې کورنۍ پخپله وایي، چې موږ خپلو ماشومانو ته د دې لپاره نشه یې توکي ورکوو، چې لوږه احساس نه کړي او له ځانه نا خبره وي؛ ځکه د کورنۍ د ټولو غړو لپاره د خوراکي توکو برابرول ستونزمن کار دی. ډیری ماشومان د روږدي کېدو په سبب ځان پلورنې ته مخه کوي، چې له خپل دغه عمل څخه حتی په پوره اندازه پیسې هم نه شي ترلاسه کولی، ترڅو د ځان او کورنۍ لپاره غذایي توکي برابر کړي.

معتادي له بهر څخه افغانستان ته را دننه شوې پدیده ده؛ ځکه چې ډیری کسان د بېلابېلو لاملونو لکه: جګړې، بېوزلۍ او نا امنۍ له امله نورو هېوادنو ته کډوال کېږي، فکر کوي چې په معتادۍ به په ښه توګه کار وکړی شي. دوی چې کله خپل هېواد ته راستنېږي، له ځان سره دغه وژونکې پدیده هم لېږدوي او خپله کورنۍ هم په دغه عمل روږدې کوي. نو ویلی شو، چې په دغه هېواد کې د روږدي کېدو لوی لامل هغه جګړه ده، چې لویو استعماري ځواکونو پيل کړې ده.

راپورونه ښیي چې ډیری کورنۍ د خپل غم د هېرولو لپاره، چې د امریکا او ناټو ځواکونو روانې جګړې او بمبار ورته یادګار پرېښی او د خپلې کورنۍ غړي یې پکې له لاسه ورکړي؛ روږدي کیدو ته مخه کوي. دې حملو ډیری ماشومان یتیمان او زیات شمېر ښځې یې کونډې کړې او لسګونه نورې روحي او رواني ستونزې یې پرېښودې. جګړه او وېره له هغه مهمو عناصرو څخه دي، چې د انسان روان اغېزمنوي. لکه څنګه چې د نړۍ روغتیایي سازمان وروستي راپورونه ښیي، چې په نړۍ کې له ۳ میلیونو څخه زیات انسانان په افسردګۍ (ژور خپګان) اخته دي. د (۲۰۰۵- ۲۰۱۵م) کال په پرتله، د دغې وژونکې پدیدې شمېرې ۱۸ سلنه زیاتوالی کړی دی؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خلکو له افسردګۍ او رواني ستونزو څخه کره معلومات په لاس کې نشته. بیا هم اټکل کیږي، چې یو میلیون افغانان له رواني ستونزو څخه ځوریږي او له ۱.۲میلیونو زیات کسان له رواني اضطراب سره مخ دي.

نو پر دغه اساس خلک په ژوند کې د غم د هېرولو لپاره، د نشه یي توکو کارول تر ټولو ښه لار بولي. د افغانستان دولت په دې برخه کې هېڅ ډول عملي ګامونه نه دي پورته کړي او یوازې له خپلو بادارانو سره د تروریزم پر وړاندې مباریزې په کار کې، چې په اسلامي خاورو کې د دوی د پاتې کېدو تر ټولو لویه پلمه ده، رښتینې مرسته کوي. د افغانستان دولت حتی د ټولنې اقتصادي وضعیت په پام کې نه نیسې، نو څنګه به د خپلو خلکو د روحي او رواني حالت ته پام وکړي.

په نشه یي توکو روږدي کېدل، یو خواشینوونکی واقعیت دی، چې د اسلامي امت مېرمنې او ماشومان ورسره مخ شوي او په دام کې یې لوېږي. په ژور لید سره درک کولی شو، چې په ۲۱مه پېړۍ کې استعمارګران هره شېبه د اسلامي امت د له منځه وړلو په لټه کې دي او له بده مرغه د دغه مظلوم ملت د دفاع لپاره کوم رهبر نشته. همدا لامل دي چې استعمارګرو له دې تشې نه په استفادې یې په اسلامي خاورو کې غمیزې او وېجاړۍ رامنځته کړې دي او په پایله کې امت په نشه يي توکو په روږدي کیدو، ژور خپګان، رواني ستونزو او داسې نورو ستونزو اخته شوی دی، چې موږ د دغه امت د ژوند پر ګډوډیو شاهد یو. د همدې بدبختیو له امله امت له ژوند څخه خسته شوی دی او د ژوند اصلی معنی یې هېره کړې ده، چې اوس له ژونده بل تعبیر لري. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی د بشریت لپاره له ژونده ځانګړی تعریف لري.  

موږ د راتلونکي نسل؛ خویندو او وروڼو پر وړاندې مسؤول یو، باید دغه مسؤولیت جدي ونیسو او د کفارو پر وړاندې، چې تل یې غوښتي د امت خویندې او میندې له منځه یوسي او ژوند یې د تباهۍ لور ته کش کړي؛ چوپ پاتې نه شو. نو پر موږ لازمه ده، چې ټول ځواک او قدرت مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د خلافت د بیا تاسیس په لاره کې مصرف کړو؛ ځکه دا یوازینۍ لاره ده، چې موږ له ستونزو ژغوري او ټولو بدبختیو ته د پای ټکی ږدي. الله سبحانه وتعالی موږ د ټولو هغو مسلمانو مېرمنو او ماشومانو پر وړاندې، چې یوې ګولې ډوډۍ ته اړ دي او په بد حالت کې دي، محاسبه کوي. نو پر موږ لازمه ده، چې د یو عادل او متقي رهبر په راوستو کې هیڅ ډول هڅه وهاند ونه سپموو؛ ځکه چې یوازې همدا کس د امت ملاتړی او ساتونکی کیدای شي.

﴿وَالْعَصْرُِإِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍُإِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرُِ﴾

[عصر: ۳-۱]

ژباړه: قسمپر زمانه! په یقیني توګه چې انسان په زیان کې دی؛ مګر له هغو کسانو پرته، چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه کوي او یو بل ته پر حق او صبر وصیت کوي.

لیکواله: امانه عابد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د مطلب ادامه...

د بې ګناه کسانو وژنه او په جنازه کې يې ګډون!

(ژباړه)

خبر:

د الدرر الشامیة سایټ د راپور له مخې د یکشنبې په ورځ ترکي خبریال (حمزه تکین) د فوځ د مشر له جدي تصمیم څخه، چې پر سوري ځوانانو د تیري د عاملینو د سزا لپاره و، خبر ورکړ او ویي ویل: «د ترکیې د پوځ عمومي مشر دغه تصمیم د هغه ویډیویي کلېپ له خپرېدو وروسته ونیو، چې پر سوري ځوانانو د دغه هیواد د ژاندارمري پوځ د سرتیرو تېری ښیي.»

تکین په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې ویلي: «د ترکیې د فوځ عمومي مشر د دغې ویډیو په اړه خپل نظر وښود او ویې ویل: د فوځ دغه عمل د منلو وړ نه دی او مردود دی.»

دغه خبریال زیاته کړه: «د ترکیې د فوځ مشر پر سوري ځوانانو د تېري کوونکو سرتېرو د نیولو او څارلو غوښتنه کړې، او امر یې کړی، چې دغه ځوانان دې خپل هېواد ته له تګ وړاندې معاینه شي، ترڅو یې له صحي وضعیته ډاډه شو.»

تبصره:

بې له دې چې دا خبره ریښتیا ده که درواغ، پوښتنه دا ده؛ چې د هغو کسانو د وینو برخلیک څنګه کیږي، چې ژاندارمري ځواکونو د ترکیې د پولو په اوږدو کې وژلي؟ د دغو وژل شوو کسانو شمېر تر دریو سوو اوړي، په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې، چې د ویشتونکو له لوري د ترکیې له پولو څخه د تېرېدونکي کسانو هدف نیول په چټکۍ سره زیات شوي او د دوی د تېرېدو مخه نیول کېږي؛ په داسې حال کې چې د انقلاب په لومړیو کې کډوالو ته اجازه ورکول کېده، چې د دغه هېواد له پولو څخه تېر شي.

له شکه پرته د هغه وینو حرمت ډېر دی، چې د ترکیې رژیم بې ګناه او له کوم جرم پرته  تویې کړې دي او همدارنګه د اسلام په سپېڅلي دین کې د بې ګناه کسانو وینو د تویولو د حرمت لويي ښکاره ده او د دغه ډول بې ګناه وینو د تویولو تمه له هغه دښمن څخه کیږي، چې هره شېبه مسلمانانو ته په کمین کې ناست وي یا له هغه منافق مزدور څخه چې پر اسلام باور نه لري؛ خو د پام وړ خبره د ترکیې د رژیم او ملاتړو لخوا یې د دغه ډول خبر خپرول دي. هغه خبر، چې ګواکي ترکیې د مسلمانانو د ځپونکو عناصرو د قانوني څارلو امر ورکړی او د خپلو ظلمونو څخه مخنیوی کوي. له شک پرته چې د ترکیې رژیم هېڅکله له لمر څخه روښانه حقیقت په دوو ګوتو نه شي پټولی؛ هغه حقیقت چې په ښکاره توګه ښیي، چې د ترکیې رژیم د سوریې د انقلاب د دښمنانو تر څنګ سنګر نیولی او له دوی  سره یې اوږه په اوږه مسلمانان هدف ګرځولي. تر ټولو دردوونکې داده، چې دغه د ترکیې د رژیم لومړنی جنایت نه دی، بلکې دوی دښمن ته د حلب ښار په تسلیمولو ، د اسلام دښمنانو ته د انجرلیک اډې په واک ورکولو، د سيکولر مخالفینو په ملاتړ او نورو جنایتکاره اعمالو کې لوی لاس لري او تل یې داسې جنایتونه او خیانتونه کړي دي.

د ترکیې رژیم باید پوه شي، چې د بې ګناه انسانانو وژل او بیا یې په جنازه  کې ګډون کول، د جنایتکارو منافقینو صفت دی. جنایتکاره منافق چې د تمساح په شان په خپل ښکار اوښکې تویوي او د خپلو دروغجنو اوښکو له پاکولو وروسته په قتل او جنایت لاس پورې کوي. له شک پرته د تمساح دغه اوښکې تویول د شام باخبره او مخلص مسلمانان نشي غولولی. د الله سبحانه وتعالی په مهربانۍ د شام انقلاب هغه انقلاب دی، چې د چټلو څېرو له مخه یې پرده پورته کړې او دغه خاینې څېرې یې رسوا کړې دي. همدارنګه شک نشته چې د شام انقلاب د ترکیې د رژیم له چټلې څېرې پرده پورته کړې او د دوی خیانتونه یې نړیوالو ته ښکاره کړي دي.

په پای کې باید ووایو، داسې کسان شته چې د دغه رژیم دفاع کوي او جنایتکارانه اعمال يې توجیه کوي؛ نو پوښتنه دا ده، چې څوک به د قیامت په ورځ له دغه وینې تویوونکي رژیم څخه دفاع او د هغه جنایتکاره اعمال توجیه کړي؟ هغه ورځ چې انسان ته نه مال او نه هم اولاد ګټه رسوي. الله سبحانه وتعالی خبرداری راکړی:

﴿هَا أَنتُمْ هَٰؤُلَاءِ جَادَلْتُمْ عَنْهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَمَن يُجَادِلُ اللَّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا﴾ [نساء: ۱۰۹]

ژباړه: هو! تاسو خو په دنیوي ژوندانه کې د دغو مجرمانو جنګ په خپل سر باندې واخیست او دفاع مو يې وکړه، خو د قیامت په ورځ به څوک د الله پر وړاندې د دوی دفاع وکړي؟ نو هلته به څوک د دوی وکالت وکړي؟

لیکوال: منیر ناصر

د مطلب ادامه...

د اردن رژیم د خپلو خلکو عزت ته پام نه کوي او هغه یهودي ته يې له هېواده د وتلو اجازه ورکړه، چې د دې خاورې دوه بچیان یې وژلي وو! Featured

  • خپور شوی په اردن

(ژباړه)

د اردن رژیم یو ځل بیا د یهودي اشغالګرو او د اسراء او معراج د ځمکې له غاصبینو سره د خپلې نږدې اړیکو پخلی وکړ. پرته له دې چې د یهودي دولت هغه جرمونه په پام کې ونیسي، چې د اردني او فلسطیني وګړو، همدارنګه د سپېڅلي الاقصی پر وړاندې يې ترسره کړي، په دوامداره توګه د خپلو بې شرمو اړیکو د دوام او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

رسنیو د راپور له مخې د یهودي دولت لومړي وزیر دا مجرم چې د اردون په پلازمېنه کې یې د دغه هېواد دوه بچیان په بې رحمۍ وژلي او د یهودي دولت غیر اسلامي سفارت چې د اردن په پلازمېنه کې دی، بې عزته کړي وو. د (وادي عربه) د هغه بې شرمه او ننګین تړون چې د اردن د رژیم او یهودي دولت تر منځ لاسلیک شوی، پایله یې دا شوه چې اسلامي امت یې په داسې حال کې چې بې خبره و، دښمن ته سپارلی.

د اردن رژیم یو ځل بیا هڅه وکړه چې د اردن خلکو ته د شرم او سپکاوي جامه ور په تن کړي، پرته له دې چې د اردني قاضي رائد زعيتر، د ابن الکرک ابن عشیره العمرو  او د پولیس ابن عشيرة الجراح وینه په پام کې ونیسي. همدا راز د ابن الدوايمة وابن الحمارنة له وینو څخه په تېرېدو سره یې یهودي مجرمانو ته اجازه وکړه چې له هېواد څخه ووځي. د اردن د کورنیو چارو وزیر غالب الزعبي پر دغه شرم د پردې اچولو لپاره د اردن د استازوو مجلس ته وویل چې ابن الدوایمه لومړی پر یهودي مجرم د برید هڅه کړې وه، په داسې حال کې دا مجرم یهودي ولسمشر نتنیاهو د اتل په توګه وستایه. دا د اردن د خلکو پر مخ څپېړه او د هغوی سپکاوی دی. دا د اردن د هغه رژیم له لوري څپېړه ده چې د اردون د خلکو د ساتنې او د هغوی د عزت د خوندیتوب مسؤولیت پر غاړه لري.

الله اکبر، اې خلکو! که دغه وژل شوی کس، سرتېری وي او پر اشغالګرو یا تېري کوونکو یې برید کړی وي، نو دوی شاید ویلي وی، چې ده له پوځي قوانینو څخه سرغړونه کړې وه، لکه څرنګه یې چې په احمد الدقامسة او ډلګی مشر ابو تايه دا تور پورې کړ. که وژل شوی د عامو خلکو له ډلې څخه وی، نو دوی به ویلي وو چې لومړی برید ده کړی و!! دا رژیم زموږ لپاره په دغه هېواد کې د بل څه ډول عدالت، سپکاوي او شرم په تمه دی؛په داسې حال کې چې  موږ د خالد بن ولید، ابوعبیده، شرحبیل ابن حسنه، صلاح الدین، ظاهر بيبرس او قطز لمسیان یو!؟ دا رژیم زموږ لپاره بل څه ډول بې عدالتي، سپکاوی او شرم غواړي، په داسې حال کې چې موږ د جګړې د اتل اکرمه زامن او لمسیانو یو!؟ یهودي دولت ته د یهودي مجرم سپارل او هغه زموږ له منګولو خلاصلول، الاقصی ته د یهودي دولت د ننوتو له لارو څخه د برښنایي دروازو د لرې کولو تر معاملې ډیر سپکوونکی دی. دا د هېواد د وګړو د وینې له حق څخه تېرېدل دي، چې په بدل کې يې د الاقصی د اشغال دوام ته لار هواروي. دا څه ډول سپکاوی او شرم دی؟

اې د اردن مسلمانانو!

موږ تاسې ته یو ځل بیا د هغه یوازني اسلامي نظام (خلافت) یادونه کوو چې هغه به ستاسې  عزت، وینه، پت خوندي او ستاسو د هېواد د سرچینو ساتنه وکړي؛ هغه دولت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې زېری درکړی، چې د نبوت پر تګلاره به وي. موږ بلنه درکوو چې د دغه دولت لپاره کار وکړئ، دا ستاسو د ازادۍ، بریا او ویاړ لپاره یوازنۍ لاره ده.

﴿وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ...

(التوبه: ۱۰۵)

(اې پیغمبره صلی الله علیه وسلم!) دوی ته ووایه، چې تاسو عمل کوئ؛ الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنان ستاسې کړه وړه ویني.

د حزب التحریر- ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په افغانستان کې د سیاسي جګړې لوبه؛ له ښځو او ماشومانو سره لوی جنایت!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

امریکا په ټوله نړۍ کې خپل شعار د سولې راوستل او له ترورېزم  سره مبارزه ګرځولي دی او داسې په ځیرکۍ یې د ترورېزم  معنی پټه کړې ده، چې هېڅوک يې پر وړاندې خوله نه شي خلاصولی او له دې کلمې نه کوم تعبیر نه شي درلودلی؛ ځکه امریکا د نړۍ د زبرځواک په توګه دا کلمه تفسیر کړې او د ترورېزم پر وړاندې جګړه یې د اسلام او اسلامي امت د سړیو، ښځو او ماشومانو پر وړاندې جګړه تفسیر او تعبیر کړې ده. امریکا په ټوله نړۍ کې داسې حالت راوستی، چې نړۍ باید د ترورېزم دا تفیسر ومني او هر څوک چې له دې مسئلې سره مخالف شي، خپله ترورېست او د سولې او دیموکراسۍ پر ضد دی.

د قدرت دلاسته راوړلو او په نړۍ کې پر زبرځواک بدلېدلو لپاره؛ امریکا له دویمې نړیوالې جکړې ورسته د اسلام اېډیالوژي په خپله لاره کې تر ټولو لوی خنډ ولید. په همدې سبب د اسلام او مسلمانانو د ورکولو په ځیرکانه طرحې پسې را ووتل. دې مکارې کیدړې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې ورسته افغانستان ته د داخلېدو تر ټولو ښه پلمه پیدا کړه. په افغانستان کې د دې استعماري جګړې لاسته راوړنه د ښځو او معصومو ماشومانو په ګډون د زرګونو بې ګناه خلکو وژل او د زرګونو نورو بې کوره کېدل دي. لکه څرنګه چې د یونما خبر په ډاګه کوي، چې د ۲۰۱۷م کال په ۶ لومړیو میاشتو کې له ۱۶۶۲ زیات ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۸۱ تنه نور ټپيان شوي دي. په دې وخت کې د ښځو تلفات په سلو کې۳۳ زیات شوي، چې ۱۷۴ ښځې وژل شوې او ۴۶۲ نورې زخمي شوې دي. په دغه وخت کې ۴۳۶ ماشومان مړه ۱۱۴۱ ماشومان ټپي شوي دي. همدارنګه د ماشومانو تلفات د ۲۰۱۶م کال په لومړیو  ۶ میاشتو کې ۹ سلنه زیات شوی دي.

د نیشن جاردکشنر څېړنې په ډاګه کوي، چې د ولسمشر ټرامپ زوم د بلک واټر (د هر اړخیزو خدمتونو پوځ) بنسټ اېښودونکی او د نیویارک یو لوی پانګوال او د خورا لویې قراردادي کمپنۍ DynCorp International  د امتیاز خاوند او ناظر سټیپن فاینبرګ پلان لري، چې د افغانستان جګړه په شخصي نظامي واحدونو ووېشي.

د افغانستان ښځې او ماشومان نور څومره باید د امریکا جنایتونه وزغمي. ایا د امریکا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو دا ټولې قربانۍ بس نه دي؟ امریکا غواړي خلک د ترورېزم  له منګولو خلاص کړي، خو کوم خلک؛ ایا مسلمانان په دې خلکو کې نه راځي؟ دا خلک د اسلامي امت ښځې او ماشومان  دي، چې وینه یې په ناحقه تویې شوې، کور او کورنۍ یې له منځه تللي، په عزت او ناموس یې تېری شوی او کېږي.

پوه شئ او درک کړئ، چې اسلامي امت هېڅکله له امریکا ازادي نه غواړي. هغه څه چې رهبران یې د خلکو د غوښتنو په توګه بیانوي، هېڅکله د خلکو غوښتنه نه ده؛ بلکې خپله غوښتنه یې ده او هغه غوښتنې او حقیقتونه، چې خلک یې غواړي، پټوي یې. لکه څنګه چې د اسلامي امت ښځې او ماشومان په افغانستان کې د لوي ترورېست  او ترهګر یعنې جنایتکارې امریکا له منګولو د ازادۍ غوښتونکي دي. په نړۍ کې دا ټولې جګړې او وژنې د هغې له ډلې په افغانستان کې د سیاسي جګړې حاصل دی، چې امریکا خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره پیل کړې او د جګړې په دغه ډګر کې یې د بې عدالتۍ او بربریت د پای ته رسولو لپاره هېڅ رقیب نشته. 

امریکا تر اوسه له پنځو میلیونو ډېر مسلمانان په افغانستان، عراق، سوریه، سوډان، سومالیا، کشمیر او نورو مملکتونو کې وژلي او تر ۱۰ ميلیونو زیات یې ټپيان کړي دي. سربېره پر دې د رنګا رنګ اتومي بمونو په ازمویلو سره د امت راتلونکي نسل ته زیان رسوي او د له منځه وړلو په لټه کې یې دي.

نو باید مسلمانان په ټوله نړۍ کې د اسلامي امت د دې ټولو وژنو پر وړاندې ځان مسؤول وګڼي، یو موټی شي او یو ځای تر هغې چې جنایتکاران، قاتلین او د امت پر وینه، مال او ناموس تېري کوونکي د مجازاتو په دار را ونه ځړول شي، ارام کښېنني. امت باید د نړیوالو قضایي سازمانونو فریب ونه خوري او له دغو سازمانونو عدالت ونه غواړي؛ ځکه دا ټول د خلکو د غولولو لپاره دي او په حقیقت کې همدغه سازمانونه جنایتکارانو لکه امریکا جوړ کړي او ملاتړي يې دي. اسلامي امت باید پر اسلام او اسلامي عدالت منګولې ولګوي او د عدالت د ټنګښت لپاره یواځې او يواځې اسلام حل لاره وبولي او دا کار هغه وخت حقیقت پیداکوي، چې یو ځل بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره خلافت تاسیس شي. بیا به نو کوم ظلم او جنایت، چې د اسلامي امت پر ښځو او ماشومانو کېږي، پای ته ورسېږي او د اسلامي امت کوم هویت چې د نړۍ رهبري یې پر غاړه وه، بېرته ورته را ګرځول کېږي.

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ (ال عمران: ۱۱۰)

ژباړه:  تاسې هغه غوره امت یاست، چې د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوی یئ. تاسې پر نېکۍ امر کوئ او له بدۍ منعه او پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرئ. که اهل کتابو ایمان راوړی وای، د دوی پر ګټه و، که څه هم په هغوی کې د ایمان خاوندان شته؛ خو زیاتره یې فاسقان دي.

 لیکواله: امانه عابد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د مطلب ادامه...

د دیموکراسۍ د څېرې بدلون هېڅکله بسنه نه کوي، د له منځه وړلو لپاره یې هڅه وکړئ؛ ځکه د فساد او ظلم ملاتړې ده! Featured

د ۲۰۱۷م کال د جولای پر ۲۸مه د جمعې ورځې له ماسپښین وروسته، د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد صدر اعظم نواز شریف له دندې ګوښه کړ. محکمې د هغه، د هغه د کورنۍ او حکومتي ملګرو  پر وړاندې د فساد ضد دوسیې وڅېړلې. په داسې مهال کې چې د نړۍ ټول مسلمانان په فساد او ظلم کې ډوب دي، د حیرانتیا ځای نه دی چې مسلمانانو د عدالت د یوې بېلګې په توګه پر دې پرېکړه خوښي څرګنده کړه؛ خو پرېږدئ چې یادونه وکړو تر هغه چې ډیموکراسي (د فساد ملاتړې) له منځه لاړه نه شي، موږ به هېڅ وخت پوره او هر اړخیز عدالت ونه وینو. پرېږدئ هغه ګواښ یاد کړو چې موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړی:

«لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

(بخاری او مسلم)

ژباړه: مومن له یوې  سوړې دوه ځله نه چیچل کېږي.

رښتیا موږ تل هغه وخت چیچل شوي یو چې یوازې د دیموکراسۍ په څېره کې بدلون راغلی؛ خو دیموکراسي پر خپل ځای پاتې ده. هغه وخت چې نواز شریف په ۱۹۹۰م کال کې ګوښه کړل شو، خوښ شوو او د مشرف تود هرکلی مو وکړ. بیا د مشرف په لرې کولو خوښ شوو او د زرداري تود هر کلی مو وکړ. وروسته بیا د زرداري د دورې په پای ته رسېدو خوښ شوو او د نواز شریف تود هرکلی مو وکړ. اوس د نواز شریف په ګوښه کېدو خوښ یو، خو ډېره ژر به نوې څېره هم وغندو؛ ځکه چې دیموکراسي پر خپل ځای پاتې ده. ایا دیموکراسي به څو ځله موږ هیله من پرېږدي، هغه هم په هغو کسانو چې بیا به هم ګوښه کړل شي؟ 

پرېږدۍ ووایو، چېرې چې دیموکراسي شته، فساد هم شته. د پانامې اسنادو د دیموکراسۍ فساد په ټوله نړۍ کې خپور کړی دی، نه یوازې په پاکستان کې؛ بلکې له روسیې تر سویلي امریکا. پر دې سربېره دیموکراسي د فساد د ټولو ډولونو ملاتړې ده، هغه که مالي وي که غیر مالي. دیموکراسي د داسې حکومت ملاتړې ده چې په هغه الله سبحانه وتعالی په غوسه کېږي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایې:

﴿وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَـٰئِكَ هُمُ ٱلظَّالِمُونَ﴾

[مائده: ۴۵]

ژباړه: څوک چې پر هغه څه چې الله نازل کړي، حکم نه کوي، هغوی ظالمان دي.

دیموکراسي د ځمکې په شتمنۍ کې د خلکو حق د رد ملاتړې ده، ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایې:

﴿كَىْ لاَ يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ ٱلأَغْنِيَآءِ مِنكُمْ﴾

[حشر: ۷]

ژباړه: دا د دې لپاره ده چې مالونه یوازې ستاسې د بډایو تر منځ لاس په لاس نه شي.

دیموکراسي د اسلام او  مسلمانانو له دښمنانو سره د اېتلاف ملاتړې ده؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایې:

﴿یاأَيُّهَاٱلَّذِينَ آمَنُواْلاَتَتَّخِذُواْٱلْيَهُودَ وَٱلنَّصَارَىٰ أَوْلِيَآءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ﴾

[مائده: ۵۱]

ژباړه: اې مومنانو! یهودان او عسویان خپل ملګري مه نیسئ، دوی په خپلو کې ملګري دي او که ستاسې څخه څوک هغوی په ملګرۍ ونیسي، د همدوی له ډلې څخه دی.

دیموکراسي د مسجدالاقصی او د کشمیر د استعمار شوو مسلمانانو د پرېښودو ملاتړې ده؛ الله سبحانه وتعالی فرمایې:

﴿وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ﴾

[انفال: ۷۲]

ژباړه: که هغوی د دین په اړه له تاسو مرسته وغواړي، نو له هغو ی سره مرسته پر تاسو  فرض ده.

نو مه پرېږدۍ چې موږ بیا دیموکراسي وچیچي. د حزب التحریر له ځوانانو سره یو ځای شئ چې د خوښۍ اصلي لامل (د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی علیه وسلم د ستنو پر بنسټ حکم) لاس ته راوړئ او په صمیمانه توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېریو  په لټه کې اوسئ، لکه  څنګه چې فرمایي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَت»

(مسند امام احمد)

ژباړه: وروسته به جبریه حکومتونه راشي، نو هر څه چې الله سبحانه وتعالی وغواړي هماغسې به کېږي. کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي هغه به له منځه یوسي او بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي. ورسته رسول الله صلی الله علیه وسلم سکوت وکړ.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

اې مسلمانانو... اې اسلامي پوځونو... الاقصی ستاسو له پوځونو مرسته غواړي

  • خپور شوی په فلسطین

ایا په تاسو کې کوم صلاح الدین شته؟ ایا کوم صلاح الدین شته؟

 (ژباړه)

اې مسلمانانو... اې اسلامي پوځونو! دا پر مسلمانانو د الاقصی غږ دی؛ دا ناره اسلامي پوځونو ته ده... ایا تاسو به یې غږ واورئ؟ .... ایا ځواب به ورکړئ؟ ... ایا تاسو راځئ؟

ځواب ورکړئ اې افسرانو او سرتېرو... ځواب ورکړی؛ اې نېکو خلکو! ایا په تاسو کې کوم صلاح الدین شته؟

اشغالي ځواکونه شپه او ورځ الاقصی ته سپکاوی کوی... هلته د لمانځه او اذان مخنیوی کوي... مسلمانانو د سجدې او رکوع په حالت کې په شهادت رسوي... ایا تاسو تسلیم شوی یاست!!؟ ایا تاسو مخ ترې اړوئ!!؟ نه، قسم پر الله، موږ باور لرو چې تاسو به ملاتړ ترې وکړئ.

یهودان د الاقصی انګړ ته سپکاوی کوي او خپل شیطاني عبادتونه او رواجونه پکې کوي، ایا تاسو به یې ورته پرېږدئ؟ نه، قسم په الله، موږ باور لرو چې تاسو به یې ازاد کړئ.

څه ته انتظار کوئ؟ د الله لپاره موږ ته ځواب را کړئ... ځواب راکړئ، الله دې رحم درباندې وکړي...

ایا تاسې امریکا او روسیې ته په تمه یاست، هغو ته، چې زموږ د مسلمانانو وینې تویوي او ځمکې مو ویجاړوي، که سلمان، عبدالله، سیسي او نواز ته په تمه یاست، هغو خاینو او ظالمو چارواکو ته چې خپلو ځواکونو او الوتکو ته د الله سبحانه وتعالی له دښمنانو سره له مرستې پرته، تر څو د مسلمانانو وینې پرې تویې کړي، بل څه ته اجازه نه ورکوي؟

اې د ټولې نړۍ مسمانانو:

که د دغو رژیمونو د خیانت او بې غیرتي پایله نه وی، یهودانو به هېڅکله د الاقصی پر سپیڅلي جومات د یرغل جرئت  نه وی کړی. دوی به هېڅکله جرئت نه وی کړی چې فلسطین اشغال کړي، په خلکو یې ظلم وکړي او یا هم الاقصی ته سپکاوی وکړي. که اسلام حاکم وای، مسلمانان وېشل شوي نه وای او خلافت مو له لاسه نه وی ورکړی؛ نو نن به یهودانو دغه سپځلې خاوره د څو لسیزو لپاره نه وی اشغال کړې او خلک به یې نشوی وژلی، د دوی سپکاوی به يې نه ورته کاوه. ‎

اې زموږ وروڼو... اې موږ ته ګرانو... موږ به په تاسې ته تر هغه نارې وهو، تر څو ستاسو زړونه نرم شي... موږ له سپکو، خاینو او لاسپوڅو حکامو څخه غوښتنه نه کوو، موږ پر تاسو غږ کوو او تاسو ته خطاب کوو، ځکه چې تاسو زموږ وروڼه یاست او تاسو ته هیله لرو.

 اې وروڼو! ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی، چې د الله سبحانه وتعالی په ذکر خپل زړونه پاک او د هغه امر ته غاړه کېږدئ؟

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ

(توبه: ۳۸)

اې مومنانو! په تاسې څه شوي دي چې کله تاسې ته د الله سبحانه وتعالی په لار کې د وتلو لپاره وویل شي، نو تاسې په ځمکه درانه کښېنئ؟ ایا تاسې د اخرت په ژوند د دنیا ژوند ته غوره والی ورکوئ؟ که داسې وي، نو تاسې ته دې معلومه وي چې د دنیاوي ژوندانه دا ټول وسایل به په اخرت کې ډېر لږ راووځي.

ایا هغه وخت یې نه دی را رسېدلی چې د اسلام ملاتړ وکړئ او  خلافت تاسیس کړئ، چې هغه ستاسو ځواک سره یو کوي او هغه ستاسو پوځونه د جهاد او ویاړ میدانونو ته رهنمایي کوي!؟ الاقصی نارې وهي، الاقصی د خلافت د تاسیسولو او د قدس د ازادولو لپاره غږ در باندې کوي.

دا له بیت المقدس څخه پر اسلامي امت او په پوځونو يې زموږ غږ دی، تر څو  پاڅي، د تکبیر په نارو ویلو سره د الاقصی سپېڅلي مسجد د ازادولو لپاره راټول شي. الاقصی دوی ته بلنه ورکوي او له امت څخه غواړي، چې خپلې نارې جګې کړي، په پوځونو کې د خپلو زامنو څخه غوښتنه وکړي چې بیت المقدس ازاد کړي او لاسپوڅي دسیسه جوړونکي حاکم له صحنې څخه وشړي. موږ پوځونو ته بلنه ورکوو، تر څو له دوی څخه داسې یو رهبر راپورته شي لکه صلاح الدین. موږ پر پوځونو غږ کوو، چې له دوی څخه داسې کسان را پورته شي چې هغه الله سبحانه وتعالی او رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته نصرت ورکړي. حزب التحریر ته نصرت ورکړی چې امت د خلافت په تاسیسولو سره وپاڅوي، امت سره یو ځای کړي، د فلسطین او ټولې اسلامي نړۍ د ملاتړ او ازادولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

موږ په دې سپڅلې خاوره کې خلکو ته خطاب کوو:

 صبر او زغم ولرئ، استقامت وکړئ، ظالمانو ته مه تسلیمېږئ، د هغو خاینانو پیروي مه کوئ چې دسیسه جوړونکو رژیمونو ته تسلیمېږي. الله سبحانه وتعالی به ښه بدله درکړي. اې د بیت المقدس خلکو! تاسو داسې زړورتیا وښودله چې تر اوسه هېچا نه وه ښودلې. خپل امت او پوځ ته سترګې په لاره اوسئ. خپله حوصله له لاسه مه ورکوئ، د دوی رابللو ته دوام ورکړئ. دوی ستاسو کورنۍ، هیله او ملاتړي دي، په اسلام منګولې ولګوئ او په الله سبحانه وتعالی مو باور پیاوړی کړئ. الله سبحانه وتعالی به ژر تر ژره بری در په برخه کړي، ان شاء الله.

﴿إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

(عمران:۱۶۰)

که الله سبحانه وتعالی مو مرستندوی وي، نو هېڅ قوت در باندې برلاسی کېدی نه شي؛ که هغه تاسې پرېږدي، نو بیا له الله سبحانه وتعالی وروسته څوک ستاسې مرسته کوونکی کېدی شي؟ نو څوک چې رښتیني مومنان دي، هغوی دې یوازې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي.

اې الله سبحانه وتعالی که دغه بلنه په اسلامی هېوادونوو کې زموږ وروڼو ته رسېدلې وي، نو اې الله زړونه یې پرانیزه چې ستا د دین ملاتړ وکړي... اې الله د دوی عزم قوی کړې چې ستا دین حاکم کړي... اې الله موږ د الاقصي په میدانونو کې د تکبیر په نارو او ستا په دغو آیتونو  ویلو سره متحد کړه:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا﴾ 

(اسراء: ۸۱)

ووایه حق راغی او باطل له منځه لاړ، بېشکه چې باید باطل له منځه ځي.

وَسَيَعْلَمُ الْكُفَّارُ لِمَنْ عُقْبَى الدَّارِ

(اسرا:۸۱)

او دغه د حق منګران به ډېر ژر وپوهېږي چې عاقبت د چا په ګټه تمامیږي.

حزب التحریر- ولایه فلسطین

د مطلب ادامه...

سیاسي اسلام څه ته وايي او ایا سیاسي اسلام مردود دی؟

  • خپور شوی په سیاسي

له پېړیو حاکمیت وروسته، خورا ارزښتناک څيز چې په وروستۍ یوه پېړۍ کې د هغه په نشت کې د مسلمانانو اختلافي فقهي لیدلوري په بې اتفاقۍ او اوسني مرزونه په دښمنۍ بدل شوي؛ هغه له سیاسي نظام او د واحدې حکومتوالۍ له طریقې څخه د سم درک نشت دی؛ چې له امله يې په ډېر بد ډول له هر ادرسه ځپل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د یادې مسئلې فهم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او په ځانګړي ډول د نوموړي تر مړینې وروسته د اصحابو کرامو او د مسلمانانو لومړۍ الګو لپاره ډېر اسانه و.

یو شمېر کسان د اسلام له واقعیت نه له سم درک پرته په اسلام کې د دولت په اړه داسې فکر کوي چې ګنې اسلام له همغه ابتدا څخه سیاسي نظام نه درلود او له پردیو فرهنګونو یې اخیستی دی. که داسې وي، نو پوښتنه دا ده چې دغه نوي پر پښو درېدلي دولت څنګه وکړای شول چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د وخت دوې لوی امپراتورۍ له پښو وغورځوي؟ ځینې نور بیا اسلام ته د غرب له هندارې ګوري، که پر کوم څه پوهېږي یا نه، اسلامي او غیر اسلامي یې بولي.

هغه فکرونه چې د مسلمانانو ټولنیز او سیاسي ډګر ته دننه شوي دي:

که څه هم د دویمې هجري پېړي په لومړیو کې د غرب فلسفي افکار اسلامي ټولنې ته دننه شول، خو اغېز یې دومره نه و چې د څو پېړیو په اږدو کې له ټولنې څخه له اسلامي فقې، ثقافت، فرهنګ او سیاسي افکار سره اشنایي لرې کړي. پر دې سربېره، په اوومه هجري پېړۍ کې غرب د مسلمانانو پر وړاندې فرهنګي، سیاسي او تبشري جګړې پیل کړې. دغه ټولې جګړې د دې لامل نه شوې چې ټولنه او د اسلام سیاسي نظام ټول له منځه یوسي. غرب هغه وخت ستونزې رامنځه کړې چې د اروپا روڼ اندو (روشنفکرانو) د عیسویت انحرافات وګواښل؛ له دین څخه د دولت بېلتون (سکولریزم)، د دولت او ملت مفکورې او ملي مرزونه یې رامنځته کړل؛ چې بیا وروسته د خپلواکۍ او ملتونو ازادۍ مفکوره هم رامنځته شوه.

له دین څخه د دولت بېلتون مفکوره د لومړي ځل لپاره په اروپا کې د کاتولیکانو او پروټسټانټانو تر منځ له ۳۰ کلنې مذهبي جګړې (۱۶۱۸ـ ۱۶۴۸م) وروسته رامنځته شوه. دا جنګونه په ښکاره د دوو مذهبونو تر منځ شخړې وې، خو په حقیقت کې د اروپا له نورو قدرتونو لکه فرانسې، هالنډ، ډنمارک او سویډن سره د هابسبورګي امپراتورۍ، اتریش او اسپانیا تر منځ په سیالۍ بدله شوه. له همدې امله د «هابسبورګ ـ فرانسې» په جګړه مشهوره ده. په ۱۶۴۸م کال کې د وسټفالیا کنفرانس په جوړېدو تر یوه ځایه دغه جګړې کمې شوې، خو په ختیځه اروپا کې د ۱۸مې پېړۍ تر وروستیو جګړې دوام درلود. په هر حال، د وستفالیا کنفرانس و چې د لومړي ځل لپاره د دین او دولت بېلتون، ملي دولتونو، د مرزونو ټاکلو او د دولت ـ ملت تشکیل مفکورې په اروپایي هېوادونو کې رامنځته شوې. په داسې حال کې چې وړاندې به د هر دولت جغرافیایي پراخوالی د وړیتا او قدرت پر بنسټ ټاکل کېده، نه داسې لکه اوسني مرزونه. په قدرتونو کې دا ډول رسم نه یوازې په اروپا، بلکې په نورو ملتونو او تمدنونو کې هم و.

 د ۲۰مې پېړۍ نیمایي ته نېږدې کله چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، امریکا په رسمي توګه د نړۍ سیاسي، نظامي او اقتصادي مراداتو ته دننه شوه او وروسته یې دې ته پام شو چې د منځني ختیځ ډېرې سیمې او د افریقا لویه برخه اروپایي ښکېلاکګرو په خپلو کې سره وېشلې دي. نو همدا وه چې د امریکا د بهرني سیاست مفکرینو د خپلواکۍ غوښتنې مفکوره په ښکاره په ښکېلاک کې ګیر ملتونو د ازادۍ په موخه، خو په حقیقت کې د ښکلاک بېرون کولو په موخه او همدارنګه د هغوی پر مستعمرو  یې د واک لپاره مطرح کړه؛ تر دې چې د نړۍ اوسنی رسم یې خپل کړ.

کومه خپلواکي؟

که اوسني هېوادونه په اصطلاح د درېیمې نړۍ هېوادونه په امریکایي مفهوم خپلواک ونوموو؛ نو د یو لوی نړیوال سازمان په توګه د ملګرو ملتونو سازمان د دغو هېوادونو کومې اوسنۍ او تېرې ستونزې حل کړې دي؟ د فلسطین اشغال، د کشمیر مسئله، د برما او بوسنیا د مسلمانانو وژنه او یا هم د لویو قدرتونو له خوا د مالونو د لوټ له امله د افریقا د فقر مسئله یا د ډیورنډ مرزي اختلافونه؛ چې د انګلیس استعمار رامنځته کړي وو او اوس په ملګرو ملتونو کې اساسي رول لوبوي...؟ نو پر همدې بنسټ، که خپلواکي په یوه بڼه نه په یوه بڼه له ظلم څخه د بشپړ ژغورل کېدو په مفهوم وي، نو تر ټولو لوی ظلم او استبداد د اوسني نړیوال نظم موجودیت دی؛ چې په ښکاره یې په راس کې ملګري ملتونه او په حقیقت کې غربي قدرتونه دي. له دې پرته خپلواکۍ باید ته یوازې د خیالي او فاضله مدینې په هیله ونه کتل شي.

دا پخپله هغه اصطلاحات دي چې ځانګړو مفاهیمو ته یې ځای ورکړی، چې د غرب د ستونزو پر اساس رامنځته شوي او د وخت په تېرېدو د مسلمانانو سیاسي او ټولنیز جوړښت ته دننه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام د دغه هر یوه پر خلاف د بشر او په ځانګړي ډول مسلمانانو ستونزې حل کړې دي. په بل عبارت، پورتني ټول افکار نه یوازې دا چې د مسلمانانو ستونزې نه حلوي، بلکې د اسلام له لیدلوري مردود ګڼل کېږي. نو پر همدې بنسټ، هر څوک چې پر دغه لیدلوري باور ولري، په حقیقت کې یې اسلام ته د عیسویت له نظره کتلي، چې هغه لیدلوری انحرافي دی.

سیاسي اسلام څه دی؟

سیاسي اسلام هغه اصطلاح ده چې د ۲۰ مې پېړۍ په وروستیو کې د غرب د فکري ښوونځیو له لوري د ځانګړې موخې لپاره وکارول شوه؛ لکه څنګه چې له دولت څخه د دین بېلتون مفکورې، ملي مرزونه او خپلواکي له وړاندې مطرح شوي وو. غرب په ځانګړي ډول د کمونیزم تر ماتې او په نړۍ کې د خپل سیاسي او اقتصادي نظام له غوړېدو وروسته دې پایلې ته ورسېد، چې بله هېڅ ایډیولوژي به پر پانګوالۍ برلاسې نه شي. له همدې امله یې د اسلام او نورو تمدنونو ته سپکاوی پیل کړ. لکه څنګه چې د ایټالیا پخواني لومړي وزیر «برلوسکوني» مسلمانانو ته په خطاب کې وویل: «زموږ تمدن او فرهنګ ستاسو تر تمدن او فرهنګ غوره او لوی دی او زموږ خدای ستاسو تر خدای ځواکمن دی.»

البته دغه د اسلام په اړه د ډېرو غربي مفکرینو لیدلوری دی. تر ټولو وړاندې د امریکا مفکرینو دا درک کړې چې اسلامي نړۍ نه یوازې داچې ماته شوې نه ده، بلکې بیداري یې ډېره شوې ده. په همدې پلمه د جورج بوش په وخت کې یې د اسلام له منځه وړلو لپاره نظامي ځواک ته مخه کړه. لکه څنګه چې د امریکا د وخت دفاع وزیر «ډونالډ رامسفلډ» اعلان وکړ: «موږ فکري جګړه بایللې.» موخه یې دا وه چې له اسلام سره په فکري جګړه کې د ډیپلوماټیکو خبرو اترو اسلوب پای ته رسېدلی دی، ځکه دا اسلوب په نړۍ کې د سیاسي اسلام د مخ پر ودې مفکورې په دلیل ناکام شوی دی.له دغو څرګندونو څخه د نوموړي موخه د واقعي اسلام، چې هغه يې «سیاسي اسلام» تعریف کړی، د له منځه وړلو لپاره له نظامي ځواک او د ګواښلو له اسلوبو څخه ګټه اخیستل وو.   

دې ته په کتو، د امریکا مفکرنیو د مخ پر ودې ځانګړو اسلامي افکارو په مطالعې خپل برداشت «سایسي اسلام» تعریف کړ. له همدې امله، سیاسي اسلام داسې څه نه دی چې په فقه، سیرت او د اسلام په تاریخ کې یې پیدا کړو، چې د مسلمانانو ځینو علماوو ورته مخه کړې، بلکې له سیاسي اسلام څخه موخه د رښتیني اسلام پر پښو درېدو لپاره د مسلمانان له بیدارۍ څخه د غرب درک دی؛ چې د یو واحد دولت په اډانه کې یې غوښتنه کوي. هغه اډانه چې له «دین څخه د دولت بېلتون» مفکورې، دروغجن ملي مرزونه، ملي ګټې او امریکایي خپلواکي یې مردود بللي دي. اسلام ته له دولتي لیدلوري ګوري، چې جغرافیایي پراخوالی یې جهاد ټاکي، نه ملګري ملتونه او اوسنی نړیوال نظم. نو پر همدې اساس، که سیاسي اسلام ته چې غرب مطرح کړی، له فقهي لیدلوري وګورو، له شک پرته چې داسې څه په تاریخ او اسلامي فقه کې نشته؛ خو که دې ته پام وکړو چې غرب رښتینی اسلام سیاسي اسلام تعریف کړی، نو له شک پرته چې مسلمانان همداسې یو څه غواړي او د مسلمانانو له بیدارۍ څخه موخه همدا مسله ده؛ چې غرب ترې وېرېږي.

 هغه کسان چې د غرب په ملاتړ سیاسي اسلام ردوي، باید تر ټولو مخکې هغه څه هم مردود وبولي چې په اسلام کې له حربي کفارو سره دوستي هم مردوده ده؛ دوستي د ملګرو ملتونو سازمان د کاذب مشروعیت په ګډون که په هر دلیل وي. پر دې سربېره له «دین څخه د دولت جدايۍ مفکورې»، ملي مرزونه، ملي ګټې او همدارنګه امریکایي خپلواکي غوښتنه له دې وړاندې مردود ګڼل شوي دي. د دې ټولو لپاره داسې دلیلونه شته چې د مسلمانانو ۱۴ سوه کلن تاریخ پرې شاهد دی؛ چې غرب یې نچوړ سیاسي اسلام تعریف کړی. داسې نه شي کېدای چې مشروعیت یې له اوسني واقعیت نه واخلو؛ کېدای شي یوازې په همدې دلیل هره مسئله اسلامي او غیر اسلامي تعریف کړي.

فکري جګړه تر نظامي جګړې خطرناکه ده

دا هم باید له یاده ونه باسو چې غرب پر نظامي جګړې سربېره، د ملتونو په ځانګړي ډول د مسلمانانو پر وړاندې سیاسي او فکري جګړې پیل کړې دي. له دې ټولو جګړو څخه خورا خطرناکه جګړه سیاسي او تر دې هم خطرناکه فکري جګړه ده. د سیاسي جګړې خطرناکتوب داسې دی چې مفکورې، ملي مرزونو، ملي ګټو، دولت-ملت او خپلواکۍ مفکورې یې د مسلمانانو د حکومتوالۍ په قوانینو او رسم کې ځای کړې دي. فکري جګړه بیا تر ټولو ګواښونکې ده، ځکه هغه حقیقي جګړه چې ارزښت لري، فکري جګړه ده. په دې جګړه کې د نیمې بریا او یا یوې برخې بریا په نوم کوم څه نشته. نو له همدې امله فکري جګړه د یو فکر له بریا او مخالف فکر له بشپړې ماتې پرته، هېڅ وخت پای ته نه رسېږي. یا په بل عبارت، په فکري جګړه کې بریا له یوې پرېکندې او څرګندې بریا پرته، بریا نه بلل کېږي، تر هغه چې له نړۍ څخه د مخالفې ایډیولوژۍ افکار له منځه یوسي.  

غرب او په راس کې یې امریکا پر دې ښه پوهېږي چې تر اوسه یې اسلام ته ماتې نه ده ورکړې او پرې بریالي شوي نه دي. دا چاره غربیان سخت ځوروي، ځکه پر اسلام په بریا کې پاتې راتلو، هغوی حیران کړي او پر دې نه پوهېږي چې د اسلامي ایډیولوژۍ د استقامت رمز؛ د غرب د ټولو ځواکونو او لوړې پوهې پر وړاندې د هغې نه ماتېدل او د مسلمانانو بې وسي او پس پاتې کېدو دلیل څه دی؟ نو له همدې امله یې مفکورې منحرفې کړې. خپل دښمن او د هغه مفکوره په ټولنه کې په هر نامه چې وتوانېږي، منفوره او له وحشته ډکه ښیي. نو د حیرانتیا ځای نه دی چې واحد اسلام، چې د بشریت د هوساینې لپاره راغلی، ځینې وختونه یې په تندلاري، ترهګر، افراطي، تروریست او سیاسي اسلام تعریفوي.

هغه کسان چې دا نه مني چې واقعي اسلام له کفر او د استبداد له ډولونو سره يې جووجاړی نه لري، دومره خو باید له تاریخي او علمي پلوه ومني چې که سیاسي اسلام نشته، له «دین څخه د دولت» بېلتون مفکورې، ملي دروغجن مرزونه او ملي ګټې هم اسلامي نه دي. نو ولې دا ستر بدعت غیر اسلامي نه بولي؟ برعکس، مسلمانانو دا درک کړې چې واقعي اسلام هغه اسلام دی چې یو وخت يې له اندونیزیا څخه تر مراکشه او له هغه ځایه بیا تر منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا پورې لنګر اچولی و؛ چې غرب وحشت معرفي کړی او سیاسي اسلام یې بللی دی. هو! موږ همداسې څه غواړو او په اسلام کې شته دي.

په ۱۷۷۷م کال کې امریکا د سوداګریزو کښتیو د تېرېدو په موخه د مراکش والي درېیم سلطان محمد ته جزیه ورکوله، نو په پایله کې نږدې درې لسیزې وروسته په ۱۸۰۵ م کال کې د امریکا د وخت ولسمشر توماس جفرسن هوډ وکړ چې د مسلمانانو پر وړاندې راپاڅي؛ چې نوره عثماني خلافت ته جزیه ورنه کړي؛ خو پر دغه کار بریالی نه شو او د تېر په څېر يې د خلافت دولت ته جزیه ورکوله. برعکس اوس داسې وخت دی چې ته وا مسلمانان غرب ته جزیه ورکوي او وروسته یې مقلدین د دوی افکارو ته تبلیغ کوي؛ چې «سیاسي اسلام» اسلام نه دی. ایا موږ ماتې خوړلې!؟

د مطلب ادامه...

حَبلُ‌المـَتین (1): په مسلمانانو کې د سیاسي پوهاوي اړتیا

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

﴿يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا یَشْعُرُونَ﴾ [بقره: ۹]

ژباړه: غواړې چې الله اومومنان وغولوي؛ په داسې حال کې چې له ځان پرته بل څوک نه غولوي، خو نه پوهېږي.

يُخَادِعُونَ کلمه د تېر اېستنې او یا غولونې په معنی ده، چې د مُخادعه او خِداع له مصدر څخه اخیستل شوې. په چل او فرېب نور له خپلو موخو څخه د ګرځولو په معنی ده یا د نورو د دوکې لپاره د هغه څه خلاف ویلو ته وايي چې په زړه کې يې دي.

فاسدو، ریاکارو، کافرو او د دوی ملګرو ته ناشونې ده، چې الله سبحانه وتعالی ته فرېب ورکړي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی، چې پر پټو کارونو پوهېږي او پر هغه څه چې په زړونو کې تېرېږي او په فکرونو کې خطور کوي، خبر دی. خو دا خلک مسلمانان غولولی او تېر ایستلی شي.

یو له هغو خطرناکو برخو چې اسلامي امت یې د نړۍ له رهبری انحطاط او زوال ته راټيټ کړی، د فکر او سیاسي پوهاوي په برخه کې کمزورتیا ده. په اوسنۍ نړۍ کې سیاست، چې مشري یې کافر او غدار غرب په غاړه لري، د «ماکیاولی» د افکارو پر بنسټ چې پر چل او فرېب ولاړ دي، پر مخ ځي. په داسې فضا کې د صداقت او فضیلت ارزښتونه ځای نه لري. له همدې امله، د اسلام دښمنان د اسلامي امت د فریب لپاره له هرې وسیلي کټه اخلي تر څو مسلمانان د سیاست او ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې وغولوي او له هغوی څخه په یو ډول باج واخلي او خپله ولکه ټینګه کړي.

د دې تر څنګ نظامونه، سیاستوال، دولتي چارواکي او واکمن پانګوال، خلک په دروغجنو وعدو او خوږو خبرو غولوي. دا مسئله یې د ورځنیو کارونو یوه برخه ده او کلونه کېږي چې په اسلامي امت کې د دغه شیطاني فریب او نیرنګ څرخ تاوېږي؛ خو اوس هم اسلامي امت له یوې سوړې څو ځله چيچل کېږي، خو بیا یې هم  عبرت نه دی اخیستی.

په داسې سخت ژوند کې، چې له هرې خوا په اسلامي امت مصیبتونه راځي، د نړۍ د سیاسي واقعیتونو سم او ژور درک او د سیاسي فکر وده د مرګ او ژوند حیثیت لري.

ځګه ناسم سیاسي تحلیلونه د دې لامل کېږي چې خلک دروغ او غولونکې مسایل ومني او په بې خبرۍ کې د حکامو د چټلو او خطرناکو سیاستونو ملاتړ وکړي، چې په پای کې ډېر زیانونه را منځ ته کوي او د دښمن د ځواکمنېدو لامل کېږي. د یو شمېر مسلمانانو او مخلصو دعوتګرانو د سیاسي ناپوهۍ له امله چې سیاسي تجربه یې خامه ده، ډیری وخت امت هڅوي تر څو په سیمه ییزه، ملي او نړیواله کچه د مفسدو سیاستوالو او غولونکو سیاسي قضیو ملاتړ وکړي، چې په پای کې دغه ملاتړ د دښمن پر ژرنده اوبه ورسیخوي.

لاندې داسې بېلګې راوړو چې اسلامي امت یې له سیاسی امله ګمراه کړی:

لومړی بېلګه: هغه ویجاړوونکي جګړه چې امریکا او متحدینو یې له ۲۰۰۱م کال وروسته په افغانستان کې پیل کړې ده، اوس يې هم ځینو ته ډېر اړخونه پوښلي او درک یې ورته پېچلی دی. ډېری فکر کوي چې د امریکا حضور له «ترورېزم او افراطیت» سره د مبارزې لپاره دی او دا حضور په افغانستان کې د سیاسې ثبات او ټولنیزو اسانتیاوو لامل کېږي. دا ناسم تحلیل د دې لامل شوی چې یو شمېر غولول شوي، د امریکا او ناټو د سیاست د پلي کولو لپاره د مهرې په توګه وکارول شي او د قضیې له عمقه بې خبره د استعمار لپاره کار وکړي. د دې تر څنګ ناسم تحلیل د دې لامل شوي چې د امریکا یو شمېر لاسپوڅي چارواکي، د وراسته نظام او ناکامو پروسو د ښو او خوښیو ډکو ورځو د راتګ په تمه ملاتړ وکړي. په داسې حال کې چې، امریکا افغانستان د یوې نظامي پروژې په توګه د خپلو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره استفاده کوي او هغه ځینې سطحي فکران چې د ثبات، امنیت او سوکالی فکر کوي، د افغانستان لپاره د امریکا په ستراتېژۍ کې نشته.  

دویمه بېلګه: په دې ورستیو کې پر پاکستان د امریکا فشارونه ډېر شوي. په افغانستان کې د امریکا ځیره خواره پر خلکو دا دروغ تړي، چې هڅې یې د پاکستان د منزوي کولو لپاره لاسته راوړنې لري او توانېدلي چې د پاکستان رول په سیمه ییز سیاست کې کمرنګه کړي. په داسې حال کې، چې د امریکا سیمه ییزه برنامه دا ده چې د سیمې هېوادونه د هند پر محور راټول کړي او د چین پر وړاندې یې استفاده کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې پاکستان له داخلي اړخه کمزوری او له سیمه ییزو سیاستونو منزوي شي او د دغه هېواد د اردو پام د کشمیر ازادۍ او د هند پولې ته د خپلو او افغانستان د مسلمانانو پر وړاندې جګړې ته واړوي.

درېیمه بېلګه: هغه مفکوره چې وایې امریکا او ایران د یو بل دښمن دي، د دې لامل شوې چې یو شمېر کسان د ایران او امریکا له اصلي اړیکو غافل شي. په حقیقت کې، د ایران رژیم د اسلامي انقلاب په نامه له انقلاب وروسته امریکا ته یو نږدي او ورپورې تړلی رژیم دی. د بي بي سي شبکې د افشا کړو اسنادو له مخې د ایران رهبري امریکا ته د دې ادعا ښکاره مصداق دی. سربېره پر دې، د ایران دولت له امریکا سره د افغانستان او عراق په ښکېلاک کې هر اړخیزه مرسته کړې ده. هغه بندیزونه چې پر ایران لګول کېږي، دروند بار یې خلک اخلي، نه اخوندان او لوړ پوړي چارواکې.  

څلورمه بېلګه: زیات شمېر فکر کوي چې په سوریه کې روسیه او امریکا یو د بل پر وړاندې ولاړ دي او روسیه د بشارالاسد د نظام ملاتړ کوي او د امریکا په مقابل کې د اسد د رژیم پر وړاندې د انقلابیانو ملاتړ کوي. دا سمه ده چې د امریکا په ملاتړ د ترکیې او ایران په واسطه  یو شمېر ډلې د شام د انقلابیانو د بدنامۍ لپاره جوړې شوې دي او په ښکاره د نظام پر وړاندې جنګېږي؛ خو دقیق تحلیل دا دی چې امریکا او روسیه د سوریې په قضیه کې یو له بل سره مرسته کوي او هم نظره دي او د ایران د دولت، ترکیې، بشارالاسد او حزب الله په څنګ کې د سوریې د خلکو د واقعی او خالص اسلامي انقلاب پر وړاندي په یو کرښه کې ولاړ دي او هغوی شکنجه کوي.

پنځمه بېلګه: زیات شمېر مسلمانان له نړیوالو بنستونو لکه: د ملګرو ملتونو سازمان، د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانګ، نړیوال سوداګرۍ سازمان او داسې نورو څخه د خیرغوښتنې او نېک لید لري. دغه ناسم او غیرې سیاسي لید د دې لامل شوی چې مسلمانان د دغو بنسټونو غړیتوب تر لاسه او د پالیسیو پیروي یې وکړي. په اسلامي خاورو کې دغو بنسټونو افراد د مشاورینو په توګه ځای پر ځای کړي او تر ټولو خطرناک دا چې خپلې قضیي دغو بسټونو ته راجع کړي. لکه څنکه چې د اسلامي ډلو په شمول یو شمېر ډلې خپل اختلافونه د ملګرو ملتونو سازمان ته راجع کوي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان او ټول نړیوال سازمانونه د لویو استعماري قدرتونو د لاس الې دي او د همدغو سازمانونو په واسطه یې نړۍ په خپله استعماري خپړه کې نیولې ده او حکومت کوي.

دا ډول ناسم تحلیلونه موږ ناسمو پایلو ته رسوي، چې په پای کې امت د داسې پالیسيو ملاتړ کوي چې د امت ګټو ته زیان رسوي. هغه څه چې په اوسني وخت کې مسلمانان ډېره اړتیا ورته لري، یو مخلص سیاسي رهبر، یو باخبره حاکم (خلیفه)، چې سیاسي قضیې په غور تحلیل کړي او داسې پالیسۍ غوره کړي، چې د امت ګټې تضمین کړي او د مسلمانانو د وینې او ناموس دفاع وکړي.

نو دا پر موږ ده چې د خبرونو او سیاسي واقعیتونو په دوامدار تعقیب، د اسلام له مبدا څخه د سیاسی قضیو په لیدو او د قضیو له تحلیل څخه د سیاسیې اوضاع سمې پایلې ته ورسېږو. تر څو چې بالاخره د پوهاوي داسې کچې ته ورسېږو چې د کافر او فریبکار غرب منافقت خنثی او بېرته یې دوی ته وروګرځوو. په دې لاره کې الله سبحانه وتعالی له موږ سره دی.

مصدق سهاک

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې