شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 03 جنوری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۲۰

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پاکستان رژیم په داسې حال کې د چین په ملاتړ ستونی څېرې کوي چې دا هېواد د ایغور مسلمانانو عقیدې ځپلو ته راپاڅېدلی دی

 (ژباړه)

د پاکستان حکام له هغو کسانو سره همغږي او خواخوږي کوي چې له مسلمانانو سره په ښکاره دښمني کوي او دا حاکمان د هغوی پر ظلم چوپ دي او له هغوی سره له دغو خیانتونو سره سره اقتصادي معاملې تر سره کوي. پر دې سربېره د پاکستان حاکمان اوس دومره ذلیل او پست شوي چې د چین د مرستې له اعلان وروسته هغوی له چین سره د ختیځ ترکستان د مسلمانانو د عقیدې پر وړاندې جګړه کې مرسته کوي.

له الجزیرې سره په هغه مرکه کې چې د ۲۰۱۸م د ډيسمبر په ۳۰مه خپره شوه، د پاکستان ولسمشر عارف علوي چین ته له هغو کسانو سره  چې په واک کې یې دي د عکس العمل بشپړه وعده ورکړه. هغه مهال چې له ده څخه د ایغور مسلمانانو پر وړاندې د بیجنګ د وحشیانه کړنو په هکله چې له ډېرې مودې راهیسې دوام لري، وپوښتل شول، ویې ویل: «که په کمپونو کې د سلګونه زرو مسلمانانو لاسونه وتړل شي او په خوله کې یې سمنټ واچول شي، بیا به هم د چین ملاتړ کوو.» هغه په بشپړ اطمینان وویل: «که چین مسلمانو ښځو ته د زېږونې اجازه ورنه کړي او مسلمان نارینه عقیم (شنډ) کړي، بیا به هم د چین ملاتړ کوو.» ده په ښکاره له هغه رژیمه خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د مسلمانانو پر کورونو یې جاسوسان ګومارلي او په خصوصي حریم کې یې اسلامي قوانین تر پښو لاندې کړي او د جنسیتونو تر منځ یې بېلوالی پیل کړی. ډېرې ورځې تېرې شوې، خو دا مزدور او مکار رژیم بې له هېڅ پښېمانۍ او توبې د ظالمو چینایانو ملاتړ کوي.

له داسې مزدورو حاکمانو څخه چې پر هغه څه حکم نه کوي چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي او د هغه په حق کې ظلم کوي، داسې خاینانه دریځ کومه د تعجب خبره نه ده او باید هم همداسې وکړي، ځکه همدا مزدور حاکمان دي چې د مسلمانانو له دښمنانو (کفارو) سره د اړیکو د عادي کولو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي که دا دښمن په ختیځ کې که چین وي او یا هم په لویدیځ کې امریکا او روسیه وي او دا ټول مستکبرین او ظالمان دي، چې دغه ذلت او خوارۍ ته یې غاړه اېښې او له کافرانو سره د اړیکو د عادي کولو هڅې کوي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَىٰ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [ممتحنه: ٩]

ژباړه: بېشكه الله تاسو يواځې له هغو كسانو نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو نه ایستلي یئ او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مرسته كړې ده، دا چې تاسو له دوى سره دوستي وكړئ او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو همدغه كسان ظالمان دي.

دا هغه کسان دي چې مظلوم مسلمانان یې په ظلم او بې عدالتۍ کې یوازې پرېښي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

﴿وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ﴾ [الانفال: ۷۲]

ژباړه: که له تاسو څخه یې په دین کې مرسته وغوښته، باید له هغوی سره مرسته وکړئ.

اې د پاکستان مسلمانانو! وروسته له دې داسې حاکمان تاسو و نه غولوي، چې په خپل سیاسي اقتصادي او نظامي ملاتړ له هغو کسانو سره مرسته کوي، چې زموږ دین او عقیدې ته سپکاوی کوي او زموږ مقدسات تر پښو لاندې کوي. نور بس دي، هغوی ته نه ووایئ! راځئ هغوی داسې پرېږدو لکه موږ یې چې یوازې پرېښي یو او د نبوت پر منهج د خلافت د بیاځل رامنځته کولو لپاره جدي هڅې وکړو. یوازې په همدغه کار کولای شو داسې حاکمان ولرو، چې د اسلامي ځمکو په یووالي سره موږ ته ځواک راکړي، له دې پرته به، له کافرانو او دښمنانو سره د اوسنیو مزدور حاکمانو په دوستۍ او خواخوږۍ تل خوار او ضعیف وو. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾ [نساء: ۱۳۹]

ژباړه: هغه كسان چې له مومنانو پرته كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله لپاره دى.

د حزب‌التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتی دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې