پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 جمادی الاول 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 18 جنوری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۲۳

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ماتې خوړلې امریکا په سیمه کې له دروازې غورځول شوې؛ د افغان سولې په خبرو کې په مرسته کولو سره د بیا ننوتو لار مه ورته هواروئ

له هغې وروسته چې د ټرمپ استازي، زلمي خلیلزاد، د ۲۰۱۹م د جنوري په ۱۷مه پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو اترو کې د مرستې لپاره وهڅاوه؛ جنرال قمر جاوید باجوا په ډېر ویاړ ده ته اطمنان ورکړ چې موږ به سیمې ته د سولې او ټېکاو د راوړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو. کبرجنه امریکا اوس له امرونو او سختې ژبې نه هڅولو، ورین تندي او لاس ورکولو ته راټيټه شوې، ترڅو یې له افغانستانه دا سپک وتل یو څه درانه او د ځان په ګټه وښيي. امریکا په سیمه کې د ساده وسلوال خو ډېر مصمم مقاومت له لوري له دروازې غورځول شوې. په حقیقت کې دا هېڅ د ویاړ خبره نه ده چې د افغان سولې خبرو په مرستې سره، افغانستان ته د امریکا د بېرته راتګ لاره هواروئ.

د امریکا له شخصي پوځ او زموږ په دروازو کې د دوی له نورو پوځیانو سره د دوی په اوسني وضعیت کې مرسته هغه فورمول نه دی چې سیمې ته سوله او ټېکاو راولي. د امریکا شتون په سیمه کې د ترهګرۍ د مار سر دی او تل به همداسې وي. همدا د امریکا شتون و چې د ریمانډ ډویس شبکې جوړولو ته یې اجازه ورکړه چې بیا دغې شبکې ډېر قتلونه او بمې چاودنې وکړې، یو ځل بیا امریکا موږ ته خپله ناسمه خبره را پیچکاري کوي، چې له ترهګرۍ سره د دوی جګړه، زموږ جګړه ده. دا په سیمه کې د امریکا د شتون له امله و چې په افغانستان کې کلباشان یادیو شبکه جوړه شوه څو په سیمه کې خپل شرارت وحشت وکړي او دا په سیمه کې د امریکا د شتون دوام دی چې امریکا ته د دې اجازه ورکوي څو په راتلونکي کې د سیمې د قدرت په توګه مستقیما د هند د راپورته کېدو سرپرستي وکړي.  

اې د پاکستان مسلمانانو! وخت یې دی چې دا ضربه خوړلې او متزلزله امریکا له دروازې هاخوا وغورځوو، خو د پاکستان اوسني ملکي او پوځي مشران هڅه کوي د امریکا شتون بیا اطمناني کړي. د امریکا د نه ماتېدو افسانه ختمه شوه، دوی ټوټې ټوټې شول او دا کار د غرو زمریانو او زړورو خلکو وکړ؛ هغو خلکو چې عزت یې په اسلام کې لټاوه، له اشغالګرو سره یې جګړه کوله او یوازې پر الله سبحانه و تعالی یې باور درلود. د ښکېلاکګرو مړي او ټپیان په وینو ککړ د جګړې په میدان کې پراته دي او ټوله نړۍ یې ننداره کوي، د دوی د وینو بد بوی ټول ځای نیولی. نو د دې پرځای چې اجازه ورکړو د ټپیانو ټپونه یې سره ورشي او بیا پورته شي، باید ژر یې په بشپړه توګه وباسو.

موږ له تاسو غواړو چې د افغان سولې په خبرو اترو کې مرسته بنده کړئ چې امریکا خپل ځان پخپله د امپراطوریو په هدیره کې خښ کړي. نظامي اطلاعات مه ورسره شریکوئ چې د افغانستان له مخ پر ودې او سرسخت مقاوت سره په ړانده حالت کې مخ شي. هوايي او ځمکنۍ لارې پرې بندې کړئ چې له ډېرې لوږې داسې حالت ته ورسېږي چې پوځ یې خپله د وتلو چغې ووهي.او غوښتنه درنه کوو چې دا پورته ټولې خبرې شونې دي، خو چې د رسول الله صل الله علیه وسلم پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره د پوځ نصرت راکړئ. الله سحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا

[نحل: ۹۲]

ژباړه: ستاسو حالت د هغې ښځې په څېر نه شي چې په ټول زیار سره یې د تارو کلک ریچکي وریښل او بیا یې په خپله هغه اومه او ټوټه ټوټه کړل

حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې