شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 رمضان 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 07 می 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۵۴

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
عمران خان نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق ته په تسلېمېدو، پر پاکستان باندې د امریکا اقتصادي استعمار لا پیاوړی کوي

(ژباړه)

د پاکستان دولتي بانک د رییس په توګه د پيسو نړیوال صندوق د پخواني چارواکي او په مالي چارو  کې د لومړي وزیر د سلاکار په توګه د نړیوال بانک د پخواني چارواکي د ګومارنې په اړه یوازې تاوده بحثونه بسنه نه کوي، چې یوازې غربي اقتصاد وهلي کسان رد شي.  د دې لپاره چې پاکستان له اوسني اقتصادي تباهۍ څخه ځان وباسي، له نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق سره باید هره معامله پرېږدي. د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د زیان سترې سرچینې دي او د امریکا فوځ داسې انګېري چې مالي استعماري مؤسسې لکه IMF، نړیوال بانک او OECD د جګړې پر مهال مالي او غیر معمولي وسلې دي او د عمومي جګړې لویه برخه پر مخ بیایي. (د امریکایي فوځ «د وسلو د استعمال میدان» (FM) ۳-۰۵.۱۳۰، د ځانګړو عملیاتي ځواکونو غیر معمولي وسله واله نښته» د ۲۰۰۸م کال سپټمبر)

سره له دې اوسنی رژیم د پیسو له نړیوال صندوق  او نړیوال بانک سره معاملې ته زړه ښه کوي، په داسې حال کې چې له پایلو یې ښه خبر دي چې د اقتصادي ویجاړتیا لامل ګرځي. په یوه مرکه کې چې بریټانوۍ ګارډین ورځپاڼې خپره کړې؛ د ۲۰۱۱م کال د سپټمبر په ۱۸مه عمران خان اخطار ورکړی «یو پر مرستو ولاړ هیواد؟ له دې نه مرګ غوره دی. دا حالت تاسو د خپلې وړتیا رسېدو ته نه پرېږدي، کټ مټ لکه هغه کار چې استعمار یې کوي. مرسته یو سپکاوی دی. هغه هېوادونه چې زه یې پېژنم او د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک پروګرامونه لري، بېوزله کسان یې نور هم بېوزله او شتمن یې نور هم شتمن کړل.»

اې د پاکستان مسلمانانو! له لسیزو را هیسې ا د پرله پسې رژیمونو په پایله کې ستاسو اقتصاد مخ پر ځوړند روان دی او له IMF (د پیسو نړیوال صندوق) او نړیوال بانک سره تړونونو مو لاستونزې ډېرې کړې دي. په حقیقت کې پر PTI د PML-N  او PPP نیوکه داسې ده لکه یو تور لوښی چې بل تور لوښي ته «تور» وایي؛ ځکه دوی ټول فکر کوي چې له نړیوال بانک او پسو نړیوال صندوق سره معامله د دوی اړتیا ده. په داسې حال کې چې زموږ سپېڅلی دین په کلکه له استعماري موسیسو سره تړون ردوي؛ هغه که نړیوال بانک دی یا د پیسو نړیوال صندوق. استعماري وسایل کفارو ته دا اجازه ورکوي، چې زموږ پر ټولو چارو واکمن شي؛ په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا﴾

[سوره النسأ: ۱۴۱]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی کفارو ته اجازه نه ورکوي چې پر مومنانو برلاسي شي.  

استعماري وسایل کولای شي د دوی د معاملو په پایله کې موږ ته ډېر زیان واړوي؛ په داسې حال کې چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لاَ ضَرَرَ وَلاَ ضِرَارَ»

 (مواتا امام مالک، ابن ماجه)

ژباړه: نه باید چاته زیان ورسوئ او نه باید څوک زیان درته ورسوي.

 استعماري ابزار یا وسیلې هغه چارواکي دي چې اسلام نه پلی کوي او الله سبحانه و تعالی یې په اړه موږ ته امر کړی چې پر دوی باور ونه کړو او رد یې کړو. الله سبحاته و تعالی فرمایلي:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا﴾

[سوره النسأ:۶۰]

ژباړه: اې پيغمبره صلی الله علیه وسلم! ایا تا هغه خلک نه دي لیدلي چې وایي: موږ پر هغه کتاب چې تا راوړی او پر هغو کتابونو چې له تا وړاندې نازل شوي، ایمان لرو؟ خو دوی خپلې ستونزې د حل لپاره شیطان ته وړاندې کوي. په داسې حال کې چې دوی ته له شیطان څخه د منکرېدو امر شوی دی. شیطان غواړي دوی وغولوي او له سمې لارې څخه یې لرې کړي.

نو ایا همدا اوس یې ښه وخت نه دی چې د رښتیني بدلون (خلافت) لپاره چې زموږ حق دی، کار وکړو؟

حزب التحریر ولایه - پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې