سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 رمضان 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 20 می 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۵۸

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
کله چې اوسني دولتونه پر یوه له سرچینو ډک دولت بدل شي، خلافت به بیا د امت اقتصاد ډېر پیاوړی کړي

د پاکستان د مسلمانانو اقتصاد د پیسو نړیوال صندوق تر حملې لاندې دی. د ۲۰۱۹م کال د مې په ۱۹مه لومړي وزیر عمران خان وویل: «زه تاسو ته اطمنان درکوم چې پاکستان به په سیمه کې د یوه لوی اقتصادي ځواک په توګه راپورته شي». په هر حال، دا د عمران خان تکراري تشې خبرې دي. د دوی کار یوازې استعمارګرو ته وخت ورکول دي، چې اقتصاد مو چور کړي. په حقیقت کې دا نظام هېڅکله نه غواړي چې مسلمانان اقتصادي ځواک شي. دا نظام د مسلمانانو لپاره د ویسټفالین ملي دولتونو په تیورۍ ولاړ دی، دا تیوري نه پرېږدي چې د نبوت پر منهج خلافت په تاسیس سره دې د اسلامي دولتو له پراخ اقتصادي پوټانشیل څخه ګټه واخیستل شي.

پاکستان نفتو ته د اړتیا لپاره ولې دومره لګښت وګالي او سودي پورونه واخلي؟ په داسې حال کې چې خلافت به د ایران او سعودي غوندي له نفتو ډکې سیمې لري. ولې ایران د خوراکي توکو له کمښت نه وځورېږي؟ په داسې حال کې چې خلافت به د پاکستان پرېمانه زراعتي سرچینې لري. د امت د سرچینو همدغه یو ځای کول به د دې لامل شي، چې خلافت به د نړیوال اقتصادي ځواک په توګه راپورته کېږي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

د ویسټفالین ملي دولتونو مفکورې امت فلج کړی. دا مفکوره یو غربي ابتکار دی او موخه یې د خلافت دولت د بې سارې ودې پر وړاندې مقابله وه. د خلافت له نړېدو وروسته د امت په بدن کې د ملي دولتونو مفکوره د سرطان د دانې غوندې وکرل شوه، امت د استعمارګرو پر وړاندې کمزوری شو، ووېشل شو او د استعمار تر واک لاندې راغی.  اسلام امر کوي چې مسلمانان دې یو موټی وي، دولت، خزانه، صنعت، زراعت او پوځ یې دې یو وي. پیغمبر صلي الله علیه وسلم امر کړی چې مسلمانان دې په یوه وخت کې یوازې له یوه خلیفه سره بیعت وکړي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ» قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

[بخاري]

ژباړه: د بني اسرائیلو د چارو سیاست انبیاوو کاوه. کله به چې یو نبي مړ شو، بل نبي به ورپسې راغی. په تحقیق سره له ما وروسته بل نبي نشته، خو خلفاء به وي او هغه به زیاتېږي؛ نو دوی ورته وویل: موږ ته په څه باندې امر کوې؟ ویې فرمایل: لومړنی بیعت لومړنی دی هغه بشپړ کړئ او هغوی ته یې خپل حق ورکړئ، ځکه الله سبحانه وتعالی د هغه څه پوښتنه کوي، چې دوی یې رعایت او سرپرستي کړې ده.

مسلمانانو ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې یوازې په خبرو سره یو وي، خو په عمل کې له سیاسي اړخه وېشل شوي وي. خلافت چې تاسیس شي لومړی کار به یې د اوسنیو اسلامي دولتونو یوځای کول او له منځه به یې د استعماري پولو لرې کول وي. اې مسلمانانو! جهد وکړئ چې اسلام مو یو ځل بیا د ژوند لاره شي، ترڅو په دنیا او اخرت کې بریالي شئ.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې