سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 رمضان 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 27 می 2019 م

شمېره:      ۶۰/ ۱۴۴۰

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
خلافت به پرته له دې چې پر بېوزلو د مالیاتو ظالمانه دروند بار واچوي، د دولت لپاره به په لوړه پېمانه عایدات برابروي

د دولت اقتصادي ډلې د ۲۰۱۹م کال د مې په ۲۶ مه د پیسو له نړیوال صندق (IMF) سره د هوکړې له مخې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو د بودیجې د پروپوزلونو لپاره د مالیې کچې وټاکلې. د ۲۰۱۹م کال د مې په ۲۵ مه دولت اعلان وکړ، چې دوی به په راتلونکې دوره کې د مالیاتو کچه ۵.۵۵۰ تریلیونو ته پورته کړي، چې دا اندازه د اوسنۍ کچې په پرتله ۳۵.۴ سلنه لوړ والی ښي. د مالیاتو اوسنۍ کچې د خلکو ملاوې ماتې کړې، دا ۳۵ سلنه لوړوالی به وضعیت نور هم خراب کړي. د تولیداتو په بیه کې ډېروالی به له خلکو څخه د خوراکي توکو، پوښاک او درملو د اخیستو توان هم واخلي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

له شک پرته، همدا وخت دی چې زموږ د خراب اقتصاد لپاره د پیسو له نړیوال صندق پرته یوه بله حل لاره ولټوئ. د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت باید یوازې خپل سپېڅلي دین ته مخ واړوي، هغه دین چې د نبوت پر منهج خلافت په واسطه پلی کېږي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿كَيْ لاَ يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ

[حشر:۷]

ژباړه:... تر څو چې هغه یوازې ستاسې د بډایانو تر منځ لاس په لاس نه شي ....

د اسلام د عایداتو سیستم په بې ساري توګه له دې څخه مخنوی کوي، چې شتمني دې یوازې د یو څو کسانو په لاس کې وي. یعنې هڅه کوي چې د خلکو په منځ کې د حرکت په حال کې وي او د بېوزلو او اړمنو پر اوږو  بار نه وي. خلافت به د دې پر ځای چې پر تنخوا او عاید لرونکو کسانو د مالیاتو دروند باور واچوي، له هغو کسانو څخه به خپل مالیات لاسته راوړي چې په پرېمانه توګه د ځمکنیو او سوداګریزو عایداتو خاوندان وي. دا عایدات به له ځمکوالو څخه د خراج او له سوداګرو څخه د زکات په توګه راټولېږي.

خلافت پر ځای د دې چې د شخصي زورواکو د ګټې لپاره له مصرفوونکو څخه د کال سلګونه بیلیونه روپۍ راټولې کړي؛ انرژي او کانونه به عامه شتمني وګرځوي او له دې لارې به عوام د خپلو لګښتونو لپاره ډېر عاید ترلاسه کوي. د ۱.۵ تریلیونو رپیو د برابرولو پرځای چې په سود ورکول کېږي، خلافت به د دولت له خزانې څخه د سود دا ظالمانه کړنلاره له منځه یوسي او  له بیت المال څخه به له سود پرته پور ورکوي.

خلافت به پر شرکتونو هغه اسلامي قوانین پلي کوي، چې پرمټ به یې د سترو دولتي صنعتي سرمایو لکه: لویو فابریکو، ودانیو او ټرانسپورټي شرکتونو د خصوصي کولو مخه ونیسي او دا به د دولت لپاره د عایداتو لویې سرچینې ګڼل کېږي. خلافت به په مستقیمه توګه له نظامي او سیاسي رهبرانو لکه: مشرف، کیاني، نواز او زرداري څخه بیلیونونه غلا شوي ډالر بېرته واخلي او د محاکمه کولو اوږده ډرامه به یې پای ته ورسوي.

که چېرې بیا هم په بیت المال کې د اړتیا د پوره کولو لپاره په کافي اندازه شتمني نه وي، خلافت به یوازې په دغه حالت کې د مسلمانانو پر هغو شتنیو د بېړني حالت مالیات ولګوي، چې د دوی له اړتیاوو څخه به زیاتې وي. له هغه کسانو څخه به هېڅ مالیه نه اخیستل کېږي چې د ژوند له اړتیاوو څخه زیات مالونه نه لري، بلکې د دوی د ژوند ښه کولو لپاره به نوره هڅه هم کېږي. نو ایا دا هغه وخت نه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم اسلامي خلافت بیا تاسیس شي؟ ایا دا هغه وخت نه دی چې مسلمانان د دنیا او اخرت د بریا لپاره د هغه څه د حاکمیت او پلي کولو هڅه وکړي، چې الله سبحانه وتعالی را نازل کړي؟

حزب التحریر ولایه-پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې