سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 شوال 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 26 جون 2019 م

شمېره:      1440 / 63

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د باجوه-عمران رژیم د نوید بټ په قضیه کې پاتې راغلی، خو دوی د خپل بادار هر امر ته لاس په نامه ولاړ دي

د حزب التحریر-ولایه پاکستان رسمي ویاند، نوید بټ د ۲۰۱۲م کال د مې له ۱۱مې راهیسې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی. دولتي لوچکانو او قاتلانو دی په زور د خپلو ماشومانو او ګاونډیانو په مخ کې له ځان سره یووړ. د نادرکه شوو خلکو د موندنې ادارې له شپږو کالو وروسته د نویدبټ د قضیې په اړه غوښتنو ته ځواب ورکړ. دغې ادارې د ۲۰۱۷م کال د ډسېمبر په ۲۷مه ثابته کړه چې نوید بټ له استخباراتي ادارو سره ساتل شوی. که څه هم دا خبره اړوندو دولتي ادارو ته ورسول شوه، خو نوید بټ لاتر اوسه په کومه قانوني محکمه کې راښکاره شوی نه دی. کورنۍ یې بیا هم اړ شوه، چې د هغه قضیه د لاهور په ستره محکمه کې ثبت کړي او ووایي چې د باجوه-عمران رژیم د نادرکه کسانو د موندلو ادارې له خبرې سره موافق نه دی. د نوید بټ قضیه څرګندوي چې اوسنی نظام له مسلمانانو سره ظلم کوي او د اشغالګرو تر چتر لاندې ژوند کې له خوښۍ ټوپونه وهي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

پاکستاني چارواکو ډېر ژر پر هندي جنګي پیلوټ، ابهینندن زړه وسوځاوه او خپلې کورنۍ ته یې تسلیم کړ؛ خو پر نوید بټ هېڅ رحم نه کوي او حتا د اوو کلونو په اوږدو کې یې له خپلې کورنۍ سره ټلیفوني زنګ هم نه دی کړی، څو د خپلې سلامتیا احوال ورکړي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په قضایي ادارو کې سمون راولي، خو د اشغالګرو د تابعدارۍ لپاره د اسلام او د اسلام د پلي کېدو پر وړ اندې جګړه کوي او په ډېرې بې شرمۍ سره د نوید بټ د خوشي کولو پر حکم سترګې پټوي. دغو چارواکو نوید بټ د هغو کسانو د خوشحاله کولو لپاره بندي کړی چې د خلافت له بیا راتګ څخه وېره لري او د دوی له سترګو یې خوب وړی دی؛ خو د الله سبحانه و تعالی دغه امر ته یې هېڅ پام نه دی، چې فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ

[البروج:۱۰]

ژباړه: چا چې پر مومن نارینه او مومنې ښځې ظلم وکړ او وروسته یې توبه ونه ایستله، هر مرو به دوزخ ته ځي او په اور کې به سوځي.

نو دغه ظالم چارواکي پر هغه مخلص مسلمان چې د ماانزالله د حاکمیت لپاره دعوت کوي، هېڅ رحم نه کوي. سره له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایي:  

«إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ»

(بخاري)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی فرمایي: که چېرې څوک زما ولي ته زیان ورسوي، زه به یې پر وړاندې جګړه اعلان کړم.

که چېرې دغه بې پرې مسلمانان د نویدبټ د ازادۍ لپاره غږ اوچت کړي، نو ایا په دې سره به د چارواکو له دغې لویې او ښکاره ګناه څخه ځانونه خلاص کړي؟

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې