سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 محرم 1442

میلادی نېټه :     دوشنبه, 31 آګست 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۲/۰۶

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د باجوه ـ عمران رژیم د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د ګومارل شوي اسانچاري په توګه عمل کوي، څو د ټرمپ لپاره ټاکنې وګټي

د دې لپاره چې ټرمپ ټاکنې وګټي، لومړی اماراتو په بې شرمۍ سره یهودي دولت ومانه او اوس د باجوه ـ عمران رژیم ډاډ ورکوي، چې د افغانستان مقاومت به د امریکا له ګوډاګي حکومت سره په واک کې شریکوي. د پاکستان رژیم د طالبانو د مشرتابه د بېلا بېلو غړو پر وړاندې، د تازه مالي بندیزونو په صادرولو سره، د موږک او پيشو لوبه تر سره کوي. په همدې وخت کې بیا د طالبانو مهم مشر ملا عبدالغني برادر اسلام اباد ته رابولي، بیا د امریکا له لوري د تمویل شوې پروسې له څو میاشتني ځنډ وروسته عمران خان د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله څخه د خبرو اترو بیا پيل غواړي. په دې توګه د باجوه ـ عمران رژیم د بین الافغاني خبرو اترو لپاره هلې ځلې کوي، تر څو د تېرو څو لسیزو جګړو په ترڅ کې د شهیدانو پر وینو معامله وکړي او په نومبر میاشت کې به د دوی تر سترګو لاندې د افغاني سولې په ټیکاو سره د ټرمپ لپاره د ټاکنو ګټل اسانه کړي.

په حقیقت کې، له څلورو لسیزو راهیسې زړورو افغان مجاهدینو خپل ژوند او شتمنۍ د دې لپاره قرباني نه کړې، چې خپل لوړ مرام چې اسلامي دولت و، له امريکايي ګوډاګیانو سره د قدرت په شریکولو، معامله کړي. د اسلام په اصل کې د خالصو اسلامي احکامو پر ځای، د لیبرال ـ سیکولر قانون د حاکمیت منل، د پانګوال او د سود پر اساس د اقتصادي نظام د منلو مانا لري، چې د اسعارو معیار یې ډالر دی. سیکولر محاکمو د یو څو اسلامي مجازاتو په نښه کولو سره د بشر په لاسونو جوړ شوی اصل او حاکم نظام پټ کړی، تر څو د افغانستان مسلمانان د اسلامي شریعت له غوښتلو څخه منع کړي او د غرب تر واک لاندې نړیوال نظم ته تسلیم شي. د همدې لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رښتینیي افغان مقاومت ته، چې د امریکا پلان په ښکاره توګه ردوي، د (ورانکار) نوم ورکړی دی.

اې د پاکستان د وسله وال پوځ او استخباراتو مسلمانانو! د کوم لیدلوري له امله په سیمه کې د امريکا پلان پلی کوئ او د یرغلګرو د ساتونکو په توګه کار کوئ؟ د کوم لیدلوري له امله مو  د مشرف په دوره کې، د اډو او استخباراتو په غځولو سره، د امریکا قوماندې ته تسلیم شوئ او په دې کار سره مو هغوی ته دا وړتیا ورکړه چې افغانستان اشغال کړي؟ دا کوم لیدلوری دی چې اوس د افغانستان پر مسلمانانو فشار راوړئ، تر څو د جګړې په ډګر کې د امریکايي عسکرو پر وړاندې خپل بی‌ساري پرمختګ ته د پای ټکی کېږدي. تاسو دوی دې ته اړ باسئ، تر څو له هغو ښکېلاکګرو سره جوړ جاړی وکړي، چې لاسونه یې اوس هم د مسلمانانو پر وینو سره دي؟ په حقیقت کې د امریکا ظاهري ځواک په پور اخیستل شوی، چې له تاسو پرته بل چا نه دی ورکړی. د غلامۍ کړۍ وشلوئ او د دولت د رامنځ ته کولو لپاره نصرت ورکړئ، تر څو د یرغلګرو ځواکونه په ګونډو کړي. هغه ځواک وکاروئ چې تاسو ته د اسلام او مسلمانانو د پیاوړي کولو  او د اسلامي خاورو د ساتنې لپاره درسپارل شوی دی، په غیر مشروط ډول د افغانستان د خبرو اترو فاسد استعماري پلان رد کړئ. یوازې د نبوت پر منهج د راشده خلافت په رامنځ ته کولو سره کولای شو د افغانستان د مقاومت ملاتړ وکړو، چې له سیمې څخه د امریکا صلیبي یرغلګر وباسي، افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونه سره یو ځای کړي. دا یوازې دویم راشده خلافت دی چې د مسلمانانو لپاره به پیاوړې کلا وي، چې د دښمن ټولې دروازې به وتړي. اسلام او مسلمانان د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې د مخلصو افسرانو د غوره پرېکړې غوښتنه کوي، تر څو په نړیواله کچه د اسلام له بیا راپورته کېدو ملاتړ وکړي. ګام پورته کړئ او خپل دین ته نصرت ورکړئ! الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک ووایاست، چې کله پیغمبر تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې