جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 13 فبروری 2021 م

شمېره:      ۵۰/ ۱۴۴۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت له راپرځېدو وروسته سل کلونه کېږي چې موږ د یتیمانو غوندې یو

د خلافت د راپرځېدو سل هجري کلونه پوره کېږي چې سل کاله وړاندې په رجب کې ړنګ شو. د خلافت تر سیوري لاندې له زرو کلونو راهیسې، مسلمانان د سیاست، پوځ، اقتصاد او تعلیم په بېلا بېلو برخو کې نړیوال مشران وو. په هر صورت، په عربو او ترکانو کې د غدارانو په مرسته، صلیبي یرغلګرو هېوادونو د ډېرو هڅو په پایله کې زموږ ډال له منځه یوړ.

زموږ له ډال پرته، موږ له ۵۰ څخه پر ډېرو هېوادونو د وېشلو له امله کمزوري شوو. په هر دولت کې د اسلام د پلي کولو پر ځای، داسې واکمنان استخدام شول چې تر فاسد استعمار لاندې د نړۍ نظم ته وفادار وو. د یو وسله وال ځواک په توګه د یو ځای کېدلو پر ځای، د دې پر ځای چې زموږ سرتېري د مسجد الاقصی او مقبوضه کشمير د ازادولو لپاره حرکت وکړي، دوی له یو بل سره د مقابلې لپاره ووېشل شول. جهاد وځنډول شو، په داسې حال کې چې د کفري هېوادونو پوځونه زموږ په خاوره کې په ازاده توګه داسې ګرځي، لکه دا چې د دوی میراثي ملکیت وي. په میلیونونو ماشومان یتیمان شول، په سلګونه زره مسلمانان په شهادت رسېدلي او پر زرګونو پاک لمنو ښځو جنسي تېری شوی دی. زموږ خاورې د کفري استعمارګرو دولتونو لپاره د جګړې ډګر او غنیمت ګرځېدلي دي، په داسې حال کې چې موږ یوازې خپل مړي خښوو او ننداره یې کوو، استعمارګر زموږ د لویو سرچینو څخه کار اخلي او د غرب اقتصاد یې پرې پياوړی کړی. په داسې حال کې چې موږ له هغه وخت وروسته د بې وزلۍ او کړاو په اور کې سوځو، کله چې بیت المال د شتمنو او بډایه خلکو څخه عشر، ذکات او خراج راټولاوه او پر خلکو یې داسې وېشه چې د دوی اړتیاوې پوره کړي او درانه بارونه ترې لېرې کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! غرب له موږ څخه غواړي چې ګواکي موږ یو مصرف شوی ځواک یو او نه شو کولای د دې فاسد نظم پر وړاندې ودرېږو، نو موږ اړ یو چې د استعمار نړیوال نظم او تمدن د غلامانو په توګه ژوند وکړو. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی اسلامي نړۍ ته سر شاره سرچینې، ستراتیژيک موقعیتونه، ځوان نفوس، میلیونونه سرتېري چې د شهادت او فتح غوښتونکي دي، عصري وسلې او په حقیقت کې یې اسلام پرې لورولی دی. یوازې خلافت کولای شي چې زموږ اصلي ظرفیت رابرسېره کړي او پر هغه څه به حکم کوي چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي. حزب التحریر هغه وفادار لارښود دی، چې خپلو خلکو ته دروغ نه وايي، د راتلونکي خلافت لپاره یو بشپړ اساسي قانون او همدا راز نور قوانین او تګلارې لري او له موږ ټولو څخه غواړي چې په دې مبارزه کې ګډون وکړو.

په اسلامي نړۍ کې یوازې هغه وخت بدلون راتللی شي، چې اوسنی جوړجاړی او حاکمیت له منځه یوړل شي. پاکستان د یو داسې موقعیت په توګه غوره شي چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس ویاړ تر لاسه کړي. موږ ګورو چې د هرې ورځې په تېرېدلو سره غرب غواړي موږ نور هم په غلامۍ کې ښکېل کړي. سل کلونه کېږي چې موږ د غرب تر ارزښتونو لاندې ژوند کوو، ایا اوس هم د دې وخت نه دی رارسېدلی چې اسلام او حاکم نظام یې بیا تاسیس کړو؟ په حقیقت کې د خلافت د بېرته راستنېدلو وخت ډېر ځنډېدلی دی! نو راځئ چې د خپل ډال په توګه د خلافت د تاسیس له لارې خپل ورک شوی عزت او وقار بېرته تر لاسه کړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» 

ژباړه: «له شک پرته چې امام (خلیفه) ډال دی، شاته یې مسلمانان جګړه کوي او د هغه په وسیله یې ملاتړ او ساتنه کېږي.» [مسلم]

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_کو_قائم_کرو

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې