سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 ذولقعده 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 12 جون 2021 م

شمېره:      ۸۲/ ۱۴۴۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د باجوه عمران رژیم په افغانستان کې ـ چې د امپراطوریو هدیره ګڼل کېږي ـ د امریکایي ښکېلاک د ختمولو پر ځای، هغه غښتلی کوي!

ملت ته د درواغ ویلو اوږده کلتور ته په پام سره بیا هم د بهرنیو چارو وزیر او نور حکومتي چارواکي د مسلمانانو سترګو ته خاورې ورشیندي او د امریکا د پوځي اډو شتون یې په کلکه رد کړ. د نیویارک ټایمز یوه راپور د دوی چل او فرېب افشا کړی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان لا هم په لوړه کچه له امریکا سره په خبرو اترو لګیا دی، څو له افغانستان څخه پاکستان ته د امریکايي ځواکونو تشکیل ولېږدوي، دغه راز په دې اړه بیلابیل توضیحات وړاندې شوي دي. د جون ۶مې راپور کې یې په جزیاتو اشاره ورته کړې ده، چې د مرکزي استخباراتو رییس ویلیام .ج برنز په دې وروستیو کې له اسلام اباد څخه پټه لیدنه کړې او د پوځ له لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه او د استخباراتو له لوی رییس میجر جنرل فیض حمید سره یې لیدلي دي. د امریکا د دفاع وزیر، لوډ.ج آسټین، له جنرال باجوه سره په مسلسله توګه په اړیکه کې دی. په پاکستان کې د دې پوځي اډې او پوځي جوړښت د حضور موخه، په افغانستان کې د تش په نوم ترهګرۍ پر وړاندې عملیات ترسره کول دي. امریکا غواړي د ظرفیت لوړولو لپاره کار وکړي، ترڅو په پاکستان کې نه یوازې دا چې ترهګریز بریدونه وکړي، بلکې زموږ د اټومي سایټونو جاسوسي هم وکړي. دا به له امریکا سره هم مرسته وکړي، څو زموږ په سیمه کې مخابراتي او استخباراتي ظرفیتونو ته وده ورکړي او په سیمه کې د دوی پوځي حضور خوندي کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! په حقیقت کې، افغان مجاهدینو د بوش، اوباما، ټرمپ او بایډن راج او غرور د جهاد له لارې، د امپراطوریو په هدیره کې ښخ کړ او پر امریکا یې د ماتې خوند وڅاکه. امریکایي ځواکونو ونه شوای کړای چې د څو زره قبیلوي مسلمانانو پر وړاندې مقاومت وکړي. په داسې حال کې چې هېڅ ډول لومړني دفاعي وړتیاوې، لکه هوايي دفاع یې نه درلوده، په کوچنیو وسلو سمبال وو او کمزورې روزنه یې درلوده. دوی بیا هم امریکا وتلو ته اړ کړه. دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو ۴۲ اشغالګرو هېوادونو ځواکونه په خورا پرمختللو وسلو سمبال وو. نو دلیل یې څه دی، چې د پاکستان پوځي مشرتابه، له مشرف څخه تر باجوه پورې ، د ۶۰۰،۰۰۰ څخه د ډېرو سرتیرو قومانده پر غاړه لري او په هرډول عصري وسلو سمبال دي، خو د امریکا لپاره پوځي عملیات کوي او د ALOC او GLOC اکمالاتي قطارونو ساتونکي هم پاتې شوي دي. امریکایي ځواکونه په داسې حال کې چې ایالتونه ونه توانیدل، چې د افغانستان مقاومت مات کړي، د پاکستان سیاسي او پوځي رهبري اوس په مختلفو بڼو کې د امریکا د پیسو ورکړې منځګړیتوب کوي، چې د امریکا له لوري نصب شوی. همدارنګه د کابل حکومت کې د ګډون لپاره د افغانانو اړ ایستل هم پکې شامل دي، په داسې حال کې چې له امریکا سره خبرې کوي، تر څو پاکستان ته خپل پوځي تشکیل ولېږدوي. موږ به تر کله د دغو اکمنانو له لوري د مسلمانانو پر وړاندې خیانت زغمو  او تر څو به د دې واکمنانو د دروغو له انکاره بې خبره وو؟ ایا د الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره زموږ مینه موږ ته د دې اجازه راکوي، چې زموږ استخبارات د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لپاره استفاده کړو؟ موږ څنګه دغو واکمنانو ته اجازه ورکوو، چې د امریکا د ګټو ساتلو لپاره خپل پوځي ځواک او سرچینې وکاروي، په داسې حال کې چې همدا واکمنان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احترام ساتلو لپاره زموږ پوځي ځواک له تحرک څخه منع کوي، تر څو  د اقصی جومات، فلسطین او کشمیر آزاد کړئ؟

 

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مسلمانانو! په سیاسي او پوځي رهبرۍ کې د پاکستان واکمنان دا جرات نه لري، چې له امریکا څخه ستاسو په اړه کومه غوښتنه رد کړي. زموږ له ملت سره د دوی د خیانت ثابت ریکارډ، د دې روښانه ثبوت دی. په سپینه ماڼۍ کې د دوی بادار دوی ته وايي چې داسې بیانات ورکړي، تر څو د پاکستان خلک او د دوی د اردو افسران ګمراه کړي، نو دوی هر هغه څه تر سره کوي چې امریکا ورته وايي. دوی دا کار کوي په داسې حال کې چې امریکا د الله سبحانه وتعالی او له پاکستان او هاخوا مسلمانانو سره په جګړه کې دي. په حقیقت کې دوی هغه مشتریان دي، چې نه شي کولای د دوی له مشرانو څخه د کومې غوښتنې ردولو فکر وکړي یا ان د رد په اړه د فکر کولو هڅه وکړي. د دې  سپکو واکمنانو تر پښو لاندې ټغر کش کړئ  او د نبوت پر منهج د خلافت بېرته راګرځولو لپاره حزب التحریر ته خپل نصرت ورکړئ، چې ژر تر ژره له ټولې سیمې څخه د امریکا جګړو ته د پای ټکی کېږدي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَلَا تَرۡكَنُوۡۤا اِلَى الَّذِيۡنَ ظَلَمُوۡا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُۙ وَمَا لَـكُمۡ مِّنۡ دُوۡنِ اللّٰهِ مِنۡ اَوۡلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنۡصَرُوۡنَ] [ هود: ۱۱۳]

ژباړه: د دغو ظالمانو لوري ته یو بڅری مه کږېږئ، که نه نو دوزخ به مو ونغاړي او تاسو به کوم داسې دوست او سرپرست ونه مومئ چې د الله سبحانه و تعالی څخه مو وژغورلی شي او له هېڅ  ځای څخه به تاسو ته مرسته درونه رسېږي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې