جمعه, ۰۶ ذیقعده ۱۴۳۹هـ| ۲۰۱۸/۰۷/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ایران او کردستان کې نوي سیاسي بدلونونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په ایران او کردستان کې نوي سیاسي بدلونونه

(ژباړه)

پوښتنه:

ایران د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنوري پر شپږمه د کردستان اقلیم تورن کړ چې د ایران په وروستیو بدلونونو کې یې لاست درلود او دغه اقلیم د ۲۰۱۸ م د جنورۍ پر اوومه دغه تورونه رد کړل. په عین حال کې، داسې راپورونه خپاره شول چې ایران هم په هغو لاریونونو کې لاس درلود چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډیسمبر پر ۱۹مه په سلمانیه ولایت کې پېښ شول. پر همدغه بنسټ، ایا ویلای شو چې د عراق کردستان د ایران په هغو لاریونونو کې لاس درلود چې د ۲۰۱۷ م د ډیسمبر پر ۲۸مه پیل شول او دغه لاریونونه د کردستان په لاریونونو کې د ایران په غبرګون کې وو  او که نه؟ یا په بل عبارت، ایا هغه څه چې په ایران او کردستان کې پېښ شول، د عمل غبرګونونو بڼه لري؟ ایا دغو پېښو کومې کورنۍ انګېزې درلودې او که په بهرنیو خوځښتونو سره تر سره شول. که دغه خوځښتونه بهرني وي، خوځوونکی یې څوک دی او ایا له دغو لاریونونو څخه موخه د ایران او د کردستان اقلیم د حکومتونو بدلول وو، که نه؟

ځواب:

دغه دواړې پېښې د عمل او غبرګون له پلوه نه دي او دا چې ایران د کردستان مرکز اربیل تورن کړی، په حقیقت کې هغه سیاسي حیرانتیا ده چې ایران د پېښې د کورنۍ کېدو په دلیل پکې راګېر شوی دی. اربیل اوس له داسې کړکېچ سره مخ کېدونکی دی چې شونې ده نظام یې ونړېږي او په اوس وخت کې په هېڅ ډول د ایران د خلکو د راپارېدو وس نه لري. د ایران لارورکي د مختلفو اړخونو له تورن کېدو څخه پیداکولی شو، لکه څنګه چې یو شمېر ایراني چارواکو پردي ځواکونه تورن کړل. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی غلام علی خوشرو پخپلو څرګندونو کې وویل: «ایران پیاوړي شواهد لري چې لاریون کوونکي په څرګند ډول له بهره رهبري کېدل.» (سرچینه: بي بي سي عربي، ۲۰۱۸ م د جنوري ۷مه) پر همدغه بنسټ، دا چې ایران اربیل تورن کړی، دا هم د همدغې لارورکۍ یوه برخه بلل کېږي. د نظام د مصلحت تشخیص ټولنې رییس محسن رضایي د ۲۰۱۸ م د جنوري پر شپږمه پخپلو څرګندونو کې ادعا وکړه چې د ایران د پېښو سناریو جزیات د عراق د کردستان په اقلیم کې طرحه شوي وو.» (سرچینه: د نن روسیه، ۲۰۱۸ م د جنورۍ ۷مه) خو د عراق د کردستان اقلیم دغه ادعا د کردستان د حکومت د ویاند سفین دزیي په واسطه رد کړه.

د عمل او غبرګون مسله له منځه ځي او رښتیا دا دي چې دغو دواړو پېښو ځانکړې موخې درلودې؛ په دغه ګډ لامل سره چې هره یوه پېښه په کورني ډول او خپله پیل شوه؛ خو بېرونیو لاسوهنو په مختلفو انګېزو ډېر ژر هغه چاپېره کړې او هغو موخو ته یې سوق کړې چې د ایران او کردستان په اقلیم پورې اړه لري. د دغې خبرې شرحه په لاندې ډول ده:

لومړی د عراق د کردستان پېښې: ‌‌مختلفو رسنیو د ۲۰۱۷ م د ډیسمبر پر ۱۹مه د داسې لاریونونو راپورونه خپاره کړل چې ښوونکو او حکومتي کارکوونکو د کردستان په سلیمانیه ښار کې د معاشونو د ځنډ په دلیل سره پیل کړي وو. له دې وروسته د سلیمانه ښار مختلفو څېرو په دغو لاریونونو کې ګډون وکړ او ورو ورو یې لمن د اربیل ښار په ګډون د کردستان اقلیم نورو سیمو ته هم وغځېده. د دغو لاریونو تر سره کېدل هغه سخت اقتصادي فعالیتونه ښيي چې د دغه اقلیم اوسېدونکي په کرکوک کې د نفتو پر بنسټیزو سرچینو د بغداد تر واکمنۍ وروسته ورسره لاس او ګېروان دي. پر یو لړ اقتصادي فشارونو سربېره، په ځانګړي ډول د بهرنیو الوتنو پر وړاندې په سلیمانیه او اربیل ښارونو کې د هوایي ډګرونو تړل کېدل او د بغداد د هوایي دګرونو له لارې تېرېدو ته د مسافرو اړ کولو؛ چې بهر ته د سفر لړۍ سختوي، د حکومتي خلکو او متنفذینو تندې نیوکې راوپارولې.

د کردستان په اقلیم کې لاریونونه ډېر ژر پراخه شول، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې له بارزاني او د کردستان له ډیموکراټیک حزب سره مخالف کرد حزبونه لوی لاس لري. یوه بله مسله چې د خلکو معیشتي حالت یې اغېزمن کړی، له کرکوک ښار څخه اقلیم لور ته د کردانو د کورنیو وتل وو چې د مخالفو کورنیو خوځښتونو له لوري تر سره شول. دغه ټول یاد شوي موارد دا ښيي چې دغه ټول لاریونونه پر کور دننه پیل شوي دي. دغه لاریونونه په اصل کې هغه نیوکې دي چې د اربیل حکومت ته یې د کردستان د ډیموکراټیک حزب په مشرۍ پام شوی دی؛ هغه حزب چې بارزاني اړیکې ورسره لري. دغه مسله له څو اړخونو څخه درک کولی شو:

الف) دغه لاریونونه په پیل کې له سلیمانیه ولایته پیل شول، هغه ولایت چې د انګلیس له مزدور مسعود بارزاني سره مخالف حزبونه او جریانونه پر هغه واکمني لري. پر همدغه بنسټ، د لاریونونو او بدلون غوښتونکو اصلي مرکز سلیمانیه و او په ملي اتحاد حزب کې د طالباني پیاوړي ځواکونه هم سلیمانیه کې مرکزیت لري او دا ډول حزبونه د خلکو د راپارولو او لاریونو پیلولو وړتیا او وس لري؛ که څه هم د ولایت د ټول حالت د بدلون وس نه لري.

ب) د خود نیجیرفان څرګندونې چې دا ښيي چې لاریونونه یې د حکومت پر وړاندې پیل شوي، لکه څنګه چې د کردستان باسنیوز انټرنېټې پاڼې د ۲۰۱۷ م د ډیسمبر پر ۲۱مه داسې خبر ورکړ: «د کردستان د اقلیم رییس نیجرفان بارزاني د اقلیم پر وړاندې د لویې دسیسې له شتون څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه دسیسه تر هغه لویه ده چې تصور یې کېږي.» همدارنګه نوموړي هغو اړخونو ته اشاره وکړه چې په اقلیم کې د ستونزې پیدا او لاریونونه یې له خپل مسیر څخه منحرف کړي او تاوتریخوالي ته لمن وهي. نوموړي زیاته کړه: «په کردستان کې پټ لاسونه د ستونزو راپیداکېدو هڅې کوي او موږ به یې د مخنیوي لپاره هڅې وکړو.» نوموړی پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي، دغو جریانونو ته اشاره وکړه چې د دغو ستونزو له راپیداکېدو ملاتړ او په دې برخه کې هڅې کوي؛ خو ده زیاته کړه چې د دغه اقلیم ځواکونه به په جدي ډول له دغو ټولو جریانونو سره چلند وکړي. بارزاني زیاته کړه چې موږ له جدي ګواښونونو او لویو دسیسو سره مخ کېدونکي یو او هغه څه چې په سلیمانیه کې پېښ شول، د خلکو د امنیت ګډوډولو لپاره یو ډول هڅې دي. نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې یووالی یې وساتي او یو بل ته لاسونه ورکړي چې دغه حالت کابو کړي.

بارزاني په دغو څرګندونو سره کرد حزبونو ته اشاره کوي چې په ټول وس یې په سلیمانیه کې د کردستان له ټولپوښتنې سره مخالفت وکړ او داچې له امریکا او په بغداد کې د امریکا له ملاتړو سره اړیکې لري، هغه حزب چې د بارزاني د حکومت پر وړاندې یې لاریونونو ته لمن ووهه، د تغیر حرکت حزب دی؛ هغه حزب چې له ملي اتحاد حزب څخه تر بېلتون وروسته د ۲۰۰۹ م کال د ټاکنو تر ټولو لوی سیاسي قدرت بلل کېده. دغه حزب د جماعت اسلامي او کوران حزب په رهبرۍ سره له لاریونونو وروسته له حکومته خپل ځان بېل کړ او یاسین حسن چې د دغه حزب یو رهبر دی، له جزیرې خبري شبکې سره یې په خبرو کې وویل: «اسلامي جماعت او د بدلون حرکت وروسته له دې چې پر لاریونوالو ډزې وشوې، هوډ یې نیولی چې په بشپړه ډول له دغه حکومته بېل شي او له حکومته غواړم چې ژر تر ژره منحل شي او پر ځای یې د ملي ژغورنې حکومت جوړ شي.» (سرچینه: الجزیره نټ، ۲۰۱۷ د ډیسمبر ۲۱)

په ورته وخت کې د بي بي سي خبري شبکې هم د ۲۰۱۷ م د ډیسمبر پر ۲۶مه د عراق د کردستان پارلمان د رییس یوسف محمد، چې په عین حال کې د بدلون خوځښت حزب یو رهبر دی، د استعفا خبر ورکړ چې د لاریونونو پر وړاندې د اربیل د حکومت کمزوري دریځ په موخه تر سره شوه. په دغه خبر کې ویل شوي دي: «د عراق کردستان اقلیم پارلمان رییس په دې دلیل سره چې نوموړي دغه استعفا پر قانوني حکومت د ځینو خلکو او ځانګړو جریانونو واکمني وبلله، له خپلې دندې استعفا وکړه. یوسف محمد په تنده لحجه سره د دغو خلکو په لاس کې د سیاسي او اقتصادي واک پر انحصار، خاوره، پانګه او د ژوند په نورو برخو نیوکه وکړه او ویې ویل: «هغوی پر ټول اقلیم د دغو امکاناتو د عادلانه وېش پر ځای، د خپل ځان کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالاتونو دریځ چې له ټولپوښتنې سره یې مخالفت ښودلی و او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په لیک کې هغه ته اشاره شوې وه؛ یوه طلایي موکه ده چې د اقلیم حکومت یې باطل وباله.» (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۱۷ م د ډیسمبر ۲۶مه) دغه څرګندونې په ښکاره د دې ښکارندويي کوي چې دغه کس او خوځښت له هغه سره اړیکه لري.

ج) په همدغه ترتیب، له سلیمانیه ولایت څخه د لاریونونو پیل، چې د بارزاني د مخالفو حزبونو په واک کې دی، په دغو لاریونو کې د یاد حزب د یو شمېر رهبرانو ګډون، د امنیتي ځواکونو له خوا د یو شمېر رهبرانو نیول، د کمزوري کېدو په موخه د اربیل له حکومت څخه د یادو حزبونو وتل، له حکومته دا غوښتنه چې منحل شي، د پارلمان د رییس استعفا دغه ټول دا ښیي چې که څه هم په کردستان کې په پیل کې لاریونونه په لوړه کچه پیل شول؛ خو ډېر ژر د بهرنۍ لاسوهنې په مرسته یې لوری وګرځول شو او د دغې لاسوهنې موخه د هغو موخو رښتیا کېدل وو چې د دغه اقلیم په چارو پورې اړه لري. دغه لاسوهنه د کردستان د کورینو ډلو د فشارونو هغه پایله ده چې د بارزاني د نفوذ مخالفه ده او په اربیل کې د بارزاني د حکومت تیت پرک کېدو په موخه د بغداد فشارونه وو.

پر دغو فشارونه سربېره، په ترکیه، ایران او بغداد کې هم داسې غږونه اورېدل کېدل چې د ټولپوښتنې د مسولینو د محاکمه کېدو غوښتنه یې کوله. ښکاره ده چې دغه ټول حزبونه او سازمانونه په امریکا پورې اړه لري. نو پر همدغه بنسټ، طبیعي ده چې امریکا به له خپلو کورینو او سیمه ییزو مزدورانو څخه د بارزاني پر حکومت د فشار په موخه او په اربیل کې د انګلیس د نفوذ پای ته رسېدو لپاره کارواخلي او که بریالۍ نه شي، یاد حکومت به ډېر ژر نسکور کړي. اوس هڅې کوي چې په دا ډول اقدامونو سره په راتلونکې کې د دغه حکومت د له منځه تلو زمینه برابره کړي. دغه مسله  په سیمه کې د ټرامپ د حکومت ادارې د هغه سیاست تر سیوري لاندې او د امریکا په لومړي شعار سره څېړلی شو، ځکه امریکا د انګلیس د مزدورانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د سیاست په نفوذ سره بسنه نه کوي؛ بلکې که د امریکا ګټې وغواړي، په دغو سیمو کې د انګلیس مزدوران او پلویان محاکمه او حتی له منځه یې وړي. لکه څنګه چې په سعودي عربستان کې له فساد سره د مبارزې په پرګرام کې چې پېښ شول او په اوس وخت چې د یمن په صنعای کې د ملي کنفرانس له رهبرانو سره د صالح تر وژل کېدو وروسته پېښ شول. دا هغه واقعیت و چې په اغلب ګمان په کردستان کې پېښ شو او تر اوسه دوام لري.

دویم) د ایران پېښې: ‌هغه لاریونونه چې د ۲۰۱۷ م په ډیسمبر کې په ایران کې پیل شول، په حقیقت کې د ناوړه اقتصادي حالت، د خلکو معیشتي حالت، د بېکارۍ کچې لوړېدو، د لوږې ډېرېدو او د لومړنیو توکو بیې لوړېدو په غبرګون کې وو. څنګه چې راپورونه ښيي چې د بېکارۍ کچه بېسارې لوړه ده، په داسې کچه چې د کورینو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي د ۲۰۱۷ م د اکټوبر پر لومړۍ نېټه په خبري کنفرانس کې وویل: «اوس مهال د بېکارۍ کچه ۱۲ سلنې ته رسېږي، په داسې حال کې چې د ایران په ځینو برخو لکه هواز، کرمانشاه او بلوچستان کې ۶۰ سلنې ته رسېږي. هغه کسان ډېر بېکاره دي چې له پوهنتونونو څخه فارغ شوي او سندونه یې په لاس کې دي.» (سرچینه: العربیه، ۲۰۱۷ م د اکټوبر ۲مه) راپورنه ښيي چې د پوهنتونونو ۲۱ سلنه فارغان بېکاره دي او ۱۵ میلیونه ایراني وګړي د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي. دا په دې مانا ده چې په دغه هېواد کې د پانګوالي نظام پلي کېدل، خلک له منفي پایلې سره مخ کړي دي، په نورو هغو هېوادونو کې هم دغه حالت روان دی چې دغه نظام ورباندې پلی کېږي. له هغه وخته چې په ایران کې د پانګوالۍ اقتصادي نظام پلی کېږي، پانګې په سم ډول نه دي وېشل شوې او ډېرو هغو کسانو ته ورکول کېدې او دغه پانګوال دي چې نور هم شتمن او بډایه کېږي. سودي بانکونه فعالیت لري، د پیسو په نړیوال صندوق پورې اړوند د پانګوالۍ مالي نظام پلی کېږي. د ۲۰۱۷ م د ډیسمبر پر ۱۸مه د پیسو نړیوال صندوق پلاوی تر دغو پېښو وړاندې تهران ته ولاړ او د دغه پلاوي مشر کاتریونابیرفیلډ ایراني چارواکو ته داسې وویل: «کوم ناباوره حالت چې اوس په یران کې دی، هغو ګواښونو ته په کتو چې د ایران مالي نظام اوس ورسره مخ دی، نو غوره ده چې د ایران حکومت ژر تر ژره د امانتي موسیسو او د بانکونو پانګو جوړښت نوی کړی.» نوموړي زیاته کړه: «غوره دا ده چې ژر تر ژره د اصولو او د پورونو ارزونې په کیفیت او د بانکونو د پانګې نوي کولو په موخه د ځانګړې طرحې او پورونو ته د رسېدو په موخه اقدام وشي. د بانکونو د پانګې نوي کولو لګښت د اوږدمهاله حکومتي چکونو له لارې برابرولی شو.» (سرچینه: د ایراني العالم ټلویزیون رسمي پاڼه، ۲۰۱۷ م د ډیسمبر ۱۹مه) له شک پرته چې د حکومت په مرسته به د دغو غوښتنو پلي کېدل د بیو لوړېدو، د بېکارۍ او لوږې ډېرېدو لامل شي او په دغه صورت کې طبیعي ده چې خلک د لوږې په لومه کې راښکېلېږي؛ وروسته خلک د نظام پر وړاندې قیام کوي او له هرې شونې لارې خپلې ستونزې ښکاره کوي.

په همدغه ترتیب، لاریونونه د ایران له مشهد ښار څخه پیل شول او هغه شعارونه چې هلته ورکول کېدل، د بیو لوړېدو په اړه شعارونه وو؛ خو په چټکۍ سره د دغو لاریونونو لمن نورو ډول ډول ښارونو ته، چې شمېر یې ۸۰ ښارونو او ښارګوټو ته رسېده، پراخه شوه او زرګونه ځوانانو او کارګرې طبقې د چارواکو د فساد، بېکارۍ او د  بېوزلو او پانګوالو تر منځ یې د پانګې نه برابرۍ پر وړاندې شعارونه ورکول.

د ایران له عدالت او رڼوالي څخه د ساتنې سازمان ادارې رییس احمدتوکلي د ۲۰۱۷ م د ډیسمبر پر ۳۰مه له فارس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «دغه لاریونونه په درېیو دلیلونو سره پیل شول؛ لومړی: د پیسو نړیوال صندوق سخت اقتصادي سیاستونه، دویم: په اقتصادي ستونزو کې د حکومت او چارواکو کمزوري، درېیم: د حکومت له خوا د تر سره شوو هوکړو پر وړاندې د ځواب او رڼوالي نشت.»

که چېرته پر یادو مواردو هغه پیسې ور زیاتې کړو چې ایران یې په لبیان، سوریه او یمن کې پر خپلو ملېشو او پلویانو لګوي، له شک پرته چې لویې اقتصادي ستونزې به رامنځته کړي؛ د ایران د خلکو ملا ماتوي او هغوی اړ کوي چې لاریونونه پیل کړي او حتی حکومت د خلکو د معیشت په چارو کې په خیانت تورنوي. عربي ټلویزیون د ۲۰۱۸ م د جنوري پر لومړۍ نېټه پخپل خبر کې وویل: «ډېری ایرانیان په غزه کې له حماس ډلې، په لبنان کې له حزب الله، په سوریه کې د بشار له حکومت او په یمن کې له حوثیانو سره د دوی د حکومت مرسته غیر اړینه بولي او حتی دغه کړه خیانت بولي.» یاد موارد په ښکاره داښيي چې په ایران کې د لاریونونو اصلي دلیل اقتصادي مسله ده، خو حکومت په زور له هغوی سره ناوړه چلند وکړ چې په پایله کې یې یو شمېر کسان ووژل شول. بي بي سي عربي د ۲۰۱۷ م د جنوري پر ۷مه پخپل خبر کې وویل: «یو شمېر راپورنه ښيي چې د لاریونونو له پیله تر اوسه تر ۱۷۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي. څنګه چې ټول پوهېږي، که اقتصادي لاریونونو ته سم لاس رسی ونه شي او یا یې حل کول وځنډېږي، په ځانګړي ډول که په زور له هغوی سره ناوړه چلند وشي، داسې لاریونونه ډېر ژر په سیاسي لاریونو بدلېږي او رښتیا هم دغه هغه څه وو چې د ایران په لاریونونو کې پېښ شول. څنګه چې د حکومت پر وړاندې د اقتصادي شعارونو تر څنګه سیاسي شعارونه هم ورزیات شول او په سیمه ییزو جګړو کې د ایران د حکومت پر لاسوهنه او میلیاردونه ډالرو لګښت نیوکې وشوې او د دولت سیاسي مخالفې تګلارې ډېر شوې او پر حاکم نظام برید وشو. هغه وو چې بیا اورپا او امریکا په ایران کې له پېښو شوو پېښو ګټه اخیستل پیل کړل؛ لکه څنګه چې اروپایي رسنیو په ځانګړي ډول د انګلیس رسنیو لکه د بریټانیا راډیو او ټلویزیون هغه ته لمن وهله.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون هم پخپل وار د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د «الحیاة» خپرونې خپره کړه، د ایران د پېښو په اړه وویل: «دغه لاریونونه د ایران مدني ټولنه نندارې ته وړاندې کړه او دغه مسله د دغه لامل شوه چې د ایران له ولسمشر روحاني سره اړیکه ونیسم او نوموړي ته دغه یادونه وکړم چې باید له تاوتریخوالي نه ګټه وانه خلي او باید د بیان ازادۍ ته، چې د خلکو حق دی، درناوی وشي. اوس په تمه یم چې ایران له لاریون کوونکو سره سم چلند وکړي، تر څو پر دې وتوانېږو چې پر حالاتو کنټرول پیدا کړو.» نوموړي له ایران سره د دوامداره خبرو غوښتنه وکړه، خو د اروپا لاسوهنه او له دغو پېښو څخه ګټه اخیستل، د ژورې څېړنې ارزښت نه لري.

هغه څه چې د ژورې څېړنې ارزښت لري، دغې قضیې ته د امریکا رادانګل دي، ځکه د امریکا ولسمشر ټرامپ د ۲۰۱۸ م د جنوري پر لومړۍ نېټه پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل: «د ایران لوی ملت کلونه کېږي چې غږونه یې چوپ کېږي، په داسې حال کې چې له لوږې ځورېږي او د ازادۍ تږي دي. د ایرانیانو پانګې لوټ کېږي او بشري حقونه هم تر پښو لاندې کېږي. دا یې د بدلون وخت دی. ایران پر هغې وحشتناکې هوکړې سربېره چې د اوباما ادارې ورسره لاسلیک کړه، په ټولو برخو کې ناکام دی.» د سپنې مانۍ نشراتي سکرټر هم پخپلو څرګندونو کې وویل: «د ټرامپ د حکومت اداره د هغو راپورونو په اورېدو سره چې ښيي د ایران حکومت په رزګونه هغه کسان بندیان کړي چې په سوله ییزو لاریونونو کې یې ګډون کړی، د سختې اندېښنې احساس کوي.» نوموړي زیاته کړه: «موږ به هم چوپ پاتې نه شو، ځکه د ایران نسکورونکي حکومت تل د یاد هېواد د اوسېدونکو حقونه تر پښو لاندې کړي او خلکو ته د هر ډول زیان پړه به د دغه نسکورونکي هېواد پر غاړه وي.» (سرچینه: العراق انټرنېټي پاڼه، ۲۰۱۸ م د جنوري ۱۰مه)

په همدغه ترتیب، ډېری امریکایي چارواکي او په سر کې یې ټرامپ، له همغې لومړۍ ورځې له لاریون کوونکو ملاتړ څرګند کړ. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د جمعې په ورځ د امنیت په شورا کې وویل: «واشنګټن د ایران د لاریون کوونکو تر څنګ دی، هغه لاریونوال چې د خپلو ځانونو او کورنیو لپاره غوره ژوند او ازادي غواړي. امریکا د ایران د لاریونو په اړه د امنیت شورا د ناستې تر سره کېدو غوښتنه وکړه او دغې بلنې د یادې شورا یو شمېر غړي په غوسه کړل، د هغوی له ډلې روسیه چې استازي یې د ایران لاریونونه کورنۍ مسله یاده کړه.» سرچینه: بي بي سي عربي، ۲۰۱۸ م د جنوري ۷مه)

دا چې واشنګټن د ایران په اړه د امنیت شورا د ناستې رابللو غوښتنه کړې، هغه دلیل ښيي چې امریکا د دغو لاریونو پر څپو د واکمنۍ هڅې کولې؛ په ځانګړي ډول هغه بېړه چې په دغه بلنه کې یې ترې کار واخیست، په داسې کچه چې د دغه سازمان نور غړي حیران شول. بي بي سي عربي د ۲۰۱۸ م د جنوري پر ۶مه پخپل خبر کې داسې وویل: «د امنیت شورا غړي د ایران د لاریونو څېړنې لپاره د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړېدو په اړه حیران شول او دې ته اړ شول چې له دغې ناستې سره د مخالفت په دلیل سره فشار راوړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه ناسته کې وویل: «واشنګټن له کوم شک پرته په ایران کې د مېشتو هغو وکړو تر څنګ ولاړ دی چې د خپل ځان او کورنیو لپاره شخصي ازادي او ښه ژوند ته لاس رسي پیدا کړي.» اوس دلته دا پوښتنه رامنځته کېږي چې ایا امریکا د لاریونوالو د دریځ منلو تر څنګ د ایران د حکومت نسکورېدو په لټه کې ده او که د ایران پر لاریونونو له واکمنۍ څخه د امریکا موخه بل څه ده؟ د دغې پوښتنې په ځواب کې وایو:

دغه ادعا چې امریکا د ایران له لاریونونو څخه ملاتړ وکړ، تر څو د ایران حکومت بدل کړي، ډېره لېرې تر سترګو کېږي. دې ته په ګتو سره چې پخپله ژبه یې پر دغې مسلې اعتراف وکړ، څنګه چې د ایران او عراق په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال له «الحیاة» خپرونې سره د ۲۰۱۸ م د جنوري پر ۴مه پخپلو خبرو کې وویل: «موږ یوازې له لاریون کوونکو څخه د ملاتړ او انساني حقونو ته د درناوي په اړه خبرې کوو او په پایله کې غواړو دا وګورو چې حکومت په ډېرو مواردو کې خپل چلند بدل کړي؛ په ځانګړي ډول له لاریونوال سره. نوموړي ټینګار وکړ چې د امریکا د حکومت اداره د ایران د حکومت چلند بدلېدو غوښتنه کوي، نه دا چې حکومت بدل شي.»

پر همدغه بنست، د ایران د حکومت پر وړاندې د امریکا رول ښکاره دی او موږ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۱۳ م کال د اګسټ پر ۲۱مه مو خپره کړې وه، ویلي وو: «د ایران د انقلاب پر وړاندې د امریکا رول له همغه پیله روښانه دی. ټول هغه فعالیتونه چې امریکا په سیمه کې تر سره کړل، دا ټول له امریکایي پروژو سره په همغږۍ وو... .» همدارنګه په یوه بله پوښتنه چې د ۲۰۱۷ م د فبروۍ پر ۲۳ مه خپره شوه، هلته مو ویلي وو: «په سیمه کې د ایران رول په حقیقت کې د امریکا سیاست دی چې په غور سره څېړل شوی او برابر شوی دی او دغه رول د امریکا سیاست او شرایطو ته په کتو سره ځیني وخت پیاوړی او ځیني وخت کم رنګه کېږي.» پر همدغه بنسټ، له لاریونوالو د امریکا ښکار ملاتړ هېڅ وخت د حکومت بدلون په موخه نه دی. پوښتنه دا ده چې امریکا ولي دا هڅه وکړه چې لاریونونه تر خپل واک لاندې راولي، ځواب یې دوې مهمې موخې دي:

لومړی) د فلسطین له قضیې او د قدس په اړه د ټرامپ له وروستیو څرګندونو څخه د عامه فکرونو اړول او سیمه د ایران په موضوع ګرمول؛ تر څو ایران په سیمه کې د یو دښمن په صفت راښکاره شي او په همدغه ترتیب عام فکرونه پر ایران متمرکز شي او د یهودو پر اشغالګر رژیم تمرکز له منځه ولاړ شي.

دویم) په سیمه کې د امریکا د مزدورانو د پاتې شونو دلیل او له امریکا څخه د هغوی اطاعت: دا په دغه دلیل سره چې امریکا د ایران او ناوړه ګواښونو پر وړاندې له هغوی څخه ملاتړ کوي. د قدس په اړه د ټرامپ څرګندونې او داچې دغه ښار د یهودو دولت پلازمېنه دی، له مومنینانو سره د امریکا د ښکاره دښمنۍ څرګندونه کوي. هغه څرګندونې چې زموږ په مخکني منشور کې مو د ۲۰۱۷ م د ډیسمبر پر ۷مه ویلي وو: «د مسلمانانو لپاره یې د امریکا د مزدورانو لاسونه اوږده او هغوی یې سخت رسوا کړل، ځکه قدس د مسلمانانو په زړونو او فکر کې ځای درلود او د ټرامپ د څرګندونو پر وړاندې د دغو مزدورانو وژونکې چوپتیا او د امریکا د مزدورۍ دوام، هغه لویه رسوایي ده چې د دغو مزدورانو لمن یې نیولې ده.» په همدغه بنسټ، د ایران پر وړاندې د ټرامپ تندې نیوکې هغه دېوال ته ورته دي چې دغه مزدور حکام یې د خپلو پاتې شونو د دلیل لپاره د امریکا د مزدور په توګه په امریکا پسې تر سره کوي او د قدس په اړه د ټرامپ د خاینانه څرګندونو پر وړاندې خپله چوپتیا هغه دلیل کوي او ادعا کوي چې ټرامپ له هغوی څخه د خپل دښمن پر وړاندې دفاع کوي؛ په داسې حال کې چې دغه عذر له ګناه څخه بد دی.

﴿وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِن يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾

[منافقون: ۴]

ژباړه: ته که دوی ووینې، څېرې به یې ډېرې ښایسته درته معلومې شي، که وغږیږي، خبرو ته به یې غوږ ونیسې، خو په اصل کې دوی د لرګي کوندې دي، چې له دېوال سره په منظم ډول درول شوي وي. دوی هر زورور غږ د ځان پر وړاندې ګڼي او پاخه دښمنان دي. له دوی څخه ځان وساته، الله سبحانه وتعالی دې دوی ووژني، چې څه ډول له حقیقته ګرځول شوي دي.

په غالب ګومان سره دا د هغه څه واقعیت و چې په ایران کې د کورنیو لاریونو او د دغو لاریونونو په اړه د بهرنیو څرګندونو په اړه پېښو شو او پېښېږي.

په وروستیو کې باید وویل شي چې اسلامي خاورو او برخلیک ټاکونکو چارو ته د ښکېلاکګرو کفارو لاس غځول او لاسوهنې دلیل دا دی چې احمق او ځان پلورلي مشران د مسلمانانو پر چارو واکمني پیدا کړي او د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو سره ملګري کوي او هغوی ته پنا وړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ابي هریره رضی الله عنه څخه د احمد په روایت سره په حدیث شریف کې په دې اړه ګواښ کړی او فرمایي:

«إِنَّهَا سَتَأْتِي عَلَى النَّاسِ سِنُونَ خَدَّاعَةٌ يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ وَيُخَوَّنُ فِيهَا الْأَمِينُ وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ قِيلَ وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ قَالَ السَّفِيهُ يَتَكَلَّمُ فِي أَمْرِ الْعَامَّةِ»

ژباړه: له شک پرته چې پر مسلمانانو به له دوکې ډک ګلونه تېر شي، چې هلته به درواغ منل او رښتیا ویل له درواغو کېږي، پر خاین به باور کېږي او امین به خیانت کوونکی معرفي کېږي او (رویبضه) په هغه وخت کې خبرې کوي. وویل شول: رویبضه څوک دی؟ ویې ویل: هغه ناپوه انسان دی چې د عامو خلکو په چارو کې نظر ورکوي او په دې اړه خبرې کوي.

نو پر همدغه اساس، د اسلامي امت تر ټولو لوی مصیبت اوس همدا خاین حکام دي، خو دا باید هېره نه کړو چې دغه امت هغه غوره امت دی چې الله سبحانه وتعالی رالېږلی تر څو نړیوال نېکې او ښې لارې ته راوبولي او هېڅ وخت به د دغو ظالمو او خاینو حکامو پر وړاندې چوپ نه شي. څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جبریه حکومتونو څخه وروسته د راشده خلافت د نوي تاسیس زیری ورکړی او د مام احمد او طیالسي په مسند کې له حذیفه بن الیمان څخه په نقل سره فرمایي:

«... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ نُبُوَّةٍ»

ژباړه: وروسته به ظالم حکومتونه راشي او تر هغه چې الله سبحانه وتعالی وغوښتل، دوام به وکړي. وروسته هر وخت چې وغواړي هغه له منځه وړي او وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت تاسیس شي.

۱۴۳۹ هـ.ق د بیع الثاني ۲۴مه

د ۲۰۱۸ م د جنوري ۱۱مه

Last modified onسه شنبه, 03 جولای 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې