دوشنبه, ۰۲ شوال ۱۴۳۸هـ| ۲۰۱۷/۰۶/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية


په ونو کې د مېوو پلور

  •   مطابق  
په ونو کې د مېوو پلور

بسم الله الرحمن الرحیم

(ژباړه)

پوښتنه:  

جلیل القدر عالم او محترم امیر صاحب، اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

زموږ په سیمه کې له حاصل را ټولولو مخکې په ونو کې د حاصلاتو پلور دود دی. دا ډول حاصلات لکه: ګل مېخک، مرچ، کوپره او داسې نور په همدې ډول پلورل کېږي. د ځمکې څښتن هغه کري او اوبوي، چې ډېره مېوه وکړي. کله چې مېوه د هغه پلان سره سم حاصل ورکوي، هغه په اټکلي بیه پلوري. نو پېرودونکی باید حاصل ترې راټول کړي، مناسبه معامله وکړي او د ځمکې څښتن له حاصل اخیستو مخکې هوکړه شوې بیه ورکړي. د خرڅلاو پر مهال د پلورونکي او پېرودونکي تر منځ پر بیه هوکړه کېږي. پلورونکی يې له پلور وروسته نور د ورستني حاصل مسئول نه دی. اخیستونکی په همغه وخت او یا یو بل مناسب وخت حاصل را ټولولی شي، خو له معاملې ورسته پیرودونکی مسئول دی، چې کښت له حیواناتو، غلو او نورو وساتي. آیا دا ډول معامله په اسلام کې روا ده؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسې ته خیر کثیر او ستاسو تر مشرۍ لاندې دې دغه امت ته بری ورپه برخه کړي. 

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

له پورتني متن نه مې دا درک کړه، چې ستاسو پوښتنه په ونو کې د مېوو د پلور په اړه ده. مثلاً: یو څوک د ونې څښتن ته داسې ووایي، چې غواړم د انځیر د دې ونې حاصل او مېوه په دغه موسم کې واخلم او حاصل يې زما ملکیت کېږي. له هغې یې خورم او پلورم، تر هغې چې په دغه موسم کې د ونې حاصل خلاص شي او دواړه د یوې ټاکلې اجورې په بدل کې پر دغه کار هوکړه وکړي. تاسې پوښتئ، چې دا کار روا دی او که نه؟ که زما درک سم وي، نو دا ځواب درته وړاندې کوم: 

هو! دا معامله په ډېرو اسلامي خاورو کې دود ده او په فقه کې «په ونو کې د مېوو پلور» په نوم یادېږي او عام خلک يې «د ونې معامله او تړون» بولي. دا روا دی، خو په دې شرط چې مېوه رسېدلې او پخه شوې وي؛ البته لازمه نه ده چې ټوله دې رسېدلې وي، ځکه ټوله په یوه وخت کې نه رسي. ځينې دلیلونه او تفصیلات زموږ له کتاب «اسلامي شخصیت، دویم جز په ونو کې د مېوو پلور باب» نه درته رانقلوم:

په دغه تړون کې د شرعي حکم بیان، یعنې د مېوو پلور د ونې په ښاخ کې، چې تر اوسه مېوه د ونې په ښاخ کې وي، شرحې ته اړتیا لري؛ ځکه په دغه تړون کې مېوې او حاصل ته کتل کېږي. که پخه او رسېدلې وي یعنې خوړل یې شوني وو، نو دا معامله روا ده. که مېوه پخه شوې نه وي او خوړل یې ناشوني وو، په دغه صورت کې د مېوې پلور روا نه دی. مسلم له جابر رضی الله عنه نه روایت کړی دی:

«نهى رسول الله عن بيع الثمر حتى يطيب»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېوو له پلور نه، تر هغې چې پخې شوې نه دي منعه کړې ده.

همدرانګه یې روایت کړي دی:

«نهى رسول الله صلی الله علیه وسلم... وعن بيع الثمر حتى يبدو صلاحه»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له... او د مېوې له پلور نه تر هغې منعه کړې ده ، چې ورسي (پخه شي).

بخاري له جابر رضی الله عنه نه روایت کړی دی:

«نهى النبي عن أن تباع الثمرة حتى تشقح، قيل ما تشقح، قال: تحمار وتصفار ويؤكل منها»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له رنګ اخیستو مخکې د مېوې پلور منع کړی. پو ښتنه وشوه، چې رنګ اخیستل څه شی دي؟ ویې فرمایل: سره او زېړه کېږي او د خوراک وړ وي.

او همدارنګه بخاري له انس بن مالک نه روایت کړی دی:

«أنه نهى عن بيع الثمرة حتى يبدو صلاحها، وعن النخل حتى يزهو، قيل: وما يزهو؟ قال: يحمار أو يصفار»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې مېوې پلور، چې نه وي رسېدلې، او د خرما تر هغې چې رنګ وانخلي، منع کړی. پوښتنه یې وکړه، چې رنګ اخیستل څه شی دي؟ ویې فرمایل: سره کېږي او یا زېړېږي.

همدارنګه ده روایت کړی دی:

«إن رسول الله نهى عن بيع الثمار حتى تُزْهي، فقيل له: وما تُزْهي؟ قال: حتى تحمر. فقال رسول الله : أرأيت إذا منع الله الثمرة بم يأخذ أحدكم مال أخيه»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له رنګ اخیستو مخکې د مېوې پلور منع کړی. پو ښتنه ترې وشوه، چې رنګ اخیستل څه شی دي؟ ویې فرمایل: رنګ یې سور کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم وفرمایل: څه فکر کوئ، که الله سبحانه وتعالی مېوه په حاصل را نه ولي، هغه وخت به تاسې د خپل ورور مال د څه شي په مقابل کې اخلئ؟

بخاري له عبدالله ابن عمر نه روایت کړی دی:

«نهى عن بيع الثمار حتى يبدو صلاحها، نهى البائع والمبتاع»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له پخېدو مخکې د مېوو له پلور څخه پلورونکی او پېرودونکی دواړه منع کړي دي.

مسلم په دغو الفاظو روایت کړی دی:

«نهى عن بيع النخل حتى يزهو، وعن السنبل حتى يبيض ويأمن العاهة»

ژباړه: د خرما پلور يې منعه کړ، تر هغه چې ورسي (پخه) شي او د وږیو پلور  یې منع کړ، تر هغه چې سپین او له آفته یې ډاډ تر لاسه شي.

دغه ټول احادیث د نارسېدلو (خامو) مېوو د پلور منعه په ښکاره ډول بیانوي. نو د دغو احادیثو له مدلول څخه د نارسېدلو (خامو) مېوو د پلور د جواز پر نشت او له مفهوم نه يې د رسېدلو (پخو) مېوو د پلور پر جواز استدلال کېږي. نو پر دغه اساس د هغو ونو تړون او معامله، چې مېوه یې ښکاره شوې وه لکه: زیتون، لیمو، خرما او... که د خوړلو وړ وو، سمه او که د خوړلو وړ نه وو، معامله یې سمه نه ده.

له پورتنیو حدیثونو دا موضوع په ډاګه کېږي، چې د مېوې د رسېدلو او پوخوالي موخه د مېوې د خوړلو قابلیت دی؛ ځکه د نارسېدلو مېوو د پلور د منعې په موضوع کې د راغلو حدیثونو له څېړنې مومو، چې په دې اړه بېلابېل تفسیرونه بیان شوي دي: د جابر رضی الله عنه په حدیث کې داسې بیان شوي دي: «تر هغه وخته چې پخه شوې نه وي» په دویم حدیث کې: «له رسېدو (پخېدو) مخکې» او د انس رضی الله عنه په حدیث داسې بیان شوي دي: «له توروالي مخکې د انګورو پلور او همدارنګه له کلکوالي مخکې د حبوباتو پلور يې منعه کړی دی.» (رواه ابو داود)

او په یوه بل حدیث کې، چې جابر رضی الله عنه روایت کړی دی داسې بیان شوي دی: «رنګ واخلي» او د ابن عباس په حدیث کې: «تر هغه چې د خوړلو وړ شي» نو پر دغه اساس ټول ذکر شوي حدیثونه یوه معنا ورکوي او هغه دا چې «د خوړلو وړ وي».

که د مېوو واقعیت ته ځير شو پیدا کوو، چې نظر د مېوو بېلابيلوالي ته د خوړلو په قابلیت کې هم یو له بله بېلې دي؛ لکه څنګه چې د ځینو مېوو په رنګ کې په ښکاره تغیر د خوړلو قابلیت پیدا کېږي او د پخوالي نښې یې ښکاره کېږي لکه: خرما، انځیر، انګور، ناک او داسې نور. ځينې نورې، چې پخوالی یې لټ په لټ اړولو او د ماهرینوله په وسیله پېژندل کېږي لکه خربوزه، چې پخوالی معلومول یې د رنګ له تغیره ستونزمن دي. ځينې نورې یوازې په مېوې د ګل بدلېدو د خوړلو وړ کېږي لکه: بادرنګ، تره او داسې نور. نو پر دغه اساس په مېوه کې د رسېدلو او پخوالي موخه همغه د خوړلو قابلیت دی او دلیل يې د مسلم حدیث دی، چې له عباس نه يې روایت کړی:

«نهى رسول الله عن بيع النخل حتى يأكل منه أو يؤكل»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خرما پلور تر هغه منعه کړی، چې د خوړلو قابلیت ونه لري.

همدارنګه هغه متفق علیه حدیث، چې جابر رضی الله عنه روایت کړی دی: «حتی یطیب» ژباړه: «تر هغې چې پخه شوې نه ده» له دې امله د ترې، بادرنګ او نورو د پلور رواوالی ترې په ډاګه کېږي. یعنې د بادرنګ او ترې پېر او پلور یوازې دهغه د حاصل په ښکارېدو یعنې د ګل بدلېدل په بادرنګ سره روا دی. که څه هم، چې ځینې یې تر اوسه ګل دي او حتی مخکې له هغه چې ګل شوي وي، مېوه یې پلورل کېږي. یعنې د هغه کښت مېوه په همدغه حالت کې مخکې له هغه چې پیدا شي، یوازې د ځینو برخو د پیداکېدو له پیل سره سم پلورل کېږي او دا معدومه (نامعلومه) بیع نه ده؛ ځکه مېوه يې پر له پسې راځي او ټوله په یوه وار نه پیدا کېږي. له دې امله د یوه کښت مېوه په یوه موسم کې کومه چې شته وي او هغه، چې تر اوسه موجوده نه وي ټوله پلورل کېږي؛ ځکه فرق نه لري چې د مېوې پوخوالی یې په سوروالي څرګند شي لکه خرما يا په توروالي لکه انګور او یا د ناک غوندې د رنګ په بدلون او یا هغه چې د مېوې پخوالی یې د ځينو مېوو په څرګندېدو او ورپسې د نورو ګلونو په راتګ او بیا په مېوه ورکولو ښکاره شي.

خو هغه مېوې، چې د ګلونو بدلېدل یې په پوخوالي کې نه شمېرل کېږي لکه: خربوزه، چې په هغه کې دا امر روا نه دی. نو په ګل کې بادام او هغه انځیر، چې تر اوسه خام وي او د پخوالي نښې پکې ښکاره شوې نه وي، پلورل یې ناروا دي. په دې ځای کې موخه په ونه کې د هغه پلور دی یعنې د ونې معامله، ځکه په ونو کې د مېوې پلور د هغې په پخوالي پورې مشروط دی، یعنې په هغه څه، چې د مېوې په پخوالي دلالت کوي او د پوخوالي موخه د ونې د ټولو مېوو پوخوالی نه دی، دا ناشونې ده؛ ځکه مېوه دانه دانه او یا څو دانې پخېږي او وروسته نورې په تدریج سره پخېږي. همدارنګه د مېوې د پوخوالي موخه، د هغې پوخوالی په هر باغ کې بېل بېل نه دی او نه هم د ټولو باغونو د مېوو پوخوالی؛ بلکې د پوخوالي موخه د مېوې د جنس پوخوالی دی. که یې ډولونو په پوخوالي کې له یو بل سره توپير نه درلود لکه: زیتون او دهغو د ډولونو پخېدل موخه دی او که یې ډولونو په پوخوالي کې له یو بل سره توپير درلود لکه: انځیر او انګور. مثلاً کله چې د خرما د ونې یو څه مېوه په یوه باغ کې پخه شي، هغه وخت د خرما د ټولو ونو د مېوو پېر او پلور په ټولو باغونو کې روا دی.  کله چې د مڼو یو ډول په ځینو ونو کې پخې شي، هغه وخت د دغه ډول مڼو پلور په ټولو باغونو کې روا کېږي. کله چې زیتون په ونو کې ورسېږي، پېر وپلور يې په ټولو باغونو کې روا کېږي؛ ځکه په پورتنیو حدیثونو کې داسې ذکر شوي وو: 

ژباړه: د خرما پلور يې منعه کړ، تر هغه چې ورسي (پخه) شي او د وږیو پلور  یې منع کړ، تر هغه چې سپین او له آفته یې ډاډ تر لاسه شي.

ژباړه: له توروالي مخکې د انګورو پلور او همدارنګه له کلکوالي مخکې د حبوباتو پلور منعه کړی دی

نو د هر جنس او هر ډول مېوې حکم یې بېل بېل او مشخص بیان کړ، لکه  څنګه يې چې په غلو دانو کې (کلک شي) او په انګورو کې يې (تور شي) ویلي دي. نو له نورو جنسونو او ډولونو په پام کې نیولو پرته د هر جنس د پوخوالي حکم  مختلف دی او د رسېدو ( پوخوالي) کلمه، چې په حدیث کې د یوه جنس او یوه ډول په اړه راغلې، د مېوې په یوه برخه که هر څومره کمه هم وي، صدق کوي. سربېره پر دې د مېوې واقعیت پر دې دلالت کوي، چې په تدریج پخېږي. له هغه څه چې تېر شول، دا په ډاګه کېږي، چې د هېڅ ونې معامله یعنې له رسېدو (پوخوالي) مخکې د هېڅ ونې د مېوې پلور روا نه دی. هيله ده، چې ځواب روښانه شوی وي.  

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابورشته

Last modified onدوشنبه, 19 جون 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې