پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بشار اسد د نظام له لوري د انقلابیونو د سیمو د سقوط دلیلونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د بشار اسد د نظام له لوري د انقلابیونو د سیمو د سقوط دلیلونه

(ژباړه)

پوښتنه:

درعا ښار ته د بشار اسد د رژیم چټګ دننه کېدل، چې کلونه یې د دغه رژیم پر وړاندې مقاومت کړی و، د قنیطره ښار سقوط چې له درعا وروسته پېښ شو، د حلب ښار سقوط، چې تر دې وړاندې پېښ شوی و او دې ته ورته سیمې چې دغه رژیم پرې واکمن شو او دا چې د ادلب ښار ته یې سترګې پټې کړې؛ دا ټول هغه موارد دي چې باید په پوره ځیرکتیا سره وڅېړل شي او واقعیت یې پیدا شي. د تېرو څو کلونو په دوام کې په سوریه کې د امریکا او د امریکا د همکارو هېوادونو شاهدان وو چې یو شمېر هېوادونو لکه ترکیې چې څرنګه یې د شخړو په کمېدو کې په ضمني ډول برخه واخیسته او یا یو شمېر نور هېوادونه چې په مستقیم ډول د سوریې جګړې ته دننه شول؛ لکه روسیه. پوښتنه دا ده چې د دغه کړکېچ واقعیت څه دی او هغه څه چې پېښ شول او پېښ به شي، موخه یې څه ده؟ د دې تر څنګه دغه هېوادونه څرنګه پر دې بریالي شول چې د سوریې انقلاب دا ډول ولوبوي، دغو انقلابونو کوم رولونه ولوبول او له دې وروسته به څه پېښ شي؟

ځواب

1.د سوریې انقلاب په ۲۰۱۱ م کال کې پیل شو او ګواښ یې وکړ چې د سوریې ولسمشر بشار اسد به له واکه ګوښه کوي. په دغه انقلاب کې اسلامي رنګ په ژوره توګه رول ولوباوه او ګواښ یې وکړ چې سیمې ته به د اسلام په ګټه بدلون ورکړي. دغه انقلاب په دغو ځانګړتیاوو سره یوه برخلیک ټاکونکې پېښه او له حق څخه د باطل بېلېدل بلل کېږي. هغه پېښه چې دوې مهمې ځانګړتیاوې یې درلودې. یوه دا چې د لومړي ځل لپاره په اسلامي امت کې یو پیاوړی ځواک راښکاره شو چې نه په امریکا او نه هم په اروپا پورې تړلی و. دویم دا چې امریکا چې په نړۍ او سوریه کې زبرځواک بلل کېږي، د سوریې د کړکېچ په درملنه کې پاتې راغلې وه او دا له یوې معجزې سره ورته وه. په سوریه کې شته شخړې، نړیوالې نه دي، بلکې له یوه اړخه د امریکا، مزدورانو او پر امریکا پورې تړلو کسانو او له بله اړخه د سوریې د خلکو تر منځ کړکېچ دی. پر همدغه بنسټ، اروپا په دغې خاوره کې هېڅ نفوذ نه لري، لکه په یمن او لیبیا کې یې چې لري، بلکې دا یوازې امریکا ده چې په بشپړه ډول د بشار پر حکومت، مزدورانو او اړوندو کسانو واکمني لري. نو دا هغه شخړه او لانجه ده چې یوه اړخ ته یې امریکا، د امریکا اړوند کسان او مزدوران او بل اړخ ته یې د سوریې مخلص خلک شتون لري. پر دې ټولو سربېره، دغه انقلاب د دغو کلونو په دوام کې په پرلپسې ډول د امریکا له سترګو خوب تښتولی و، تر دې چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما پخپله ومنله چې دغه انقلاب یې د سر وېښتان سپین کړل. «ډاډه یم چې د سر د وېښتانو ډېره برخه مې په هغو غونډو کې سپینه شوه چې د سوریې په اړه مو درلودې.» (سرچینه: د نن رایې ورځپاڼه، ۲۰۱۶ م د اګېسټ ۵مه)

۲. امریکا په سیمه کې د خپلې لویې موخې د تر لاسه کولو لپاره، چې هغه د سوریې د انقلاب له منځه وړل او د خپل مزدور حکومت دوام دی، له دوو مختلفو اسلوبونو څخه ګټه واخیسته:

لومړی اسلوب: په دمشق کې د حکومت د له منځه تلو مخنیوي لپاره د امریکا د مالي او نظامي مرستو لپاره د لارو اسانول. له دغو اسانتیاوو څخه یوه دا وه چې ایران او پر ایران پورې تړلې ملېشې یې راوپارولې چې سوریې ته دننه شي او د بشار تر څنګ جګړه وکړي؛ وروسته یې روسیه هم وهڅوله چې ایران ته ورته عمل وکړي؛ څنګه چې د روسیې ولسمشر پوتین په نیویارک کې د امریکا له پخواني ولسمشر سره تر لیدنو وروسته په چټکۍ اعلان کړه چې روسیه به د ۲۰۱۵ م کال په وروستیو کې سوریې ته دننه شي او د سوریې په کړکېچ کې به ونډه واخلي.

له بل لوري، امریکا د سوریې د خلکو په حق کې د بشار اسد د حکومت د جنایتونو او وحشتونو له امله پر ټولو سازمانونو او نړیوالو موسسو نیوکه وکړه، هغه جنایتونه چې خبره پکې د اټومي وسلو کارولو ته رسېدلې ده. که څه هم امریکا د بشار حکومت ته ګواښ وکړه چې  د حکومت او نظام د ړنکېدو تر وخته له اټومي وسلو کار وانه خلي، څنګه چې کله د سوریې حکومت د ۲۰۱۳ م د اګېسټ پر ۲۱مه د غوطې په ښار کې اټومي وسلې وکارولې، امریکا له الوتکو بار خپلې بېړۍ د سوریې سرحدونو ته ولېږلې، چې د بشار حکومت په نښه کړي؛ خو وروسته له خپل هوډه په شا شوه؛ چې دغه کار د بشار د حکومت روحیه کمزورې نه کړي او دا به د دې لامل شي چې د بدیل مزدور له پیدا کېدو پرته به حکومت نسکور شي؛ ځکه د سوریې هغه ملي ایتلاف چې امریکا جوړ کړی و، تر اوسه یې د دې وړتیا نه درلوده چې تشه ډکه کړي. دغې چارې ته په کتو له امریکا او مزدورانو سره یې د دغه ایتلاف اړیکې ټولو ته روښانه وې. نو پر همدغه بنسټ، امریکا یې له خپل هوډه په شاه شوه او د دغه پاشاه کېدو دلیل د هر درک څښتن ته ښکاره دی او هغه دا چې امریکا نه غوښتل چې د بشار حکومت له لاسه ورکړي؛ که هر څومره یې اټومي او حشتناک بریدونه تر سره کړي وو. خو پر دې ټولو سربېره، نه یوازې دا چې د سوریې انقلاب همداسې پر ځای پاتې شو، بلکې ځینې پرمختګونه یې هم درلودل.

دویم اسلوب: له لومړي څخه ګواښوونکی اسلوب دا و چې ځان یې د انقلاب له پلویانو خلکو ته وروپېژاند، څنګه چې امریکا اعلان کړه چې د انقلابیونو تر څنګ ولاړه ده او په دې سره یې انقلابي ډلو ته دوکه ورکړه؛ ځکه په مستقیم ډول یې له هغوی سره جګړه نه کوله، خو که لږ فکر یې کړی وی، پر دې پوهېدل چې امریکا ښکېل اړخونه ګومارلي چې د امریکا په استازیتوب د انقلابیونو پر وړاندې جګړه وکړي. په هغه منشور کې چې د ۲۰۱۵ م د اکټوبر پر ۱۱مه مو خپور کړی و، دا مو وویل: «اوس نو لوی ناورین او غم رارسېږي او هغه دا چې امریکا د انقلابیونو تر څنګ درېږي او په عین حال کې امریکا ته دا سخته ده چې په ښکاره جګړه ورسره وکړي او د انقلابیونو له لوري یې د بشار حکومت ته سخت ټکان ورکړی دی. هغه بدیل چې امریکا یې د بشار لپاره په پام کې لري؛ تر اوسه په بشپړه ډول نه دی چمتو شوی. همدا و چې دغه خونړۍ لوبه یې پیل کړه او مسولیت یې روسیې ته ورکړ. د روسیې رول دا دی چې په ښکاره د بشار د حکومت ملاتړ وکړي او په ښکاره له انقلابیونو سره جګړه وکړي، د دغې جګړې لپاره توجېه هم لري او حکومت هم چمتو دی چې د امریکا په امر له روسیې مرسته وغواړي؛ چې همداسې وهم شول، څنګه یې روسیې هوکړه وکړه چې د امریکا لپاره دا ډول ناوړه او خونړی رول ولوبوي.»

په همدغه ترتیب، امریکا پرلپسې ځان داسې ښود چې په مالي او تسلیحاتي مرستو د نظام د مخالفینو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې دغه چاره له دروغجن شورماشور پرته بل څه نه وه او په عمل کې یې د ترکیې او اردن له لارې انقلابیونو ته له هر ډول پیاوړو وسلو مخه نیوله او یوازې یې د مرمیو پر وړاندې ځینې ساتونکي واسکټونه ورلېږل تر څو انقلابیونو ته دا وښيي چې ګنې امریکا یې تر څنګه ده. ځینې وختونه یې د نظامي تمرینونو او مرستو خبر ورکاوه چې یوازې کم کسان ترې برخمن کېدل، چې په ځینو مواردو کې له پنځو کسانو نه ډېرېدل. د امریکا د دغه کار موخه دا وه چې ډلې پر ځان راټولې کړي. امریکا پر دې پوهېده چې دغه دروغجنه ادعا به ډېر ژر ښکاره شي، په همدغه دلیل یې په ۲۰۱۵ م کال کې له ترکیې او عربستان څخه مرسته تر لاسه کړه. دغه دواړه دولتونه ګومارل شوی وو چې انقلاب خپل لور ته بدل کړي، د ډلو رهبران ځانته راکش کړي او د انقلاب اسلامي تګلاره کمزورې کړي. ترکیې او سعودي عربستان د دغه کار لپاره  له استخباراتي ابزارو، مالي مرستو، علماوو او درباري شیخانو، ګډوالو ته په پناه ورکولو، رسنیو او ککړو پیسو څخه ګټه واخیسته.

1.د سوریې انقلاب په هغه وخت کې ډېره پیاوړې اسلامي تګلاره او کلکې موخې درلودې، خو امریکا په دغو ډلو کې د خپل نفوذ لپاره ډېرې پیسې ولګولې، په داسې کچه چې د ځینو روایتونو پر بنسټ، د سوریې یو شمېر انقلابي ډلو نېږدې یو میلیارد ډالر تر لاسه کړل. دغه مالي مرستې، د رسنیو منبرونه، پټنځایونه او هغه ګواښونه وو چې په امریکا پورې اړوندو (سعودي او ترکیې) ته یې دا موکې په لاس ورکړې چې د نظام د مخالفینو په لیکو کې نفوذ پیدا کړي؛ چې د دغو دولتونو پر استخباراتو پورې یې اړه درلوده. په داسې کچه چې دغه دوه مزدور دولتونه پر دې وتوانېدل چې د رسنیو او مالي مرستو له لارې د انقلاب یو شمېر رهبران خپل کړي او له همدې لارې یې پر ډلو واکمني تر لاسه کړي.

د امریکا موخه دا وه چې د سیمه ییزو مزدورانو او ابزارو څخه په ګټې اخیستنې د سوریې انقلاب منحرف کړي او اصلي موخې یې ترې ورکې کړي. پر همدغه بنسټ یې زیاته کړه چې په سوریه کې د امریکا او نړیوالو ملاتړو مسولیت دا دی چې له تروریزم یعنې د سوریې له انقلابي ډلو سره جګړه وکړي. که څه هم امریکا له ۲۰۱۴ م کال څخه د سوریې په جګړه کې ښکېله وه، خو توغندیو یې یوازې هغه ډلې په نښه کولې چې هغوی یې تروریستان ګڼل او په هېڅ ډول یې د بشار ځواکونه نه په نښه کول. دغه ټول فعالیتونه یې له سوریې سره په همغږۍ تر سره کول.

له بده مرغه چې ډېرې وسله والې ډلو په دغه چل وغولېدلې او باور یې ورباندې وکړ او خپل نظامي عملیات یې د امریکا له استخباراتي خونو سره په همغږۍ تر سره کول. همدا لامل و چې کورنۍ جګړې پیل شوې او انقلابیونو داسې خونړي بریدونه پیل کړل چې شریعت حرام کړي دي او همدا وینه تویدنه وه چې د سوریې انقلاب ته یې سخت ټکان وکړ او د کار پایله دا شوه چې انقلابیونو په دوو ډلو کې جګړه کوله: د تروریزم پر وړاندې امریکایي ډله او هغه اصلي ډله چې د نظام د نسکورېدو لپاره یې جګړه کوله. نظامي ډلې پر نړیوالو فشارونو سربېره، د ترکیې او سعودي عربستان تر فشار لاندې هم وې تر څو امریکایي ډلې ته وروګرځي او له اصلي ډلې لېرې شي. د «فرات ډال» عملیاتو په مرسته د ترکیې لاسوهنه د دغې تګلارې اوج بلل کېږي. څنګه چې ترکیې په دغو عملیاتو کې پر ځان پورې تړولو ډلو څخه غوښتنه وکړه چې په حلب کې جګړه پرېږدي او له داعش سره جګړې ته مخه کړي. همدغه مسله د دغه لامل شوه چې د بشار اسد ځواکونه، د روس او ایران ملاتړي د حلب ښار د ۲۰۱۶ میلادي کال په وروستیو کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې اشغال کړي؛ هغه عملیات چې تر ډېره د روسانو او د بشار نظام ته د ترکیې په مرسته د دغه ښار تسلیمېدو لپاره وو. ترکیې ته د وسله والو ډلو غوږ نیول او د حلب له جبهو وتل او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په پلمه د امریکا په ډله پورې تړل کېدل، ډېره ګواښوونکي نښه وه، ځکه معلومه شوه چې د دغو ډلو مشران چې میلیونه ډالر یې تر لاسه کړي وو، پر خپلو ډلو یې پیاوړی اغېز درلود او دا د امریکا لپاره تر اوږده ځنډ وروسته ښه موکه وه چې د سوریې د انقلاب د له منځه وړلو لپاره هیله منده شي او د دغه انقلاب د له منځه وړلو لپاره خپل سیاست سخت کړي. امریکا هغه وخت دا هیله تر لاسه کړه چې د خپلو ملاتړو په مرسته یې د ډېرو ډلو مشران خپل کړل او ځان یې د هغوی خیر غوښتونکی وباله.

اردوغان یو ځل بیا د «فرات ډال» جګړه پیل کړه او د «زیتون ونې» په نوم عملیاتو په پیلولو سره یې د ادلب ښار ته د سوریې د نظام دننه کېدو لپاره دروازه پرانیسته. څنګه چې اردوغان د بشار د ځواکونو تر مخ د ادلب پر لور او د ابوضهور د هوایي ډګر په کلابندۍ سره یې جګړه د عفرین لور ته وغزوله. د «فیلق شام» نظامي ډلې د یو مشر عبدالرحیم په خبره چې په دغه جګړه کې د سوریې ۲۵ زره وسله والو ځواکونو ګډون درلود. «د عفرین په ښار کې د ترکیې په نظامي عملیاتو کې د «سوریې د خپلواکو ځواکونو» نېږدې ۲۵ زره وسله والو کسانو په دغو نظامي عملیاتو کې برخه درلوده» (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۸ م د جنوري ۲۳) امریکا پر دغو ټولو بدلونونو خبره وه او ورسره موافقه وه، څنګه چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولودچاوش اوغلو په کاناډا کې د سرحدي اډو پر مسله د ۲۰۱۸ م د جنوري پر ۱۵مه د امریکا د دفاع له وزیر جمز مټیز سره خبرې وکړې. (سرچینه: اناضول خبري اژانس، ۲۰۱۸ م د جنوري ۱۷مه) د امریکایي چارواکو څرګندونې هم دا ښيي چې د زیتون ونې عملیات، د عفرین مسله او  د خپلواکې ترکیې د اردو خوځښتونه، د امریکا او روسیې په بشپړې همغږۍ تر سره شوي دي. د دغو څرګندونو له جملې څخه دغو مواردو ته اشاره کولی شو: «د امریکا د مرکزي اردو رهبرۍ وویل چې ترکیې د عفرین په ښار کې د نظامي عملیاتو په اړه، هغوی ته خبر ورکړی و.» (سرچینه: قدس پریس، ۲۰۱۸ م د جنوري ۲۱مه)

۴. په سوریه کې د امریکا د سیاست ښکاره کرښې د سوریې نظام ته د حلب د ښار له تسلیمېدو وروسته داسې وکښل شوې:

الف) په سوریه کې د جګړې سړېدل: د دغې موخې تر ټولو ښکاره سرلیک د استانې کنفرانس و چې ترکیه پر دې وتوانېده پر ځان پورې تړلې ډلې د استانې کنفرانس ته په ګډون کې چمتو کړي او هغوی ته قناعت ورکړي چې د بشار د اوربند په اړه له ایران او روسیې سره خبرې وکړي. د دغو خبرو اترو اوج د شخړو کمېدو هوکړې وې چې له یوې سیمې بلې ته لېږدول کېدې. تر دې چې د سویل سیمو ته ورسېدې. هغه ځای چې نظامي ډلو یې تر هغه وخته د استانې په خبرو کې ګډون نه و کړی، خو په پایله کې یې ګډون پکې وکړ. ترکیه د دغو دوو کلونو په دوام د دغې هوکړې د یو ضمانت کوونکي دولت په توګه د ایران او سوریې تر څنګ ښکاره شوه. د سوریې انقلاب ټینګښت په لومړیو کلونو کې د هر ډول اوربند مخه نیولې وه، پر همدغه بنسټ د اوباما د حکومت ادارې لپاره اوربند د لاس رسي نه وړ موخه پېژندل شوې وه؛ خو پر یوه وخت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د دغې ادارې د حکومت د دورې په پای ته رسېدو او سپنې مانۍ ته د ټرامپ په راتګ سره دغه موخه لږ لږ پوره کېده.

د امریکا لپاره د سوریې د جګړې سړېدو لپاره په عمل کې دا مانا درلوده چې کولی یې شول له نېغ ګواښ پرته په نظامي ډول د بشار اسد په ګوښه کولو سره خبرو ته لاره پرانیزي؛ هغه خبرې چې تر ډېره یې د بشار اسد نظام ته قانوني رنګ باښه. همدا دلیل و چې د دغو خبرو  په هېڅ یوه پرېکړه کې د بشار اسد ګوښه کولو ته اشاره ونه شوه او امریکا له ملګرو ملتونو او امنیت شورا څخه ګټه پورته کړه، چې په بشپړه ډول د امریکا په واک کې دي. خپل مزدور استازي، سپین، توراو شنه (کوفي عنان، اخضر ابراهیمي او ډي میسټورا) یې خبرو ته ولېږل او د ژینو - ۱ پر بنسټ یې د نظام د مخالفینو راټولو په موخه؛ چې د ۲۰۱۲ م د جون پر ۳۰ مه تر سره شوی و، نوي پیل کړل تر څو دغه ټول فعالیتونه د بشار د نظام پاتې کېدو او ټینګېدو لپاره یوه پلمنه وي.

په ورته وخت کې یې د ۲۰۱۵ م کال په دوام کې د وین - ۱ او وین -۲ کنفرانسونه پیل کړل او د وین -۲ تر ټولو مهم بنددونه د سوریې د دولت او سازمانونو له سیکولرستي هویت څخه ساتنه وه. په دغو کنفرانسونو کې نړیوالې پرېکړې وشوې او وروستي پرېکړه یې دا وه چې په ۲۰۱۵ م د ډیسمبر پر ۱۸مه د امریکا له لوري وړاندې او د غونډې  ټولو غړو وملنه. دغې پرېکړه ټولې مخکنۍ پرېکړې او په سوریه پورې اړوند د وین او ژنیو کنفرانسونه خلاصه کړل او د ۲۲۵۴ شمېرې پرېکړې تر نامه لاندې یې راټولې کړې. یاده پرېکړه د سوریې د کړکېچ  د سیاسي حل قانوني سرچینې په توګه مطرح شوه او ټول دولتونو حتی وسله والو مخالفو ډلو د خپلو تمویلوونکو سرچینو په اغېزمنلو سره د هغې د پلي کېدو غوښتنه وکړه؛ هغه پرېکړه چې د بشار اسد لېرې کېدو ته پکې هېڅ اشاره ونه شوه. دغې تګلارې د بشار نظام ته د حلب تر تسلیمېدو دوام درلود. تر دې وروسته د جګړې نه پراخېدو ته د وسله والو ډلو اړ کولو زمینه هم برابره شوه او تر دې وروسته پر دغو ډلو فشار راوړل شو تر څو اوربند ته غاړه کېږدي او د بشار، روسیې او ایران حکومتونو ته، چې د اوربند ښکېل اړخونه وو، دا موکې په لاس ورشي چې په ټولیز ډول د انقلابیونو پر سیمو برید وکړي او یو پر بل پسې خپله ولکه پرې ټینګه کړي.

د اوربند درېیم لوری ترکیه وه چې د اوربند پرلپسې ماتېدو پر وړاندې یې هېڅ اقدام ونه کړ او هېڅ غبرګون یې ونه ښود. څنګه چې د بشار نظام په داسې حال کې د وادي بردي پر سیمه برید وکړ چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو کې د شخړو کمېدو هوکړې لیکل شوی رنګ لا وچ شوی نه و. دغه برید د ترکیې «د اوربند ضمانت کوونکې» د سترګو پر وړاندې تر سره شو. له ښکېلاکګرو سره د ترکیې مرسته په دې کچه وه کله چې د بشار حکومت د ختیځې غوطې اوربند مات کړ، د ترکیې استخباراتو پخپله له «تروریزم د مبارزې» په عملیاتو کې برخه واخیسته. د ترکیې د ولسمشرۍ ریاست ویاند ابراهیم ګولن د مطبوعاتي کنفرانس په دوام کې (ټي. ار. ټي» خبري شبکې ته وویل: «ترکیه د ختیځې ترکیې په تندلاري سازمان کې خپل شتون نه غواړي» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۱۸ د مارچ ۱۵مه) نوموړي پر داسې مهال دغه خبرې وکړې چې د  بشار نظام، روسیه، ایران او د دوی اړوند کسان د سوریې غوطه سیمه په توغندیو ویشته. د اردوغان په مشرۍ ترکیې دغه توغندي توجیه کړل.

ب)  د تروریزم تر سرلیک لاندې د امریکا په سیاست کې برخه اخیستل: له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ټرامپ هوډ ونیو تر څو داعش ډله محوه کړي، امریکا د تروریزم پر وړاندې خپل سیاست د عراق د موصل ښار د جګړې دوام لپاره په څلورو جبهو متمرکز کړ:

لومړۍ جبهه: د امریکا اردو هغه کردۍ ډلې چې د امریکا له لوري یې ملاتړ کېده، له رقې ښار څخه یې د داعش ډلې د وتلو لپاره رهبري کړې. همدارنګه نورې ډلې یې هم د سوریې په ختیځه برخه کې له داعش سره د جګړې لپاره رهبري کړې او په همدغه ترتیب د سوریې په شمال کې کردان او په ځانګړي ډول په کرد مېشتو سیمو کې د عزت څښتن شول. د کردانو تر ټولو پیاوړي ځواکونه د سوریې د (قسد) ډیموکراټ ځواکونه وو او دغه ډلې پر دې وتوانېدلې چې د امریکا په مرسته  له داعش ډلې څخه مهمې سیمې ونیسي او د فرات سیند ختیځه بره پخپله ولکه کې راولي؛ یعنې د سوریې ۲۸ سلنه خاوره، خو د نفتو او ګازو تر تولو غني سیمې د دیرالزور، بوکمال، رقې او کوباني په شمول له پانګې ډکې او کړهنیزې سیمې. البته د کردانو دغه پرمختګ د بشار پر حکومت هېڅ اغېز نه درلود، ځکه کرد ځواکونو د امریکا په امر پرمختګ کاوه او پر همدغه بنسټ د حکومت پر وړاندې نه درېدل. ځکه ډېرو رسنیو په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره کړل چې داښيي، د خلکو د ملاتړ په نوم ډلې، چې د سوریې د ډیموکراټو ځواکونو تر ټولو لویه برخه تشکیلوي، ډېرې سیمې یې د امریکا په امر د سوریې حکومت ته وسپارلې او دغه کار د هغو هوکړو پر بنسټ تر سره شو چې په دمشق او قامشلي کې یې تر لاسه کړی و. د سوریې د «کردانو ملي شورا» یو رهبر فواد علیکو له هغو دلیلونو او لاملونو پرده پورته کړه چې کرد ډیموکراټ اتحاد حزب د سوریې له نظام سره پټ تړون وکړ. د همدغې هوکړې پر بنسټ د بشار حکومت هغه سیمې چې د کرد ځواکونو تر واکمنۍ لاندې وي، په حسکه کې د نشوې سیمې په شمول او د فرات سیند په ختیځه برخه کې سیمې پخپل واک کې واخیستې. (سرچینه: ۲۰۱۸م د جولای پر ۱۱مه، www.qasioun-news.com)

«هیرابولیس» پاڼې یوې سرچینې څخه په نقل سره چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، خبر ورکړ چې د یکشبنې په ورځ د «قسد» په ملېشو پورې تړولو کسانو د بشار د حکومت او د منبج د نظامي شورا په استازیتوب د حلب په ښار کې د بعث حزب په شعبو کې له یو بل سره لیدلي دي. دغې سرچینې زیاته کړه چې دواړو لورو حکومتي ملېشو ته د منبیج ښار د مهمو امنیتي سیمو د تسلیمولو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې. (سرچینه: ۲۰۱۸م د جولای پر ۱۱مه، www.qasioun-news.com)  )

د سوریې په شمال کې د کرد ډلو رهبران، د امریکا په منګولو کې دي او په هغه صورت کې چې امریکا امر ورته وکړي چې له مزدور بشار سره یوځای شي، نو ډېر ژر به یې ومني او د دا ډول امر نښې عملا تر سترګو کېږي. څنګه چې د نن ورځپاڼې د ۲۰۱۸ م د جون پر ۷مه د کردانو له یو مشر څخه د بشار له حکومت سره د خبرو چټکېدو په اړه وویل: «زموږ دروازې تل د تولو پر مخ پرانیستې دي او په دې وروستیو کې موږ د بشار په خبرو کې څه ناڅه بدلون ولید؛ ځکه نوموړي دوې میاشتې وړاندې موږ ته تروریست وایه، خو اوس خبرې کول غواړي او دغه یو پرمختګ دی. همغه ډول چې هر څوک د خپلو ګټو په اړه اندېښنه کوي، موږ به هم د خپلو ګټو په اړه اندېښمن شو.» د بشار د حکومت د بهرینو چارو زویر ولید معلم هم په هغو خبرو کې چې د ۲۰۱۷ م د سپټمبر پر ۲۷مه له عرب ورځپانې خپرې شوې، ویلي وو: «د سوریې کردان په جمهوري چوکاټونو کې د یو خپواک دولت او ادارې د جوړېدو غوښتنه کوي او دغه مسله د یادولو وړ ده» له شک پرته چې د بشار حکومت او کردان دواړه د امریکا ابزار دي او د سیاسي حل پر وړاندې هېڅ خنډ نه بلل کېږي. هر څه چې امریکا ورته اړین وبولي، له کوم غبرګون پرته به یې ومني او سرغړونه به ترې ونه کړي. که امریکا دا وغواړي چې کردان دې د ۲۰۱۱ م کال په څېر یو خپلواک دولت ولري، نو په ډاډ سره دا ویلی شو چې وبه یې مني.

دویمه جبهه: ترکیې  د ۲۰۱۶ م د اګېسټ پر ۲۴مه د حلب په شمال کې د «فرات سیند» جګړه او وروسته یې د «زیتون ونې» په نوم عملیات د ۲۰۱۸ م د جنوري پر ۲۰مه رهبري کړل. ترکیې په دغو عملیاتونو سره حلب او د ادلب سویل ته د بشار د حکومت دننه کېدو لپاره لاره پرانیسته. دغه جګړه دا وه چې ترکیې پر ځان پورې اړوندو ډلو ته امر وکړ چې د بشار له نظام سره له جګړې لاس واخلي او د فرات سیند او زیتون ونې په عملیاتو کې برخه واخلي. په همدغه ترتیب، حلب او د ادلب سویل له لاسته ووتل. له دغو عملیاتو وړاندې ترکیې د امریکا په اشاره په ادلب کې بل رول لوباوه چې تر اوسه دوام لري او هغه دا چې ځینې استخباراتي برخې یې د ۲۰۱۷ م د اکټوبر پر ۷مه سیمې ته دننه کړې او له دې وروسته یې نظامي ځواکونه دننه کړل او له ایران او روسیې سره د شخړو راکمولو هوکړې پر بنسټ یې هلته امن سیمې رامنځته کړې. دغه کار د ۲۰۱۷ م کال د سپټمبر پر ۲۱مه په نیویارک کې له ټرامپ سره د اردوغان تر لیدو وروسته پیل شو. ټرامپ په هغه ورځ وویل: «اردوغان له دې وروسته زما ملګری دی.» (سرچینه: اناضول خبري اژانس، ۲۰۱۷م د سپټمبر ۲۱مه) په دغه لیدنه کې د اردوغان او ټرامپ د خبرو محور د سوریې کړکېچ و. ټرامپ په هغه لیدنه کې ادلب ته د ترکیې په دننه کېدو هوکړه وکړه. «د ترکیې اردو د استانې د هوکړې پر بنسټ، د سوریې په ادلب ښار کې استخباراتي عملیات پیلوي او دغه کار په سیمو کې د شخړو کمېدو په موخه تر سره کېږي.» (سرچینه: عربي سکای نیوز، ۲۰۱۷ م د اکټوبر ۹مه)

د «عنب بلدي» پاڼې هم د ۲۰۱۸م د مې پر ۱۳مه د ترکیې د عملیاتو په اړه خبر ورکړ او یې وویل: «ترکیه د هغو ګامونو اخیستلو په لټه کې ده چې په ادلب ولایت کې یې پیل کړي او دغه کار د دوو موخو لپاره تر سره کوي. لومړی: د امن سیمو رامنځته کول چې په استانه کې د شخړو کمېدو په تړون کې پر هوکړه شوې. دویم: هلته د فعاله نظامي ډلو جوړل چې له اسلامي ډلو سره اړیکې ونه لري.» عنب بلدي پاڼه زیاتوي: «د روان کال په لومړیو کې په ادلب او ختیځو سرحدونو کې د ترکیې د امن سیمو جوړلو خبرونه خپاره شول او ختیځو سرحدونو ته د دغو سیمو انحصار د پوښتنې وړ و. له یو شمېر سرچینو څخه د راغلو معلوماتو پر بنسټ، د دغو سیمو ډلو تر اوسه یو ځل له ترکیې څخه مرسته تر لاسه کړې ده. په سیمه کې د ترکیې پر خوځښتونو سربېره، په ادلب ښار کې د روسیې هوایي بریدونه دوام لري او د دغې قضیې تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي. د «عنب بلدي» د راپور پر بنسټ د روسیې الوتکې د ادلب سویل حومه سیمه په توغندیو ولي او د چاودنو غږ یې په ټول ادلب کې اورېدل کېږي.»

درېیمه جبهه: درېیمه ډله د سعودي عربستان حکومت و چې د امریکا په مرسته دغه کار پیل شو. عربستان په نړیوال ایتلاف کې د امریکا شریک و او پرلپسې یې اعلان کاوه چې چمتود دی د امریکا په ګټه او مشرۍ سوریې ته ځواکونه ولېږي. دغه حکومت هم ترکیې ته ورته ناوړه رول ولوباوه او هغه وسلوالې ډلې چې په پیسو یې مسمومې کړې وې، تر خپل اغېز لاندې کړې او هغوی یې له پرمختګ څخه د دمشق زړه لورته وخوځولې. په داسې حال کې چې د دمشق مرکز په مشهور قول سره په سر کې ځای لري. همدغه د سعودي حکومت و چې ډلې یې دې ته اړې کړې تر څو د بشار له نظام سره خبرو ته چمتو شي؛ څنګه چې تر خپل اغېز لاندې ډلو ته یې ریاض ته د ورتګ بلنه ورکړه او هغوی یې اړ کړل چې پخبرو کې ګډون وکړي او په همدغه ترتیب د ریاض ۱ کتنه د ۲۰۱۵ م د ډیسمبر پر ۱۱مه تر سره شوه او بیانیه یې خپره کړه. تر دې وروسته د ریاض ۲ کنفرانس د ۲۰۱۷ م د نومبر پر ۲۲ـ۲۴مه جوړ شو او په ژنیو او وین کې د بشار له حکومت سره د خبرو ګډ پلاوی وټاکل شو. د سعود عربستان حکومت چمتو دی چې د امریکا لپاره هر ډول خدمت تر سره کړي. څنګه د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په امریکا کې له خپلو بادارنو سره تر لیدنې وروسته هغه امرونه چې نوموړي ته ورکړل شوي وو، په ټایمز امریکایي مجله کې خپاره او اعلان شول. دغې مجلې د ۲۰۱۸ م د اپریل پر ۶مه له نوموړي څخه په نقل سره داسې ولیکل: «زما باور دا دی چې بشار اسد به د واک پر څوکۍ پاتې شي. زه پر دې باور یم چې بشار به له جګړې پرته له واکه ګوښه نه شي او داسې فکر نه کوم چې کوم داس کس دې پیدا شي چې دا ډول جګړه پیل کړي.»

څلورمه جبهه؛ د بشار ځواکونه: د بشار ځواکونه ایران او روسیه وو چې ترکیې د شخړو کمېدو په پله مهمې سیمې ورته تسلیم کړې. څنګه چې دغو ځواکونو د تدمر په سیمه کې جګړه پیل کړه او ځانونه یې دیرالزور ته ورسول او ټول جریانونه له ترکیې او سعودي عربستان سره په همغږۍ تر سره شول. دغه امر د دغه لامل شو چې هغوی له ظالم حکومت سره له مخ کېدو وګرځوي او هغوی له تروریزم سره د جګړې په پلمه په نورو جبهو کې مصروف کړ. په همدغه ترتیب، د بشار حکومت د دغه انقلاب له پیل څخه له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره ارامه شو او په جګړو کې د ماتو ګردونه یې له ځانه لېرې کړل تر څو د یو پیاوړي ځواکه په توګه د ژینو او استانې په خبرو کې ګډون وکړي. څنګه چې د یو ځواک په دریځه کې یې د خپل نظر څرګندول پیل کړل او د خبرو جریانونه یې پرېښودل. دغو ډلو له نورو دولتونو څخه غوښتنه کوله چې د بشار پر حکومت فشار راوړي چې سوله ییزه حل لاره ومني؛ په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د خپل ځان ژغورلو په لټه کې و او د داسې حل لارې غوښتنه یې کوله.

ج) د مزاحمو طرفونو لېرې کول: امریکا د سوریې په مسله کې له صحنې څخه اروپایي دولتونه لېرې وساتل او له نړیوال لیدلوري یې دغه مسله د روسیې او خپل ځان تر منځ رالنډه کړه. که هر څومره روسیه د روسیې په کړکېچ کې د امریکا مخالف لوری نه ده، خو امریکا د سوریې په کړکېچ کې له روسیې څخه د نړیوالې خبرې کوونکې په توګه ګټه واخیسته او په همدغه ترتیب یې د اروپایي ټولنې او دولتونو د لاسوهنې مخه ونیوله. بل مهم کار چې امریکا په دغه برخه کې تر سره کړه، دا و چې نور مزاحم اړخونه لکه قطر او اردون یې هم له دغې موضوع لېرې وساتل. د قطر پر وړاندې یې دا سیاست ولوباوه چې سعودي عربستان او مصر یې د قطر پر وړاندې راوپارول تر څو د ۲۰۱۷ میلادي کال په نیمایي کې یاد هېواد په سوریه کې له تروریزم پر ملاتړ تورن کړي او اړیکې ورسره پرې کړي. په همدغه ترتیب، د قطر حکومت خپل ځان د امریکا تر نېغو فشارنو لاندې ولید او په سوریه کې یې له مزاحمتونو لاس واخیست. په پایله کې په سوریه کې د قطر رول پای ته ورسېد. د اردون پر وړاندې قضیه داسې وه چې د اردون استخباراتو د سوریې په سویل کې له انقلابي ډلو سره پیاوړې اړیکې درلودې او دغه اړیکې د امریکا په ګټه وې. په دغه هیله چې په سوریه کې د خپل نفوذ لپاره لاس رسی پیدا کړي. د انګلیس لپاره له دا ډول نفوذ څخه د مخنیوي لپاره امریکا د «امن سیمو» رامنځته کېدو په پلمه له روسانو سره خبرو ته چمتو شوه او په همدغه ترتیب د بشار حکومت د سویل پر ټولو سیمو واکمني پیدا کړه. د اردون فعاله اغېز له منځه ولاړ او یا په بشپړه ډول کمزوری شو.

۵. د امریکا او پیروانو سیاست ته یې په ځیرکېدو په ځانګړي ډول د ترکیې، سعودي او مصر، البته د هغو کورنیو ستونزو درلودو په دلیل به دې پایلې ته ورسېږو چې امریکا دغه ټولې نقشې چې په سوریه کې یې جوړې کړې وي؛ پر یوخت او همغږۍ یې پلې کولې. څنګه چې د روسیې، ایران او د بشار د حکومت لاسونه یې پرانیستې وو چې پر وسلوالو مخالفینو درانه بریدونه وکړي او په ورته وخت کې د مخالفنیو د هغې هیلې پر بنسټ چې امریکا به یې مرستې ته راودانګي، په بشپړه ډول له منځه یوړه. کله چې د بشار حکومت د روسیې په ملاتړ د سوریې پر درعا ښار او سویلي یمه برید پیل کړ، د امریکا سفارت د ۲۰۱۸ م د جون ۲۳ مه د خپلواکې اردو ډلې پیغام ولېږه او پکې یې وویل: «پوهېږو چې تاسو باید خپل هوډ د خپلو کورینو او خپلوانو د ګټو پر بنسټ ونیسې او غوره دا ده چې زموږ له مرستې پرته دغه هوډ ونیسئ.» (سرچینه: د بلدي عنب سایټ، ۲۰۱۸ م د جون ۲۳مه) یعنې دا چې امریکا پر انقلابي ډلو هر ډول مرستې بندې کړې او د یو شمېر رسنیو په وینا د غفلت له خوبه پاڅېدل او پوه شول چې امریکا دوکه ورسره کړې؛ خو اوس ډېر وخت تېر شوی و.

په همدغه ترتیب، امریکا د بشار د حکومت، ایران او روسیې پر مټ د سوریې د وسله والو ډلو له منځه وړلو ته دوام ورکړ او دغه کار یې تر دې وړاندې د سعودي او ترکیې پر مټ هم تر سره کړی و. له انقلابي ډلو سره د امریکا له دوکې ډکه مرسته او یا هغه پیسې چې د دغو وسله والو ډلو مشرانو ته یې ورکولې، یوازې د دغه لپاره وې چې د دوی پام ځان ته واړوي. هغه وسلې چې د امریکا له لوري دوی ته ورسېږي، ډېرې ساده، لږې او غیر فعاله دي او یوازې یې د خپل ځان دفاع لپاره کاروي.. په تېر کې د دغو مرستو موخه دا وه چې انقلابیونو ته قناعت ورکړي چې امریکا یې تر څنګ ده او له دوی سره به مرسته وکړي؛ په همدغه ترتیب د امریکا لورته لېوالې شي، خو اوس د بشار حکومت تله سپکه شوې ده. د هغو څرګندونو په اړه خبر نشته او د امریکا له نظره دغه دوسیه مختومه اعلان شوې ده.

۶. امریکا د سیاسي خبرو لړي پرلپسې ځنډوله تر څو د انقلاب کار یو مخیزه شي او بشار اسد پر دې وتوانېږي چې پر خپلو پښو ودرېږي. همدغه دلیل و چې مزدوران او خپل پیراوان یې پر ضمني خبرو بوخت کړل تر څو مناسب حالت برابر شي او د کړکېچ سیاسي حل شرطونه پاخه شي. په همدغه ترتیب د امریکا لپاره د سیاسي خبرو نقشه برابره شي. همدغه دلیل و چې د سیاسي خبرو په دوام کې، چې کلونه یې دوام وکړ، په ترکیه او سعودي عربستان کې د امریکا پیروان او مزدوران د سوریې د مخالفانو لپاره د کنفرانسونو او لیدنو پر تنظیمولو بوخت وو او د دغو کتنو په دوام کې یې د یو شمېر ډلو رهبرانو ته په سیاسي خبرو کې ځای ورکړ او یو شمېر نور یې بیا له صحنې لېرې کړل. دغه ټول کارونه په دې موخه تر سره کېدل چې د بشار حکومت پر پښو ودرېږي او امریکا د سیاسي کړکېچ ټولې چارې روسیې ته په کم رول ورکولو او یا له کوم رول پرته تر سره کړي.

بشار اسد د خپلو ملاتړو په مرسته په حلب، وادي بردي، قلمون او وروسته په ختیځه غوطه کې لویې لاسته راوړ تر لاسه کړي د او د سوریې په پلازمېنه دمشق کې یې شته ګواښونه له منځه یوړل او وروسته یې حومه، حمص او حمات هم پاک کړل او اوس هم درعا پر پاکولو بوخت دی. شونې ده چې له دې وروسته د ادلب او  د حلب د نورو سیمو وار وي. دغه لویې لاسته راوړنې د امریکا د سیاسي حل لارې نېږدې کېدل دي، خو دغه حل لاره د ادلب تر سقوط ځنډول کېږي. اوس داسې تر سترګو کېږي چې د همدغه کار لپاره په چمتوالي بوخت دي، څنګه چې د فوعه زبداني د هوکړې کار یې بشپړ کړ او د روسیې او ترکیې تر منځه وروستۍ هوکړه د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۷مه تر سره شوه، چې پر بنسټ یې د فوعه او کفریا اړونده سیمو اوسېدونکي چې د بشار اسد په حکومت پورې تړلي وو، باید دغه سیمې پرېږدي. دغه سیمې چې د انقلابي ډلو په ولکه کې دي، له انقلابي ډلو او اوسېدونکو څخه یې  له پاکول پرته د فشار بله وسیله په لاس کې ونه لري او حکومت به پر سیمه د برید، وژنو او جنایتونو لپاره هېڅ ډول اندېښنه ونه لري. پر همدغه بنسټ، له ادلب او حومې پرته چې مهمې سیمې وې او انقلابیون پکې اوسېږۍ، د امریکا د سیاسي حل لارې عملي کېدو لپاره بل خنډ نشته؛ خو ترکیه په ډېرو وسلوالو ډلو کې پراخه نفوذ لري او اغلب ګمان دا دی چې ترکیه به پر دغو ډلو فشار راوړي، چې خپلې درنې وسلې د بشار حکومت ته تسلیم کړي او سوله ورسره وکړي. دغه کار د بشار، روسیې او ایران حکومتونو د نظامي برید په پرتله ګواښوونکی دی؛ که څه هم دغه دواړه کارونه ګواښوونکي دي او زیانونه لري. په هغه صورت کې چې د سوریې له نظامي انقلابه نظامي واک واخیستل شي، د امریکا سیاسي حل لاره په بشپړه توګه عملي کېدوته چمتو کېږي.

په اغلب ګمان، امریکا هوډ لري چې بشار د «انتقالي» دورې لپاره په واک کې وساتي تر څو د سیاسي حل لارې عملي کېدو په توګه عمل وکړي او د دغه پړوا په دوام کې امریکا ډاډه شي چې مخالفان په بشپړه ډول پاک شوي دي. هغه وخت بشار اسد واک ته ورسوي تر څو په سوریه کې د امریکا نفوذ وساتي او د یهود دولت امنیت ته پام وکړي؛ هغه دولت چې فلسطین یې اشغال کړی دی. د یهود دولت هم په سوریه کې د مزدورۍ په هڅه کې دي، چې د بشار اسد د امنیت دفاع وکړي او حتی د هغه پر لور یوه مرمي هم ونه غورځوي. څنګه چې د یهودو د دولت صدراعظم د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۲مه د مسکو تر پرېښودو وړاندې خبریالانو ته وویل: «موږ په تېرو څلوېښتو کلونو کې د اسد د کورنۍ په رهبرۍ په سوریه کې له هېڅ حاکم نظام سره ستونزې نه درلودې او حتی یوه مرمۍ هم زموږ پر لور راونه غورځول شوه. موږ په سوریه کې د بشار اسد له حکومت سره مخالف نه یو، خو د خپلو سرحدونو ساتلو لپاره به هڅې وکړو.» (سرچینه: هارټی یهودي، ۲۰۱۸ م د جولای ۱۲مه)

۷. هغه نظامي ځواکونه چې اوس یې د سوریې حکومت په واک کې لري، کمزوري دي او د سیاسي حل لارې له لټولو وروسته به پر سوریې د واکمنۍ لپاره بسنه ونه کړي؛ ځکه د بشار اسد اردو کابو تیت شوې ده. که څه هم هغه نظامي مرستې چې امریکا یې له مختلفو لارو لکه د روسیې او ایران له لوري د بشار اسد حکومت ته برابره وي، ډېرې او پرلپسې دي؛ خو د دغه نظام ستونزې بشري ځواک دی. پر همدغه بنسټ، امریکا باید د یاد نظام د ساتلو لپاره پر بشري ځواک تمرکز وکړي. شونې ده چې امریکا د دغې ستونزې د حل لپاره له لاندې دوو اسلوبونونه کار واخلي.

الف) پر ایران د باور دوام، پر ایران پورې تړلی حزب (د لبنان حزب الله ډله) او داسې نورې ملېشې چې له ایران، افغانستان، پاکستان او نورو سیمو څخه سوریې ته دننه کېږي، لازمه ده چې دغو کسانو ته په سوریه کې د اسېدو ځای برابر کړي او هغوی ته د سوریې تابعیت ورکړي. هغه خبرونه چې د یو شمېر رسنیو له لارې خپاره شوي دي، د سوریې حکومت عملا پیل کړي، څنګه چې یو سیاسي فعال د ۲۰۱۸ م د اپرېل پر ۳۰مه په (DW) خبري اژانس کې اټکل وکړ چې د دغو ملېشو شمېر ۴۵ زره او د یو شمېر نورو ځواکونو شمېر ۴۰ زرو ته رسېږي. دغه سیاسي فعال زیاتوي: «زما په نظر چې دغه ملېشې به په سوریه کې پاتې شي او موږ به د دمشق په شاوخوا کې د هغوی د اوسېدو شاهد وو او شعیه ملېشې اوس هم په سیده زینب او نورو سیمو کې شتون لري. زما په باور ایران هڅه کوي چې د یادو کسانو لپاره په سیمه کې تابعیت واخلي او یا به بله لاره ولټوي.» حکومت که هر څومره هڅه کوي چې د هغو سیمو خلک چې نوې یې تر لاسه کوي، په اردو کې اجباري خدمت ته اړ کړي، خو له هغوی څخه چې په کوم ځای کې باور ورباندې نه شي کولی، پر هغو ځواکونو تکیه کوي چې د انقلاب د کلونو په دوام کې یې تر څنګ وو.

ب) د سیمه ییزې «سولې ساتنې» له ځواکونو څخه ګټه اخیستل، چې شونې ده مصر، سعودي عربستان او ترکیه د دغه کار لپاره وړاندې شي. البته دغه نوې خبره نه ده، څنګه چې الجزیرې نټ د ۲۰۱۶ م د اپرېل پر ۸مه له امریکایي ورځپاڼې څخه په نقل سره داسې ولیکل: «امریکایي نشنل انټرسټ مجله د سوریې د اووه کلنې جګړې په اړه وایي: «په دغه هېواد کې چې په ګرداب کې ډوب شوی، سولې ساتونکو ځواکونو ته اړ دی، پرته له دې چې د یاد هېواد شخړه په کومه بڼه پای ته رسېږي.» بشار اسد که څه هم د جګړې په ډګر کې نظامي لاسته راوړنې درلودې، خو د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د امریکا تصور دغې خاورې ته د بهرنیو ځواکونو د جلبولو پربنسټ پای ته نه دی رسېدلی. څنګه چې الجزیرې نېټ د ۲۰۱۸ م د اپرېل پر ۱۷مه له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې څخه په نقل سره ولیکل: «د امریکا د ولسمشر ټرامپ اداره د عربي ځواکونو د طرحې پر جوړولو بوخت، چې په سوریه کې د امریکایي ځواکونو ځای ناستې شي تر څو د دغه هېواد په شمال ختیځه برخه کې د داعش تر ماتې وروسته د سولې ټینګېدو مسولیت په لاس کې واخلي. دغه خپرونه همدارنګه زیاتوي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون د مصر د استخباراتو له رییس عباس کامل سره اړیکه نیولې او د دغو هڅو په اړه  یې د قاهرې د دریځ غوښتنه وکړه. همدارنګه زیاتوي: په دغو ځواکونو د خلیج د ځواکونو ګډون لپاره او په ملي مرستو کې برخه اخیستل له خلیج دولتونو سره هم اړیکه نیول شوې ده او د امریکا د حکومت اداره هیله منده ده چې خلیج هېوادونه به د ټرامپ دغې غوښتنې ته په ځانګړي ډول د مالي مرستو په اړه مثبت ځواب ورکړي.»

۸. دغه په سوریه کې د امریکا د پخوانیو او اوسنیو سیاستونو واقعیت دی او دغو سیاستونو ته په کتو ښکاري چې د بشار د حکومت پر ځای پاتې کېدو دلیلونه او د یاد نظام نه نسکورېدل په لومړۍ درجه کې دي. د حکومت او امریکا وړتیا او د امریکا د اړوندو دولتونو لکه روسیې او ایران پورې اړوندو ملېشو پورې اړه نه لري او نه هم د امریکا د نورو مزدورانو (ترکیې او سعودي عرستان) وړتیا. که څه هم هر یوه خپل اغېز درلود، خو اصلي دلیل د بشار پر ځای پاتې کېدل دي. دا هغه دوکه وه چې د ډېرو ډلو مشران یې مرتکب شول او هغه دا چې پر امریکا یې باور وکړ او داسې ګومان یې وکړه چې امریکا د دوی تر څنګ ولاړه ده او له دوی به ملاتړ وکړي.  دوی دا هېره کړه چې امریکا چې هر کار کوي، د اسلام او مسلمانانو دښمنه ده. بله لویه ستونزه دا وه چې د امریکا پر مزدورانو او اړوند دولتونو (ترکیې او سعودي) یې باور وکړ او دا یې هېره کړه چې ترکیې څرنګه د «فرات ډال» په نوم جبهې او له هغه ځای د انقلابي وسلوالو ځواکونو په ایستلو کې له شا نه په خنجر ووهله او حلب یې د بشار حکومت ته تسلیم کړ. وروسته یې د «زیتون ونې» په نوم نور عملیات پیل کړل او د دغو عملیاتو پر مټ یې نور ډېر وسلوال ځواکونه د ادلب له سویله خپل لور ته سوق کړل او هلته یې بوخت کړل تر څو ادلب د روسیې او بشار د حکومت لپاره نرمه ګوله شي.

د سعودي عربستان په اړه: یادو ډلو هېره کړه چې څرنګه یې د بشار له ظالم حکومت سره هغو خبرو او غونډو ته چمتو کړل چې تر ډېره په سوریه کې یې د ظالم حکومت نسکورول غوښتل. دغه چاره هغه څه په ښکاره بیانوي چې د سعودي عربستان ولیعهد په هغه وخت کې د بشار د حکومت پاتې کېدو لپاره په پټه تر سره کړل. تر ټولو ترخه او ځورونکې خبره دا چې روسيې هغوی په بېلري بمونو او وحشیانه ډول موخه ګرځول او په ورته وخت کې له هغوی سره په خبرو بوخت وو او خپلې درنې او سپکې وسلې یې ورته تسلیمولې. په رښتیا چې دغه ډېره درناک انځور دی چې په ډېر ذلت سره خپل ټانکونه او توغندي روسیې ته تسلیم کړي. په همدغه ترتیب، په سوریه کې د وروستیو بدلونونو بنسټیز بدلونونه همدغه موارد وو چې یاد موکړل؛ څنګه چې یادو ډلو کلونه مقاومت وکړ او د بشار له حکومت او ملاتړو سره یې جګړه وکړه او د هغوی سیمې یې ونیولې؛ خو یوازې د څو ورځو په دوام په هغې دسیسې سره چې ترکیې پیل کړې، حلب یې پرېښود او د لږو ورځو په دوام کې د سعوي په دسیسو د سوریې له سویل څخه په ځانګړي ډول له درعا ښار څخه ووتل او هغه یې دښمن ته تسلیم کړ.

 په داسې حال کې چې په دغو دواړو حالتونو کې یې د وسلو ذخیرې له هغو وسلو څخه ډکې وې چې د بشار د حکومت له اردو څخه یې په غنیمت کې نیولې وې. رښتیا چې سخته ځورونکې ده چې کلونه د بېلري بمونو، ویجاړونکو توغندیو او د بشار، روسیې، ایران او ملېشو د وژنکو وسلو پر وړاندې مقاومت وکړي؛ خو یوازې د یو څو ورځو د سیسو او خیانتونو په دلیل خپلې سیمې له کوم مقاومت پرته دښمن ته تسلیم کړي. نه یوازې دغه سیمې، بلکې خپلې درنې او سپکې وسلې یې دښمن ته ورکړې او له خپل ښار او کلي څخه یې هجرت وکړ. دغو بدلونونو ته په کتو دې پایلې ته رسېږو چې بنسټیز دلیل یې د اسلام او مسلمانانو پر دښمنانو د نظامي ډلو باور و. که دغه باور د یادو ډلو د مشرانو په خبرتیا او یا ناپوهۍ سره و. په هر حال دا ډېره سخته دردونکې ده چې موږ یې وینو.

شونې ده چې کوم کس پوښتنه وکړي چې حزب التحریر تر دې کچې پر دغو امورو او چارو خبر و، نو ولې یې انقلابي ډلو ته نصېحت ونه کړ او لاره یې ورته ونه ښوده، چې په دغه کنده کې نه وی لودلې؟ دا هغه پوښتنه ده چې هر څوک یې د پوښتنې حق لري، خو دغې پوښتنې ته زموږ ځواب دا دی چې تر یوې کچې مو نصېحت ورته وکړ او د دغو چارو واقعیت مو په دلیلونو سره ورته روښانه کړ، چې ژبه مو په خوله کې وچه شوه. تر دې کچې مو منډې پسې ووهلې چې له پښو لوېدو، په ځینو مواردو کې مو داسې ځایونو ته سفر وکړ چې په نقلیه وسیله هلته تګ ناشونی دی، خو په ساعتونو ساعتونو په پښو لاړو تر څو هغوی ته ورسېږو او یو واقعیت ورته بیان کړو؛ په داسې کچه چې د ډېرې اړیکې له امله هغوی داسې ګومان کاوه چې موږ د هغوی یوه برخه یو او نظامي مرسته ورسره کوو.

څوک چې دا ډول پوښتنې کوي، زموږ منشوراتو ته دې مراجعه وکړي، په ځانګړي ډول هغې پوښتنې ته په ځواب سره چې په دغه برخه کې مو خپور کړ او دا به پیدا کړي چې زموږ څه په وس او توان کې وو، ټول مو وکارول، تر څو هغوی له دغه واقعیته خبر کړو؛ خو د دغو ډلو رهبران تر ډېره هغه کسان دي چې نه تقوا لري او نه دا ډول نصېحتونو ته پام کوي؛ بلکې هر ځل به یې چې له خاینو دولتونو ناوړه او کثیفې پیسې تر لاسه کولې، ګواښ به مو ورته کاوه. دوی به په ځواب کې ویل: «حزب التحریر چې موږ ته څه نه راکوي، نو پیسې له کومه ځایه تر لاسه کړو؟» هغوی په دغې ادعا سره له کافرانو څخه مرسته غوښتل خپل ځانته توجیه کوله. که به مو دا خبره ورته کوله چې د دغو پیسو په اخیستلو سره به د هغوی په ولکه کې شئ ځواب یې دا و: «نه، موږ به هېڅ وخت د هغوی په ولکه کې پاتې نه شو.» خو ومولیدل چې څه یې درلودل، ټول یې له لاسه ورکړل او اوس هم په همغه غفلت کې پراته دي. ځینې وختونه به مو ورته وویل، هغه وسلې چې تاسو یې د بشار له حکومته تر لاسه کوئ، لږ نه دي، نو ولې خپل ځانونه ذلیلوئ او د لږ وسلو او مهماتو تر لاسه کولو لپاره خاینانو ته مراجعه کوئ؟ ځواب یې دا و چې حزب التحریر چې موږ ته وسلې نه راکوي، له کومه ځایه یې تر لاسه کړو؟ کله به مو چې ورته ویل چې د دغو وسلو په اخیستلو سره به د هغوی په ولکه کې پاتې شئ، ویل یې: «موږ له دښمن څخه وسلې اخلو او پخپلو وسلو جګړه ورسره کوو.» خو لږ وخت نه و تېر شوی چې نورې وسلې پرې بندې شوې، په داسې حال کې چې ډېره اړیتا یې ورته درلوده. حتی هغه دسیسې چې هغو خاینانو پیل کړې وې، خپلې وسلې یې هم ترې واخیستې او دا هغه وخت و چې کار تر کار تېر و.

په دغه ډول مو نصېحت ورته وکړ، خو هغوی نصېحت کوونکي نه خوښوي. هغه څه چې د ۲۰۱۸ م د اپرېل پر ۵مه زموږ په یو منشور کې خپاره شوي وو، اشاره ورته کوو: «حزب که هر څومره د دغو ډغو د پوهولو او د روانو بدلونونو واقعیت پوهولو ته په پام سره خپلې هڅې ونه درېغولې، خو هغوی د خاینانو لورته په تګ سره دا سې توجیه کوله چې هغوی موږ ته پیسې راکوي او حزب التحریر د دا ډول کار وړتیا نه لري، بلکې یوازې موږ ته نصېحت کوي او بس. ویل یې: دغه نصېحت مو د دښمن له وژنکو ټکانونو نه شي ژغورلی. هغوی له دې ناخبره وو چې توره هغه وخت د یو چا په واک کې وي، چې د وړلو وړتیا یې ولري. که د تورې وړونکی درک او پوهه ولري، دغه توره د هغه ډال په څېره ده چې هغه له دښمن څخه ساتي او مرسته ورسره کوي، تر څو پر دښمن بریالی شي. خو که همدغه توره د داسې چا په لاس ورشي چې دښمن دوکه کړی وی او د جنایت کوونکو په مرستو پسې منډې وهي، د تورې وړونکي ته به یوه وژونکې وسیله وي او له دښمن وړاندې به خپل بدن ټوټې ټوټې کړي.

دا دی یوځل بیا هغو ډلو ته په خطاب کې وایو چې زموږ نصېحت او لارښوونې یې شا ته غورځولې وې او ویل به یې چې دغه خبرې له موږ سره د جګړې په ډکر کې مرسته نه شي کولی او له غربي دولتونو، ترکانو او فارسیانو یې مالي مرستې تر لاسه کولې، حتی په ځینو مواردو کې یې له روسانو او امریکایانو مرستې تر لاسه کولې او ګومان یې کاوه چې د دغو ناوړه پیسو اخیستل به هېڅ وخت دوی له خپلو سیمو څخه د دفاع لپاره منعه نه کړي: اوس خپل عملونه پخپله وینئ او تجربه کوي يې، حتی له خپلو سیمو، زامنو او خپلوانو لېرې شوي او مهاجر شوي یاست.»

۹. په وروستیو کې باید وویل شي چې له ادلب پرته اوس داسې ځای نه دی پاتې او شونې ده چې اردوغان د خپلو دسیسو په پایله کې نورې «ونې او ډالونه» ولري؛ چې د ادلب تسلیمېدو لپاره له دښمن څخه ګټه واخلي او پخپله ارام ناست وي او هېڅ غبرګون به ونه ښيي. پر همدغه بنسټ اوس هم نظامي ډلو ته زموږ پیغام دا دی چې د اردوغان پر ادعاوو او خوځښتونو ونه غولېږي او ادلب حکومت ته په لاس ورنه کړي. په یاد راوړئ چې په حلب کې څه پېښ شول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث په یاد راوړئ چې فرمایي:

«لا یلدغ المؤمن من جحر واحد ورتین»

ژباړه: مومن هېڅ وخت له یوې سوړې دوه ځله نه چیچل کېږي.

څه اړیتا ده چې ځلونه ځلونه له یوې سوړې وچیچل شئ! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾

[ق: 37]

ژباړه: پرته له شکه چې په دې کې [تېرو شوو قومونو په تاریخ کې] د هغو کسانو لپاره چې د تعقل ځواک لري او یا په غور سره د [د تېرو شوو قومونو تاریخ] ته غوږ ږدي او  هغه څه اوري ورته سم ځير وي، لوی پند دی

وروستۍ خبره دا چې موږ یو ځل هغه خبره چې وړاندې مو کړې وه، تکراروو او ټینکار کوو چې ژوند په تېرېدو دی او امت په ځلونه له داسې ستونزو سره مخ دی او حتی له دې په سختو پېښو سره ازمویل شوی دی. لکه د صلیبیانو او مغولو جګړه، خو یو ځل بیا پر پښو درېدلی، دښمن یې له منځه وړی او پر نړۍ یې نوې واکمني تر لاسه کړې ده. سمه ده چې هغه وخت اسلامي حاکمیت پر پښو ولاړ و او خلافت که هر څومره کمزوری و، خو بیا یې هم شتون درلود؛ خو په اوس وخت کې هېڅ داسې حکومت نشته چې د اسلام پر بنسټ واکمني وکړي او خلافت عملا نشته. شونې ده چې یو څوک پوښتنه وکړي چې په اوس وخت کې داسې کس شته چې مسلمانان سره راټول کړي او د دښمن پر وړاندې به جګړه وکړي؟ دا ډول پوښتنه له اوسني واقعیت سره سمه او پرځای ده، خو په ورته وخت کې دا هم واقعیت لري چې د خلافت لپاره په ټول وس کار روان دی او هڅه کوي چې تیاره ورځې (د ۱۳۴۲ هـ.ق د رجب، ۲۷، ۲۶، ۲۸مه) چې د خلافت د نسکورېدو لپاره د جنایت ورځې وې، سرچپه کړي او د هغو تورو ورځو دوام د اسلامي امت له سره لېرې کړي. هغه تیاره ورځې به په هغو روښانه ورځو بدلې کړي چې یو ځل بیا به یې د خلافت تر سیوري لاندې ډال کړي.

دغه کار به له شک پرته رښتیا کېږي، خو په هغه ورځ چې الله سبحانه وتعالی غوښتي وي او د داسې کار رښتیا کېدل الله سبحانه وتعالی ته سخت نه دی او دا به هغه وخت وي چې ظالمان، خاینان او جنایت کوونکي به پخپله پوه شي چې مسلمانان باید په سختو وختونو کې د الله سبحانه وتعالی له رحمت څخه ناهیلي شي. خاورې به یې د تل لپاره په دار اسلام بدلې شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره به رښتیا شي. نعیم بن حماد په دالفتن کې له کثیر بن مره څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

« عُقْرُدَارِالْإِسْلَامِ بِالشَّامِ»

ژباړه: د داراسلام مرکز په شام کې دی.

حزب التحریر ډاډه دی چې د الله سبحانه وتعالی نصرت یوازې انبیاوو او مرسلینو ته نه دی، بلکې صادق مومنان به یې هم تر لاسه کړي او نه یوازې په اخرت کې، بلکې په دې دنیا کې هم.

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾

ژباړه: په حقیقت کې زه له خپلو لېږونکو او هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی، په دنیا او اخرت کې مرسته کوم

هغه وخت به مومنان پر الهي نصرت ډېر خوښ وي او جنایت کوونکي به خوار او ذلیل کړي او په اخرت کې دردونکی عذاب هغوی ته په تمه دی. زه پوهېږم چې الله سبحانه وتعالی جبار غچ اخیستونکی، عزیز او حکیم دی.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې