پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ پر اوپک په ځانګړې توګه پر سعودي ټینګار کوي چې د نفتو تولید زیات او قیمت یې ټیټ کړي!
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ پر اوپک په ځانګړې توګه پر سعودي ټینګار کوي چې د نفتو تولید زیات او قیمت یې ټیټ کړي!

(ژباړه)

پوښتنه:

ټرمپ د ۲۰۱۸م د اکتوبر پر دویمه په میسي سيپي ایالت کې د ټاکنو په دویمه غونډه کې د سعودي عربستان حکومت په ګواښلو سره خپلو پلویانو ته په ډاګه کړه، چې د تېلو د قیمت د زیاتوالي مخه به ونیسي، هغه وویل: « زموږ نظامي معاملې به څنګه کیږي؟ له پانګوالو دولتونو څخه ملاتړ کوو، خو په بدل کې یې هېڅ نه ترلاسه کوو. له دې توکو( نفتو) څخه څه خبر؟ دا هم د خلکو حالت بدلوي، موږ له سعودي عربستان څخه ملاتړ کوو، تاسو وایۍ چې دا شتمن دولت دی؟ هو په ما شاه سلمان ګران دی، خو هغه ته مې وویل: «اې شاه موږ له تا څخه ملاتړ کوو او زموږ له ملاتړ پرته به حتی د دوو اونیو لپاره هم مقاومت ونه کړې، نو باید خپلو نظامیانو ته پیسې ورکړې». (سرچینه: خلیج ان لاین د ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۳مه)

نه غواړم  وپوښتم چې ولې د سعودي عربستان حکام د امریکا د سپکاوي پر وړاندې غلي دي او د امریکا پر وړاندې سر ټیټوي، ځکه پوهېږم چې هغوی خپله ډېر ذلیل انسانان دي او د ذلیلو انسانانو لپاره سپکاوی کومه مانا نه لري. خو زما پوښتنه دا ده چې ولې ټرمپ سعودي تر فشار لاندې راوستلی څو د قیمتونو د کموالي لپاره د نفتو تولید زیات کړي، په داسې حال کې چې امریکا خپله د نفتو تر ټولو لویه تولید کوونکې ده او خپله په یوازېتوب سره کولای شي چې د نفتو قیمت راټيټ کړي؟ د پوښتنې بله برخه دا ده چې ولې اوسمهال دا فشارونه زیات شوي؟ او وروستۍ برخه یې هم دا ده چې ولې د امریکا لخوا له دومره فشار سره سره بیا هم د نفتو قیمت نه ټيټېږي؟ جزاک الله خیرا.

ځواب:

هو! سمه ده چې ذلیلو انسانانو ته سپکاوی مانا نه لري. سعودي ته د ټرمپ د سپکاوی پر وړاندې که د سعودي بل کار له لاسه نه کېدو، لږ تر لږه یې کولای شوای له امریکا سره اړیکې پرې کړي، خو واقعیت دا دی چې هغوی نه له الله سبحانه و تعالی، نه یې له رسول صلی الله علیه وسلم او نه هم له مومنینو څخه شرمېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلَامِ النُّبُوَّةِ إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»

(البخاري)

ژباړه: په تحقیق سره چې که خلک د نبوت پر خبرو ‎پوه شي، نو یوه یې دا چې که حیا نه لرې، هر څه چې د زړه غواړي هغه وکړه.

پوښتنو ته د ځواب لپاره د باید لاندې مسایل ووایم:

۱-  کله چې دونالد ټرمپ د ۲۰۱۷م په جنوري میاشت کې واک ته ورسېد، د نفتو د هرې بوشکې قیمت ۵۷ ډالره وو. د ۲۰۱۷ د جون میاشتې په رارسېدو سره د هرې بوشکې قیمت ۴۵ ډالره شو، خو تر هغې وروسته مخ پر زیاتېدو شو او اوس د نفتو د هرې بوشکې قیمت ۸۶ ډالرو ته رسېدلی دی او ځینې کارپوهان په دې اند دي چې د نفتو د هرې بوشکې قیمت به ۱۰۰ ډالرو ته ورسیږي.

ټرمپ د ۲۰۱۸م د جولای پر ۵ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي وو: د اوپک احتکار کوونکي غړي هېوادونو باید په پام کې ولري چې د نفتو قیمت زیات دی او هغوی یې په تړاو هېڅ د پام وړ ګام نه اخلي. په لږ بدلون سره هغوی قیمتونه زیاتوي. متحده ایالات د ډالر د لوړوالي پر وړاندې له ډېرو غړو (له اوپک غړو) دفاع کوي. دا کړنې باید دوه اړخیزې وي یعنې موږ له تاسو ملاتړ کوو او تاسو باید د نفتو قیمت راټیټ کړئ "قیمتونه را ټیټ کړئ!" ». له دې ټویټ څخه مخکې، د ۲۰۱۸م د جون پر ۳۰ یې هم په یو بل ټویټ کې داسې ویلي وو: « د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره مې خبرې وکړي او هغه ته مې روښانه کړه چې زه په ایران او ونزیویلا کې د شخړو او بدلونونو له امله له سعودي عربستان څخه غواړم چې د نفتو تولید زیات کړي او احتمال لري چې دا زیاتوالی به ۲۰۰۰۰۰۰ بوشکو ته ورسیږي ترڅو کموالی جبران کړي. هغه وویل قیمتونه زیات دي او نوموړي د تولید په زیاتوالي هوکړه وکړه». (سرچینه: الحرة د ۲۰۱۸م د جون ۳۰مه).

د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۸م د سپتمبر پر ۲۵ د ملګرو ملتونه په ټولیزه ناسته کې په خپله وینا کې اوپک سازمان ته وویل: د اوپک سازمان او لوی دولتونه د نفتو د بیې په زیاتولو سره له نړۍ څخه غلا کوي او دا زما لپاره د منلو وړ نه ده او د نورو لپاره باید هم د منلو وړ نه وي. موږ له ډېرو دولتونو څخه د هېڅ په بدل کې ملاتړ کوو، خو هغوی بیا هم د نفتو بیه زیاتوي، زموږ غوښتنه له هغوی څخه دا ده چې بیه کمه کړي. له دې وروسته به موږ دا سترې بیې ونه زغمو» (سرچینه: سپوتنیک نیوز د ۲۰۱۸م د جون ۳۰مه). ټرمپ همداراز د ۲۰۱۸م د سپتمبر پر ۲۷  په ټويټر کې ولیکل: «موږ له منځنيو هېوادونو ملاتړ کوو، چې زموږ له ملاتړ پرته په امن کې نه دي، خو بیا هم د نفتو بیې زیاتوي! د هغوی دغه کار مو په یاد دی، نو د اوپک احتکار کوونکی سازمان باید همدا اوس بیې راټیټې کړي». 

لکه څنګه چې په پوښتنه کې هم یادونه وشوه، د ۲۰۱۸م د اکتوبر پر ۲مه  ټرمپ په میسي سیپي ایالت کې د ټاکنو د نیمایي دورې په ناسته کې د سعودي عربستان شاهي حکومت ته اخطار ورکړی وو او خپلو پلویانو ته یې داسې وښوده چې د نفتو د لوړو بیو پر وړاندې به ودریږي، هغه وویل: « زموږ نظامي معاملې به څنګه کیږي؟ له پانګوالو دولتونو څخه ملاتړ کوو خو په بدل کې یې هېڅ نه تر لاسه کوو. له دې توکو " نفتو" څخه څه خبر؟ دا هم د خلکو حالت بدلوي، موږ له سعودي عربستان څخه ملاتړ کوو، تاسو وایۍ چې دا شتمن دولت دی؟ هو، په ما شاه سلمان ګران دی، خو هغه ته مې وویل: "اې شاه موږ له تا څخه ملاتړ کوو . کیدای شي زموږ له ملاتړ پرته حتی د دوو اونیو لپاره هم مقاومت ونه کړې، نو باید خپلو نظامیانو ته پیسې ورکړې" (سرچینه: خلیج ان لاین، د ۲۰۱۸م د اکتوبر ۳مه)

ټولې دا ویناوې د دې ښکارندوی دي چې ټرمپ ټینګار لري، ترڅو په اوسنیو حالاتو کې د اوپک په ځانګړې توګه د سعودي عربستان په کارونې سره د نفتو د تولید کچه زیاته کړي.

۲- هو! امریکا په نړۍ کې د نفت تر ټولو ډېر تولید لري. د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې له رپورت سره سم (EIA چې د انرژي شمېر څېړي) د ۲۰۱۷م په پای کې د نړۍ په کچه د نفت د تولید جدول خپور کړ، چې د تولید ټولګه په هغه وخت کې ۹۵ میلیونه بوشکو ته رسېده. د دې ادارې د وړاندې شوي شمیر پر بنسټ، اووه هغه دولتونه چې ډېر تولید لري په لاندې ډول دي:

-   امریکا متحد ایالت ۱۴.۴۶ میلونه بوشکې په ورځ کې تولید لري

- سعودي عربستان ۱۲.۰۸ میلونه بوشکې

- روسیه ۱۱.۱۸ میلیونه بوشکې

- کانادا ۴.۸۷ میلیونه بوشکې

- ایران ۴.۶۷ میلیونه بوشکې

- عراق ۴.۴۸ میلیونه بوشکې

- چین ۴.۴۵ میلونه بوشکې

امریکا تر اوسه د نړۍ په کچه د نفت ستره تولید کوونکې ده او ورپسې سعودي او روسیه.

۳- که امریکا وغواړي د نفتو د تولید د زیاتولو توان لري، ځکه چې د نفتو لویې زېرمې لري، خو د ځینو دلیلونو له امله دا ډول نفت نه تولیدوي:

آ. د امریکا د نفتي زېرمو ساتل.

ب. ځینې مزدور او بې عقله حکام د امریکا له اوامرو څخه اطاعت کوي، ان که اطاعت یې د سپکاوي په قیمت وي او هغوی ته ضرر ورسوي چې د سعودي حکام هم له دغه ډول حکامو څخه دي. امریکا له هغوی څخه غواړي چې د نفتو بیې ټېټې کړي چې د امریکا خلک وکولای شي په ارزانه نفت واخلي. د سعودي حکام وعده ورکوي چې اطاعت به یې کوي، په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د برنت مخلوطو خامو نفتو د هرې بوشکې بیه  د اوسني میلادي کال په نهمه میاشت کې کابو ۸۰ ډالره دی. د رویترز خبرپاڼې د ۲۰۱۸م د سپتمبر په ۱۴مه په یوه خبر کې داسې وویل چې په نړیواله کچه د برنت مخلوطو خامو نفتو د هرې بوشکې بیه د ۲۰۱۸م د سپتمبر په ۱۴مه  ۷۸.۲۱ ډالره شوې وه، چې د ۲۰۱۸م د مې له ۲۲مې راپدې خوا بې سارې ده. باید وویل شي چې « د اوپک د غړو هېوادونو تولید په ورځ کې ۳۲.۷۹ میلونه بوشکې زیات شوی او سعودي عربستان چې مخکې یې وعده کړې وه د خپلو نفتو د تولید کچه به په بې سارې توګه زیاته کړي او ویلي یې دي چې د دې هوکړې پر بنسټ به د دې  تولید کچه په ورځ کې یو میلیون بوشکې زیاته کړي. (سرچینه: د ۲۰۱۸ کال د اګست ۳۱). یاده شوې سرچینه وایي: کله چې د برنت د خامو نفتو د هرې بوشکې بیه تر ۸۰ ډالرو ورسېده، سعودي عربستان نړیوالو بازارونو ته خبر ورکړ چې خپل تولید به په وروستیو میاشتو کې زیات کړي او دا خبرداری مخکې له هغې ورکړل شو چې سعودي هغه مهال له داسې معلوماتو پرده پورته کړه.

له شکه پرته چې په سعودي عربستان کې حاکم نظام به تر هغه مهاله چې دا ځمکه د نفتو نړیوال بازار په ثبات کې بنسټیز رول ولري، په امریکا پورې تړلی وي او د هغې مزدور به وي. خپله سعودي اوس مهال د نفتو لوړو بیو ته اړتیا لري، ځکه د دې دولت اقتصاد له ۲۰۱۴م راهیسې چې د نفتو بیې کمې شوې تر سختو فشارونو لاندې دی، په داسې حال کې چې نفت د سعودي د بودیجې د ملا تیر دی. هغه هېوادونه چې نفتي عاید یې، په ټولیز عاید کې تر ۵۰ سلنه زیاته برخه ولري، دې ته اړتیا لري چې د نفتو بیې باید په هره بوشکه کې تر ۸۰ ډالرو ډېرې وي چې وکړای شي د خپلې بودیجې توازن وساتي، یعنې عاید یې هغې کچې ته ورسیږي چې وکړای شي خپل بودیجوي لګښت پرې پوره کړي. په دې توګه پوهېدلای شو چې د سعودي لپاره د نفتو د بیو زیاتېدل څومره اړین دي، داسې هېواد چې ټول اقتصاد یې په نفتي عاید ولاړ دی! ځکه نو شک نشته چې د سعودي لپاره د نفتو مناسبه بیه  له ۸۰ ډالرو زیات تر دې دی چې نږدې ۱۰۰ ډالرو ته ورسېږي، چې وکولی شي د خپلې بودیجې توازن وساتي او خپل اقتصاد ته وده ورکړي. پوهېږو چې د سعودي اقتصاد اوسمهال سخت مخ پر ځوړ دی، خو بیا هم خاین حکام یې (د کفارو په ګټه) د بیو پر کموالي ټینګار کوي چې خپل د تولید کچه زیاته کړي. په داسې حال کې چې پوهېږي د تولید زیاتوالی یې په زیان دی. هغوی په دې کار سره غواړي ټرمپ راضي وساتي، هغه ټرامپ چې په ښکاره یې د سعودي حکامو ته سپکاوی وکړ او ویې ویل چې که امریکا درنه ملاتړ ونکړي تاج و تخت به دې له منځه ولاړ شي! خو دا ذلیل حاکمان دغه سپکاوي ته نه ګوري او  ولیعهد یې اعلان کوي چې سعودي حاضر دی، د ایران د نفت د تولید کمښت جبران کړي. د امریکا د بلومبرګ خبري آژانس د ۲۰۱۸م د اکتوبر پر ۶مه د سعودي د ولیعهد بن سلمان ویناوې خپرې کړې چې ټینګار یې وکړ، اوس په ورځ کې ۱۰.۷ میلونه بوشکې نفت تولید لري او که نړیوال بازار اړتیا ولري، سعودي کولای شي ۱.۳ میلونه بوشکې نور هم تولید کړي. په دې سره لیدلای شو چې اوس هم امریکا مزدوران لري چې چمتو دي، د ټرمپ د غوښتنو د پوره کولو لپاره د نفتو د تولید په زیاتولو سره ځان ته زیان ورسوي، په داسې حال کې نو امریکا ولې خپلې زېرمې کمې کړي؟

۴- د دې دلیل چې ولې ټرامپ اوس ټینګار کوي، اوپک په ځانګړې توګه سعودي خپل تولید زیات او بیې ټیټې کړي، دا دی چې دوه مسلې دي چې ټرامپ یې چاپېر کړی چې که په چټکۍ سره یې حل نه کړي په راتلونکې کې به د جبران وړ نه وي او که دادوه  مسلې نه وای، نو ټرمپ به د نفتو د بیو له لوړېدو څخه شکایت نه کاوه او هغه ته به یې هېڅ زیان نه رسوه. امریکا کولای شي د ډالرو په ډېر چاپ سره د بیو زیاتوالی جبران کړي، لکه څنګه یې چې دغه کار ۱۵۰ډالرو ته د پترولو د بیې په رسېدو سره  وکړ او د ۲۰۰۹م د مې په ۱۶ مو په دې هکله یوې پوښتنې ته ځواب خپور کړی وو او په یوه برخه کې مو داسې ویلي وو: «امریکا کولای شي د پیسو د نړیوال صندوق په هوکړه یا په پټه او یا حتی په روښانه توګه او یا له یادې هوکړې پرته ډېرې کاغذي پیسې خپرې کړي، ځکه پر یاد صندوق عملا واک لري او کولای شي حقیقت پټ کړي او په دروغ ویلو بهانه وکړي او یاد صندوق هم هغه تاييد کړي. خو د کاغذي پیسو ډېر خپرول  به د ډالرو د بیې د کموالي او په پای کې د تورم سبب شي، یعنې د توکو د بیو د لوړوالي لامل به شي. نو ځکه امریکا به داسې کار ونکړي، مګر دا چې په هغې کې یې ډېره ګټه وي. د بېلګې په توګه امریکا د نفتي تضادونو په لړۍ کې، چې په ترڅ کې یې په هره بوشکه کې تر ۱۵۰ ډالرو بیې لوړې شوې، له ۲ تر ۴ تریلیونه ډالر خپاره کړل همداراز امریکا هم له نفتي تضاد څخه لرې نه وه. امریکا یاده اندازه ډالر چاپ کړل ترڅو وکولی شي، په مستقیمه او غیر مستقیمه بڼه زیات نفت واخلي او خپلې نفتي زېرمې زیاتې کړي ځکه په دې کار کې یې د نفت له زیاتوالي او د ډالر له کموالي څخه ډېره ګټه وه. خو له هغه ځایه چې د دې کار تر سره کول ډېر وخت نیسي او پر دې سربېره هغه دوه مسلې باید په چټکۍ سره حل شي، ځکه له حل پرته به یې ټرمپ له فشار سره مخ وي. له همدې امله و چې ټرامپ اوپک غړو په ځانګړې توګه سعودي ته غاښونه او منګولې ښکاره کړې او یادې دوې مسلې دا دي:

لمړی: پر ایران د بندیزونو مسئله:

ایران له سعودي او عراق څخه وروسته، د نفت د صادراتو درېیم لوی هېواد دی چې د نفت تولید یې په ورځ کې ۴ میلیونه بوشکې دی. بندیزونه به د ایران د نفتو د صادراتو د کموالي لامل شي، په ځانګړې توګه د اوسني کال له نومبر میاشتې وروسته چې د ایران پر وړاندې به بندیزونه ډېر شي او د ایران په شمول هغه هېوادونه به پکې شامل وي چې د ایران نفت واردوي، ځکه امریکا د ایران د نفتو له ټولو اخیستونکو شرکتونو څخه غوښتي چې په لمړي ګام کې د یاد هېواد د نفت واردات کم کړي او وروسته له ایران سره خپل ټول هوکړه لیکونه تر راتلونکې نومبر میاشتې پورې له منځه یوسي چې دا کار به د ایران د نفتو د صادراتو د کموالي لامل شي. خو سعودي عربستان د اړتیا په وخت کې کولای شي خپل د نفت تولید زیات کړي یعنې سعودي د ایران د نفت د تولید کموالی جبرانولی شي. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په خپله یوه وینا کې وویل: موږ چمتو یو د ایران د هرې یوې بوشکې نفتو پر وړاندې چې د امریکا د بندیزونو له امله یې نه صادروي، دوه بوشکې نفت صادر کړو. موږ په خپله هوکړه او له هغې زیات ولاړ یو. د سعودي دغه شهزاده وویل، چې سعودي اوس ۱۰.۷ میلونه بوشکې نفت صادروي چې دا خپله یو رکود دی او د اړتیا په وخت کې کولای شي ۱.۳ میلیونه بوشکې نور هم صادر کړي. (سرچینه: https://www.akhbarak.net د ۲۰۱۸م د اکتوبر اتمه).

امریکا غواړي د ۲۰۱۸ د نومبر پر ۴مه پر ایران باندې خپل بندیزونه زیات کړي، چې کیدی شي د یاد هېواد نفت په نښه کړي او د نړۍ په هغو شرکتونو او هېوادونو فشار راوړي چې له هغه څخه نفت اخلي همداراز هغوی به اړ کړي چې له ایران څخه د نفتو واردات کم کړي. دا په دې معنا ده چې په نړیوال بازار کې به د نفتو د عرضې کچه کمه شي. لکه څرنګه چې په یادو شوو شمېرو کې وویل شول، ایران له دې د مخه په ورځ کې له ۴ میلیونو ډېر نفت تولیدول، خو اوس یې یاده د تولید کچه نیمه شوې. د ایران کابو دوه میلیونه د نفت تولیدات چین، هند او ترکیې ته صادریږي او امریکا غواړي چې دا دوه میلیونه بوشکې هم ودروي او غواړي چې د سعودي او د اوپک د نورو هېوادونو لخوا یې جبران کړي چې له دې لارې امریکا کولای شي د ایران موضوع له اروپا، روسیې او چین څخه پرته حل کړي. هغه موضوع چې د ۲۰۱۸م د مې په ۸ مه رامنځته شوه چې امریکا له هسته يي هوکړې څخه چې درې کاله مخکې یې لاسلیک کړې وه لاس واخیست. امریکا هڅه کوي چې له ایران سره یو اړخیز هوکړه لیک ته ورسیږي. د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې موږ د داسې هوکړه لیک لاسلیک کولو ته چمتو یو، خو د ایران دننه حالت باید چمتو شي چې کیدای شي لږ وخت ونیسي. ټرمپ غواړي په دې سره هغه زیان چې د نفتو له تولید څخه په یاده موده کې رامنځته کیږي جبران کړي چې له ایران سره د اروپا له ګډون پرته د دوه اړخیز هوکړه لیک زمینه برابره شي. که د ایران د تولید ځای ډک نشي، قیمتونه به په چټکۍ سره زیات شي او دا کار به امریکا په یوه ستونزه کې واچوي، ځکه نو د ایران پر وړاندې د لګول شوو بندیزونو له امله د نفت په تولید کې رامنځته شوی تش خای، د اوپک د غړو په خانګړې توګه د سعودي د ګواښولو له لارې حل کوي. په بله وینا امریکا غواړي چې د تولید د کمښت موضوع حل کړي او ضمانت ورکړي چې له ایران سره د ستونزو تر حل کولو پورې به قیمتونه نه زیاتیږي، ځکه کیدای شي دا کار په اوږدمهاله کې حل نشي.

له دې امله ټرامپ ټینګار کوي چې اوپک او په ځانګړې توګه سعودي د ایران د نفت د تولید نقص جبران کړي چې شاید د ۲۰۱۸ د نومبر پر ۴مه په بشپړه توګه محسوس شي. له هغه نقص پرته چې د ۲۰۱۸ د مې په ۲۱ د ونزویلا پر وړاندې د ټرامپ لخوا د لګول شوو بندیزونو له امله رامنځته شوی، که څه هم یې اغېزې کمې دي، ځکه چې اوسنی تولید یې په ورځ کې ۱.۵ میلیونه بوشکې دی.

دویم: د امریکا ټاکنې

له شکه پرته د نفتو د بیو لوړوالی به د دونالد ټرمپ لپاره ستونزې رامنځته کړي، ځکه چې په راتلونکې نومبر میاشت کې به د ټاکنو نیمه پړاو ته ننوځي او د نوموړي د پلویانو پر دریځ به اغېز وکړي، په داسې حال کې چې ډېری تر سره شوې ټولپوښتنې د دې ښکارندوی دي چې دموکراتان به د استازو د مجلس په کرسیو واک ومومي. ټرمپ د دې لپاره چې د امریکا رای ورکوونکو ته ثابته کړي چې امریکا د هغوی لپاره په لمړیتوب کې ده، ټوله پړه پر سعودي عربستان او د اوپک پر نورو غړو اچوي او پر هغوی فشار راوړي چې تولید زیات کړي. د ټرمپ د حکومت اداره په ورته وخت کې چین، هند او ترکیه هم اړ کوي چې له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړي او خپل خام نفت له بل ځایه واخلي. د نفتو د بیو لوړوالی د یوه امریکایي مصرف کوونکي پر پیسو هم اغېزه کوي، چې د بنزین لپاره یې ورکوي او که دا زیاتوالی د امریکا د ټاکنو په نیمه پړاو کې رامنځته شي د رایو په راټولو کې به یو عامل نه وي! ځکه د امریکا خلک د نفتو بیو ته په حساسیت سره ګوري، نو ټرمپ هېڅکله نه غواړي چې حکومت یې د نفتو د بیو د زیاتوالي په لور روان وي او له همدې امله ټرمپ د نفتو د بیو د زیاتوالي پړه پر اوپک او خلیج هېوادونو اچوي، ترڅو د امریکا خلکو ته وښیي چې د خلکو له ګټو څخه دفاع کوي او د دې توان لري چې پر اوپک او سعودي باندې فشار راوړي چې بیې راټیټې کړي. ټرمپ د نفتو د بیې پر کمولو جدي پاملرنه لري ـ په ځانګړې توګه د امریکا په ټاکنو کې ـ ځکه هغه او د جمهوريت غوښتونکی حزب د ۲۰۱۸ کال د نومبر میاشتې پر ۶مه په نیمه پړاو ټاکنو کې د رای ورکوونکو رایو ته سخته اړتیا لري، په داسې حال کې چې سرشمېرنې دموکراتان مخکښ ښيي.

۵- پوښتنه دا ده چې ولې د ټرامپ د فشارونو او ګواښونو او د سعودي پر لبیک ویلو سربېره بیا هم د تیلو بیه د لوړوالي په حال کې ده؟ ځواب دا دی چې په اوپک کې نور اړخونه هم شته چې په اروپا پورې تړلي دي او د امریکا پر ضد دي او همداراز د قضیې یو اړخ روسیه ده. دا نور لوري په ځانګړې توګه هغه کسان چې په اروپا پورې تړلي دي په اسانۍ سره د امریکا غوښتنو ته مثبت ځواب نه وایي، نو ځکه د ټرمپ غوښتنې په هغه سرعت چې دی یې غواړي نه پوره کیږي. په دې کې شک نشته چې په اوپک کې د امریکا اصلي وسیله سعودي عربستان دی، خو نور دولتونه چې د اوپک غړي دي خپلې ځانګړې ګټې لري او ځینې یې په لویو اروپایي هېوادونو پورې تړلي دي چې ممکن په اسانۍ سره د امریکا غوښتنو ته سر ټیټ نه کړي او همداسې اوپک ځینې نور غړي لري لکه روسیه چې خپلې ځانګړې ګټې لري، نو ځکه امریکا د دې توان هم نلري چې هر څه وغواړي په اوپک یې ومني.

د امریکا ولسمشر د نفتو د بیو د ټیټولو په هڅه کې دی او د نفتو د تولید غوښتونکی شو، خو د اوپک سازمان او ورسره نور هوکړه لیک لرونکي تولید کوونکي د ۲۰۱۸ د سپتمبر په  ۲۳مه د یوې ناستې په لړ کې د نفتو د تولید پر زیاتوالي هوکړه ونکړه.

د روسیې په هکله باید وویل شي چې امریکا له ۲۰۱۷ راهیسې په سعودي عربستان فشار راوړی او هغه یې اړ کړی چې تولید زیات او بیې ټیټې کړي، دا لمړی ځل دی چې د سعودي یوه شاه د اوپک د غړو او له هغه بهر غړو سره د ناستې لپاره روسیې ته سفر کوي. ملک سلمان د ۲۰۱۷ په اکتوبر میاشت کې روسیې ته لاړ او د اوپک په ناسته کې یې ګډون وکړ او له هغې وروسته، د هرې بوشکې نفتو بیه د یو څه مودې لپاره ۶۰ ډالره ثابت پاته شوه او د کال له نیمایي وروسته د زیاتېدو په لور شوه، لکه ځنګه چې یادونه وشوه، سعودي عربستان او روسیه په ورځ کې د ۲ میلیونه بوشکو اضافي نفت تولید ته چې د ټرامپ غوښتنه وه، ډېرې هڅې وکړې خو خپلواک شنونکي او د انرژۍ نړیوال اژانس ډاډ نلري چې سعودي عربستان او روسیه دې وکولای شي غوښتل شوې ۲ میلیونه بوشکې اضافه نفت تولید کړي. د انرژۍ نړیوال اژانس چې په پاریس کې دی او د نفت له مصرف کوونکو هېوادونو څخه استازیتوب کوي په وروستیو کې یې د سعودي عربستان په ګډون د منځني ختیځ د لنډ مهاله غوښتنو د پوره کولو په هکله ویلي: دا کچه په ورځ کې ۱.۱۴ میلیونه بوشکو ته رسیږي. شنونکي په دې اند دي چې ممکن روسیه هم په ورځ کې د ۴۰۰۰۰۰ بوشکې اضافه تولید ولري. بلاخره سعودي عربستان د متحده ایالتونو تر فشار لاندې وکړای شول چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې په پټه توګه له روسیې سره د نفت د تولید د زیاتوالي په هکله هوکړه وکړي. رویترز په یو خبر کې ویلي: «دا هوکړه د دې ښکارندویه ده چې روسیه او سعودي عربستان د نفت د تولید د زیاتوالي سیاست د اوپک له نورو غړو سره له مشورې پرته تاییدوي». یادې شوې سرچینې وايي چې د سعودي د انرژیو وزیر خالد فالح او د هغه روسی همکار(الکسندر نوفاک) له یو لړ ناستو وروسته د روان کال له سپتمبر تر دسمبر د تولید د کچې د زیاتوالي په هکله هوکړه کړې، دا په داسې حال کې ده چې د خام نفت د یوې بوشکې بیه تر ۸۰ ډالرو رسېدلې ده. له دې سرچینو څخه یوه یې وايي: «روسیې او سعودي هوکړه کړې چې ورو ورو ډېر نفت نړیوالو بازارونو ته عرضه کړي، ترڅو داسې معلومه نشي چې هغوی له ټرامپ څخه اطاعت کوي. یوه بله سرچینه وايي: «د سعودي د انرژۍ وزیر د امریکا د انرژۍ وزیر "ریک بیري"  ته ویلي: سعودي عربستان هغه مهال چې مشتریان یې ډېر نفت وغواړي خپل تولید به زیات کړي». (سرچینه: WWW.reuters.com)

ممکن دا پوښتنه پیدا شي چې ولې روسیه د نفتو د بیې د کمولو په لړ کې له امریکا سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې لوړې بیې د روسیې په ګټه دي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې باید وویل شي، چې له دې حالت څخه جوتیږي چې روسیه د ۶۵ ډالرو بیې سره ستونزه نلري، ځکه چې دا کچه د روسیې د نفتو له صنعت سره همغږي لري. د نفتو د بیې بې ساری زیاتوالی به د دې لامل شي چې د نفتو ډېر وارد کوونکي هېوادونه خپل توان له لاسه ورکړي چې دا کار به په پای کې د نفتو تقاضا کمه کړي او په طبیعي ډول به د روسیې د نفتو صنعت ته زیان ورسوي.

په هر حال دا روسیه نه ده چې په دې معادله کې بنسټیز ګواښ وي، بنسټیز اغېزمن اړخونه د اوپک هغه غړي دي چې اروپا پورې تړلي دي او په طبیعي توګه د ټرمپ د غوښتنو د منلو لپاره هغوی ته قناعت ورکول ساده کار نه دی او لویو فشارونو ته اړتیا لري. خو پر دې ټولو سره سره اغلب ګومان دا دی چې د نفتو بیه له ۱۰۰ ډالرو څخه زیاته نشي، ځکه چې د نفتو وارد کوونکي هېوادونو تر دې زیات د بیو لوړوالی نشي زغملی چې په پای کې تقاضا کمیږي او د نفتو د تولید د زیاتوالي لړۍ دریږي. دا هم باید په پام کې ولرو چې ټرامپ هڅه کوي ترڅو د ټاکنو په لړ کې د بیو کموالي ته پاملرنه وکړي یعنې د روان کال تر پایه، تر هغه مهاله چې امکان لري له ایران سره هسته‌یي هوکړه بیاځل رابرسېره شي او له اروپا پرته د امریکا او ایران تر منځ دوه اړخیز تړون تر سره شي او وروسته د امریکا فشارونه د کم شوي تولید په هلکه وي او کیدی شي بیې د ۸۰ ډالرو په شاوخوا کې وڅرخیږي.

خو د خواشینۍ ځای دی چې پردي قدرتونه د خپلمنځي سیالیو د ګرمولو لپاره د اسلامي نړۍ له پانګو څخه کار اخلي او زموږ کم عقله حکام په پټو سترګو دا سیاستونه پلي کوي او د اسلامي امت حیثیت او کرامت ته هېڅ ډول درناوی نه کوي. په داسې حال کې چې د نړیوال نفت ډېری زېرمې په اسلامي ځمکو کې دی. عربي ځمکې، ایران، افریقا لکه نایجیریا، منځنی اسیا، لکه قزاقستان، ترکمنستان، قفقاز او اذربایجان، خو له بده مرغه د نفت عاید د یادو ځمکو استوګنو خلکو ته نه رسیږي، هغو اوسېدونکو ته چې ډېری یې ناداره او مسکین دي. دغه خاین حکام د هغوی د کور غړي او یا د هغوی نږدې کسان دي چې  ټول عاید یې ځانته ځانګړی کړی او پانګې له اسلامي خاورو څخه بهر ته قاچاق کوي. کله چې ټرمپ د ۲۰۱۷م د مې په ۲۱ له سعودي عربستان څخه ۴۶۰ میلیارد ډالر وغوښتل، آل سعود په چټکۍ سره دې ته حاضر شول چې دا غوښتنه ومني.

دا باید وویل شي چې له راشد خلیفه لکه عمر فاروق پرته هېڅوک به مسلمانان له دې بد حالت څخه ونه ژغوري، داسې خلیفه چې پانګه به یې په عدالت سره د خلکو تر منځ وېشله او وېش به یې له بې وزله کسانو  پیل او په خلیفه به یې ختم کړ او خلیفه به وروستی کس و چې له دې مال څخه به یې برخه اخیسته او وروسته له ټولو به یې ډوډۍ خوړله. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ الْإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

(رواه البخاري)

ژباړه: تاسو ټول مسئول یاست او ټول به له خپل رعیت څخه ځواب ورکوئ، امام د خپل رعیت په وړاندې ځواب ویونکی دی.

هغه کس چې له خپل رعیت سره خیانت وکړي سخت عذاب به یې په مخ کې وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې چې طبراني په الکبیر کې روایت کړی داسې فرمایلي:

«مَا مِنْ عَبْدٍ يَسْتَرْعِيهِ اللَّهُ رَعِيَّةً، يَمُوتُ يَوْمَ يَمُوتُ غَاشّاً لِرَعِيَّتِهِ إِلا حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ»

ژباړه: هر بنده چې الله سبحانه و تعالی یې په رعیت باندې مسئول کړی او په پای کې هغه په داسې حال کې ومري چې له خپل رعیت سره یې خیانت کړی وي الله سبحانه و تعالی به جنت پرې حرام کړي.

دا د خاینو پایله ده که دوی لږ فکر وکړي!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې