پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بریګزیټ پروژې په اړه د برتانوۍ ټولپوښتنې واقعیت!
بسم الله الرحمن الرحيم
د بریګزیټ پروژې په اړه د برتانوۍ ټولپوښتنې واقعیت!

(ژباړه)

پوښتنه:

د برتانیې پارلمان د ۲۰۱۹ م د جنوري پر ۱۶مه د یوې هڅې پر بنسټ د «مې» پر حکومت د باور نه شتون په اړه رایه ورکړه، خو بیا یې هم د ځان په ګټه رایه خپله کړه. چهارشنبه د برتانیې لومړۍ وزیرې ترېزامې په عمومي په مجلس کې له ماتې وژغورل شوه. د دې د حکومت خلاف د بې باروۍ دغه هڅه د کارګر اپوزیسیون له لوري را منځته شوې وه. نوموړې د ۳۲۵ تایید اکثریت او ۳۰۶ رد رایو په لاسته راوړلو سره د باور رایه تر لاسه کړه... د چهارشنبې د رایو پایله ښیي، چې د محافظه کار ګوند نږدې ۱۰۰ هغو غړو چې سې شنبه یې د بریګزیټ تړون پر ضد رایه کارولې وه، چهارشنبه بیرته ګرځېدلي او پر حکومت یې د بې باورۍ پر ضد رایه کارولې... (فرانس پرېس خبري اژانس ۲۰۱۹/۱/۱۶). څه ډول دا موږ درک کولی شو چې د مې د ګوند شاوخوا ۱۰۰ غړي دې د بریګزیټ پروژې پر ضد رایه وکاروي او پرېږدي چې اپوزیسون بریالی شي او په پایله کې د مې پروژه د ۴۳۲ رد او ۲۰۲ تایید رایو په لاس ته راوړلو سره له ناکامۍ سره مخ شي؟ بیا د پارلمان ۱۰۰ غړي راځي او د مې د مخالفینو پر ضد رایه کاروي ترڅو مې بریالۍ شي. داسې ښکاري چې دا د دندو وېش وي! نو بیا په ۲۰۱۶م کې د بریګزیټ د تایید مانا څه کېدای شي، چې دا دی شاوخوا د دوو میاشتو په ترڅ کې بریګزیټ پلی کېږي او اوس رد شو؟! الله سبحانه تعالی دې تاسو ته د نېکو بدله درکړي.

ځواب:

برتانیا په کینه او پوهه کې تجربه لري، همداراز د مانورونو او مسایلو  د ځڼدولو په پلمه خپلو موخو ته ځان رسوي. د ځواب موندلو لپاره موږ لاندې شیانو  ته بیا کتنه کوو:

لومړی، موږ به د ۲۰۱۶م د جولای پر پنځمه په چاپي خپرونه کې پر ځینو ذکر شویو ټکو رڼا واچوو، چې د ۲۰۱۶م د جون پر ۲۳مه تر ټولپوښتنې وروسته خپاره شول، یانې شاوخوا دوه نیم کاله مخکې، هغه مهال موږ همدا تمه درلوده، کوم څه چې د 15/1/2019م  په اوسنۍ برتانیایي ټولپوښتنه کې پېښ شول:

۱- په برتانیا کې د ۲۰۱۶م د جون پر ۲۳مه په دې اړه یوه ټولپوښتنه ترسره شوه، چې په اروپایي ټولنه کې پاتې شي او که نه. په پایله کې شاوخوا ۵۲ سلنه رایه د دې لپاره وه چې له اروپایي ټولنې څخه ووځي، وروسته لومړي وزیر کامرون خپله استعفا اعلان کړه او ورسره سم به حکومت د دریو میاشتو لپاره پر خپل ځای پاتې کېږي. په ټاکنیز کمپاین کې کامرون ژمنه کړې وه چې دی به ټولپوښتنه کوي، برتانیې له عادت سره سم غوښتل، اروپایي ټولنه او نور غړي دولتونه یې له سیاسي او اقتصادي اړو دوړ څخه و وېروي او ټولپوښتنه یې د دې لپاره مطرح کړه، چې ځانګړي امتیازات تر لاسه کړي او دا وښیي که د ټولپوښتنې په پرېکړه کې برتانیا اروپایي ټولنه پرېږدي، نو څه به پېښ شي.

۲-دغه برتانوۍ پالیسي د ټولپوښتنې پر مټ ګواښونه کوي چې له اورپایي ټولنې ګټې تر لاسه کړي. کومه نوې چاره نه ده، بلکې برتانیې اروپایي جوړښت ته د داخلېدو له لمړنیو کلونو راهيسې دا کار کړی دی. برتانیې له ۱۹۷۳م کال راهیسې د اروپا د اقتصادي کمېټې (EEC) غړیتوب تر لاسه کړی دی. «سټرلینګ پاونډ» د پولي واحد په توګه ساتل او د شنګن له زون څخه بهر پاتې کېدل دوې هغه څرګندې نښې دي چې ځانګړی حالت په ډاګه کوي او هغه دا چې برتانیا په اروپایي ټولنه کې له خپل غړیتوب څخه خوند اخلي. برتانیه د «ټولپوښتنې» له نظریې څخه په اروپایي ټولنه کې د پاتې کېدو او له اروپایي دولتونو څخه د باج اخیستلو په موخه کار اخلي ترڅو د اورپایي ټولنې په دننه کې ځانګړي امتیازات تر لاسه کړي. برتانیې په ۱۹۷۵م کال کې ټولپوښتنه وکړه، ترڅو په یاده ټولنه کې د پاتې کېدو وضعیت ښه کړي. په هغې ټولپوښتنه کې د برتانیې خلکو د اروپا په اقتصادي کمېټه (EEC) کې د پاتې کېدو په حق کې رایه ورکړه او په دې ډول برتانوي ټولپوښتنې د دې په موخه ترسره شوې، چې په دې ډول قضیو کې د پالیسۍ موخې تر لاسه کړي. که څه هم دا موخې د کینې له مخې ټاکل شوې وې! محافظه کار ګوند په ۲۰۱۶ م کې په ځیرکتیا سره ټولپوښتنه مطرح کړه او د ګوند غړو په ورته وخت کې هم په ټولنه کې پاتې کېدلو او هم له ټولنې څخه د وتلو لپاره کمپاین  وکړ!

۳- د یادې ټولپوښتنې اړوند د کامرون په مشرۍ د واکمن محافظه کار ګوند پالیسۍ ته په کره کتنې سره دا په ډاګه کېږي، چې کامرون هیله درلوده چې د ټولپوښتنې پایله به بې نتیجې را ووځي او وروستۍ پایله به د تایید او رد تر منځ په ځوړند حالت کې پاتې شي، له ټولپوښتنې څخه به د منلو او یا ردولو موضوع جوړه شي او په دې سره به د ټولپوښتنې د بیا تکرار لپاره فضا را منځته شي او یا به له دې ډول بې نتیجې پایلو څخه له اروپایي ټولنې سره د نویو خبرو اترو لپاره د فضا رامنځته کولو په موخه کار واخلي. د دې دلیل دا دی چې محافظه کار ګوند خپله له اروپایي ټولنې سره د پاتې کېدلو لپاره کمپاین کاوه او په ورته مهال یې د وتلو لپاره هم کمپاین پر مخ یې وړ. په حقیقت کې دواړه د پاتې کېدلو او وتلو کمپاینونه ریښتیني نه وو، دواړه کمپاینونه په هغې کچه ریښتیني وه، چې ټولپوښتنه لار هواره کړي ترڅو له اروپایي ټولنې څخه لا زیات امتیازات تر لاسه شي. په همدې دلیل دوی تمه لرله، چې برتانیا به په لنډ مهال کې وتل ځنډوي او په واقعیت کې له اروپایي ټولنې څخه وتل به څو کلونو ته غځېږي. دا ځکه که برتانیا په دې موده کې اروپایي ټولنه پرېږدي نو له خپل مهارت څخه په ګټه اخیستنې سره به خپل مکار او غولوونکي چلونه وکاروي. په دې اړه چې کوم څه له شواهدو او تبصرو څخه په ډاګه شوي او کوم څه چې د رسنیو له لوري د بیانیو په ډول راوتلي دي ټول د دې مخه نيسي چې د ټولپوښتنې پایلې دې پلې شي، بلکې نور هم خوځښتونه بیا ځلې د ټولپوښتنې پر وړاندې راګرځي او کږېږي. (۱۴۳۷ هـ. ق د روژې ۳۰مه  -   05/07/2016)

دوهم: کوم څه چې اوس پېښېږي نږدې هغه څه څرګندوي چې موږ مخکې ویلي وو: دا د «ټولپوښتنې لوبه» ده او له دې امله ځنډېږي ترڅو د برتانیې ګټې تر لاسه شي، که څه هم ناوړه ګټې وي. د دې د تایید لپاره په لاندې ټکو پوهیدل اړین دي:

۱- «مې» وروسته تر هغې په عمومي مجلس کې له سترې ماتې سره مخ شوه، چې له اروپایي ټولنې سره وروستی شوی د وتلو تړون، د پراخ اکثریت له لوري رد شو. دا د هیواد په تاریخ کې د پارلمان له لوري د یو حکومت لپاره تر ټولو ستره ماته ده... سې شنبه ۴۳۲ د پارلمان غړو د تړون پر ضد رایه ورکړه (BBC، 16/1/ 2019). دا په دې مانا، کوم تړون چې د ۲۰۱۹ مارچ پر ۲۹مه له اروپایي بلاک څخه د برتانیې د وتلو لپاره ترتیب شوی و، نه پلی کېږي. د وتلو پرېکړه د محافظه کار ګوند د واکمنۍ دودیزې کرښې نه تعقیبوي، په بدل کې د محافظه کار ګوند ۱۱۸ غړو په پارلمان کې د لومړۍ وزېرې د تړون پر خلاف رایه ورکړه او له مخالفو ګوندونو سره یې لاس یو کړ. (دا له ۱۹۲۴ راهیسې په پارلمان کې تر ټولو ستره ناکامي ده او په معاصر تاریخ کې د یو برتانیوي حکومت لپاره تر ټولو ستره ماته ده... (CNN عربي 15/1/2019).

۲- تر هغې وروسته چې پارلمان له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو پلان رد کړ، د مخالف کارګر ګوند مشر جېرمي کوربېن اعلان وکړ، چې د ترېزامې حکومت ته د نه باور رايه ورکولو پر سر خبرې اترې کوي. ده وويل: «دغه حکومت د شورا باور له لاسه ورکړی دی... ښاغلی وياند صاحب زه غواړم چې تاسې خبر کړم، ځکه نو زه غواړم د نه باور رايې د اقدام په تړاو خبرې اترې وکړم... زه خوښ يم چې پر ياد وړانديز سبا خبرې وکړم» (RT Arabic, 15/1/2019)، خو د رايو پايله د تريزامې په پلوۍ ترسره شوه، ځکه چې د محافظه کار ګوند ۱۱۸ غړو د مخالف ګوند پر ضد رايه وکاروله او په دې سره يې د تریزامې حکومت له منحلېدو وژغوره. له همدې امله د برتانيې لومړۍ وزيره تريزامې چهارشنبه د ۲۰۱۹د جنوري پر ۱۶ مه له ولسي جرګې څخه بريالۍ و وته او د ګارګر ګوند له لوري د نه باور رايې اقدام ناکام شو. دا کار تر هغې وروسته وشو، چې له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو هوکړه ناکامه شوه. د مې حکومت د ۳۲۵ مثبتو رايو د ۳۰۶ منفي رايو پر وړاندې له منحلېدو څخه وژغورل شو او په دې توګه د عمومي ټاکنو مخه ونيول شوه. دا په تېرو ۲۶ کلونو کې لومړی ځل دی، چې يو حکومت د باور رايه له ولسي جرګې څخه خپلوي. د مخالف ګوند مشرانو په دې سره د برتانيې د وتلو د هوکړې (Brexit) په تړاو د بېړنيو خبرو اترو غوښتنه وکړه او چهارشنبه يې خبرې پيل کړې.

د چهار شنبې د رايو پايلې وښوده چې د محافظه کار ګوند هغو ۱۰۰ غړو چې له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو هوکړې پر ضد یې سې شنبه رايه ورکړه، خو همدغو وکيلانو بیا چهارشنبه حکومت ته د باور رايه ورکړه. (فرانس پريس خبري اژانس، ۲۰۱۹/۱/۱۶). له همدې امله تر دوشنبې ۲۰۱۹/۱/۲۱ پورې وخت شته چې يو «بديل پلان» وړاندې کړي او دا يو شمېر انتخابونه لري، لکه په بروکسل کې د خبرو مېز ته ستنېدل او يا له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو هوکړې د نېټې ځنډول، چې د ۲۰۱۹ د مارچ ۲۹ مه ورته په پام کې نيول شوې ده. يا هم له هوکړې پرته پکې له اروپايي اتحاديې څخه بېلېدل شامل دي. د اروپايي کميسيون مشر وويل: «زه له برتانيې څخه غواړم چې خپله موخه ژر تر ژره روښانه کړي. ډېر وخت نشته.» (News site, 17/1/2019)

۳- له همدې امله د برتانوي لوبغاړو لوبه له ورايه روښانه ده؛ د ۲۰۱۹ د جنوري د  ۱۶ مې د نه باور رایې پرځای، نوموړې د باور رايه خپله کړه، که څه هم له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو هوکړه يې د ۲۰۱۹ د جنوري پر ۱۵ مه ناکامه شوه. د باور رايه ترلاسه کول او له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو هوکړې ناکامېدل يو له بل سره په ټکر کې موضوعات دي! خو که غواړی پوه شی، ډېر رازونه په کې نغښتي دي!!  د مې د ګوند ۱۱۸ غړو د هوکړې پر ضد رايه ورکړه او د مخالف ګوند دريځ يې پياوړی کړ، چې دا د دې د پروژې د ناکامېدولو لامل شو! خو همدغه د مې ګوند ۱۱۸ غړو بيرته د مخالف ګوند پر ضد رايه ورکړه، يانې د مې حکومت ته يې د باور رايه ورکړه او د پروژې (Brexit) ناکامېدل د دې د حکومت د منحلېدو لامل و نه ګرځېده!

۴- پورته يادو شويو موضوعاتو ته په کتو، دا روښانه ده چې د ۲۰۱۶ کال ټولپوښتنه په دې موخه ترسره شوه چې برتانيه له اروپايي اتحاديې سره د نويو اړيکو د اصلاح لپاره توجيه پيدا کړي. له همدې امله «مې» د خپل ګوند ۱۱۸ غړو ته اجازه ورکړه چې له مخالف ګوند سره يوځای د دې د پلان پر ضد رايه ورکړي، ترڅو پر مخالف ګوند اغېز وښندي او پياوړی يې کړي او په دې توګه له اروپايي اتحاديې د وتلو پلان (Brexit) هوکړه ناکامه کړي! که دې غوښتي وای چې د ۲۰۱۶ کال ټولپوښتنه دې همدغسې جامده پاتې شي، نو د خپل ګوند غړو ته به یې د خپل پلان پر ضد د رايې ورکولو اجازه نه وای ورکړې، خو کله چې د نه باور رايې وخت راورسېد، همدغو غړو د مخالف ګوند پر ضد رايه وکاروله، ترڅو د «مې» حکومت له منحلېدو وژغوري! دا کار د دې لپاره وشو چې اروپايي اتحاديه تېر باسي، امتيازات او ګټې ترلاسه او له اروپا سره د نويو اړيکو شرایط برابر کړي. دا د برتانيې له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو اخرنی اقدام نه دی او نه هم په ورته شرايطو کې له اروپايي اتحاديې سره پاتې کېږي. له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې وتنه خپله د برتانيې پر يووالي باندې ژور اغېز کوي، په ځانګړې توګه د سکاټلنډ او شمالي ايرلنډ پر خلکو باندې، چې پر همدې بنسټ غواړې په اروپايي اتحاديې کې پاتې شي. خو په خپلو شرايطو، یا که له وتلو پرته بل انتخاب نه وي، نو بيا به وکولی شي دومره امتيازات ترلاسه کړي چې د اتحاديي په زيان وي! 

۵- اروپايي اتحاديې له برتانيې وغوښتل چې له اروپايي اتحاديې څخه د «وتلو پلان » ژر تر ژره روښانه کړي... «دې (اروپايي اتحاديې) د وتلو د خطر په تړاو خبرداری ورکړ.» (سي ان ان عربي، ۲۰۱۹/۱/۱۵). موږ په تېره ليکنه کې چې د ۲۰۱۶ کال تر ټولپوښتنې وروسته مو خپره کړه همدغې موضوع ته اشاره کړې وه: «داسې ښکاري چې اروپا به د برتانيې لوبه درک کړي او پرې پوهېږي، له همدې امله هيله لري مخکې تر دې چې د ليزبون تړون ۵۰ مې مادې ته ستنه شي او د بېلوالي بهیر پيل کړي، د ناروې او سويډن ماډل ته ورته يوه نارسمي هوکړه ورسره کوي، ترڅو خپلې ګټې خوندي کړي. که څه هم د ناروې او سويډن خلاف، برتانيه غواړي اروپايي مارکېټ ته لاسرسی ولري، خو د خلکو ترمنځ به آزاد تګ راتګ نه وي، چې همدغه د برتانيې د رايې ورکوونکو د بنسټيزو غوښتنو استازيتوب کوي. ميرکل د همدغه ټکی یعنې له توکو، خدمتونو او پانګې سره يوځای د خلکو ترمنځ «آزاد تګ راتګ» غوښتنه کړې، ځکه ازاد تګ راتګ د اروپايانو لپاره تر ټولو لوی ارزښت دی.

اروپايي اتحاديه د برتانيې په چالاکي پوهېږي. لکه څرنګه چې د اروپايي کميسيون مشر ژان کلوډ ژنکر وويل: «اجازه راکړی چې په ډاګه ووايم؛ «موږ په پټو هڅو سره برتانوی حکومت نه شو څنډې ته کولی، پټې نارسمي خبرې» او ده زياته کړه: «ما ټولو کميشنرانو او د کميسيون کارکوونکو ته څرګند امر کړی؛ هيڅ پټې خبرې نه شي کېدای، هيڅ پټې خبرې.» (Evening Standard, 28/06/2016)

د جرمني لومړۍ وزيرې ميرکل د خبرو په ترڅ کې يو پياوړی رغنده پيغام لندن ته واستاوه، دې وويل: «هر هغه څوک چې غواړي دغه کورنۍ پرېږدي، نشي کولی چې خپلو ټولو مسووليتونو ته شا واړوي، خو امتيازات دې هم هغسې وساتي.» (DPA, 28/06/2016)

۶-پر دې سربېره، برتانیې په کلکه د برتانویانو له غوښتنو سره سم د اروپايي اتحاديې له پوهې څخه ګټه وا نخیسته، بلکې د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۱۵ او ۱۶مه یې د ټولپوښتنې وروستۍ لوبې ته دوام ورکړ، چې له امله یې د ۲۰۱۶م ټولپوښتنه له اروپايي اتحاديې څخه د برتانیې د بېلتون په موخه لغوه شوه. دې چارې د تېرېزامې  د بریګزیټ پر پروژې باور لمنځه یو نه وړ، ځکه چې د نوموړې پروژې انجینره ګڼل کېده، خو دې چارې د دې لپاره یو نوی باور را وټوکاوه، ترڅو یوه نوې پروژه پیل کړي او یو بدیل پلان وړاندې کړي! په ځانګړې توګه د ایرلنډ د موضوع د هوارۍ په اړه، چې یا به د یادې پروژې یوه برخه وګرځي او یا به له یادې پروژې څخه ووځي. په دې اړه رسنیو د مې د پلان په اړه لاندې څرګندونې خپرې کړي:

الف: د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۱مه د برتانیې لومړۍ وزیرې تیريزامې پارلمان ته په خپلې وینا کې څرګنده کړه: «د دې «بدیل» پلان هغه مهال مطرح شو چې کله د بریګزیټ اړوند د پارلمان غړو د دې او اروپايي ټولنې ترمنځ هوکړه رد کړه. داسې چې برتانیا به د مارچ پر ۲۹مه له هوکړې پرته اروپايي ټولنه پرېږدي، که د پارلمان غړي و نه شي کولی چې د وتلو نېټه وځنډوي یا یو نوي بدیل پلان ته لاسرسی و مومي ترڅو اروپايي کمیسیون ته په دغه اړه قناعت ورکړي... ورپسې کله چې د ترېزامې پلانونه ترتیب شي، نو څه ډول به مخ پر وړاندې ولاړه شي، د پارلمان غړي به د رایو اچونې په موخه د روان کال د جنوري پر ۲۹مه یو لړ تعدیلات وړاندې کړي. په هوکړه کې یو له اختلافي ټکو څخه چې د پارلمان له لوري رد شو د «امن شبکه یا ګمرکي ډوله سرحد» دی چې دا د ایرلینډ په سرحدونو کې د ازاد حرکت امنیتي تضمین دی. که برتانیا ونه شي کولی له اروپايي ټولنې سره د اوږد-مهاله ازادې-سوداګرۍ پر تړون هوکړه وکړي، نو د سنډې ټایم په وینا تیریزامې  به له دبلین سره د بېلو ترتیباتو وړاندیز وکړي.( AFP ۲۰۱۹/۱/۲۱)

ب- ټيلیګراف ورځپاڼه د اروپايي اتحاديې د دیپلوماتیکو سرچینو-چې د نوم یادونه یې نه ده کړې- له خولې لیکي: «د مې غوښتنې دوام لري، ترڅو د ایرلنډي سرحدونو لپاره یو قانوني الزامي مهالي چوکاټ ترتیب کړي. دا له یوه اړخه برتانیې ته حق ورکوي چې له (اروپايي تړونه) ووځي یا له ۲۰۲۱م وړاندې د یوې سوداګریزې موافقې هوکړه وکړي، چې دغه چاره د ایرلنډ د سرحدونو د موضوع اړوند د ځانګړو ترتیباتو مخه نیسي... د لیبیا خبرونه ۲۰۱۹/۱/۲۱).

ج- د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۱مه تريزامې اعلان وکړ چې بروکسل ته  د راستنېدو لپاره یې هوډ کړی و، ترڅو له اروپايي مشرانو سره د هغې هوکړې پر سر د  تعدیلاتو په اړه خبرې اترې وکړي چې تېره میاشت یې کړې وه. په دې هوکړه کې د «امنیتي شبکې یا ګمرک ډوله سرحد» د موضوع اړوند ښايي تر بریګزیټ وروسته د دوو ایرلنډونو ترمنځ د اغېزمنو سرحدونو د بیا رامنځته کولو مخه ونیول شي. تريزامې وویل: «زه به په روانه اونۍکې له خپلو ملګرو سره ووینم- د شمالي ایرلینډ د دیموکراتیک اتحادوي ګوند له چارواکو سره- به وګورو چې څه ډول موږ خپلې دندې ساتلی شو، د سرحدونو د بیا رامنځته کېدو مخه نیولی شو او له دې لارې په عمومي مجلس کې پراخ شونی ملاتړ چمتو کولی شو. دې زیاته کړه: «زه به د دغو خبرو پایلې په اروپايي کمیسیون کې په ډاګه کړم. د اروپايي ټولنې ۲۷ نور غړي هیوادونه د تیریزامې راتلونکی ګام له نږدې څاري...( France 24 / AFP ۲۰۱۹/۱/۲۱)

د- بریګزیټ ته په کتو سره تیریزامې  د خپل موقف پر مهال ځيني بدلونونه روښانه کړي. لومړۍ وزیرې ژمنه وکړه چې له پارلمان سره په خبرو کې به له «ډېرې نرمۍ» څخه کار اخلي او د کارګر ګوند غوښتنو ته به ځواب وایي، ترڅو له یوه اړخه د برتانوي کارګرانو حقوق ډاډمن شي او له بله اړخه بیا د شمالي ایرلنډ او ایرلنډ جمهوریت تر منځ د پراته سرحد پر سر د کلکو ګمرګي اصولو د بیا رامنځته کېدو وېره لمنځه یووړل شي. داسې انګېرل شوې، چې تیریزامې به برتانوي پارلمان ته  له اروپايي ټولنې څخه د وتونکو شرطونو اړوند یو نوی پلان سپارلی وي، له هغه وروسته چې د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۱۵مه پارلمان لومړی پلان رد کړ چې د تیریزامې  د حکومت او بروکسل ترمنځ هوکړه پرې شوې وه. د برتانیې پارلمان به د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۹مه د نوي پلان اړوند رایه وکاروي. (۲۰۱۹/۱/۲۹ RT Arabic) 

۷-په پایله کې باید څرګنده شي چې برتانیا هیڅ یوې هوکړې ته ژمنه نه ده، خو د ټولپوښتنې لوبې له لارې بدلونونه او بدلونونه غواړي او په دې موضوع کې ډېره ماهره، ځیرکه او چالاکه ده ترڅو د دې چالاکۍ له لارې شیطاني او شریرې موخې ترلاسه کړي. پرون، برتانوۍ ټولپوښتنې د بریګزیټ پروژه تاييد کړه او نن ورځ برتانوۍ ټولپوښتنې تایید کړه چې د بریګزیټ پروژه حذف کړي! دا هر څه له دې امله وو ترڅو اروپايي ټولنه تورنه کړي چې د دې ټولنې په بیه د دې پروژې اړوند تعدیلات رامنځته کړي. سره له دې، لوېدیځ پانګوال ټاکلي ارزښتونه نه لري، خو برتانیې د خپل ښکېلاکي تاریخ په اوږدو کې د نورو په پرتله د ډېرو ماهرو او ټګمارو تجربو لاس ته راوړلو شاهده وه. برتانیا له اروپايي ټولنې څخه نهايي بېلتون نه غواړي، خو د داسې پلان په لټه کې ده چې نه پاتې شي او نه هم ووځي! یانې غواړي چې یوه منځلارې تګلاره غوره کړي چې نه هم په تړون کې دخیله وي او نه هم له تړون څخه وتلې وي! په همدې موخه د اروپايي ټولنې له اړیکو څخه د خپلو ګټو لاس ته راوړلو لپاره  کار اخلي، پرته له دې چې د دې ټولنې قوانینو ته ژمن پاتې شي، خو هر څه د خپلو ګټو د خوندیتوب پر بنسټ غواړي.  

لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل تر لومړۍ ټولپوښتنې وروسته او په وتلو کې د برتانيې د ځنډ په اړه یې، لندن ته څرګند پیغام ولېږه: «هر څوک که غواړي دغه کورنۍ پرېږدي، نه شي کولی چې خپل ټول مسولیتونه پرېږدي او امتیازات وساتي(DPA ۲۰۱۶/۰۶/۲۸). څه مهال چې بریتانیا د بریګزیټ د لومړۍ پروژې په اړه له تعدیلاتو پرته ټینګار وکړي، نو اروپايي ټولنه ښايي بریتانیا اړ کړي، چې پایلو ته غاړه کېږدي. بریتانیا به تعدیلات مني او په عمل کې به یې پلي کوي یا به اروپايي ټولنه پرېږدي. که اروپايي ټولنه دا کړنه ترسره کړي، نو بریتانیا به د خپلې کاري تګلارې په ترڅ کې ناوړه پایلې ترلاسه کړي؛ که د برتانیې شرطونه او تعدیلات ومني بیا به بریتانیا د دې چارې سرپرستي په خپل لاس کې واخلي، ترڅو په داسې ډول یې پای ته ورسوي چې پوه به هم نه شي!» 

دا د هغه ملت حالت دی چې دولت یې سیکولریزم او پانګوال نظام پلی کوي او دغې پانګوالې ایډیولوژۍ او فکر ته یې غاړه ایښې. دوی هر یوه، په ځانګړې توګه یوې ډلې یا ټولو ګوندونو ته، ژورې کندې ایستلي، ترڅو پکې ولوېږي. دوی کوم ځانګړي ارزښتونه نه لري چې د دوی مخه ونیسي یا هم داسې اخلاقي اصول چې له دې کاره یې رامنع کړي، خو د دوی ترمنځ جګړه د نورو هغو ملتونو په څېر سخته ده چې الهي قوانین نه پلي کوي. 

﴿بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعاً وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ﴾

[الحشر:۱۴]

ژباړه: دوی پخپلو منځونو کې ډېر سخت مخالف دي. ته دوی سره غونډ ګڼې، خو د دوی زړونه یو له بله بېزاره دي. د دوی دا حال د بې عقلۍ له امله دی.

دغه نړۍ چې له سره تر پایه پورې بدمرغیو را چاپېره کړې، تر هغې به خلاصون و نه مومي، ترڅو د راشده خلافت د رامنځته کېدو له لارې د الله سبحانه و تعالی قانون نه وي پلی شوی. دغه خلافت به نه یوازې په اسلامي خاورو کې عدالت او ښېګڼو ته لاره هواره کړي، بلکې د پولو هاخوا ته به هم د الله په خوښه د دغه عدالت او ښېګڼو اغېزمنتیا تر سترګو شي.  

﴿وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ﴾

[ص:۸۸]

ژباړه: او لږ وخت به تېر شي چې تاسو ته د دغه(قرآن) حال په خپله معلوم شي.

 

Last modified onپنج شنبه, 07 فبروری 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې