جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امريکا- چين سوداګريزه هوکړه
بسم الله الرحمن الرحيم
د امريکا- چين سوداګريزه هوکړه

 

( ژباړه)

پوښتنه:

د امريکا ولسمشر وويل: «د سوداګريزې هوکړې لومړی پړاو ښايي د جنورۍ تر ۱۵ مې وروسته ژر لاسليک شي.» هغه نېټه چې ده تېره مياشت د لاسليک لپاره اعلان کړې وه، هغه زياته کړه: «زه به له چين سره د دغې هوکړې دویم پړاو تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته بشپړوم او هڅې به کوم چې په نړۍ کې د دوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو ترمنځ د څو میاشتو روانه سوداګريزه جګړه پای ته ورسوم- هغه جګړه چې په مارکېټ کې یې ګډوډي را منځته کړې او نړيواله وده اغېزمنوي....» (بوابت العين، ۲۰۲۰/۱/۱۰). د چين سوداګرۍ وزارت په رسمي ډول تاييد کړه، چې مرستيال ولسمشر ليو به واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې د سوداګريزې هوکړې لومړی پړاو لاسليک کړي. دا د لاسليک په تړاو د چين د حکومت لومړی رسمي بيان دی چې مخې ته راځي. ټرمپ مخکې ويلي وه چې دی به تر لاسليک وروسته د هوکړې د دویم پړاو په اړه د بحث په موخه له بيجينګ څخه ليدنه وکړي.... (ټرېډ کېفټن، ۲۰۲۰/۱/۱۰). ايا له دې څخه د امريکا او چين ترمنځ د سوداګريزې شخړې پای ته رسېدل نه څرګندېږي؟

ځواب:

د دې لپاره چې پورته پوښتنو ته ځواب ورکړو او د امريکا-چين د سوداګريزې جګړې په ماهیت پوه شو، نو په لاندې ټکو باید رڼا واچوو.

لومړی: د موضوع شاليد:

۱-  د چين پر وړاندې د امريکا تګلاره جوړوونکي په دې اند دي چې امريکا په ايرواسيا (اسیا او اروپا) کې خپل اغېز او نفوذ لري او چين ته اجازه نه ورکوي، چې له امريکا څخه په دې سیمه کې مخکې شي، ځکه دا يوه حياتي سيمه ده او امريکا د خپلې پياوړې تګلارې پر بنسټ په همدغه سيمه کې خپل اغېز او تسلط تضمينوي. امریکا له همدغې لارې څخه تراوسه د امریکایي بنسټونو ګټې خوندي کړي دي. په ۱۹۹۱م کې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، د امريکا سياسي بنسټونو د چين په تړاو دوه ډوله تګلارې جوړولې:

لومړی: امریکا له چین سره په دې موخه ګډ کار کوي او چین ته رول ورکوي، ترڅو د امریکا په مشرۍ د نړیوال نظم د یو مسوول برخه وال په توګه را مخې ته شي.

دویم: امريکا ټینګار کوي چې د چين پر نيت او اراده بايد باور ونشي، چین په نهایت کې يو سيال ځواک دی چې د امريکا په مشرۍ د لوېدیځ نړيوال نظم پر وړاندې ولاړ دی.

د ۱۹۹۰م مې لسیزې په منځ کې د امريکا پاليسي جوړوونکې دستګاه چين د سيالو هېوادونو په کتار کې راوست او داسې تګلارې يې غوره کړې چې د چين د پرمختګ مخه ونيسي. د کلينټن او اوباما ادارو د چین د مخنيوي تګلاره غوره کړه او د کشر بوش او ټرمپ ادارو د چين پر وړاندې شديده تعرضي تګلاره غوره کړه او په ورستیو کې ټرمپ له چين سره یوه خلاصه سوداګريزه جګړه پيل کړه. (فايننشل ټايمز)

۲- د امريکا د مخنيوي تګلاره دوه عمده موخې لري: لومړی، د چين د سيمه ييز ځواک کېدو مخه نيول او دویم د چین له لوري د لوېديځ نړيوال نظم د یوې برخې د بدلولو مخه نيول دي.  د دې لپاره چې يادې موخې ترلاسه کړي، امريکا په يو لړ اقداماتو لاس پورې کړ چې په هغو کې لاندې مسایل شامل دي: په تبت، ختيځ ترکستان او هانګ کانګ کې د بشري سرغړونو موضوع را پورته کول، چين د شمالي کوريا د هستوي وسلو په کړکېچ او د جنوبي چين سمندرګي په سيمه ييزو شخړو کې ښکېلول، د هند، جاپان او استراليا هڅول چې په اسيا پاسفيک سيمه کې د چين پوځي لوړاوی او وده محدوده کړي... له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه د چين مخنيوی... او له يوه کمربند يوه لارې پروژې څخه د چين مخنيوی.

د امريکا پاليسي جوړوونکې دستګاه د مخنيوي تګلاره د لږو بدلونونو په راوړولو سره د چين د ځواک غوښتنې مخه نيسي. که څه هم د ۲۰۰۸م اقتصادي کړکېچ او پر افغانستان او عراق د امريکا تر نيواک وروسته، امريکا درک کړه چې د مخنيوی تګلاره بسنه نه کوي او پرېکړه يې وکړه، چې ياده تګلاره نوره هم پياوړې کړي. د اوباما د ستراتيژۍ چې په «د اسيا ستراتيژي» هم مشهوره ده موخه دا وه، چې پوځي تجهيزات او ځواکونه له اروپا څخه اسيا او پاسفيک سيمو ته ولېږدوي او د چين پوځي وړتياوې وننګوي. وروسته ټرمپ د چين اقتصاد نيغه په نيغه په نښه کړ او د ده ادارې چين د پولي واحد ناوړه کاروونکی وباله او له بيجينګ سره يې سوداګريزه جګړه پيل کړه او داسې هڅې يې وکړې چې د نړيوالو اصولو پر بنسټ د چين مخه ونيسي. (بي بي سي).

دویم: د امريکا او چين ترمنځ سوداګريزه جګړه:

۱-  لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه، امريکا د چين د ودې د مخنيوي په موخه له ياد هېواد سره سوداګريزه جګړه پيل کړه، نو د دواړو اقتصادي ځواکونو ترمنځ د سوداګريز کسر له امله سوداګريزې جګړې نور هم زور واخيست، ځکه چې امريکا له چين څخه د ۵۵۸ ميلياردو ډالرو په اندازه توکي او خدمات واردوي او په بدل کې یې چين له امريکا څخه د ۱۷۹ ميلياردو ډالرو په اندازه توکي او خدمات واردوي (د امريکا د سوداګرۍ پلاوی). که څه هم د دې لپاره چې لومړی خپلې ګټې ترلاسه کړي، د دواړو ترمنځ د نظرونو يووالی شته دی!

۲- په دې وروستيو مياشتو کې د امريکا او چين ترمنځ قسمي سوداګريزه هوکړه ترسره شوه، «چې د تېر کال راهيسې په نړۍ کې د دوو اقتصادي ځواکونو ترمنځ سوداګريزې جګړې ته د پای ټکی ايږدي. ټرمپ مخکې ويلي و چې د سوداګريزې هوکړې دغه پړاو به د ‍بشپړې هوکړې کابو ۶۰سلنه په بر کې ونيسي او له دې څخه داسې انګېرل کېږي چې چين به د امريکايي کرهنيزو محصولاتو ډېره برخه وپيري او په بدل کې به امريکا پر چينايي توکو لګول شوې تعرفې راکمې کړي...‍.» (العربيه الجديد، ۲۰۲۰/۱/۵). العربيه نيټ د ۲۰۱۹م کال ډيسمبر پر ۱۵ مه داسې ليکلي دي: «په نړۍ کې د دوو سترو اقتصادي ځواکونو ترمنځ د سوداګريزې جګړې له پيل څخه ۲۱ مياشتې وروسته، امريکا له چين سره د سوداګریزې هوکړې لومړي پړاو ته ورسېده، خو ياده هوکړه به له راتلونکې جنورۍ مخکې لاسليک نه شي. د دغې هوکړې له مخې، امريکا منلې چې د ۱۲۰ ميليارده ډالرو په ارزښت د چينايي توکو پر وارداتو باندې ۱۵سلنه تعرفه تر نيمايي پورې را کموي، خو د ۲۵۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت د چينايي وارداتو باندې ۲۵سلنه تعرفه همداسې پر خپل ځای پاتې کېږي. له بل لوري امريکا به پر چينايي محصولاتو د ۱۶۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت ۱۵سلنه نوې تعرفې لګوي چې د ماشومانو د لوبو توکي او ځيرک ټلیفونونه به هم پکښې شامل وي او له نن وروسته به د پلي کېدو وړ وي. بيجينګ همداراز هوکړه وکړه چې په راتلونکو دوو کلونو کې به نور اضافه امريکايي توکي او خدمات لږ تر لږه د ۲۰۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت له امريکا څخه چين ته واردوي. همدا راز چين به سر له ننه پر ځينو امريکايي توکو اضافه تعرفې ختموي او پر ګاډو ۲۵سلنه او پر امريکايي پرزو ۵سلنه لګول شوي اضافه ګمرکي ماليات به ځنډوي. چین دا هم څرګنده کړې چې د ۱۲۶میلیاردو ډالرو په اندازه پر امریکايي تولیداتو باندې به ګمرکي مالیه نه اچوي، له دې سره په څنګ کې يې دا هوډ هم کړی چې د امریکا د زراعتي تولیداتو پېر به په کال کې نږدې ۵۰ میلیاردو ډالرو ته لوړوي.» ټرمپ لېواله دی چې د زراعتي محصولاتو د صادراتو لپاره یو مخ پر وده بازار پیدا کړي، ځکه دی په ۲۰۲۰م کال کې کې ولسمشریزې ټاکنې په مخ کې لري او نه غواړې په قرضونو کې د غرقو شویو بزګرانو رايې له لاسه ورکړي، ځکه په دې وروستیو کې د زراعتي محصولاتو بازارونه ساړه شوي وو. تر دې وړاندې البیان نیوز ویب پاڼې یو ریپورټ خپور کړی و: «د چین د سوداګرۍ وزرات د جمعې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا تړون د مساواتو او دوه اړخیز احترام له مخې شوی دی او په دې کې نهه موارد شامل دي: پیلیزه، د مالکیت حقوق، د ټکنالوژۍ تبادله، خواړه او زراعتي تولیدات، مالي خدمات، مالي تبادله، د سوداګرۍ پراختیا، دوه اړخیزه همکاري او په ګډه د ستونزو حلول او په پای کې قوانین.» (البیان نیوز، ۱۳/۱۲/۲۰۱۹)

۳: البته دا په دې معنا نه ده چې دا تړونونه به د دواړو اړخونو د اقتصادي جګړې ناورین ته د پای ټکی کېږدي، ځکه اقتصادي جګړه د چین د کنټرول اصلي اسلوب نه دی، بلکې د پردې تر شا د امریکا د اقتصاد لپاره خورا خطرناکه حالت نړیوال لومړیتوب دی. چین په پنځم نسل ټکنالوژۍ کې خورا پرمختګ کړی دی، په تېره بیا د راتلونکي نسل په بیسیم مخابراتو او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې. د امریکا د دفاعي نوښتونو بورډ چې د الفابیټ پخوانی رییس اریک شمیت، د لنکډن بنسټګر ریډ هوفمن، د اسپن ادارې پخوانی اجرایوي مشر او لیکوال والټر ایزیکسن يې غړيتوب لري، لیکي: «د پنځم نسل ټکنالوژۍ په برخه کې مخکښ هېواد به په راتلونکې لسیزه کې په سلګونو میلیارډه ډالر ګټه وکړي او د بیسیم ټکنالوژۍ په برخه کې به پراخې دندې رامنځته کړي... هر هغه هېواد چې د پنځم نسل ټکنالوژۍ په خپل لاس کې واخلي د دغو نوښتونو امتیاز به هغه ته ورګرځي او د پاتې ټولې نړۍ لپاره به معیارونه ټاکي. البته د ځینو دلایلو پر بنسټ، اوسمهال به دا هېواد امریکا نه وي.» (ZDNet).

۴: د معلوماتو په موخه، پنځم نسل «G5» فوق العاده لوړسرعت لرونکی دی، لکه څنګه چې (څېړونکو د G5 ټکنالوژۍ پر مټ د ترسره شویو ازمایښتي مخابراتو د پایلو په اعلان کې د دغې ټکنالوژۍ سرعت ثبت کړی دی، چې په یوه ثانیه کې یو تیرا بایټ دی او دا سرعت له اوسني سرعت څخه ۲۰۰ ځلې زیات دی. د بریتانیا د سیوري پوهنتون د نوښتونو مرکز د پنځم نسل ټکنالوژۍ په اړه یوه څېړنه ترسره کړه. دوی وکولی شول یو فایل چې تر یوه بشپړ فلم ۱۰۰ ځلې لوی و، يوازې په ۳ ثانیو کې را ډانلوډ کړ. دا نوی سرعت د G4 ټکنالوژۍ د ډانلوډ تر سرعت ۶۵ زره ځلې تیز دی. هغه الې چې سږ کال انټرنټ ته تړلي دي، شمېره به يې له ۵۰ څخه ۱۰۰میلیارډو الو ته ورسېږي، نو د دومره سترو او پراخو فریکونسیو د امواجو لپاره نویو توکیو ته اړتیا ده. دا چې په تخنیکي لحاظ G5 څه ډول کار کوي، د ټکنالوژي په ډ‌ګر کې يوه اصطلاح د «MIMO» په نامه شته چې د «ګڼ-ایښودنې ګڼ-ایستنې» مانا لري او مفهوم يې دا دی چې هر څومره ډېره هڅه کوې په همغه اندازه به ډېر معلومات په لاس راوړې. دا د عملیاتو په اغېز کې د پنځم نسل د معیارونو له مخې مهم رول لوبوي. MIMO ټکنالوژي وړوکي انتن ته اړتیا لري، ترڅو وکولی شي د ډاټا جریان جاري وساتي. سمسنګ کمپنۍ پر دې ټکنالوژي اوس تکیه کړې ده، ترڅو د ډاټا د ډانلوډ ښه سرعت ولري او G5 بیا د دې لپاره تر ټولو غوره دی.») (العرب، ۱۳/۰۸/۲۰۱۷).

۵: شمیت په ۲۰۱۷م کال کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې په خپلو خبرو کې وویل: «دا لرې نه ده چې چین به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې تر امریکا وړاندې شي او امریکا به شاته پرېږدي.» (نړیواله اقتصادي غونډه.) مصنوعي ځیرکتیا خپل ځان په دې توګه راښيي:

ـ د مصنوعي ځیرکتیا څخه د مشتري د ستونزو په ژر اورېدو او په چټکه او اغېزمنه توګه د ستونزې په حلولو او اغېزمنو ځوابونو په برابرولو کې کار اخیستل کېږي.

ـ د مصنوعي ځیرکتیا استعمال د حساسو معلوماتو په تجزیه کې مرسته کوي، ترڅو په پروګرامونو کې اغېزمنتوب رامنځته شي.

متخصصین په دې برخه کې خورا لېواله دي او په راتلونکو څو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ډېرې پانګونې خبر ورکوي. ډیلویټ اټکل کوي چې تر ۲۰۲۱م کال پورې به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې ۵۷،۶ میلیارډه ډالر ولګول شي، چې دغه اندازه به د ۲۰۱۷م کال په اندازه پنځه ځلې زیاته وي.

۶: دا د حیرانۍ وړ خبره نه ده، چې ټرمپ په ښکاره د هواوې شرکت مخالفت کوي او همدا هواوې شرکت G5 ټکنالوژي تولیدوي. ټرمپ څو ځله د دغې چینايي کمپنۍ د خطرونو په اړه خبرداری ورکوي. ټرمپ د ناټو په تېره غونډه کې وویل: «زه فکر نه کوم چې دا به یو امنیتي ګواښ وي، بلکې دا کمپنۍ یو ښکاره خطر دی.» (Business Insider) له همدې امله امریکا پر ګڼو لویديځو هېوادونو (ایټالیې، برتانيې، جرمني او نورو) فشاره راوړی، ترڅو د پنځم نسل ټکنالوژۍ په وسایلو کې د هواوې کمپنۍ له شاملولو څخه په کلکه ډډه وکړي. ټرمپ دا پلمه کوي چې دا کمپنۍ امنیتي اصول نه په پام کې نه نیسي. امریکا همدا راز له کاناډا څخه غوښتي چې د هواوې کمپنۍ د مالي برخې مشر مینګ وانژو په دې تور ونیسي، چې هغه پر ایران د امریکا له لګول شویو بندیزونو څخه سرغړاوی کړی دی او مات کړي يې دي. امریکا دې ته لیواله ده چې د چین پنځم نسل ټکنالوژي پر مخ بنده کړي او ټرمپ همداراز پر چین د سیلیکان چیپونو پلورل بیخي بند کړي دي.

۷: چین د خپل ۲۰۲۵م پلان له مخې چې له ډېر پخوا يې کار ورته کړی، غواړي د ټکنالوژۍ په برخه کې پر ځان بسیا شي، خو دا چې امریکا له هواوې او نورو چینايي کمپنیو سره څه ډول چلند وکړ، دې چلند چین په خپلو هڅو کې لا ګړندی کړ او غواړې د ټکنالوژۍ په خورا مهمو برخو کې پر ځان بشپړ بسیا شي. چین اعلان وکړ چې دوی به تر ۲۰۲۲م کال پورې خپل کاریال سیسټم (Operating System) جوړ کړي او نور به په دې برخه کې ای بي ایم، مایکروسافټ، ډیل او نورو امریکايي کمپنیو ته اړ نه وي. تر دې ورهاخوا چین په دې لټه کې دی، ترڅو خپل سیلیکان چیپونه جوړ کړي. چین د زرګونو ټایواني چیپ جوړونکو انجینرانو تنخواوې دوه چنده کړې او هغوی هم په تېرو څو کلونو کې چین ته تللي دي. امریکايي څېړونکي په دې باور دي چې چین به له راتلونکو پنځو څخه تر اوو کلونو پورې د چیپ په صنعت کې پر ځان بسیا شي. د دغو اټکلونو له مخې بیجینګ به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپل اقتصاد ته ډېر کار وکړلی شي.

۸: امریکا خپلې ټولې هلې ځلې کوي، ترڅو د پنځم نسل ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې تر چین وړاندې شي؛ ځکه دا ټکنالوژي دومره مهمه ده لکه د بخار ماشین، بريښنا او سیلیکان چیپ. دا ټکنالوژي د تولید او اقتصادي پرمختګونو ماشین دی. بیا هم، دا اوسنۍ اقتصادي جګړه د امریکا او چین تر منځ د اقتصادي ناانډولۍ له امله نه، بلکې د ټکنالوژۍ جګړه ده، په ځانګړي ډول د پنځم نسل ټکنالوژي جګړه. د اوسنیو اتکلونو له مخې موږ ویلی شو، چې نړۍ به د تکنالوژیکي سیستمونو له مخې پر دوه قطبونو وویشل شي: لوېدیځ چې مشري به يې امریکا کوي او پاتې نړۍ چې رهبرې به يې چین کوي. که چېرې د چین ټکنالوژي په ایروشیا سیمه کې برلاسې شي، بیا نو امکان شته چې چین په دغه سیمه کې د امریکا لومړیتوبونو ته ګواښ پېښ کړي.

بیا هم، د امریکا او چین تړون که څه هم په راتلونکي کال کې به په ټولو پړاونو کې لاسلیک شي، لکه څنګه چې ټرمپ وویل: «زما اداره به د امریکا او چین د سوداګریزې هوکړې د دویم پړاو خبرو اترو لپاره ډېر ژر تیاری ونیسي، خو زه به د دغه تړون د بشپړولو لپاره د نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو تر ختم پورې په تمه شم....» (بوابات العین ۱۰/۱/۲۰۲۰). که څه هم دا تړون به په خپل وروستي پړاو کې لاسلیک شي، خو داسې تمه کېږي چې لنډمهالی به وي، په تېره بیا د پنځم نسل ټکنالوژي په برخه کې؛ ځکه امریکا چین د خپل یو سیال په توګه نه شي زغملی، البته چین به يې وزغمي، خو د امریکا بېځایه غرور به امریکا ته اجازه ور نه کړي چې چین د یو سیال په توګه ومني !!

Last modified onشنبه, 01 فبروری 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې