شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکا پراخو لاریونونو په سر اخیستې او دا پر بهرني سیاست باندې لوی اغېز لري
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا پراخو لاریونونو په سر اخیستې او دا پر بهرني سیاست باندې لوی اغېز لري

پوښتنه:

دوې اونۍ وړاندې د امریکا په ځینو سیمو کې پراخ لاریونونه وشول چې تر تاوتریخوالي، د دوکانو لوټولو، د پولیسو د قرارګاوو سوځولو پورې هم ورسېدل. ایا په امریکا کې د تور پوستي سړي وژل دا ډول لاریونونه راپوراته کولای شي؟ دا ډول پېښې خو په تېرو څو کلونو کې ډېرې پېښې شوې دي، مګر په دې کچه لاریونونه یې پر وړاندې نه دي شوي! ایا د امریکایانو دا ډول لاریونونه به د امریکا پر بهرني سیاست کې کومه اغېزه ولري؟ 

ځواب:

د دې لپاره چې د پورته سوال صحیح ځواب ترلاسه کړی، نو باید لاندې موارد وڅېړو:

۱- د ۲۰۲۰م کال د مې په ۲۵مه د امریکا د میناسوټا ایالت په مینیاپولیس سیمه کې  امریکایي پولیس د جورج فلویډ په نوم یو افریقایي الاصله امریکایی وواژه چې دا یو لوی جنایت و، هغه داسې چې کله پولیس د تمرین لپاره ولاړ هغه د پولیسو تر ځواک پورې ورسېد، چې بالاخره د یوه نفر پر غاړه باندې د پښې اېښودلو او شارګونو باندې د فشار راوړلو سره یې دغه تمرین پای ته ورساوه. یاد جنایت ۹ دقیقې وخت ونیو، چې په دغه وخت کې د فلوېډ نفس ور بند شوی و او چیغې یې وهلې: « نفس مې بند دی، ساه نشم ایستلی» تر هغې چې ومړ. دغه وحشي صفته جنایت ټولو امریکایانو په خپلو سترګو ولید او دوی د امریکایي پولیس وحشت د تور پوستو پر وړاندې په خپلو سترګو ولید، نو یوه ورځ وروسته په ښار کې لاریونونه پیل شول او د بشر پر وړاندې دغه وحشي جنایت يې وغندلو. وروسته لاریون کوونکي د امریکا نورو ښارونو ته هم ولاړل او له ځانونو سره یې هغه د ساه بندۍ دردوونکې ويدیو ګرځوله، کومه چې د ټولنیزو رسنیو په سایټونو کې خپره شوې وه، بالاخره لاریون کوونکي د امریکا تر اتیا ښارونو څخه زیاتو ښارونو ته ورسېدل.

له دې څخه وروسته چارواکو د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره نظامي مقررات وضع کړل؛ ځکه چې ځینو له دوی څخه ډېرو خشنو کړنو لکه وژلو، غلاوو او د دوکانونو او پولیسو قرارګاوو ته اور اچولو ته مخه کړې وه. امریکایي پولیسو د لاریون کوونکو پر وړاندې له زور څخه کار واخیست او په بېلابېلو ښارونو کې یې له ۴۰۰۰ څخه زیات کسان ونیول، د څو کسانو وژل یې هم اعلان کړل، ملي ګارد ته امر شوی و چې د امنیت ټینګښت ته پاملرنه وکړي او کوڅې تر خپل کنترول لاندې راولي او حتا د امریکا پوځ وویل چې امریکا د دا ډول لاریونونو چې د مرکز (واشنګټن) امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی و، مخینه نه لري. کله چې لاریون کوونکو په سپینه ماڼۍ باندې حمله وکړه، نو ټرمپ د ډار او وېرې له امله د ځمکې لاندې امن ځای ته وتښتول شو.

۲-  دغو لاریونونو د امریکا د کورني امنیت له توانایۍ څخه هم پرده پورته کړه، چې د امریکا دولت مخکې له دې څخه زیات په خپل زور باندې مغرور و، خو کله چې اور اچول، د مغازو چور او چپاول او زیات شمېر د پولیسو قرارګاوې له منځه یووړل شوې، بالاخره امریکایانو ته د دوزخ اخطار ورکړل شو، چې دا د دوی حکومت ډېر له وړاندې په نورو هېوادونو کې ترسره کړی و او دوی یې په ظلم او تباهۍ باندې تهدید کړل چې خپله امریکایانو دغه ډول معامله له نورې نړۍ سره کړې ده، نو دا د دوی لپاره یو لوی ټکان و. ولسمشر سوله ییز لاریون کوونکو ته د ناروغو سپیو خطاب وکړ او تهدید یې کړل او ورته ویې ویل، که لاریون کوونکي د سپینې ماڼۍ (چې د سیمونو او کانکريټي دېوالونو په واسطه احاطه ده) په دېوالونو حمله وکړي، نو د دوی پر وړاندې به له ډېرو ناوړه او وژونکو سلاوو څخه کار واخلي. ټرمپ د ایالتونو پر حاکمانو غږ وکړ چې په خپلو ایالتونو کې لاریون کوونکو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ او امنیت په زور ورباندې تحمیل کړئ او له ملي ګارد څخه د کار اخیستلو اجازه یې هم ورکړه او که پولیس او ګارد د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلل، نو د امریکا پوځ چې د تیارسۍ په حالت کې دی، په څلورو ساعتونو کې لاس پر کار شي، خو په اصل کې مخکې له دې څخه چې دغه ناورین رامنځته شي، پوځ په مرکز(واشنګټن ډي سي) کې ګمارل شوی و، خو د تورپوستو پر وړاندې د ولسمشر له پراخ نژادي تبعیض څخه امریکایي پوځ د خلکو پر وړاندې وګمارل شو. له بل پلوه وږي خلک چې د سوله ییزو لاریون کوونکو یوه برخه وو، دوی د پولیسو او ګارد خبرو ته غوږ نه نیولو، یا د کرونا ویروس ځپل شویو خلکو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره لاریون کولو، هسې په خوله یې د قاتلینو نیولو چیغې وهلې او په پولیسو کې د اصلاحاتو غوښتنه یې کوله، د لاریون کوونکو دویمه برخه داسې خلک وو چې غوښتل یې په دولتي مرکزونو، په ځانګړي ډول د پولیسو په مرکزونو حمله وکړي او ویې سوځوي او ویران یې کړي. ولسمشر ټرمپ وروسته اعلان وکړ چې دا د کپیټلېزم ضد افراطي حرکتونه دي! د لاریون کوونکو درېیمه برخه داسې خلک وو چې غلا، لوټماري او ورانوونکي کارونه یې ترسره کول.

۳ـ  د امریکا د پولیسو واقعیت دا دی چې سپین پوستي ورته یو اصل ښکاري؛ ځکه نو دوی تورپوستو ته سپکاوی کوي او زیاتره تورپوستي د پولیسو په لاس وژل کېږي. ځینې دغه پېښې ثبت شوې هم دي، لکه څنګه چې په دغه وروستیو کې فلوېډ هم ووژل شو، دا ډول پېښې کمې نه وې، مګر ډېر په تکراري ډول سرته رسېدلې دي. نژادي تبعیض په امریکایي ټولنه کې خپل اوج ته رسېدلی او د دوی په ټولنه کې یې زیاتې پېښې لیدل کېږي.

مګر دلته څو دلیلونه دي چې د ۲۰۲۰م کال د مې په ۵مه د میناپولیس په ښار کې د فلوېډ وژنې ولې د نژادي تبعیض پر وړاندې د خلکو په پراخه کچه غبرګونونه راوپارول. دلته ځینې پخواني او ځینې نوي دلیلونه شته، خو په ځانګړي ډول په امریکا کې د تورپوستو پر وړاندې فرقه يي سیاست مخکې وړل د دې سبب شوی دی.

الف- په امریکایي ټولنه کې د برابرۍ د تامین ماتې: د امریکا اوسنۍ ټولنه د توکم‌پالنې پر بنسټ رامنځته شوې ده. اروپایانو، په ځانګړي ډول انګلیسي مهاجرینو د میلیونونو بومي امریکایانو پر جسدونو باندې د امریکا اصلي اوسېدونکي مستعمره کړل. په نوو مستعمرو کې د کار په موخه یې افریقایي غلامان راوستل، همدا علت دی چې افریقایانو ته تل د غلامانو په سترګه کتل کېږي. دغه کړنه د پېړیو لپاره په رسمي ډول ترسره کېده، چې په دوام یې افریقایان د توکمیز بېاوالي په وجه د سپین پوستو په ځمکو او صنایعو کې د تر اجباري کار لاندې وو. د ۱۷۹۰ م کال د طبیعي کېدو قانون یوازې سپین پوستو ته د امریکا تابعیت ورکړ او د تورپوستو تابیعیت یې په ۱۸۶۰م کلونو کې د رایې د ورکولو د حق له ترلاسه کولو سره سره، رد کړ. په هر صورت، د تورپوستو پر وړاندې توکمیز چلند یوه رسمي تګلاره پاتې شوه، چې حتی د کورنۍ جګړې تر پای ته رسېدو وروسته هم په امریکا کې شتون لري. د شلمې پېړۍ تر نیمایي وروسته د مدني حقوقو د تحریک په نامه یو لوی غورځنګ رامنځته شو او مارتین لوترکېنګ په امریکا کې د امریکایي اتباعو په توګه د تور پوستو د بشپړو حقوقو د رسمي پېژندلو په پایله کې د تورپوستو پېژندل شوی مشر شو.

که څه هم دغه افریقایان فکر کوي چې دوی هغه ملکي حقوق ترلاسه کړي، چې پلرونه او نیکونه یې ترې محروم وو، خو دغه فکر د سپین پوستو امریکایانو ذهنیت ډېر نه دی بدل کړی. دوی اوس هم دغو افریقایانو ته په خورا سپک نظر ګوري او د دوی پر وړاندې توکم‌پالنه هماغسې دوام لري. که څه هم امریکایي مشران تل د توکم‌پالنې د پای ته رسېدو چیغې وهي، خو ګڼ شمېر راپورونه دا څرګندوي چې په امریکا کې د افریقایي نژاد پر وړاندې د توکم‌پالنې خندق د ژورېدو په حال کې دی. د سپین پوستو امریکایانو پر وړاندې د تورپوستو امریکایانو د بندیانو لوړه کچه، د تورپوستو بې کارۍ لوړه کچه، د دوی د عوایدو ټيته کچه، د روغتیایي خدمتونو کموالی او ... په امریکا کې د تورپوستو پر وړاندې ښکاره تبعیض په ډاګه کوي. په امریکا کې هغه سیمې چې سپین پوستي امریکایان پکې مېشت دي، کافي روغتیایي خدمات لري او د تورپوستو د سیمو پر پرتله یې د کورونو بیې هم لوړې دي.

ب- واک ته د ټرمپ د متعصبې ادارې رسېدل او له سپین پوستو څخه وکالت: هغه ډلې چې له جمهور ريیس ټرمپ څخه ملاتړ کوي، فکر کړي چې سپین نژاد پر تور نژاد باندې برتري لري. دا هغه ډلې دي چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ تر رسېدلو وروسته تل ستایل شوې او ټرمپ یې د خپل ځان ملي رهبر بللی دی. دوی له هغه مسیحیانو سره یو ځای دي چې د سپین پوستو برترۍ ته یې دیني رنګ ورکړی. د مسلمانانو پر وړاندې د جمهور ريیس ټرمپ اخلاص! چې پر اساس یې امریکا ته د ځینو مسلمانانو د ورتګ د وېزو په ترلاسه کولو کې ممانعت وکړ، د مکسیکو د خلکو ضد اعلامیه او هغه پلان چې یوه برخه یې د مکسیکو پر سرحد باندې د دیوال جوړل وو ، د چین پر وړاندې سوداګریزه جګړه او کرونا ته چینایي ویروس ویل، په امریکایي ټولنه کې د چین پر وړاندې د دوښمنۍ د نظریې رامنځته کول، په ۲۰۱۷ م کال کې په ویرجینیا کې د نویو نازیانو پر راټولېدنې د ده زغم، د اقلیتونو پر وړاندې د ده توهینوونکي ژبه او د دې ټولو ترڅنګ د تورپوستي فلوېډ د وژنې  په اړه د ده څرګندونې او د هغه په ملاتړ د کېدونکو لاریونونو تر فشار لاندې نیول، دا ټول په ګوته کوي چې جمهور ريیس ټرمپ په امریکا کې د توکم‌پالنې د احساساتو تر ټولو لوی پاروونکی دی. د ده د ریاست په موده کې د تورپوستو، مسلمانانو، د کسیکو د خلکو او چینایانو پر وړاندې د دښمنیو شمېر تر بل هر وخت زیات شوی دی. دوی ته اوس له پخوا څخه ډېر د امریکایانو د دندو د اشغالوونکو په سترګه کتل کېږي او فکر کړي چې تورپوستو د دوی پر شتمنۍ خېټه اچولې ده. په دې ډول نن ورځ د امریکایي ټولنې په ډېرو سکټورونو کې دغه توکمي تبعیض د لمر په شان روښانه شوی دی.

ج: په امریکایي ټولنه کې د کرونا ویروس اغېزې: په امریکا کې د فلوېډ پر وژنې باندې د اعتراضونو د زیاتېدو یو علت په عین وخت کې د کرونا ویروس خپرېدل او د قرنطین پلي کول وو؛ ځکه دغې مسئلې له یوې خوا امریکا له لویو ستونزو سره مخ کړې او له بلې خوا یې د بې کارۍ کچه لوړه کړې ده. دغې ستونزې امریکایان د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي. درېمه خبره دا ده چې امریکایانو په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدلو په مخنیوي کې د دولت ملاماتوونکې ماتې په خپلو سترګو ولیدله، دوی ولیدل چې دولت یې د ناروغۍ پر وړاندې د روغتیایي درملو او ماشین الاتو په برابرولو کې پاتې راغی. که څه هم امریکا له چین او اروپا وروسته د ویروس د څپې لخوا تر حملې لاندې راغله او د امریکا لپاره پوره وخت و، ترڅو ځان د دغه ویروس پر وړاندې پوره اماده کړي، خو امریکا له دغې فرصت څخه ګټه وانه خیستله. د دې ترڅنګ د اپیډیمیک ناورینونو پر وړاندې د ټرمپ د ادارې کړنې د امریکا د سیاسي ټولنې د وېشلو سبب شوې دي.

یوه بله مهمه او اساسي مسئله دا ده چې د امریکایي ټولنې اوسني احساسات د کپیټلېزم پر وړاندې د دوی ژوره کرکه څرګندوي. په امریکا کې د شتمنۍ د وېش پروسه د پانګوالو د یوې وړې ډلې په ګټه په وېروونکي ډول په خورا چټکۍ سره پر مخ ځي. دغه ډله د خپل تحمیلي قدرت په درلودو سره پر سیاست باندې خپل ځانګړی اغېز لري. د همدغه اغېز په وجه رامنځته کېدونکي مالي پالیسۍ دوی ته مالي معافیت ډالۍ کوي او منځني او ټیټ عاید لرونکي خلک د ملا ماتوونکو مالیاتو پرې کولو ته اړ باسي. په امریکا کې روان لاریونونه د کپیټلېزم ضد حرکتونه څرګندوي، چې ولسمشر ټرمپ دغو حرکتونو ته د تروریستانو په توګه د درجه بندۍ غوښتنه کړې ده. دغه حرکت چې په وال سټریټ کې ۲۰۰۸ م کال د مالي ناورین وروسته د ونډو د بازارونو د لاندې کولو په نامه پانګوالۍ د عالي سمبول په توګه یاد کړی دی. د دغو خوځښتونو پلویان زیاتېږي او په امریکایي ټولنه کې یې رېښې د قوي کېدلو په حال کې دي، چې د کپیټلېزم پر وړاندې د درېدلو او تاوتریخوالي غوښتنه کړي. دوی تور لګوي چې لاریون کوونکي د حکومتي تاسیساتو لکه، د پولیس سټېشنونو سوځولو او ویجاړولو لپاره رهنمایي کېږي.

۴- دې ټولو د امریکا د بهرني سیاست غبرګونونه درلودل، چې د لاندې دلایلو له امله یې اغېز درلود:

الف- په امریکا کې د وېش حالت: د ټرمپ دولت له ۲۰۱۷ م کال را پدېخوا دا څرګنده کړې چې امریکا متحده نه ده، داسې ډېرې کړنلارې شته لري چې د امریکایانو د وېشلو سبب شوې، لکه: جنګونه، نړیوالې مرستې (د مالیې پیسې، د اقلیتونو سره معاملې، کډوالي او داسې نور سیاستونه) چې د امریکایانو لخوا په نړۍ کې خپلو اجنټانو ته چمتو کېږي. د ولسمشر ټرمپ راتګ خپله په امریکا کې د تفرقې د راتللو یو مهم لامل دی، د ده شخصیت، ځانغوښتنه، له  واک سره مینه، د عقل نشتوالی، جګړې ته تمایل، داخلي شخړې او دې ته ورته لاملونو امریکایي ټولنه د وېش په ترازو درولې ده. د ټرمپ دغه ټولې کړنې د دې سبب شوې چې امریکایان د ټرمپ په اړه مختلف نظرونه ولري، داسې چې یا له ټرمپ سره همفکره او یا هم مخالف شي. د هغه په اداره کې د دندو ختمول او له کار څخه استعفا ورکول هغې کچې ته رسېدلي چې له دې وړاندې په امریکا کې د هېڅ ولسمشر سره نه دي شوي، د کرونا ویروس کړکېچ او د ولسمشر ټرمپ او د ځینو ایالتونو د والیانو ترمنځ شخړو زیاتېدل د امریکا د وېش شدت په ډاګه کوي. دغه وېش د امریکا سیاسي او مالي مرکزونه تر برید لاندې نیسي او په ټوله کې په ټولنه کې منعکس کېږي. د ناورینونو  او د خلکو د لاریونونو پر وړاندې د ولسمشر او د ده د دولت عکس العمل د امریکایي وګړو په منځ کې د مرګوني نفاق او  بېلتون ښودونکي دي.

ټرمپ د فلوېډ له وژل کېدلو وروسته د لاریون مخالفت وکړ او د زور له لارې د امنیت د ټینګولو غوښتنه یې وکړه، چې د ډیموکرات ګوند او د ځینو والیانو د مخالفت سره مخ شو. حتی د دفاع وزیر سپینې ماڼۍ ته نږدې په یوه کلیسا کې د ولسمشر له لیدلو څخه بښنه وغوښته. وروسته له هغې چې امنیتي ځواکونو لاریون کوونکي له خپل شاوخوا څخه لرې کړل، دا د ټرمپ لپاره سیاسي پروپاګند وبلل شول. د وروستیو مثالونو او شخړو له ډلې د (د متحده ایالاتو د پخوانیو دفاع وزیرانو او لسګونو نظامي چارواکو په یو ګډه پیغام کې  ولسمشر ټرمپ او د هغه پلویان د لاریون کوونکو سره د مقابلې د پوځي قوت پر استعمالولو سره د خپلې لوړې او اساسي قانون سره پر خیانت تورن کړل. د دغه پیغام د لاسلیک کوونکو په منځ کې د دفاع پخوانی وزیر جیمز مټیس هم شامل وو. (Al-Jazeera.net 7/6/2020  دا مسئله یوازې د دفاع پخوانیو وزیرانو پورې محدوده نه وه، بلکې د مخکنۍ منبع د څرګندونو مطابق د اوسنیو چارواکو په ګډون د سخت غبرګون سره مخ شوې:

(سي ان ان د پنټاګون د یوه چارواکي په حواله لیکي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاریونونو د ارامولو لپاره په واشنګټن او نورو ښارونو کې د لس زرو سرتېرو د ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې، خو دفاع وزیر مارک ایسپر او مارک مېلي یې غوښتنه رد کړې، ځکه چې په واشنګټن او نورو امریکایي او اروپایي هېوادونو کې ګڼ شمېر خلک د نژادپالنې او د پولیسو د ظلم پر وړاندې لاریونونه کوي. نیویارک ټایمز مجلې رپوټ ورکړی چې په سپینه مانۍ کې له ځینو سرچینو په دې خبره پوه شوي چې د ډونالډ ټرمپ او مارک مېلي ترمنځ لفظي شخړه هم شوې ده. په رپوټ کې راځي چې جنرال مېلي ولسمشر ټرمپ ته په لوړ غږ وغږېد او دا یې ونه منله چې د لاریون کوونکو د ارامولو لپاره د امریکا د ښارونو سړکونو ته سرتېري زیات کړي، مېلي پر دې باور دی چې دا کار د قانون خلاف دی.)

ب ـ د ولسمشریزو ټاکنو دوره: خبره یې لا سخته کړه. دغه لاریونونه د ډیموکراټ کاندید جوبایډن او جمهوري غوښتونکي ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر وخت راولاړ شول. ټرمپ یې د ولسمشر په توګه راتلونکي ته اندېښمن دی او غواړي د روان کال په نومبر میاشت کې یو ځل بیا ولسمشر شي، دا یې لومړیتوب دی، خو اوس یې اصلي اندېښنه له کرونا ویروس سره مبارزه، د امریکا پر اقتصاد د دغه ویروس اغېز، د میلیونونو امریکایانو بېکاره کېدل او د دغه ویروس د ناورینونو په مدیریت کې د ده ناکامي ده. دی له دې وېرېږي چې دا په داسې عامل بدل نه شي چې ډیموکراټ سیال یې په ټاکنیزو کمپاینونو کې ترې مخکې شي. د لاریونونو په دغه څپه کې ولسمشر ټرمپ غوښتل ځان یو پیاوړی کس وښيي چې امنیت کنټرولولی شي، د خلکو مال خوندي کوي او دې چارې یې د ټاکل کېدو چانس هم ډېراوه ... خو سیال یې، جوبایډن ( چې له ډیموکراټ ګوند څخه دی) او نور قدرتونه هڅه کوي چې دا خبره برعکس وښيي، خلکو ته یې داسې څېره ښيي چې د امریکا ټوټې کولو ته لار برابروي، داسې کس چې د فلویډ له مړینې او ورپسې لاریونونو وروسته د امریکا پر ټپ پټۍ نه شي اېښودلی، دا ځکه چې د لاریون کوونکو پر وړاندې یې سختې خبرې کړې وې.

ج – د دولت لخوا د لاریون کوونکو سرکوبول: د نړۍ هېوادونه شاهدان دي چې امریکا له لاریون کوونکو سره څومره ظالمانه چلند وکړ، ولسمشر یې په زور، داړونکو سپیو او وژونکو وسلو د وضعیت ارامولو خبرې وکړې. له ډېر وخت وروسته زرګونه بندیان، د پولیسو په لاس لرګي او ګاز بهوونکی ګاز پکې ولیدل شو. دې هر څه د خپلو مخالفانو پر وړاندې د امریکا هغه استدلال له منځه یووړ چې د بشر حقونو، د فکر د بیان ازادۍ، د اپوزېسیون او مخالفانو د ملاتړ او نورو نومونو به یې کاوه. دا د دې سبب کېږي چې امریکا یې د نړۍ په کچه یوه لویه توجیه له لاسه ورکړي... دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخاروف تصدیق کړه، دې وویل: «د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په وروستیو او د جون په لومړیو کې امریکا متحده ایالتونو دا حق له لاسه ورکړ چې د نړۍ کوم هېواد ته د بشر د حقونو په اړه نظر ورکړي.» دې په امریکا کې د نژادپالنې پر وړاندې لاریون کوونکو سره د پولیسو د زیاتي په اړه خبرو کې زیاته کړه: «هرڅه خلاص شول! له دې وروسته دا حق نه لري.» ( الیوم السابي، ۲۰۲۰/۶/۲).

۵-  په دې توګه، نژادي تعصب په امریکا کې ریښې کړې دي، د یو څه وخت لپاره به ارام شي، خو بیا پیلېږي. دا له پیل راهیسې د کپیټلېسټ نظام ستونزه ده، د بشر په لاس جوړ نظام لاس هم پکې دی؛ ځکه دا د انسان هوس او غوښتنه ده چې سپین ته د قهوه‌اي او سره ته د زېړ په پرتله لوړوالی ورکړي... ان که دا توپیر نورو ته او ان ځان ته یې ستونزې جوړې کړي او ژوند یې تریخ کړي.

یوازې اسلام دی چې نژادي تعصب ته ځای پکې نه و او نشته، د انسانانو تر منځ د رنګ، مقام او شتمنۍ په لحاظ توپیر نشته. ټول یو شان دي، یوازې د تقوا له مخې یې توپیر کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِير))

ژباړه: اې خلکو! موږ تاسې له یوه نارینه او یوې ښځې څخه پیدا کړی او بیا مو تاسې قومونه او قبیلې وګرځولی تر څو یو او بل وپېژنی. په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې له تاسو څخه تر ټولو زیات عزتمن هغه څوک دی، چې په تاسو کې تر ټولو ډېر پرهیزګار وي. په باوري ډول الله سبحانه وتعالی په هرڅه پوهېدونکی او باخبره دی. (حجرات: ۱۳)

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي:

«يَا أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلا لا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلا لأَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلا بِالتَّقْوَى، إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ، أَلا هَلْ بَلَّغْتُ؟»، قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: «فَلْيُبَلِّغِ الشَّاهِدُ الْغَائِبَ»

ژباړه: اې خلکو! ستاسو رب او پلار(ادم) یو دی. عرب له عجمو او عجم له عربو غوره نه دي، همدارنګه سپین پوستي تر تور پوستو او تور پوستي تر سپین پوستو غوره نه دي، مګر د تقوا له مخې. د الله سبحانه وتعالی په نزد ستاسو څخه هغه غوره دی چې تقوا ولري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ایا ما خپل پیغام تاسو ته درورسولو؟ خلکو وویل هوکې د الله سبحانه وتعالی رسول موږ ته خپل پیغام راورسولو. بیا رسول الله وویل چې دا پر تاسو فرض دی چې دغه زما پیغام هغو خلکو ته چې اوس نشته ورورسوئ.

همداسې فرمایي:

«وَلَا لِأَسْوَدَ عَلَى أَبْيَضَ وَلَا لِأَبْيَضَ عَلَى أَسْوَدَ»

ژباړه: تور پر سپین او سپین پر تور برتري نه لري

یواز‎ې اسلام نژادي تعصب ته د پای ټکی ږدي، د ځمکې او اسمانونو رب وايي چې د حقیقت خواته لارښوونه وکړئ او په ځمکه کې نېکي خوره کړئ.

((أَفَمَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ يُتَّبَعَ أَمَّنْ لا يَهِدِّي إِلا أَنْ يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ))

ژباړه: ښا نو وویاست چې هغه څوک چې د حق خواته لارښوونه کوي، هغه د دې وړ دی چې پیروي یې وشي، یا که هغه چې په خپله هم لاره نه مومي، مګر دا چې ورته لاره وښودل شي؟ نو پر تاسو باندې څه شي شوي دي، څنګه چپه چپه پرېکړې کوئ؟ (یونس: ۳۵)

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې