سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په مالي کې پوځي کودتا
بسم الله الرحمن الرحيم
په مالي کې پوځي کودتا

(ژباړه)

پوښتنه

د ۲۰۲۰م، د اګېسټ په ۲۷مه اناضول خبري اژانس، د مالي پوځي شورا په قول اعلان وکړ، چې د مالي ولسمشر ابراهیم ابوبکر‌کیتا له زندانه خوشې شو. د ۲۰۲۰م د اګېسټ په ۱۸مه، په مالي کې د ولسمشر ابراهیم ابوبکر‌کیتا پر وړاندې د پوځي کودتا خبر ورکړل شوی و او له همدې کبله کیتا او د هغه لومړی وزیر بوبوسیسیه نیول شوي وو. پوښتنه دا ده، چې د دغې کودتا تر شا د چا لاس دی او ایا د اروپا او امریکا په جنجالونو پورې اړه لري او که نه؟

ځواب

د مالي د روان حالت د ښه پوهېده لپاره، لاندې موارد څېړو:

 ۱ـ  هغه څه چې اوسمهال په مالي کې رامنځته شوي، له هغه څه سره یې تشبه کوو، چې اته کاله پخوا پکې رامنځته شوي وو. د ۲۰۱۲م د مارچ په ۲۲مه، د هغه وخت ولسمشر امادو «احمدو» توماني توري پر وړاندې یوه ډله ټیټ رتبه افسرانو کودتا وکړه، چې هغه وخت د ولسمشر، د دویم ځلي ولسمشرۍ یوازې یوه میاشت پاتې وه. هغه وخت مو ویلي وو، چې د کودتا تر شا د امریکا لاس دی. په هغه پوښتنه کې چې د ۲۰۱۲م د مارچ په ۲۴مه شوې وه، داسې ځواب مو ورکړی وو: «هغه څه مو چې وویل د دې ښکارندویي کوي، چې د کودتا تر شا د امریکا لاسونه وو. امریکا غواړي ځان دغې اسلامي خاورې ته ورسوي، نفوذ پکې زیات کړي او ځان د هغوی پخواني ښکېلاک کوونکي (فرانسه) پر ځای، چې اوس هم نفوذ پکې لري، ځایپرځای کړي. د امریکا موخه دا وه، چې د مالي ټاکنې ګډوډې کړي، ځکه د مالي سیاسي کادرونه په فرانسه پورې تړلي او امریکا په دې کودتا سره وکولی شول، د فرانسې د مزدورانو او د هغوی د سیاست پلوو کارونه ګډوډ کړي. اوس ویلی شو چې د مالي پر پوځیانو د امریکا د تسلط له کبله؛ دغه خاوره په امریکا پورې تړلې ده.»

اوسمهال هم ځینو پوځیانو، چې تر ټولو لوړ رتبه یې جنرالان دي، د ابوبکر کیتا پر وړاندې، چې په لومړي ځل د ۲۰۱۳م، د اګېسټ په ۱۵مه او دویم ځل د ۲۰۱۸م، د اګېسټ په ۱۲مه د ولسمشر په توګه وټاکل شو، کودتا وکړه. پوځیانو د (کاتي) په نوم له خپل محل څخه، چې تر پلازمېنې پنځلس کیلو متره فاصله لري، حرکت وکړ او دا هغه پوځي محل دی، چې د ۲۰۱۲م، کودتا کوونکو هم حرکت ترې راکړی وو. د ۲۰۱۲م، د مارچ له کودتا وروسته فرانسې وکولی شول د امنیت له شورا داسې پرېکړې صادرې کړي، چې هغوی ته یې اجازه ورکوله، څو د مالي په شمال کې مداخله وکړي. دغه فیصلې عبارت وې له؛ د ۲۰۱۲م، د سپټمبر د ۲۳مه، ۲۰۷۱ ګڼه فیصله او د ۲۰۱۲م، د ډسمبر۲۰مه، ۲۰۸۵ ګڼه فیصله، چې له القاعدې او بنسټپاله ډلو سره د جګړې په پلمه صادرې شوې؛ خو حقیقت دا دی، چې د فرانسې د ښکېلاک د ملاتړ په موخه صادرې شوې وې. د دغو پرېکړو پر اساس نړیوال ځواکونه جوړ شول. د دغو ځواکونو شمېر ۱۵زره سرتیري وو، چې اساس یې اروپا او فرانسې جوړاوه. دغه راز فرانسې د افریقا ګډ ځواکونه، (د سواحلو دولتونو پنځه ګونه ځواکونه) په نوم جوړ کړ، چې له موریتانیا، مالي، نیجر، بورکینوفاسو او چاد څخه تشکیل شوي وو. هغه ځای چې د فرانسې نفوذ پکې قوي دی، نو په دې ترتیب فرانسه په دې وتوانېده چې د ۲۰۱۲م، له کودتا یونیم کال وروسته، په مالي کې خپل نفوذ قوي کړي. دغه قوت په ۲۰۱۳م، د اګېسټ په ۱۵مه او دویم ځل د ۲۰۱۸م، د اګیسټ په ۱۲مه، د ابوبکر کیتا د ټاکل کېدو پر مهال، رامنځته شو. که څه هم امریکا د مالي په وګړو کې د فرانسې په کچه نفوذ نه لري، خو په پوځیانو کې یې لري. د همدغې نفوذ له کبله دوی وتوانېدل، چې اوسنۍ کودتا تر پخوانۍ هغې ځواکمنه ترسره کړي. امریکا له خپلې لومړۍ کودتا وروسته، چې یونیم کال یې دوام وکړ، په سیاسي کادرونو او مدني ټولنو کې پر جلب او جذب پیل وکړ او د اوسنۍ کودتا لپاره یې په پوځیانو او عامو وګړو کې پر نفوذ بسنه ونه کړه.

۱ـ د ۲۰۲۰م، د اګېسټ په ۱۹مه، د نوې کودتا رهبر جنرال قاسمي کویتا، ځان د هغې کمېټې رییس معرفي کړ، چې ده ورته (د خلکو د نجات ملي کمېټه) وویله. د ۲۰۲۰م، د اګېسټ په ۱۸مه د سه شنبې په ورځ، دی او هغه پوځیان چې کودتا یې تر سره کړه، د ټلوېزیون پر شیشه راڅرګند شول. دغه راز کودتا کوونکو، ولسمشر کیتا او لومړی وزیر سیسیه او همدارنګه وزیران او نور مسوولین، چې ۱۷تنه کېدل، زنداني کړل. وروسته یې په ټلوېزیون کې د کیتا ځینې سرتیري ښکاره کړل، تر څو ووایي چې هغوی د اردو رهبري پریښې ده. دغه راز یې په خپلو خبرو کې وویل: «زه د دې پلوی نه یم، چې په قدرت کې زما د پاتې کېدو لپاره دې وینه تویې شي.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۱۹مه)

د کودتا کوونکو ویاند اسماعیل واغي وویل: «زموږ هېواد په جنجالونو او ناامنۍ کې غرق دی او لوی دلیل یې د هغو کسانو تېروتنې دي، چې د هېواد برخلیک یې په لاس کې دی. (سرچینه: رویټرز ۲۰۲۰م، د اګېسټ ۱۹مه) هغه زیاته کړه: «ډېر ژر به انتقالي شورا د انتقالي رییس په مشرۍ جوړه کړو، دغه شورا به له پوځیانو او غیر پوځیانو تشکیل شي. موږ له مدني ټولنې، حزبونو او ډېری خلکو سره په اړیکه کې یو او ټول په دې هڅه کې یو، چې د قدرت انتقال ترتیب کړو. په هغه ملي کمېټه کې چې انتقالي شورا جوړه کړې ۶کسه پوځیان او ۱۸کسه غیر پوځیان شامل دي او پخپله د تشریعي انتقالي پلاوي رول پر غاړه لري، تر څو د شورا رییس د غړو په واسطه وټاکل شي.» (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۲۱مه) نو له دې ښکاري، چې پوځيانو کودتا له ځینو سیاستوالو، مخالفو حزبونو، د مدني ټولنو سازمانونو او ځینو انجمنونو سره په هماهنګۍ تر سره کړې ده. کله چې هغوی په سیاست لاس پورې کوي، نو ښکېلاکګر دولتونه مرسته ورسره کوي او پېري یې. نو له دې ښکاري چې امریکا د دوی ډېری کسان ځانته راجلب کړي، ځکه امریکا د کیتا حکومت د دویمې دورې له پای ته رسېدو مخکې، د هغه په سقوط وتوانېده. پر اردو له تمرکز او پوځیانو کې د مزدورانو پر جذب سربېره یې وکولی شوای چې په راتلونکې کې د خپلو مزدورانو بریا تضمین کړي.  

۳ـ داسې ښکاري چې امریکا دا ځل هڅه کوي، چې کودتا یې ولسي اساس ولري او د همدې لپاره یې له تېرې مې میاشتې په زمینه برابرولو پیل وکړ. ځکه خو لارویونونه زیات شول او زرګونه لاریون کوونکي، د مې میاشتې له لومړیو، د مالي پلازمېنې، باماکو ښار کوڅو ته راووتل او د ولسمشر کیتا استعفا یې وغوښته. دغه راز هغه او حکومت یې په فساد، د عامه خدماتو وړاندې کولو کې پر کمزورتیا، په ټاکنو کې پر تقلب، په رهبرۍ کې پر ناتوانۍ او همدارنګه له ټرورېزم او بنیاد‌پالنې سره په مبارزه کې په ناکامۍ تورن کړ. مشخصو حزبونو د (جون۵) یا (ام۵) په نامه د اېتلاف جوړولو پرېکړه وکړه. د جون ۵ اېتلاف رییس او د لاریونونو رهبري کوونکی نوهوم توجو وویل: «زه د هغو پوځیانو همکار یم، چې قدرت یې په لاس کې دی.» دغه راز هغه د ایکواس ډلې مجازات، د هغه څه پر وړاندې یو تندلاری غبرګون وباله، چې ځینو رهبرانو په هېواد کې د سیاسي بې ثباتۍ او کودتا وېره درلوده. هغه په خپل ځای ودرېد، پوځي کودتا کوونکو ته په سلام ویلو سره یې کودتا داسې وبلله: «دغه کودتا د دې لپاره ده، چې د یوه ډیموکرات، مدني او سیکولار دولت د رامنځته کېدو لپاره د مالي د خلکو ارمانونه پوره کړي.» (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۰م د اګېسټ۲۱مه)

نو داسې ښکاري چې په مالي کې دغه لاریونونه خودسره نه وو، بلکې د هغو مزدورانو له خوا رهبري کېدل، چې د ښکېلاکګرو افکار (ډیموکراسي، مدنیت او سیکولرېزم) یې په فکر کې وو. هغوی له پوځیانو سره تړون کړی وو او کودتا ته یې لبیک ویلی وو. امریکا د دې نیت لري، چې مالي په سیمه کې د کودتاوو، سرچینه وګرځوي او په دې ډول په غرب او افریقا کې هغه نظامونه سقوط کړي، چې په انګلیس او فرانسه پورې تړلي دي.   

۴ـ وروسته په مالي کې د کودتا په اړه، په ساحل سیمه کې د امریکا استازي جي پیتر فام په خپل ټوېټر پاڼه ولیکل: «متحده ایالات په حکومتونو کې له هر ډول ناقانوني تغیر سره مخالف دي.» هغه زیاته کړه: «متحده ایالاتو وروسته له هغې چې د ولسمشر ابراهیم کیتا ځینې پوځیان څنډې ته کړل، نو د مالي له اردو سره یې د سیاسي حالت تر روښانه کېدو، د هر ډول همکاریو اړیکې درولي دي.» دغه راز هغه وویل: «رامنځته شوو پېښو ته د کودتا ویل، هغه پرېکړه ده چې قانونو ته له مراجعې وروسته به په ډاګه شي.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۲۲مه)  دغه ډول څرګندونې دا ښيي چې امریکا کودتا او کودتا کوونکي نه غندي او د حکومتونو له ناقانوني تغیر سره، د هغوی د استازي خبرې، عامې خبرې دي او په کودتا پورې هېڅ تړاو نه لري. امریکا ان په مصر کې د سیسي او په سوډان کې پوځي کودتا تایید کړه او هغوی یې کودتا کوونکي ونه بلل؛ ځکه د دوی کار و. د مالي په کودتا کې یې هم همدا ډول موقف ونیوه، ځکه استازي یې وویل؛ دا چې رامنځته شوې پېښې کودتا ده او که نه، قانون ته به مراجعه وکړو! دا په ډاګه کوي، چې د دغې کودتا تر شا د امریکا لاس دی. دغه ادعا، هغه خبرې تاییدوي چې د الجزیرې قطري سایټ د ۲۰۲۰م، د اګېسټ په ۲۱مه خپرې کړې وې: «امریکا د هغو پوځيانو په ګډون، چې د کیتا پر وړانډې یې کودتا وکړه، د مالي ځینو سرتېرو ته منظم پوځي تمرینات ورکړل.»

نو هغو کسانو چې کودتا یې رهبري کړه، امریکا تمرینات ورکړي وو او هغوی یې د خپل ځان لپاره مزدور تربیه کړي دي. د ۲۰۱۲م، په کودتا کې هم همداسې وشول او موږ د هغه پوښتنې په ځواب کې چې په همدې اړه شوې وه، داسې وویل: «د ۲۰۱۲م، د مارچ په ۲۴مه العصر انټرنېټي سایټ، د امریکا له امورو خبرې منبع له قوله خبر ورکړ، چې یوه امریکایي ډيپلومات د نوم نه ښودلو په شرط، رسنیو ته وویل: «امادو «احمدو» د امریکا د سفارت له خوا، د پوځي تمریناتو تر لاسه کولو او له ټرورېزم سره د مبارزې لپاره ګومارل شوی و. هغه زیاته کړه: «احمدو څو ځلې د ځانګړو کارونو لپاره امریکا ته سفر کړی دی.»

له دې پلوه امریکا کټ مټ هغه ګامونه اخلي، چې د ۲۰۱۲م، په کودتا کې یې د اروپایانو څنډې ته کولو او د هغوی ځای نیولو لپاره پورته کړي وو، تر څو په دې ډول دغه خاوره په یوازې ځان مستعمره کړي. خو د دې امکان شته چې دا ځل یې تر پخوا تمرکز زیات وي، ځکه په فرانسه پورې تړلو کسانو پر وړاندې یې، په سیاسي حزبونو او مدني ټولنو کې یو څه خلک راپیداکړي دي.  

۵ـ د فرانسې غبرګون، چې په مالي کې اصلي نفوذ لري، دا و؛ کودتا یې سخته وغنده او د فرانسې ولسمشرۍ اعلان وکړ: «ولسمشر مکرون حالت له نیږدې څاري او دوه زړي هڅې غندي.» (سرچینه: فرانس‌پرس، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۱۸مه) د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر (لودریان) هم په خپلو خبرو کې وویل: «فرانسه دغه خطرناکه پېښه په سختو ټکو غندي.» (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۱۹مه) د ۲۰۲۰م د اګېسټ په ۲۰مه، کله چې مکرون د المان له لومړۍ وزیرې میرکل سره د مالي د بدلونونو د څېړلو لپاره ولیدل، ویې ویل: «فرانسه او المان په مالي کې رامنځته شوې کودتا غندي او د غیر پوځي حاکمیت د ژر راګرځېدو غوښتونکي دي. باید کوم څه د دې لامل نه شي چې د ساحل سیمې، د اسلام پالنې د تندلارو د توتریخوالي له فعالیتونو غافل شو.» د فرانسې دفاع وزیر فلورانس بارلي هم وویل: «پر دې سربېره چې د مالي ولسمشر، دوې ورځې مخکې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه لیرې شو، فرانسه به په مالي کې د تندلارو پر وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۲۰مه) دغه خبرې د کودتا په اړه، د فرانسې د ناارامۍ اوج ښيي؛ هغه ناارامي چې دا په ډاګه کوي، چې د کودتا اصلي موخه د فرانسې نفوذ و. ځکه فرانسې د مالي او د مالي ګاونډیو هېوادونو پانګې غلا کولې او دغه خاورې له رنګارنګ او کم پیدا معدني موادو ډکې دي. دغه راز فرانسه، مالي د افریقا په غرب کې د خپل ملاتړ د ستراتيژیک ملګري په توګه بولي، ځکه له ساحلي دولتونو سره واحده سیمه رامنځته کوي او که چېرې یې له یوې سیمې نفوذ کم شي، په نورو سیمو کې هم کمیږي. فرانسه هڅه کوي هلته خپل پوځي حضور قوي کړي؛ هغه پوځي حضور چې د ۵۱۰۰کسه د اروپا سرتېرو او د ۱۱۰۰کسه الماني سرتېرو په مرسته، د (برخان) په نامه عملیاتو کې هلته حضور لري.» فرانسې د افریقا ګډو ځواکونو د تمویل لپاره، د خلیج دولتونو، لکه اماراتو څخه مرسته وغوښته. انګلیس هلته ۲۵۰ سرتېري له دریو الوتکو سره او همدارنګه د اروپا اتحادیه۶۲۰سرتېري لري. امریکا له مالي ملاتړ او د (برخان) ځواکونو له تجهیزاتو سره مخالفه ده او د استخباراتي معلوماتو له لارې برخه غواړي. دغه راز د هوا له لارې، د خپلو بې پیلوټه الوتکو د څار غوښتنه کوي.

۶ـ د افریقا اتحادیې او ایکواس سازمان هم دغه کودتا وغنده او د افریقا اتحادیې رییس موسی فقی محمد په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: «د ولسمشر ابراهیم کیتا، لومړي وزیر او نورو حکومومتي غړو نیول کېدل، غندم او د دوی ژر تر ژره ازادېدل غواړم.» د افریقا غربي دولتونو اقتصادي غونډې (ایکواس)، چې ۱۵ دولتونه یې غړیتوب لري، ټولو په یوه خوله د مالي پر وړاندې خپلې پولې وتړلې او د مالونو هر ډول صادرات او واردات یې وځنډول. دغه راز د پرېکړو له هر ډول پلاوي څخه یې د مالي غړیتوب لغوه اعلان کړ. د ۲۰۲۰م د اګېسټ په ۲۲مه، د دغه انجمن په استازیتوب یو پلاوی مالي ته ولاړ او د کودتا کوونکو له رهبرانو سره یې ولیدل. تمه وه چې دغه لیدنه به یو ساعت دوام وکړي، خو شل دقیقې وه. د خبري اژانسونو په وینا؛ دغه پلاوی د دې لپاره راغلی و، چې د کودتا کوونکو رهبرانو ته قناعت ورکړي، تر څو کیتا بېرته واک ته راولي او قدرت ورکړي، خو په خپل مسوولیت کې ناکام شول. د کودتا رهبرانو د دوی دغه غوښتنه رد کړه او په خپله کودتا یې ټینګار وکړ او  ویې ویل؛ د انجمن له خوا له رالېږل شوي پلاوي سره خبرې، یوازې د انتقالي پړاو په وخت کې ممکنې دي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره باید ووایم؛ د افریقا په غرب کې، د افریقا اتحادیه او ایکواس سازمان، تر ډېره د اروپا د مزدورانو په لاس کې دي.

۷ـ لنډه دا چې؛ امریکا په افریقا، د مالي په ګډون په ځانګړي ډول اسلامي خاورو کې، د دې هڅه کوي، چې اروپا په ځانګړي ډول فرانسې او انګلیس ته مزاحمت وکړي. ځکه مالي هغه اسلامي خاوره ده، چې ښکېلاکګر هلته د خپل نفوذ د زیاتېدو لپاره له یوبل سره سیالي کوي، څو یې پانګه لوټ کړي، لکه څنګه چې اوسمهال فرانسه زیاته برخه پانګه لوټوي. همدرانګه ښکېلاکګر په دې هڅه کې دي، چې د افریقا په غرب کې، د مالي له ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه  واخلي؛ هغه ځای چې د ساحل له دولتونو سره، یوه سیمه یې، شمال ته هم تللې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د دغې سیمې مسلمان وګړي له فقر، بېچارګۍ او بېلابېلو ناروغیو ځوریږي او د دوی مزدور حاکمان، د ښکېلاکګرو غوښتنې پوره کوي، تر څو یې په بدل کې په ټیټ سر او بې ثباته څوکۍ پاتې شي.  

مالي یو کمزوری هېواد دی او د ښکېلاکګرو په لاس کې دی. هلته مسلمانان قدرت نه لري، چې د ښکېلاکګرو پر وړاندې د خلکو ملاتړ وکړي. دغه ښکېلاکګر په اسانۍ او بې مانا پلمو د پوځي مداخلې پرېکړه کوي او د خلافت دولت په شان (که د الله تعالی خوښه وه، ژر به تاسییس شي) هېڅ کوم بل اسلامي قدرت نشته، چې د ښکېلاکګرو د مداخلو پر وړاندې راپورته شي او دوی ته داسې درس ورکړي، چې هېڅکله یې هېر نه کړي. نو د دغه دولت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې او کار، له لویو واجباتو او مهمو کارونو ګڼل کېږي. ځکه یوازې همدغه دولت موږ ته د کفارو پر وړاندې عزت او نصرت راکوي او ملاتړ مو کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«و إنما الإمام جنة یقاتل من ورائه و یتقی به».(رواه مسلم)

ژباړه: امام د سپر په شان دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او هغه ته پناه وروړل کېږي.

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې