جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې-یونان شخړه
بسم الله الرحمن الرحيم
په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې-یونان شخړه

پوښتنه او ځواب

پوښتنه:

د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر په ۸مه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له یونان سره یوې نوې هوکړې ته رسېدلي دي. د Turkey Now وېبپاڼې په حواله نوموړي وویل چې له خپل یوناني سیال سره دې هوکړې ته رسېدلی چې د دواړو هېوادونو تر منځ څېړنې او خبرې اترې شوي. ده دا خبرې په سلواکیا کې د براټيسلاوا نړیوالې امنیتي غونډې په حاشیه کې د یونان د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدو وروسته وکړې. نوموړي زیاته کړه، کله چې یونان د خپلو ضرب العجلونو په اړه خپل وړاندیزونه وسپارل، د دغو خبرو اترو کوربه توب به ترکیه کوي. له دې وړاندې ترکیې له یونان سره خپلې اړیکې خرابې کړې وې او ګواښ یې کړی و چې د څېړنو لپاره به ترکي کښتۍ او ورسره سکورټ جنګي کښتۍ سیمې ته ولېږي.... د ترکیې او یونان د کړکېچ واقعیت څه دی؟ په دغه کړکېچ کې د نړیوالو دریځونه څه دي؟ د دې تر شا د امریکا لاس دی او که یې ترکیه پخپله کوي؟ ولې په لومړي سر کې خبره دومره جدي پیل شوه او اوس وایي چې د خبرو اترو له لارې یې حل کوو؟ مننه.

ځواب:

د ترکیې-یونان د کړکېچ پر واقعیت د پوهېدو لپاره لومړی باید د دغه کړکېچ دلایل او په ترکیه کې د ننه غبرګونونو ته نظر واچوو، همداراز د دغه کړکېچ کورنیو او نړیوالو ابعادو ته... پایلې ته د رسېدو لپاره پر لاندې موضوعاتو بحث اړین دی؛ لومړی د لاوزېن تړون (Treaty of Lausanne):

لومړی: د لاوزېن تړون:

۱- ترکیه په ایژه سیند او مدیترانه کې تر ټولو اوږد ساحل لري، خو د لاوزېن د تړون له مخې، چې د ۱۹۲۳م کال د اګسټ په ۲۴مه د جنایتکار مصطفی کمال  له لوري په استانبول کې – د ترکیې د لویې ملي اسامبلې چې له خلافت دولت څخه بېله شوې وه، په استازیتوب- لاسلیک شو، د ترکیې برخه محدوده شوه او په ایژه سیند کې ټولې یا ډېری جزیرې د یونان شوې! دا هغه وخت و چې مصطفی کمال اتاترک یې خپل استازي د سویس، لاوزېن ښار ته ولېږل او خپلو متحدینو ته یې وړاندیز وکړ چې به انقره کې له خلافت دولت څخه د ده بېل شوی دولت دغه تړون لاسلیک کوي، متحدینو یې همدا غوښتل! په دې توګه د لاوزېن تړون په سویس کې د برېټانیا، فرانسې او نورو هېوادونو د استازو او همدارز د مصطفی کمال د استازو – چې مشري یې عصمت اینون کوله- تر منځ لاسلیک شو...

۲- د دغه تړون ځینې برخې ډېرې بوږنوونکې دي؛ مثلاً ۱۲مه ماده، په دغه ماده کې راځي چې د ایژې سیند ټولې یا ډېری جزیرې به په یونان پورې اړه لري، ځينې دغه جزیرې د یونان له اصلي خاورې ډېرې لرې او د ترکیې اصلي خاورې ته بېخي ډېرې نږدې دي؛ لکه مېس جزیره ( یونانیان یې کستېلوریزو جزیره بولي) چې د ترکیې انتالیا ولایت ته دوه کیلو متره نږدې ده او د یونان له اصلي خاورې ۶۰۰ کیلو متره لرې ده. دغه تړون یونان ته دا (مشروعیت) ورکړی چې له ترکیې وغواړي چې په ترکي سواحلو کې کیندنې نه کوي! په ۱۵مه ماده کې راځي چې ترکیه باید د ایټالیې په غوښتنه پر سټمپالیا، رودز، هالکي او ... جزیرو باندې له هر حق او مالکیت لرلو تېره شي. ۲۰مه ماده؛ دا چې ترکیه به په برېټانیا پورې د قبرس ضمیمه کېدل په رسمیت پېژني، برېټانیا دا اعلان په ۱۹۱۴ کال کې کړی و. همداراز د ۲۳مې مادې له مخې، دوی هوکړه وکړه چې په دردانیل، مرمره او فاسفورس کې، که د جګړې حالت و که د سولې، د کښتیو او هوا له لارې تګ راتګ ازاد دی! په دې توګه ترکیې په دغو سیندونو کې د جزیرو شاوخوا ګرځېدو ازادي له لاسه ورکړه، اردوغان نن د دې یادونه داسې وکړه: «زما غلا شوی شین هېواد»!

دی په دې اړه په داسې حال کې شکایت کوي چې پر سر یې د هغه وخت د جنایتکار، مصطفی کمال انځور ځوړند دی؛ هغه څوک چې د لاوزېن تړون یې لاسلیک کړ. له دې هر څه سره سره، دی د دې جرئت نه لري چې مصطفی کمال ته ان یوه سپکه کلیمه وکاروي!! د دې پر ځای، پر هغو اکتشافي کښتیو باندې د عثمانیانو د لویو رهبرانو، محمد فاتح او القانوني د نومونو په اېښودو، د ترکیې د خلکو احساسات پاروي، سره له دې چې د ده او د هغو کړنې څومره واټن سره لري! دی وایي: « ټول پوهېږي چې ترکیه له سیاسي، اقتصادي او پوځي اړخه دومره پیاوړې ده چې دغه ناعادلانه اسناد او نقشې پرې کړي.» ده زیاته کړه چې هېواد یې تیار دی چې دردناکو تجربو ته د تګ له لارې دا ثابته کړي، هغه که د خبرو پر مېز وي او که د جګړې په ډګر کې.( الجزیره، ۲۰۲۰م کال د سپټمبر ۵مه). خو دی ودرېد او فکر کوي چې دا یې ښه کړي؛ په داسې حال کې چې د ترکیې خلکو ولیدل چې یونان -که څه هم دومره پیاوړی پوځ نه لري- مېس جزیرې ته خپل پوځیان واستول؛ سره له دې چې په لاوزېن تړون کې راغلي چې دغې سیمې ته به پوځيان نه راځي، خو بیا هم دوی له یونان سره پوځي برخورد –چې حق یې دی- نه کوي.

۳- که څه هم دا تړون یو خیانت و چې مصطفی کمال وکړ، خو دا تړون په انقره کې د لویې ملي اسامبلې په نامه شوی. برېټانیا له دې خبرې راضي نه وه، بلکې له ده یې غوښتل چې هغه شرطونه پوره کړي چې ده ته یې اېښي دي، تر ټولو مهم یې دا و چې خلافت دولت په بشپړه توګه له منځه یوسي او یو سیکولر دولت تاسیس کړي. مصطفی کمال یې هم اطاعت وکړ، دا چاره هم د ۱۹۲۴م کال د مارچ په ۳مه وشوه؛ خلافت ړنګ او دین له دولت څخه بېل شو. په همدغه شپه مصطفی کمال د استانبول والي ته فرمان ولېږه چې خلیفه، عبدالمجید باید تر سبا کېدو مخکې ترکیه پرېږدي، دی هم په نیمه شپه کې له پولیسو سره د خلیفه قصر ته ورغی او اړ یې کړ چې په موټر کې له پولې واوړي او د سویس خواته لاړ شي. دوې ورځې وروسته، مصطفی کمال ټول شهزاده ګان او شهزادګۍ راټول او له هېواده یې بهر کړل. مذهبي مقامونه له منځه یووړل شول، د مسلمانانو بخششونه د دولت مال شول، مذهبي مدرسې ملکي ښوونځیو ته واوښتې او پوهنې وزارت تر څار لاندې راغلل.

له دې سره مصطفی کمال د کورزن څلور شرطه پوره کړل؛ په بشپړه توګه د خلافت له منځه وړل، له ترکیې څخه د خلیفه ایستل، د خلیفه د پانګې ضبط او د سیکولرېزم اعلان. په دې توګه د لاوزېن تړون چې د خلافت له ړنګېدو مخکې یې کار پای ته رسېدلی و، د خلافت له ړنګېدو وروسته لاسلیک او پلی شو! دا وخت و چې د انګلیستان د پارلمان یوه غړي د کورزن پر وړاندې راپاڅېد چې ولې یې د ترکیې خپلواکي منلې، کورزن ورته وویل: « ترکیه اوس مړه ده او هېڅکله به بیا راپورته نه شي؛ ځکه چې موږ یې معنوي ځواک، د دوی خلافت او اسلام ور ختم کړي.» په دې توګه په نړۍ او په ځانګړي ډول ترکیه کې د مسلمانانو له مخالفت سره سره، انګلستان د مصطفی کمال په واسطه اسلام او خلافت له منځه یووړل. له دې سره د ځمکې له سر څخه د ما انزالله مطابق حکومت لرې شو او د ما انزالله خلاف او کفر حکومت او تطبیق ټینګ شو؛ د طاغوت حکومت ټینګ شو چې اوس په ټوله نړۍ کې پلی کېږي.

دویم: دغه تړون د مصطفی کمال اتاترک د نماینده له خوا په سوېس ښار کې امضا کړل شوی و، په داسې حال کې چې ترکیه د اژه په بحر کې محدوده کړل شوې وه. دغه جزیره او ساحل یونان ته ورکړل شول، خو ترکيې د دغه ځای د کیندلو مخنیوی وکړ. د ترکیې دغه حالت د سلګونو کلونو لپاره دوام وکړ، خو اوس ترکیه څه کوي؟ یو کس چې دغه مسایل څېړي، موندلې چې د دغه بحران تر شا دوه عوامل موجود دي: یو کورنی لامل چې د ترکیې اقتصادي حالت دی او بل بهرنی لامل چې  تر شا يې د امریکا متحد ایالتونه ولاړ دي.

۱: کورني لاملونه: 

الف: ترکیه یو انرژي مصرفوونکی، نه تولیدوونکی هېواد دی او په دې وروستیو کې د دوی د تېلو تولیدات په ورځ کې ۵۳ بېرلونو ته رسېږي(Al-Araby Al-Jadeed, 22/4/2020) چې دغه تولید د دوی د ورځني مصرف په پرتله چې په ورځ کې یو میلیون بېرلرونو ته رسېږي، ډېر کم دی (Al-Araby Al-Jadeed, 22/4/2020).. دوی ۴۷۵ میلیون متر مکعب ګاز تولیدوي او ۴۵ میلیون متر مکعب ګاز واردوي (Al-Jazeera Net, 31/8/2020).. ځکه نو ترکیه ډېر لوړ قېمت د ګازو او تېلو واردلو لپاره ورکوي، چې قېمت یې په ۲۰۱۹ کال کې ۴۱ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی و او د ۲۰۱۸ کال په پرتله له۴۳ میلیاردو څخه راښکته شوی و، دا ځکه چې د تېلو او ګازو قېمت په دغه کال کې په نړیواله کچه راټیټ شوی و (Turkish Sabah Daily Newspaper, 27/2/2020). دغه یو لوی عامل دی چې د ترکیې اقتصاد یې تر فشار لاندې راوستلی دی.

ب: بل دا چې ترکیه د تېلو تولیدوونکو هېوادونو لکه ځینو عربي هېوادونو، ایران او اذربایجان او د تېلو مصرفوونکو هېوادونو تر منځ چې هغه اروپایي هېوادونه دي، پرته ده. دغو ځانګړنو ترکیې ته د دهلېز شکل ورکړی دی او د ترکیې د سیهان بندر د اذربایجان د تېلو د صادراتو بندر او د تېلو پایپونو شبکه پر دې بندر باندې جوړه شوې ده. دغه پایپ لاینونه چې په دغو وروستیو کې د ترکيې له خوا واچول شول او د روسیې ګاز غربي ترکیې او له هغه ځای څخه اروپا ته انتقالوي او د ۲۰۲۰ کال د جنوري په اتمه افتتاح شول، هغه نه دي؛ ځکه چې ترکیه له دغه دهلېز څخه له تېرېدونکو ګازو او تېلو څخه فیس اخلي، نو د دغو هېوادنو لپاره د تېلو او ګازو بېل ډېر لوړ دی.

ج- له ۲۰۰۹ کال راهیسې د یهودي دولت او نورو بین المللي کمپنیو له خوا به اعلانونه کېدل چې دوی په ختیځه مدیترانه کې د ګازو او تېلو مهمې ذخیرې کشف کړې دي. د تیمور له ساحې څخه ۸۰کیلومتره د هایفه لویدیځ ته ۹ ټریلیون فوټ مکعب د ایستلو ګاز کشف شوی و، بیا څو میاشتې وروسته د اشغال شوي مرکزي فلسطین د لوېدیځ د ډالېټ په سیمه کې هم ۵۰۰ میلیارد فوټ مکعب په اندازه ګاز کشف شوی و. په ۲۰۱۰ کال کې د لویدیځ فلسطین په جانوتن سیمه کې ۱۶ ټریلیونه فوټ مکعب څخه زیات ګاز کشف شوی و، په همغه وخت کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ یوې مجلې ویلي وو چې په په دغه لسیزه کې په نړۍ کې د ګازو لویه کشف شوې ذخیره همدغه ده.

د: ځکه نو ترکیې نوښت وکړ او له جنوبي کوریا څخه یې پرمختللي او لوی لوی د ګازو کشفوونکي وسایل واخیستل، چې یو له دغو وسایلو څخه د الفيېټ وسیله چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ کال کې د کار اخیستلو لپاره بازار ته راوایستل شوه. وروسته له دې  د دې پر سر ډېر بحرانونه رامنځ ته شول،  قبرس او  یونان ادعا کوله چې ترکیې د قبرس په سمندري سیمه کې کیندنه شروع کړې او د ترکیې بهانه بیا دا وه چې دا خو د ترکي او قبرسيانو حقوق دي. په هر حال په تېرو نږدې میاشتو کې ترکیې له برېټانیا څخه نور د تېلو د کشف وسایل واخیستل او د ګازو استخراج یې نور هم زیات کړ. دغه وسایل په دریاب کې د کیندلو ښه توانایي لري او د ځمکې پېژندنې او پلټنې نور وسایل یې هم تر لاسه کړل تر څو وکولای شي په یو وخت کې په توره  بحیره او د ختیځې مدیترانې په جنوبي قبرس او لویدیځه ترکیه کې هم د ګازو د کشف او استخراج لپاره کار وکړي.

و: ترکیه اړ ده چې د تېلو او ګازو په استخراج او کشف سره خپل اقتصادي حالت اصلاح کړي، له دې څخه شاید مخکې هم یادونه شوې وي چې د ترکیې اقتصاد له سختو ضربو سره مخ شوی چې یو له دغو ضربو څخه د ترکیې د پیسو دوامداره راټیټېدل دي، چې په دې سره ولسمشر اردغان غوښتل چې د ګازو کشف تېز کړي تر څو وکولای شي د خپل اقتصاد لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ولري، دا هم شونې وه چې  د لېرې راټیټېدل او د نوموړي ګوند د مشرانو سرکشي د مخالفو ګوندونو پر وړاندې او د مخالفو ګوندونو جوړښتونو کولای شوای چې د خلکو په منځ کې د اردوغان محبوبیت راکم کړي. د ترکیې د کشف او استخراج موضوع یوازې په مدیترانه کې تر یونان پورې محدوده نه وه، بلکې تر تورې بحیرې پورې هم رسېدلې وه.

۲: بهرني لاملونه:

الف ـ امریکا له دوو اړخونو د ترکیې د هڅو له پیل څخه ملاتړ کوي: لومړی یې موقعیت دی چې اردوغان په ترکیه کې کولای شي د اقتصادي محدودیتونو د لرې کولو په مدیریت سره لکه د ۲۰۱۴م کال په څېر خپل شهرت لوړ کړي چې دا کار کولای شي د امریکا د پالیسیو پلي کول اسانه کړي، لکه په لیبیا کې د هغه مداخله، چې کولای شي د امریکا په ګټه خپلو سیمه‌ییزو مداخلو ته دوام ورکړي. دویم؛ په داسې وخت کې چې امریکا نه غواړي اروپا د روسيې د ګاز تر سیاسي نفوذ لاندې وي او همدا راز نه غواړي چې د ګاز په مسئله کې خپلواک وي. یونان او قبرس د اروپايي اتحادیې غړي دي او پایپ لاینونه یې له اروپا څخه غځېږي، چې دوی ټول له امریکا څخه همدا غوښتنه لري، له همدې امله دا د ترکیې له لارې د ګاز په مسئله کې د اروپا د خپلواکۍ د ګواښ ملاتړ کوي. په دې مانا چې د ترکیې ولسمشر اروغان یونان ته ګواښ کوي او هغه څه سپړي چې د امریکا د پټ ملاتړ سره له موافقې پرته ځانګړې سمندري سیمې بلل کېږي. له همدې امله، د امریکا نظامي کښتیو د ترکیې په پوځي تمریناتو کې برخه اخیستې. د ترکیې د دفاع وزارت په دې تمرینونو کې د امریکا- واشنګټن د جنګي کښتیو ګډون اعلان کړ (۲۰۲۰م کال، د اګست ۲۶مه، ترکیه نو ورځپاڼه)

دا ټول هغه څه دي چې امریکا یې له شرم سربېره، د یوه اروپایي هېواد پر وړاندې د ناټو په اتحادیه کې د یوه هېواد ملاتړ کوي، دا د فرانسې چې د ناټو له هېوادونو څخه دی، د یونان په پوځي مانور کې د ګډون په بدل کې و. دې مانورونو او ځینو نظامي جوړښتونو او د انحراف غږ ... په ختیځې مدیترانې کې یو خطرناک وضعیت رامنځ ته کړی دی چې د ناټو هېوادونو تر منځ نظامي شخړو ته د رسېدو ګواښ ورسره مل دی، یعنې امریکا د پردې تر شا د ترکیې ملاتړ کوي او له یونان څخه بیا فرانسه کلک ملاتړ کوي.

ب ـ له بله اړخه، د یوې لویې جګړې لپاره د امریکا جواز ته اړتیا ده چې تقریباً د ناټو اتحادیې د دوو غړو هېوادونو تر منځ نظامي اقدامات رامنځ ته شي، چې دا د ناورین د حل لپاره د خپل دروند وزن له اچولو پرته پر مخ وړل کېږي چې د هغو داخلي ستونزو سره د هغه بوختیا په ډاګه کړي، لکه د کرونا ویروس او ټول ټاکنې... دا مهال دا اقدام د اروپا، په ځانګړي ډول یونان ته د هغه د ملاتړ لپاره په داسې لارو ورسپاري چې د امریکا شرم په پام کې ونیسي چې ترکیه او یونان د امریکا په مشرۍ د ناټو غړي دي، له همدې امله امریکا په ترکیه کې په پوځي مانورونو کې ګډون کوي چې په دې شرایطو کې یې ملاتړ کوي. دا په یوه اړخ کې دي، له بله اړخه پومپيو یونان ته ډېر په بېړه سفر وکړ او RT راپور ورکړ: «پومپیو پر ترکیې غږ وکړ چې د ختیځې مدیترانې له سمندر څخه خپل ځواکونه وباسي، چېرته چې د ترکیې کښتۍ د نظامي کنډکونو ملاتړ کوي.» (۲۰۲۰م کال، د سپټمبر ۱۳مه). دا په دې مانا چې امریکا د ترکیې ملاتړ کوي، ځان یې د خپلو اروپایي متحدینو پر وړاندې وشرمولو او د ترکیې له ولسمشر اردوغان څخه یې وغوښتل چې د اکتشاف کښتۍ بېرته وروګرځوي، بیا له یونان سره خبرو اترو ته داخل شي، ځکه چې یونان دخبرو اترو لپاره شرط اېښی و، چې هغه د ترکیې د نظامي کښتیو ایستل و.

درېیم- د نورو هېوادونو دریځونه:

۱ـ  د فرانسې دریځ د اروپا تر ټولو ستر دریځ و، لکه څنګه چې له لومړۍ شېبې یې اعلان وکړ چې د یونان تر څنګ ولاړه ده او یو طرفه حرکت کوي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون وویل: [«ما پرېکړه وکړه چې په لنډ مهاله توګه د اروپایي اتحادیې او د یونان په ګډون سره په ختیځه مدیترانه کې د فرانسې نظامي حضور پیاوړی کړم.» (۲۰۲۰م کال، د اګست ۱۳مه د ترکیې انادولو اژانس)] له یونان سره یې ګډ د سمندري ځواکونو ګډ عملیات ترسره کړل چې د رافیل الوتکو په ګډون یې په قبرس کې ځای پر ځای کړي و، بیا یې د ۲۰۲۰م کال، د اګست په ۲۶مه نور مانورونو هم ترسره کړل.

له یونان او قبرس سربېره یې ايټالیا هم ښکېل کړه، دا ټول یې په داسې حال کې تر سره کړل چې په سیمه کې هېڅ نفوذ نه لري! دا ټول دا په ډاګه کوي چې هڅه کوي د ځان لپاره بیا د پام وړ نفوذ رامنځ ته کړي. لکه څنګه چې یې له یونان سره نظامي چلند په داسې وخت کې تر سره کوي چې امریکا له ترکیې سره په مانورونو کې برخه اخلي، دا د امریکا لپاره یوه مطلقه ننګونه ده او په دې کې د ايټالیا دخالت ښيي چې دا د ترکیې پر وړاندې اروپايي هېوادونه سره یوځای کوي، دا د اروپا او مدیترانې هېوادونو (ايټالیا، مالتا او هسپانیا سربېره په یونان او قبرس) او همدا راز په اروپايي اتحادیه او ناټو فشار راوړي چې د ترکیې پر وړاندې کلک دريځونه غوره کړي. د فرانسې ولسمشر وویل: [«موږ لکه څنګه چې اروپایان باید د ولسمشر اردوغان له حکومت سره ټینګ پاتې شو، چې نن د نه منلو وړ چلند کوي... هغه وویل چې «اوس ترکیه په دې سیمه کې ملګرې نه ده.» (۲۰۲۰م کال، د سپټمبر ۱۰مه)] همدا راز د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یاس لي ډيرین وویل چې د اروپا راتلونکې ناسته به ترکیې ته د مجازاتو ورکولو ته ځانګړې وي. هغه اشاره وکړه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل هېواد ستونزمن اقتصادي وضعیت پوښلو لپاره له یونان سره روانې ناستې ته دوام ورکوي.) (۲۰۲۰م کال، د سپټمبر ۷مه)

سربېره پر دې چې فرانسه د ترکیې ضد دریځ لري او د ترکیې د ولسمشر د هډوکو ماتولو هڅه کوي، همدا راز پر دې سربېره چې ولسمشر اردوغان نه «الفاتح» دی او نه هم «قانوني» چې نومونه یې پر کښتیو اېږدي، هغه نه فرانسې ته درس ورکړی او نه یې هم لږ تر لږه د دوی کښتیۍ ډوبې کړې دي، د زرګونه مایلونه لرې یې د هډوکو ماتولو لپاره یې د کور په انګړ کې کښتیو سفرونه کول... سربېره پر دې ټولو، د فرانسې تګلارې موقتي او ژورې دي، ځکه چې مالتا له فرانسې سره د خپل اتحاد څخه ډډه وکړه. د مالتا د بهرنیو چارو وزیر ایوریسټ بارټولو د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې د خپل ترکي سیال میلوټ کاووسوګلو سره په خبرو کې وویل: «اروپايي اتحادیه باید له ترکیې سره خپلې اړیکې له ستراتیژیکې زاویې څخه وګوري. بارټولو زیاته کړه: زه فکر کړه چې اوس د دې وخت دی چې اروپايي اتحادیه له ترکیې سره جدي معاملې وکړي، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، بشري حقونو او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې. «۲۰۲۰م کال، د سپټمبر ۱۲مه ترکي انالدو اژانس)]

۲ـ په ختیځه مدیترانه کې یې د انګلستان د کړکېچ په اړه کومه تبصره ونه کړه، چې د فرانسې وېره زیاته کړي. بلکې د برېکزېټ راهیسې فرانسه د برېټانیا رول ته د شک په سترګه ګوري، ځینې وختونه ورسره شخړه کوي، لکه په الجریا کې. که په لندن کې لوی مالي بازارونه برېټانیا ته د تېلو او ګازو بازارونو ته ځای ورکړي، په ځانګړې توګه د برین کروډ سره یې د اړیکې له امله د بیې او د تېلو د نورو ډولونو، ان طبیعي ګاز لپاره هم د ورته بیې له امله، فرانسه ګوري چې برېټانیا له اروپايي اتحادیې څخه وځي او په نړیوال حیاتي سکټور کې د ځان لپاره د ځای په لټه کې ده. له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې ځان په یونان کې رامنځ ته کړي، ښايي دا به د دې سره مرسته وکړي چې لوبغاړي وي، نه یوازې د انرژي په چارو کې مصرف کوونکې. 

له بل لوري، برېټانیا په داسې حال کې چې له اروپايي اتحادیې څخه د وتلو له امله یې په مقابل کې د اروپايي اتحادیې د جزایي پالیسۍ په څېر ګوري، خپل ځان ته لاره برابروي او د ځان لپاره خپله پالیسي چمتو کوي، ښايي دا ناڅاپي وېره وي چې په ختيځه مدیترانه کې یې د تاوتریخوالي زیاتوالی رامنځ ته کړی وي او د ترکیې ضد دریځونه یې نه وو نیولي، ځکه چې برېټانیا ته یونان د ترکیې په څېر ارزښت نه لري. یوازې د فرانسې په څېر ړوند جنون د یونان پر څپو سورېږي! په همدې ډول د انګلستان او جرمني سره فرانسه هېڅ لرې ليدلوری نه لري، چې دا یې د سیاسي کړنو وروسته ترسره کوي، چې خالي لاس بېرته راګرځي. د دې ټولو لپاره د ترکیې ولسمشر پر هغه باندې سخت برید وکړ او ویې ویل: «ښاغلی ماکرون، تاسو به زما سره په شخصي ډول ډېرې ستونزې ولرئ.» هغه زیاته کړه: «تاسو تاریخي معلومات نه لرئ. تاسو د فرانسې پر تاریخ نه پوهېږئ، نو د ترکیې او خلکو سره یې ځان مه بوختوئ»... (۲۰۲م کال، د سپټمبر ۹مه، القدس العربی).

۳ـ د ترکیې پر وړاندې د جرمني دريځ هم له فرانسې څخه شاته نه و، د منځګړیتوب وړاندیز یې وکړ، په داسې حال کې چې ځینې یې د داسې رول لوبولو په توګه تشریح کوي چې واشنګټن باید لوبولی وی. دا د فرانسې له دریځ څخه ځان لرې ساتي، منځګړیتوب کوي او د خبرو لپاره یې غوښتنه کوي، د ترکیې پر وړاندې یې تر ټولو مشهور دریځونه هغه څه وو چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، هایکوماس، اتن ته د سفر پر مهال ویلي وو: [«په ختیځ بحر کې د ترکیې د کشف په اړه، موږ یو ډېر څرګند دریځ لرو... نړیوال قانون ته باید درناوی وشي. له همدې امله، له ترکیې سره د اروپایي اتحادیې په اړیکو کې پرمختګ یوازې هغه وخت ممکن وي چې انقره په ختیځ بحر کې تېروتنو ته د پای ټکی کېږدي... د قبرس له سواحلو څخه د ترکیې کشفول باید بند شي» ( فرانسه ۲۰۲۰م کال، د جولای ۲۲مه)]

۴ـ لکه څرنګه چې روسیې وړانديز وکړ چې له ترکیې سره خپلې ښې اړیکې د دواړو خواوو تر منځ د منځګړیتوب لپاره کاروي، مګر د معمول په څېر دا توان نه لري چې هر ډول اقدام وکړي، حتی که په ختیځه مدیترانه کې پوځي مانورونه هم اعلان کړي. د بلومبرګ اژانس په وینا، ټاکل شوې ده چې روسیه په بحر کې نظامي سمندري تمرینات پیل کړي، چې د سپټمبر تر ۲۲مې پورې به وغځول شي او بل به د ۱۷مې څخه تر ۲۵م د سپټمبر پورې وي. د ترکي سمندري او د روسیې د سمندري ځواکونو ویاند ایګور دیګالو وویل: «موږ له ترکیې سره پیاوړي اقتصادي او دفاعي اړیکې لرو، مګر زموږ پالیسي د دواړو خواوو ملاتړ نه کوي». د روسیې پوځي تمرینات په سیمه کې د فرانسې له لوري تر سره شوي نور پوځي تمرینات څاري، چې دوی په جګړه کې د یونان او قبرس د ملاتړ لپاره پوځي الوتکې او جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړي. (انډېپېنډېنټ العربیه  ۲۰۲۰م کال، د سپټمبر ۷مه). د روسیې دریځ په حاشیه کې پاتې کېږي، د بحر له شا څخه د سېګنال په تمه، د خپل ځواک یادونه کوي.

څلورم: د پورتنیو ټولو مواردو لپاره د ترکیې ـ یونان کړکېچ که اوږد پاتې شي، نو به په نړیوالو اړیکو کې د ژور اختلاف لامل شي. لکه څنګه چې په اتلانتیک کې د اړیکو په اړه، اروپايي هېوادونه غواړي په نړۍ کې خپل موقعیت وګوري چې امریکا د خپل مشرتابه څخه چین او د هغې مخ په ډېرېدونکو داخلي ستونزو ته د خپل تمرکز پر لور وګرځي. دا هېوادونه د یوې داسې نقشې په لټه کې دي چې له امریکا څخه ګوښه پاتې دي. د ټرمپ تر ادارې لاندې امریکا د نورو په کارولو سره د اروپايي ګټو له ګواښونو څخه شا نه اړوي، ځکه چې نن ورځ په لیبیا کې د روسیې او ترکیې له رول څخه اروپايي هېوادونه په کلکه وېره لري چې د ختيځ مدیترانې ناورین به د طبیعي ګازو د خوندي سرچینې په اړه د دوی خوبونه زیانمن کړي که ترکیه د هغې لویه برخه کنټرول کړي. واشنګټن د پردې تر شا د ترکیې ملاتړ کوي، په ختیځه مدیترانه کې د فرانسې تګلاره هڅه کوي هغه رولونه چې د ترکیې او همدا راز د روسیې لپاره په واشنګټن کې رامنځ ته کېږي، هغه رد کړي.

د اطلس د اقیانوس هاخوا کړکېچ په خپله په اروپا کې له بل کړکېچ څخه کم نه دی. د جرمني دريځ هغه څه دی چې فرانسه یې ترکیې ته د اروپا د فشار ورکولو مخه نیسي، دا په دې مانا نه ده چې په ترکیه کې د اروپايي اتحادیې په داخل کې موافقه ومومي، چې د اروپا د مدیترانې هېوادونه یې راټول کړل! جرمنی د خپلو ګټو په اړه پر ډېر څه فکر کوي، په حقیقت کې د ترکیې سره یې د تاریخ، لکه څنګه چې جرمنی او عثماني دولت په لومړۍ نړیواله جګړه کې د متحدینو پر وړاندې مبارزه وکړه او د جرمني اړیکې له ترکیې سره نورې هم پیاوړې شوې، چې یوازې د ولسمشر اردوغان له لوري راپارېدلې وې. په ډېری قوي قضیو کې د امریکایي پالیسیو له لوري په جرمني کې د ترکیې د لویې ټولنې سربېره رامنځ ته کېږي.

پنځم: که څه هم کړکېچ پای ته رسېدلی دی که نه، ترکیه په تور سمندرګي کې د ګازو د یوې مهمې سرچینې د کشف اعلان کړی چې اندازه یې ۳۲۰ میلیارد میلیارد مکعب متره ده، چې  په تور سمندرګي او ختیځ سمندر کې یې نورو پلټنو ته اړ باسي. د خپل اقتصادي بارونو د کمولو لپاره د ترکیې هڅې دوام لري، د دې لپاره د امریکا ملاتړ هم دوام مومي، تر څو اروپا او په ځانګړې توګه پر فرانسه فشار راوړي، تر څو په سیمه کې د امریکا د تګلارې سره په مخالفت او تحلیل کې نور پر مخ ولاړ نه شي!

مګر دا واقعاً دردوونکې ده چې په تېرو سلو کلونو کې د خلافت له ړنګېدلو وروسته د رښتینی اسلامي دولت او د مسلمانانو د عظمت سرچینې په پای کې هېوادونه او ملتونه وګرځېدل، د دوی برخلیکونه د نورو په وسیله په ټاکل کېږي. کافر استعمار له خپلو وسایلو سره پر اسلامي هېوادونو واکمني کوي!! په هر صورت، سهار د شپې له تیارې وروسته راڅرګندېږي، په ځانګړي توګه حزب التحریر یې د بیا تاسیس لپاره کار کوي چې ان شاءالله بیا به د ویاړ، بریا او روښنایۍ تاج، لکه د تېر په څېر یو ځل بیا پر سر کړي. 

[إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ * وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ]

ژباړه: «دا (قران) خو د ټولو نړیوالو لپاره یو نصیحت دی. لږ وخت به تېر شي چې تاسو ته د ده (قرآن) حال په خپله معلوم شي.» [ص: ۸۷ـ۸۸]

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې