جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تنظيم الدولة (داعش) له خوا د خلافت د اعلان په اړه د حزب التحریر د امير رسمي دريځ
بسم الله الرحمن الرحيم
د تنظيم الدولة (داعش) له خوا د خلافت د اعلان په اړه د حزب التحریر د امير رسمي دريځ

«ژباړه»

ټولو هغو وروڼو ته چې د الدولة ګوند له لوري د خلافت د قايمېدو ... د اعلان په اړه يې د تفسير غوښتنه کړې وه، د هغوی د نومونو له يادولو څخه ډډه کوم، ځکه چې نوملړ يې اوږد دی ...

اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاته،

له شک پرته ما بايد پر خپل وخت ځواب درته لېږلی وای، خو دا دی درته ليږم يې:

درنو وروڼو:

۱. له شک پرته هر ګوند چې په يوه سيمه کې د خلافت د تاسيس د اعلان اراده ولري، پر هغو واجب ده چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د طريقې پيروي وکړي. دغه ګوند بايد په دغه خاوره کې څرګنده واکمني ولري، ترڅو د هغې له لارې خپل کورنی او بهرنی امنيت تامين کړي. دغه راز نوموړې سيمه چې خلافت په کې اعلانيږي، بايد په سيمه کې د يوه دولت د ارزښتونو او ظرفيتونو درلودونکې وي .... دا هغه شرايط دي چې په مدينه منوره کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا د دولت له تاسيس څخه را پاتې دي. هلته سلطان (واکمني) د رسول الله صلی الله عليه وسلم وه، کورنی او بهرنی امان د اسلام او مسلمانانو د واکمنۍ له لارې ټينګ شوی و او مدينه هم په شاواخوا سيمه کې د يوه دولت د بشپړو وړتیاوو او ظرفيتونو درلودونکې وه. 

۲هغه ګوند چې اوس يې د خلافت اعلان کړی دی، نه په سوريه کې او نه هم په عراق کې سلطان (واکمني) لري او نه هم په کور د ننه او بهر امان راوستلی شي. آن هغه څوک چې د خليفه په توګه ورسره بيعت شوی دی، نه شي کولای په ښکاره او د خلکو په منځ کې را څرګند شي. بلکې د دولت له اعلان څخه د وړاندې حالت په شان پټ دی! د نوموړي دغه حالت هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم له حالت سره مخالف دی. ځکه د دولت له تاسيس څخه وړاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته اجازه وه چې د ثور په غار کې پټ شي، خو د دولت له تاسيس وروسته هغه صلی الله عليه وسلم د چارو سرپرستي، د لښکر رهبري، د دښمنيو قضاوت، د استازو لېږل او په ښکاره د نورو د استازو هرکلی کاوه. له همدې امله د دولت له تاسيس څخه وړاندې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حالت د دولت له تاسيس څخه وروسته د هغه صلی الله عليه وسلم له حالت سره زيات توپير درلود ... په همدې دليل د ګوند له خوا د خلافت اعلان لغوه دی، ځکه هغه د خلافت هېڅ مضمون او محتوا نه لري او دا خليفه د هغو کسانو په شان دی چې مخکې يې د ځمکې د واقعيتونو او ظرفيتونو په نظر کې نيولو پرته، د خپلو نفسونو د ځينو غوښتنو د پوره کولو لپاره يې د خلافت اعلان کړی و. پخوا داسې کسان وو چې چې خپل ځانونه يې خليفه اعلان کړي و او دغه راز داسې کسان هم وو چې خپل ځانونه يې مهدي اعلان کړي وو ...، پرته له دې چې د يوه دولت بنسټونه، سلطان (واکمني)، امن او امان په نظر کې ونيسي!... 

۳. له شک پرته خلافت د داسې شأن درلودنکی دی، چې شريعت هغه بيان کړی دی. د هغه د جوړولو طريقه، په حکومتولۍ، سياست، اقتصاد او نړيوالو اړيکو کې د احکامو د استنباط کيفيت او ... هغه داسې اعلان نه دی چې له مسمی پرته يوازې یو نوم وي، چې يوازې په انټرنټي پاڼو، ليکنيو، غږيزو او تصويري رسنيو کې خپريږي. بلکې خلافت هغه عظيمه پېښه ده چې نړۍ ته ټکان ورکوي، په ځمکه کې يې ريښې ژورې، ثابتې او ټينګي وي، سلطان (واکمني) يې کورنی او بهرنی امن په تر ولکې لاندې ځمکه کې تامينوي، په کور دننه اسلام عملي کوي او بهر نړۍ ته يې د دعوت او جهاد له لارې لېږدوي.

۴. هغه اعلان چې د الدولة ډلې له خوا شوی، په الغاء او له منځه تلو محکوم دی. دغه اعلان د الدولة ګوند په واقعيت کې د هېڅ پرمختګ او ورسته تګ لامل نه کيږي. ځکه ګوند د دولت له اعلان وړاندې او وروسته يو وسله وال حرکت دی. د هغه شان د نورو وسله والو حرکتونو په شان دی، چې په خپل منځ او يا هم له اوسنيو نظامونو سره جنګيږي. پرته له دې چې له دغو ډلو څخه هېڅ يوه هم نشي کولای خپله واکمني پر عراق او سوريه او يا هم پر دواړو ټينګه کړي. هغه که هره وسله واله ډله وي، چې له هغې ډلې الدولة تنظيم هم دی. خو که هغه خپله واکمني په داسې خاوره کې وغځوي چې د دولت ظرفيت او وړتيا ولري او د خلافت د تاسيس اعلان وکړي، اسلام بشپړ عملي کړي، هغه وخت موضوع د بحث وړ ده، تر څو وليدل شي چې که خلافت يې له شرعي احکامو سره سم جوړ کړی و، نو هغه وخت يې پيروي کيږي. ځکه د خلافت تاسيس پر مسلمانانو فرض دی، نه يوازې پر حزب التحرير. نو که څوک خلافت په حق سره جوړ کړي، پيروي يې کيږي ... خو موضوع دغه ډول نه ده، ځکه ټولې وسله والې ډلې ملېشې دي، چې الدولة تنظيم هم له هماغه ډلې څخه دی، چې نه د دولت بنسټونه او ظرفيت، نه پر ځکمه سلطان (واکمني) او نه هم امن او امان لري. له همدې امله د الدولة تنظيم له خوا د دولت اعلان شرعاً لغوه دی، د بحث او ځنډ وړ نه دی او واقعيت يې د عيانو لپاره ښکاره دی. 

۵. خو څه چې د بحث او ځنډ وړ دي، له دې وېره ده چې دغه اعلان به له سطحې فکرو سره د خلافت پر مفکورې سلبي او منفي اغېز ولري، يعنې له هغوی سره به د خلافت مفکوره د هغه د عظمت له مرکز څخه را ولويږي، د مسلمانانو په منځ کې به يې اهميت را کم کړي. دې مفکورې ته به تر هغې پورې سقوط ورکوي چې يوازې د هغو تشو احساساتو په څېر به ښکاري چې کله نا کله له ځينو شخصيتونو څخه ښکاره کيږي. له دې وروسته به هر يو را پاڅيږي او په يوه ساحه، ميدان او يا هم کلي کې به خپل ځان خليفه اعلانوي، بيا به له خلکو او ټولنې پټېږي او ګومان به کوي چې ښه کار يې کړی دی. له دې امله خلافت به د دغو سطحي فکرانو په زړونو کې خپل اهميت او عظمت له لاسه ورکوي، تر دې بريده چې يو ښه نوم به وي او هر څوک به پرته د هغه له محتوا څخه ترې استفاده کولی شي ... دا هغه څه دي چې بايد بحث او ځنډ پرې وشي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د تېر په پرتله د خلافت تاسيس ډېر را نږدې شوی دی او مسلمانان يې هم په بې صبرۍ انتظار کوي. هغوی حزب التحرير هغه ډله ګڼي چې په دې لاره کې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه حرکت کړی دی چې بالاخره يې په مدينه منوره کې هغه تاسيس کړ.... دوی دغه راز باور لري چې د امت او حزب ترمنځ ژوندی، عبرتناک او اغېزناک تفاعل شوی، چې په ترڅ کې يې امت حزب په خپله غېږ کې نيولی. د دغه تفاعل له امله مسلمانانو د اسلامي اخوت (ورورولۍ) معنی درک کړې ده او خپله دا د خلافت په جوړولو او د امت د چارو په غوره سرپرستۍ کې د حزب په برياليتوب د خير بشارت ورکوي، چې بالاخره حزب د نبوت پر منهج د خلافت د تاسيس وړ ګڼي ... په داسې وخت کې دا اعلان کيږي او د سطحي فکرو په ذهنونو کې د خلافت د واقعيت ناسم تصوير وړاندې کوي .... 

۶. دغه ټول د استفهام یا پوښتنې نښه ګرځي، بلکې نښې ... د دغه اعلان دوخت په اړه، له څرګند سلطان پرته، تر څو لږ تر لږه د اعلان د خاوندانو د دولت لپاره په داخل او خارج کې امنيت تامين کړي، بلکې ان په فيسبوک او رسنيو کې ... دا وخت د شک وړ دی. په ځانګړي ډول وسله وال حرکتونه د غير فکري تکتل پر اساس جوړ شوي دي، په هغو کې ننوتل اسانه کار دی او په ليکو کې يې د شرق او غرب د اشرارو ننوتل ساده خبره ده او ښکاره ده چې شرق او غرب د اسلام او خلافت پر وړاندې مکر او چل کوي. دوی ته يوازې دا اهميت لري چې د خلافت تصوير ناسم وښيي، په داسې حال کې چې نه شی کولی بشپړ نوم يې له منځه يوسي. هغوی اوس دې ته پام کوي چې هر څوک يې له محتوا او هر ډول دغدغې پرته وکاروي، په هغه صورت کې به وکولی شي هغه لويه پيښه چې کفار د ټکې (تندر) په شان حيرانوي، يوازې په يوه تش نوم بدل کړي، ترڅو په واسطه يې له خپلو دښمنانو سره شپه او ورځ ټوکې وکړي!... 

۷. خو له دې ټولو مکرونو سره سره چې اشرار يې کوي، موږ د اسلام شرقي او غربي دښمنانو، د هغوی مزدورانو، پيروانو او جاهلانو ته په ټينګار سره وايو چې خلافت هغه نظام دی چې نړۍ يې د پيړيو لپاره په ښکاره، نه په مجهوله توګه رهبري کړه، اګر که د هغوی هر څومره مکر او چل شتون درلود ﴿وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ﴾ يعنې: هغوی هم مکر کاوه او لارې چارې يې لټولې او الله سبحانه وتعالی هم له دوی سره مکر کوي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو غوره چاره جوړوونکی دی. له شک پرته الله سبحانه وتعالی د خلافت لپاره داسې حزب جوړ کړی، چې پر شاوخوا يې داسې کسان را ټول شوي چې د الله سبحانه وتعالی له ذکر پرته هېڅ ډول سوداګري او بيعه هغوی له خپل مسير څخه نه منحرفوي. خلافت يې په زړونو، سترګو او غوږونو سره احاطه کړی. د هغه لپاره يې دقيقه تياري نيولې ده. د هغه احکام، دستور (اساسي قانون)، په اداره او حکومتولۍ کې يې د هغه جهازونه (ادارې) استنباط کړې دي او د اقامې په لاره کې يې له هر بل لوري پرته يوازې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه پسې اقتدا کړې ده، ... د الله سبحانه وتعالی په اذن سره دوی هغه جوړښت دی چې د هر اړوند شک مخه به نيسي، هغوی هغه سخته ډبره ده چې د کفارو، د هغوی د مزدورانو او پيروانو ټولې دسيسې به د الله سبحانه وتعالی په مرسته نابودوي. هغوی هغه واعی (د عقيدې له مخې پوه) سياستوال دي چې د الله سبحانه وتعالی په قوت به د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو کيد د هغوی خپلو سينو ته ورګرځوي. ﴿وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ﴾ يعنې: ناوړه چل او مکر يوازې د مکرجنو لمن نيسي. 

اې عزتمنو وروڼو!

له شک پرته د خلافت چاره لويه موضوع ده او جليل شأن لري. د هغه تاسيس به يوازې داسې خبر نه وي چې غولوونکې رسنۍ پرې لوبې وکړي، بلکې د الله سبحانه وتعالی په اذن سره به داسې يوه دوامداره زلزله وي چې ټول نړيوال موازين به ګډوډ کړي او دتاريخ پاڼې او د هغه ليد به د هغه په حکم بدل شي ... او خلافت به د نبوت پر منهج را ګرځي، داسې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې زېری ورکړی دی. هغه کسان چې هغه اقامه کوي، د هغو کسانو په شان دي چې لومړنی راشده خلافت يې جوړ کړی وو. هغوی اتقياء (پرهيزګاران) او انقيا (سپېڅلي) دي، امت له هغوی سره او هغوی له امت سره مينه لري، امت د هغوی په ليدو نېکمرغه کيږي او دوی د خپل امت په ليدو سره د سعادت احساس کوي، نه دا چې شتون يې په خپل منځ کې د انکار تر بريده بد وګڼي ... د نبوت پر منهج د راتلونکي خلافت اصحاب داسې دي. ځکه الله سبحانه وتعالی هغه داسې کسانو ته ورکوي چې وړ يې وي او موږ له الله سبحانه وتعالی څخه هيله لرو چې موږ د هغه اهل او څښتنان وګرځوي. له الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوو چې د هغه د اقامې منت پر موږ کيږدي ﴿فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ﴾ يعنې: نو زيری ورکړی د هغه بيعې په اړه چې تاسو ترسره کړې ده. پس له الله سبحانه وتعالی نه مه ناهيلي کېږئ، الله سبحانه وتعالی تاسې نه ضايع کوي. اې عزتمنو وروڼو، هغه زحمت چې تاسې ايستلی او هغه دعوت او دعا چې تاسو ترسره کړې د هغو هېڅ ډول رد نشته او په هغه هيله چې تاسې يې لرئ، هېڅ نا هيليتوب پکې نشته، پس په قربانۍ او زياتې ورکړې سره له موږ سره مرسته وکړئ او له خپله ځانه الله سبحانه وتعالی ته خير ښکاره کړئ، تر څو هغه سبحانه وتعالی خير درته زيات کړي او هېڅ شی بايد تاسې په بې ځايه خبرو له صادق او جدي عمل څخه منحرف نه کړي.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته  

ستاسې ورور، پخوانی ځواب پای ته ورسېده او درواستول شو.

زه هيله لرم چې بسنه وکړي، وفقكم الله وأعانكم، وهدانا الله وإياكم إلى أرشد الأمر 

ستاسو ورور عطاء بن خليل أبو الرشتة د حزب التحریر امير

 

Last modified onسه شنبه, 07 سپټمبر 2021

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې