جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ښکلا د جراحي عملياتو په اړه شرعي حکم
بسم الله الرحمن الرحيم
د ښکلا د جراحي عملياتو په اړه شرعي حکم

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

قدرمن شيخ صاحب! د ښکلا د جراحي عملياتو په اړه شرعي حکم څه دی؟

ځواب:

وعليکم السلام و رحمت الله و برکاته!

که پلاستیکي جراحي د تداوي په موخه وشي، لکه: هغه جراحي چې پر بدن باندې د هغو عيبونو د لرې کولو لپاره ترسره شي، چې د ناروغۍ يا ټکر يا سوزېدو يا نورو پېښو له امله رامنځته شوي وي، يا هم هغه ارثي عيبونه چې د زېږېدو پر مهال د يو شخص پر بدن وي، لکه: د يوې اضافه ګوتې غوڅول يا هم د نښلېدونکو ګوتو ترمنځ د پردې پرېکول او داسې نور؛ نو دغه ډول جراحي عمليات ترسره کول روا دي. د دې لپاره دليل هغه حديث دی چې امام ترمذي له عرفجة بن اسعد څخه روايت کړی دی،چې فرمايي:

«أُصِيبَ أَنْفِي يَوْمَ الْكُلَابِ فِي الْجَاهِلِيَّةِ فَاتَّخَذْتُ أَنْفًا مِنْ وَرِقٍ فَأَنْتَنَ عَلَيَّ فَأَمَرَنِي رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَنْ أَتَّخِذَ أَنْفًا مِنْ ذَهَبٍ»

زما پزه په جاهليت کې د کلاب د جګړې په ورځ پرې شوه. نو ما له سپينو زرو څخه جوړه شوې پزه کېښوده چې دې چارې بدبويي رامنځته کړه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته امر وکړ، چې له سرو زرو څخه جوړه شوې پزه کېږده. ابو عيسی ياد حديث ته حسن غريب ویلي او امام النسايي له عرفجة بن اسعد څخه روايت کوي، دی فرمايي:

«أصيب أنفه يوم الكلاب في الجاهلية فاتخذ أنفا من ورق فأنتن عليه فأمره النبي صلى الله عليه وسلم أن يتخذ أنفا من ذهب»

 د جاهليت په پير کې د کلاب په ورځ د ده پزه پرې شوه، نو ده له سپينو زرو څخه جوړه شوې پزه کېښوده او هغې بدبويي را منځته کړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم  امر ورته وکړ، چې له سرو زرو څخه جوړه شوې پزه کېږدي. الباني دا حديث ته حسن ویلي. په حدیث کې د (أنفاً من ورق) مانا د سپينو زرو پزه ده او دا چاره ښيې چې د تداوي او علاج لپاره پلاستيکي جراحي عمليات ترسره کول روا دي. 

خو که جراحي عمليات د تداوي لپاره نه، بلکې د څېرې د اصلاح، ښه والي او ښايست لپاره وي؛ نو دا کار روا نه دی او دلايل يې هم په لاندې ډول دي:

امام بخاري له علقمه او هغه له عبدالله څخه روايت کوي:

«لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ وَالْمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ الْمُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّهِ تَعَالَى»

الله سبحانه و تعالی پر هغو ښځو لعنت کړی، چې خپله پر بدن خالونه وهي او پر هغو ښځو چې بل ته پر بدن خالونه لګوي، هغه ښځې چې د مخ وېښتان او يا وریځي کاږي او هغه ښځې چې  د ښايست لپاره د مخ د غاښونو تر منځ واټن رامنځته کوي، دوی په هغه څه کې بدلون راولي چې الله سبحانه و تعالی پيدا کړي».

امام مسلم پورته حديث په دې الفاظو روايتوي:

«لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ وَالنَّامِصَاتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ وَالْمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ الْمُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّه»

الله سبحانه و تعالی پر هغو ښځو لعنت کړی، چې خپله پر بدن خالونه وهي او پر هغو ښځو چې بل ته پر بدن خالونه لګوي، هغه ښځې چې خپله د مخ وېښتان يا وریځي کاږي او هغه ښځې چې د نورو د مخ وېښتان یا وریځي کاږي  او هغه ښځې چې  د ښايست لپاره د مخ د غاښونو تر منځ بېلوالی رامنځته کوي، دوی په هغه څه کې بدلون راولي چې الله سبحانه و تعالی پيدا کړي دي».

له ياد حديث څخه څرګندېږي، هغه ښځې چې د ښکلا لپاره د مخ غاښونو تر منځ بېلوالی رامنځته کوي ګناهکارې دي. يعنې دا عمل حرام دی او دا د ښکلا پر لفظ دلالت کوي، چې دا يو وصف مُفَهِمْ( ضمني صفت) دی.  الْمُتَفَلِّجَاتِ هغه ښځې دي، چې د خپلو غاښونو ترمنځ د ښکلا په موخه واټن رامنځته کوي، هغوی ګناهکارې دي؛ خو که د ښکلا په موخه نه وي د تداوۍ او علاج لپاره وي؛ نو بيا روا ده. په لسان العرب کې داسې راغلي:

(والفَلَجُ في الأَسنان تباعد ما بين الثّنايا والرَّباعِيات خِلْقةً فإِن تُكُلِّفَ فهو التفليجُ ورجل أَفْلَجُ الأَسنانِ وامرأَة فَلْجاءُ الأَسنانِ)

 الفَلَجُ في الأَسنان د ثنایا(د مخ دوه) او رباعي(د اړخ څلور) غاښونو ترمنځ طبعي درز ته وايي، خو که په مصنوعي ډول د غاښونو تر منځ دغه درز را منځته شي بیا دې ته التفليجُ وايي. رجل أَفْلَجُ الأَسنانِ هغه سړی دی چې د غاښونو تر منځ یې لاره جوړه کړې وي. امرأَة فَلْجاءُ الأَسنانِ هغه ښځه ده چې د غاښونو تر منځ یې لاره جوړه کړې وي.

ځکه نو د الْمُتَفَلِّجَة مانا هغه ښځه ده، چې غاښونه تراش کوي، ترڅو کوچني شي او تر منځ يې واټن جوړ شي، غاښونه یې ښایسته شي او د يوې ځوانې نجلۍ څېره غوره کړي. يعنې له دې پرته چې په غاښونو کې څه نيمګړتيا وي او تداوي یې وکړي بلکې د څېرې د ښه والي او ښکلا لپاره یې تداوي کوي. دا کار روا نه دی له هغه حديث سره سم، چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په کې پر هغو ښځو لعنت ویلی چې د ښکلا لپاره خپل غاښونو سره بېلوي يعنې دا کار د ښایست په موخه ترسره کوي. ځکه نو د منع دلیل  ښکلا ده او که دغه علت نه وي، يعنې که د ښکلا او ښایست لپاره نه وي او د تداوي او علاج لپاره وي؛ نو بيا روا ده.

النووي په هغه حديث کې چې امام مسلم یې روايت کړی، د ښکلا په اړه د الْمُتَفَلِّجَاتِ په شرح کې داسې فرمايې:

 لکه څرنګه چې د الْمُتَفَلِّجَاتُ په  لفظ کې (ف) او (جيم) دي، نو مُفَلِّجَاتُ الْأَسْنَانِ د ثنایا او رباعیاتو غاښونو ترمنځ درز ګڼل کېږي او دا د (ف او ل ) په زور له الْفَلَجِ څخه اخیستل شوی او اصل یې فُرْجَةٌ دی چې د ثنایا او رباعي غاښونو تر منځ درز ته وایې. بوډۍ ښځې دا کار د دې لپاره کوي چې ځوانې ښکاره شي او د غاښونو ښکلا یې څرګنده شي، دا ځکه چې د ځوانو نجونو د غاښونو ترمنځ دغه ډول واټن شتون لري. د ده له وينا سره سم الْمُتَفَلِّجَاتُ د ښکلا لپاره يعنې دوی دا کار د ښکلا لپاره کوي او دلته اشاره دا ده، هغه څه چې د ښکلا لپاره ترسره کېږي هغه حرام دي، خو که د تداوۍ يا په غاښونو کې د نيمګړتيا او دې ته ورته کار لپاره ترسره کېږي، نو بيا روا دی او الله سبحانه و تعالی تر هر چا ښه عالم دی».

دلته علت ښکلا ده، که جراحي د تداوي او علاج لپاره ترسره شي نو روا ده. که عادي سینګار وي او عمليات د تداوۍ په موخه نه وي ترسره شوي او يوازې د ښکلا او د څېرې د ښه والي لپاره  وي. نو دا کار ناروا دی.

زه باور لرم چې د يادې پوښتنې ځواب همدا دی او الله سبحانه و تعالی ښه پوهېږي او هغه تر هر چا ښه عالم دی.

ستاسې ورور عطا بن خليل ابو الرشته

پوښتونکی: مراد معالج

ژباړن: صديق احمدزی

 ۱۴۳۹ هـق، د رجب ۲۵ مه

۲۰۱۸ م، د اپرېل ۱۲ مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې