پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د جګړې د بندیانو په اړه د قرانکریم قطعي حکم نېکي کول دي او که فدیه؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د جګړې د بندیانو په اړه د قرانکریم قطعي حکم نېکي کول دي او که فدیه؟

نبیل ابوالعبد ته!

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله!

موږ په خپلو کتابونو کې د بنو قریظه د یهودو اړوند د سعد بن معاذ د پرېکړې په اړه روایت وینو، چې پکښې راغلي: نارینه يې دې ووژل شي، مالونه يې دې غنیمت شي او ښځې يې دې مینځې شي؛ خو د جګړې د بندیانو په اړه د قرانکریم حکم بل ډول دی، من (زړه سوی یا احسان کول) یا فدیه: ایا د سعد دا پرېکړه د قران له حکم سره په ټکر کې نه ده او که دغه روایت له پامه وغورځوو، نو په دې اړه بل کوم وضاحت شته؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

ستاسي د پوښتنې لنډ ځواب د اسلامي شخصیې کتاب د دویم ټوک د «جګړې د بندیانو» نومي څپرکي کې ورکړل شوی. په هغه ځای کې د سعد بن معاذ رضی الله عنه د دې پرېکړې په اړه داسې راغلي دي:

 «که چېرې مسلمانان په جګړه کې خپل دښمن د بندي په توګه ونیسي، نو د دوی په اړه یوازې خلیفه حکم کولی شي؛ د جګړې قومندان، د پوځ امیر او هغه څوک چې دوی يې نیولي، هېڅ یوی دا حق نه لري چې د دوی په اړه پرېکړه وکړي. که چېرې يو جنګیالی په جګړه کي نیول کېږي، د ده په اړه یوازې خلیفه حکم کولی شي او خلیفه د بندیانو په اړه هغه حکم کوي، چې په شریعت کې ورته ټاکل شوی وي. د قرانکریم له نصوصو سره سم خلیفه دا حق لري، چې د جګړې بندي د ترحم او یا هم د فدیې د ورکړې له مخې ازاد کړي. نو د جګړې د اسیر حکم من او یا هم فدیه ده، هغه هم د الله سبحانه وتعالی له دغه قول سره سم:

﴿فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا﴾

 [محمد: ۴]

ژباړه: كله چې له دغو كافرانو سره په جګړه کې مخامخ شئ، نو ستاسې لومړی كار دا دی چې د  هغوی ورمېږونه ووهئ، کله مو چې هغوی وټکول، بیا نو بندیان کلک وتړئ. له هغې وروسته ستاسې خوښه، چې ښېګنه كوئ، یعنې دوی وړیا خوشي کوئ او كه د دوی د ازادولو په بدل کې د فدیې معامله كوئ؛ تر هغې پورې چې جنګیالي پخپله وسله وغورځوي.

دا د جګړې د بندیانو په اړه واضح حکم دی.

له دې ټولو څخه څرګندېږي چې یوازې خلیفه د جګړې د بندیانو د حکم په اړه پرېکړه کولی شي: هغه کولی شي چې له دغو دوو څخه پر یوه عمل وکړي او هغه من (ترحم) او یا هم فدیه ده. د هغه روایت په اړه باید وویل شي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنو قریظه نارینه ووژل، هغه د خاین د خیانت کولو د حکم پر بنسټ وو، نه د جګړې د بندیانو په توګه.

د جنګي بندیانو د حکم په اړه لکه څنګه چې پورته یادونه شوه، یوازې دوه اختیاره شته چې هغه به یا من وي او یا هم فدیه، نه بل څه. همدا دوه حکمونه به د قیامت تر ورځې پاتې وي. که چېرې اسلامي دولت له خپلو دښمنانو سره جګړه کوي او بندیان نیسي، نو له همدې دوو حکمونو (ترحم یا فدیې) څخه به کار اخلي.» پای.

په قرانکریم کې د جګړې د بندیانو په اړه همدا ترحم او فدیه د قطعي او ثابت حکم په توګه راغلي دي.

﴿فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا﴾

 [محمد: ۴]

ژباړه: كله چې له دغو كافرانو سره په جګړه کې مخامخ شئ، نو ستاسې لومړی كار دا دی چې د  هغوی ورمېږونه ووهئ، کله مو چې هغوی وټکول، بیا نو بندیان کلک وتړئ. له هغې وروسته ستاسې خوښه، چې ښېګنه كوئ، یعنې دوی وړیا خوشي کوئ او كه د دوی د ازادولو په بدل کې د فدیې معامله كوئ؛ تر هغې پورې چې جنګیالي پخپله وسله وغورځوي.

همدا د هغو جنګیالیو په اړه چې مسلمانانو ژوندي نيولي وي او د جګړې د بندیانو په توګه د مسلمانانو له لوري نیول شوي وي، څرګند او صریح حکم دی.

خو هغه څه چې د بنو قریظه سره وشول، هغه تر دې عنوان لاندې نه راځي او د هغوی مسله د جګړې د بندیانو په څېر نه وه. هغه داسې رامنځته شوه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بنو قریضه د جګړې لپاره محاصره کړل، نو دوی خپله د ځان په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم ته تسلیم شول. دوی ومنله چې له جګړې پرته به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تسلیمېږي او دوی ومنله چې د سعد بن معاذ له شرایطو سره سم به وسله پر ځمکه ږدي. بخاري شریف د ابوسعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت کوي: کله چې بنو قریظه وو د سعد بن معاذ منځګړیتوب ومانه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ده ته خبر ورکړ، چې راشي. سعد پر بوده سپور راغی او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رانږدې شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم انصارو ته وویل: خپل مشر ته پاڅېږئ. دی راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته کېناست. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«إِنَّ هَؤُلَاءِ نَزَلُوا عَلَى حُكْمِكَ» قَالَ فَإِنِّي أَحْكُمُ أَنْ تُقْتَلَ الْمُقَاتِلَةُ وَأَنْ تُسْبَى الذُّرِّيَّةُ قَالَ: «لَقَدْ حَكَمْتَ فِيهِمْ بِحُكْمِ الْمَلِكِ»

ژباړه: دوی ستا د حکم پر اساس موږ ته تسلیمېږي، هغه ورته وویل: زه حکم کوم چې نارینه یې دې ووژل شي او ماشومان يې دې ونیول شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په تحقیق سره تا د الملک (الله سبحانه تعالی) د حکم پر اساس حکم وکړ.

په صحیح البخاري کې له عایشې رضی الله عنها څخه روایت شوي، چې وايي: سعد رضی الله عنه د خندق په ورځ د حبان بن العرقه په نامه یوه قریشي له خوا په غشي سره ټپي شو. دی حبان بن قیس و، چې د بن معیص بن عامر بن لوی تر بیرغ لاندې جنګېدو. غشی د ده په بیجلکه کې لګېدلی و، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد نبوي کې نژدې خېمه ورته درولې وه، ترڅو ورته نږدې وي او لیدو ته یې ورشي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خندق څخه راستون شو، نو خپله وسله يې کېښوده او سعد ته یې غسل ورکړ. جبریل علیه السلام ورته راغی، له خپل سر څخه يې دوړې وڅنډلې او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وویل: ایا تا خپله وسله کښېښوده؟ په الله قسم ما خپله وسله نه ده ايښې، هغوی ته ورشه... رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چېرې؟ هغه د بنو قریظه لور ته اشاره وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته ورغی، هغوی سعد د منځګړي په توګه ومانه، سعد رضی الله عنه وویل: زما حکم دا دی، چې نارینه يې دې ووژل شي، ښځې او ماشومان يې دې ونیول شي او مالونه يې دې تقسیم شي.

له دغو مبارکو احادیثو څخه ښکاري، چې بنو قریظه د مسلمانانو له لوري د جګړې د بندیانو په توګه نه وو نیول شوي. له همدې امله د جګړې د بندیانو حکم نشي پرې کېدای. له حدیثو څخه ښکاري چې دوی د سعد ابن معاذ پرېکړه منلې وه او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پرېکړې ته یې غاړه ایښې وه او هغه بیا د معاذ پرېکړه ومنله. یعني دوی د منځګړي کس حکم منلی و. د ده حکم داسې و چې جنګیالي يې دې ووژل شي، اولادونه او ښځې يې دې ونیول شي او مالونه يې دې غنیمت او ووېشل شي. د دوی په اړه د سعد رضی الله عنه پرېکړه د الله سبحانه تعالی له حکم سره سمه وه.

له همدې امله د دغې پېښې او  د جګړې د بندیانو د حکم په اړه چې د قران کریم د نص له مخې ثابت دی، هیڅ ډول ټکر نشته؛ ځکه هره مسله د جلا مضمون تر عنوان لاندې راځي. د دې اړتیا نشته چې د احادیثو مانا دې رد شي، ځکه د قرانکریم له مبارکو ایاتونو سره یې کوم ټکر نشته.

هیله مند یم چې مسله روښانه شوې وي.

ستاسې ورور،

عطاء بن خلیل ابو الرشته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې