جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کاري چوپړ د پای مکافات
بسم الله الرحمن الرحيم
د کاري چوپړ د پای مکافات

سائد مرعي ته:

(ژباړه)

پوښتنه:

تاسې به هرو مرو بوخت یاست، الله سبحانه تعالی دې مرستندوی شه. زه یوه پوښتنه لرم چې ځواب يې لږ ژر غواړم، الله سبحانه تعالی دې در باندې ورحمیږي او ستاسې په لاسونو کې دې برکت وي.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

زموږ قدرمن شیخ صاحب!

د داسې کارمند له لورې د کاري چوپړ د پای مکافاتو غوښتلو شرعي حکم څه دی، چې له کلونو راهیسي یې د خپلې دندې په بدل کې  له کارفرما څخه ټاکلې تنخوا له کوم کمښت یا ناانصافۍ پرته په منظم ډول ترلاسه کړې وي؟

یا په بله وینا، ایا د اوسني قانون له مخې چې د کاري چوپړ په پای کې کارکوونکي ته مکافات ټاکل شوي او نن ورځ جبري دي، ایا دا د هغه کارمند  شرعي حق دی، چې د استخدام دوره یې فسخه شوې وي؟ ایا د کارفرما له لورې د کاري چوپړ د پای مکافاتو له ورکړي څخه انکار د حق څخه مخ اړول او د حرامو ارتکاب دی؟‎

د اوسني قانون له مخې هغه شخص ته چې تر پنځو کلونو کمه موده يې کار کړی وي، د میاشتنۍ تنخوا یو پر درېیمه برخه، هغه چا چې له ۱۰-۵ کلونو پورې یې کار کړی وي، دوه پر درېیمه برخه او چا چې ۱۰ کاله خدمت کړی وي بشپړه تنخوا ورکول کېږي.

الله سبحانه تعالی دې درباندې ورحمېږي.

زه ستاسې پاملرنه غواړم او د دې سوال ژر ځوابولو ته په تمه یم.

والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته!

ځواب:

اې زما وروره! مسلمانان باید پر خپلو شرطونو د دې حدیث شریف له مخې چې الترمذي په خپل سنن کې روایت کړی دی، عمل وکړي چې پکې راغلي، کثیر بن عمر بن عوف المازني له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَالْمُسْلِمُونَ عَلَى شُرُوطِهِمْ إِلَّا شَرْطًا حَرَّمَ حَلَالًا أَوْ أَحَلَّ حَرَامًا»

ژباړه: مسلمانان پر خپلو شرطونو ولاړ وي، پرته له هغو شرطونو څخه چې حلال حراموي او حرام حلالوي.

نو که چېرې د کارکوونکي او کارفرما تر منځ د استخدام په تړون کې داسې شرط ذکر شوی وي چې کارکوونکی (له کاري خدمت وروسته دومره مبلغ مکافات) لري، نو دا مکافات بیا د تړون د مفرداتو له مخې د کاریګر حق ګرځي.

همدا شان که چېرې د کاریګر او کارفرما تر منځ د استخدام تړون په قانوني ډول د کار د قانون له مخې وضع شوی وي او قانون پر کارفرما د پلي کېدو وړ وي، چې له مخې یې کارکوونکی (تر خدمت وروسته په دومره اندازه مکافات لري) نو بیا د تړون د مفرداتو له مخې دا د کاریګر حق دی.

که چېرې بیا هم، له پورتنیو مواردو څخه یو هم ونه موندل شي، بلکې یوازې پر تنخوا هوکړه شوې وي، نو اړتیا نشته چې ده ته دې له کاري خدمت وروسته مکافات ورکړل شي.

دا هغه څه وو چې ما له دې موضوع څخه درک کړل، هیله لرم چې موضوع روښانه شوې وي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو عالم او حکیم ذات دی.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابوالرشته

۱۴۴۰هـ ق د رجب ۱۱مه

۲۰۱۹م د مارچ ۱۸مه

ژباړن: بریالی کاکړ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې