جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د شرابو حراموالي په اړه!
بسم الله الرحمن الرحيم
د شرابو حراموالي په اړه!

پوښتنه:

شرعي قاعده ده؛ «هر هغه څه چې د حراموالي په اړه یې دلیل نه وي، مباح دي.» د دغې قاعدې پر اساس هر څه شي دي او تر هغه مهاله به مباح وي، چې د حراموالي په اړه یې نصوص نه دي راغلي. د بېلګې په توګه: یوه کس غلا وکړه، چې دلته غلا حرامه، غل ګنهګار او مجازات کېږي. که غلا شوی مال د انتقال وړ وي که نه، بېرته یې څښتن ته تسلیمېږي او د دغه مال د غلا حراموالی باقي پاتې کېږي. دا چې مال مباح دی، هر څوک کولی شي هغه چاته د ډالۍ او یا نفقې په توګه ورکړي او تر لاسه یې کړي. نه ستونزه شته پکې او نه هم د دواړو اړخونو غاړه پکې بندېږي. یوه بله قاعده ده؛ «د شرابو اصل حرام دی» یعنې د شرابو حراموالی د هغې د نشه کولو له کبله دی. نو د ټولو هغو شیانو څښل او پلورل حرام دي، چې نشه رامنځته کوي. په دغه برخه کې د شرابو حراموالی پخپله په شرابو پورې اړه لري، نو ایا ټول هغه شیان چې له شرابو سره د بیې پر مهال تړل شوي، هغه که د لېږد وړ وي که نه، شاملېږي؟ او ایا په دغه مساله کې د نشې رامځنته کول او شرابو حراموالی علت دی؟ که داسې وي، نو دا ډول قیاس کېږي؛ د هغو وسایلو بیا کارول جواز نه لري چې شراب پکې څښل شوي او یا هم پکې لېږدول شوي دي، ځکه دواړه شیان په علت کې سره ګډ دي. د وضاحت په هیله، الله تعالی دې تاسو ته خیر درکړي.  

ځواب

کله چې د شیانو د حراموالي په اړه دلیل نه وي، نو د هغو شیانو اصل مباح دی. خو ستاسو پوښتنه د شرابو د حراموالي د علت او همدارنګه د هغو لوښو په اړه ده، چې شراب پکې څښل او لېږدول کېږي. په دې اړه په هغه حدیث کې چې ابو داود له جابر بن عبدالله څخه روایت کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ، فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ»

ژباړه: هغه څه چې د زیاتو کارول یې سړی نشه کړي، نو د کمو کارول یې هم حرام دي.

 د حدیث شریف په متن کې واضیح شوې چې د شرابو د حراموالي لپاره علت نشته. ځکه که څوک لږ شراب هم وڅښي او نشه شي، نو حرام دي او فاعل یې د مجازاتو وړ دی. ځکه حدیث شریف د دې لپاره د کمو شرابو څښل حرام کړي، چې زیات یې نشه رامنځته کوي، نو کم یې هم حرام دي.

دغه حدیث ته ورته بل حدیث هم شته، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لسو حالاتو کې شراب حرام کړي او علت یې هم نه دی وړاندې کړی. حاکم په خپل مستدرک کې چې د صحیحین په اړه یې لیکلی، له عبدالله بن عبدالله بن عمر او هغه یې له پلار څخه روایت کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«عَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ، وَلَعَنَ سَاقِيهَا، وَشَارِبَهَا، وَعَاصِرَهَا، وَمُعْتَصِرَهَا، وَحَامِلَهَا، وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ، وَبَايِعِهَا وَمُبْتَاعَهَا، وَآكِلَ ثَمَنِهَا»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی پر شرابو، ساقي یې، څښونکي او حالت خرابوونکي یې، لېږونکي او رالېږونکي، پېرودونکي او پلورونکي یې او هغه څوک چې له دغو پیسو ګټه اخلي پر ټولو لعنت ویلی.

نو ټول هغه څښونکي شیان چې نشه رامنځته کوي، شراب دي. په حراموالي کې یې لږ او زیات مساوي دي او همدارنګه له علت پرته یاد لس حالتونه هم حرام دي. د حراموالي حکم یوازې په مکلفو اشخاصو پورې اړه لري، نه په شیانو پورې. یعنې حکم پر موټروان دی، نه پر موټر او نه پر هغه لوښي چې شراب پکې لېږدول شوي دي. طبراني په الکبیر کتاب کې له ابي ثغلبه خشني څخه روایت کړي، چې ویې ویل:

«أَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ: ... وَأَنَا فِي أَرْضِ أَهْلِ الْكِتَابِ وَهُمْ يَأْكُلُونَ فِي آنِيَتِهِمْ الْخِنْزِيرَ وَيَشْرَبُونَ فِيهَا الْخَمْرَ فَآكُلُ فِيهَا وَأَشْرَبُ...؟ ثُمَّ قَالَ صلى الله عليه وسلم: «...وَإِنْ وَجَدْتَ عَنْ آنِيَةِ الْكُفَّارِ غِنًى فَلَا تَأْكُلْ فِيهَا، وَإِنْ لَم تَجِدْ غِنًى فَارْحَضْهَا بِالْمَاءِ رَحْضًا شَدِيدًا ثُمَّ كُلْ فِيهَا»

ژباړه: ویې ویل؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم او ورته ومې ویل: زه د اهل کتابو په سیمه کې ژوند کوم، هغوی د خوګ د پوستکي په لوښو کې خوراک کوي او شراب څښي، زه کولی شم د هغوی له لوښو ګته واخلم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په ځواب کې وویل: «... که دې د کفارو لوښو ته اړتیا نه درلوده، نو څه مه پکې خوره او که دې بل لوښی پیدا نه کړ، هغه ښه ومینځه او بیا یې پکې وخوره.

ستاسو ورور عطابن خلیل ابو رشته

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې