شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
متبع مقلد
بسم الله الرحمن الرحيم
متبع مقلد

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زموږ ورور او امیر صاحب! الله تعالی دې له تاسو سره مرسته وکړي، هیله ده چې د ځواب لپاره پوره وخت ولرئ.

ستاسو د کتاب (الوصول الی الاصول) په ۲۷۳مخ کې مې داسې ولوستل: «د مقلد په اړه چې کومه پوښتنه کېږي، عبارت ده له: کله چې یو څوک په یوه مساله کې له یوه مجتهد څخه پیروي کوي، ایا د دې اجازه لري، چې په همدغه مساله کې یو مجتهد پرېږدي او بل غوره کړي؟ ځواب یې دا ډول دی، چې د مقلد په حق کې شرعي حکم هغه دی، چې مجتهد استنباط کړی او مقلد یې تقلید کوي. یعنې: کله چې یوه مقلد په یوه مساله کې له کوم مجتهد څخه پیروي وکړه، نو دا ورته روا نه ده، چې دا مجتهد پرېږدي او بل غوره کړي. ځکه چې ده پخپله همدغه غوره کړی او دا یو شرعي التزامي حکم دی.»
ماته یوه پوښتنه پیداشوه؛ مور مې په عربي نه پوهېږي، مثلاً: په لمانځه کې له امام شافعي رحمت الله علیه څخه پیروي کوي، خو د لمانځه حکم یې د یوه بل مجتهد، امام مالک په فقه کې په روسي ژبه لوستی، اوس غواړي چې په همدغه خاصه مساله کې د امام شافعي اجتهاد پرېږدي او د امام مالک غوره کړي، نو ایا د شرعیت له پلوه دا ډول عمل روا دی؟

په بله وینا، ایا له عربي پرته بلې ژبې ته لومړیتوب ورکول سم دي؟ په داسې حال کې چې له عربي پرته شرعي ادله هم نه ګڼل کېږي. دا پوښتنه ولې کوم؟ ځکه په کومه سیمه کې چې زه ژوند کوم، ډېرو مسلمانانو خپل مجتهد پریښی او په ورته موضوع کې له یوه بل مجتهد څخه پیروي کوي. دغه راز په عربي او شرعي علومو هم نه پوهېږي. ایاتونه او حدیثونه په روسي ژبه لولي او د دې ادعا کوي چې شرعي ادله دي. له تاسو څخه د دې پوښتنې ځواب غواړم، تر څو زه پوه شم او نور هم پرې پوه کړم. الله تعالی دې د ټولو نېکیو اجر درکړي او الله تعالی مو ژوندی لره.
ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

مساله دا ډول ده: کله چې یو مسلمان په شرعي احکامو کې له یوه معین مذهب څخه پیروي کوي؛ مثلاً: د امام ابوحنیفه په مذهب لمونځ کوي، خو غواړي د امام ابوحنیفه مذهب پرېږدي او د امام شافعي په مذهب لمونځ وکړي، دا عمل د لاندې شرایطو په مراعاتول سره سم دی:

۱ـ لومړی دا چې دغه عمل به د شرعي لومړیتوب پر اساس وي، نه دا چې نوی حکم ورته اسانه، سپک او یا هم د ده د نفس له هوا سره موافق وي، ځکه د نفس له هوا پیروي منع شوې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَى﴾

ژباړه: د خپل نفس له هوا څخه پیروي مه کوئ.

دغه راز  الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ﴾

ژباړه: که مو د کوم شي په اړه لانجه راغله، هغه د الله تعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو حل کړئ.

که مقلد له خپل مجتهد څخه په دغه بڼه راوګرځي، نو الله سبحانه وتعالی ترې راضي کېږي او دا د نفس له هوا او شهوت څخه لرې ده. له غوره والي پرته، د خپل نفس د هوا مطابق یو اجتهاد پرېښودل او د بل غوره کول ناروا دي. هغه ټکي ډېر دي، چې یو مقلد پرې خپل پخوانی مذهب پرېږدي او نوی غوره کړي. لکه: تر ټولو لوړ یې پوهه او عدالت دی. مقلد د مجتهد د علم او عدالت پر اساس، هغه ته ورګرځي. ځکه په شهادت کې قبولیت، د شاهد د شهادت منل شرط دي. ځکه د شرعي حکم د زده کولو پر مهال، د زده کوونکي پام د استاد عدالت ته دی، د هغه د عدالت پر اساس شرعي حکم مني او عمل پرې کوي. د استاد عدالت لازمي دی او د هغه چا عدالت چې استنباطوي یې په لومړي سر کې دی. نو د عدالت صفت، د مجتهد او هغه چا لپاره چې رانقل کوي يې ضروري دی. که یوه کس په دې باور و، چې له خپل مذهب څخه یې شافعي مذهب سم او غوره دی، نو ده ته پکار نه ده چې له خپلې خوښې سره سم په بل هذهب عمل وکړي. ورته پکار ده، هغه څه چې د خپل مذهب مخالف یې دي، خپل کړي، خو لومړيتوب او غوره والی به شرعي وي. غوره والی حتمي دی، خو غوره والی به د خپلو خواهشاتو او نفس هوا پر اساس نه وي. دغه راز دا روا نه ده، چې یو مقلد د خپل نفس د هوا مطابق له یوه مذهب څخه غوره غوره مسایل راټول کړي.
۲ـ د شرعي حکم په پېژندلو کې خلک په دوو برخو وېشل کېږي: یو مجتهد دی او بل هم مقلد، درېیم نشته. ځکه کله چې یو انسان کوم څخه خپلوي، یا به یې د اجتهاد په وسیله وي او یا هم د اجتهاد په وسیله نه وي، یعنې له دغو دوو حالتونو خالي نه دی. ځکه خو هر هغه څوک چې مجتهد نه و، مقلد دی. هر ډول چې وي، مساله تقلید ده او له غیر څخه د شرعي حکم اخیستل دي، پرته له دې چې اخیستونکی مجتهد دی او که نه. دا هم سمه ده، چې یو مجتهد، له نورو مجتهدینو تقلید وکړي. نو په دغه حالت او دغه مساله کې بیا همدا مجتهد، مقلد دی. له همدې لامله په یوه شرعي حکم کې مقلد، کله مجتهد دی او کله هم نامجتهد.
۳ـ مجتهد هغه دی، چې د اجتهاد اهلیت ولري. یعنې پوره په عربي پوه شي، د کتابونو په ډولونو او سنتو پوه شي، د غوره والي او تعادل له پلوه د شرعي ادلې پر کیفیت او مقایسه پوه شي، دغه راز تر ټولو مهمه دا چې له شرعیت څخه د احکامو د استنباط توان ولري. کله چې یو مجتهد په یوه خاصه موضوع کې اجتهاد وکړي، نو په همدغه موضوع کې له بل مجتهد څخه تقلید ورته روا نه دی. دغه راز د خپل اجتهاد او پرې عمل نه کول ورته روا نه دي؛ پرته له لاندې حالتونو څخه: که ورته مالومه شي، چې د اجتهاد دلیل یې کمزوری دی او د بل مجتهد دلیل ترې قوي دی. په دغه حالت کې پرې واجبه ده، هغه حکم پرېږدي، چې استنباط کړی یې دی او د هغه مجتهد پر حکم عمل وکړي، چې دلیل یې قوي دی. دغه راز په خپل پخواني حکم کې ـچې اجتهاد یې پکې کړی ـپاتې کېدل ورته حرام دي.
دغه ټول حالتونه د هغه وخت لپاره دي، چې مجتهد باالفعله اجتهاد وکړي او په یوه مساله کې یې اجتهاد نتیجه هم ورکړي. که چېرې یې په کومه برخه کې اجتهاد نه وي کړی، نو کولی شي له نورو مجتهدینو تقلید وکړي. یا هم که چېرې یوه مجتهد اجتهاد پکې کړی وي، نو بل ته فرض نه ده، چې په هغه برخه کې اجتهاد وکړي، ځکه اجتهاد فرض کفایي دی، نه فرض عین. کله چې په یوه برخه کې اجتهاد شوی، پر بل مجتهد واجب نه ده، چې اجتهاد پکې وکړي، بلکې ورته روا ده، که پخپله اجتهاد پکې کوي او که د نورو له اجتهاد څخه تقلید کوي.

یعنې دغه مجتهد د دلیل د قوت په خاطر کولی شي له خپلې رایې څخه تېر شي، که استنباط شوی حکم یې خپل وي او که د کوم بل مجتهد.

۴ـ دا د مجتهد د تقلید واقعیت دی. غیر مجتهد په دوه ډوله دی: متبع مقلد او عامي مقلد. له یوه مذهب څخه بل ته د انتقال پر مهال شروطونه شته. په ټولو حالتونو کې، د هر چا لپاره هغه که متبع مقلد وي، که عامي، له یوه مذهب څخه بل ته تګ د انسان د خوښې، نفسي غوښتنو او اساني په خاطر نه دي، بلکې د شرعي غوره والي په خاطر ترسره کېږي او سم دي.

متبع مقلد هغه دی، چې په ځينو معتبرو شرعي علومو پوه شي، لکه:

الف: په دومره کچه په عربي پوه شي، چې مفهوم ولېږدولی شي، قرانکریم په عربي ژبه ولوستلی شي، احادیث په عربي ولوستلی شي او په عربي مفهوم یې پوه شي، موخه دا نه ده چې د احادیثو د هرې کلمې په مانا دې پوه شي، بلکې موخه دا ده چې د دې توان ولري، څو د یوې عربي کلمې ځواب ولټول او ورکړای شي.
ب ـ  د صحیح، حسن او کمزورو احادیثو په تواتر پوه شي. که مدلول د ژباړې له لارې هم وي باید پرې پوه شي. بل دا چې د صحیح احادیثو  په کتابونو پوه شي. مثلاً: کله چې په مسلم او بخاري کې حدیث وویني، پرې پوه شي، چې صحیح دی. دغه راز په ترمذي کې یې حدیث ولوست او ترمذي هغه حدیث حسن وګاڼه، نو باید پر مدلول یې پوه شي. په دغه ډول د صحیح، حسن او کمزورو احادیثو په مانا پوه هم شي.
متبع مقلد په هغه وخت کې کولی شي له یوه مذهب څخه بل ته واوړي، چې د خپلې رایې په دلیل پوه شي. دغه راز له هغه حکم څخه چې په دلیل یې نه پوهېږي، د هغه حکم پیروي ورته بهتره ده، چې په دلیل یې پوهېږي. باید د هغه مذهب پیروي وکړي، چې په دلیل یې پوهېږي او همدارنګه هغه مذهب باید پرېږدي، چې په دلیل یې نه پوهېږي. په دې مانا چې متبع مقلد د غوره والي رایه مني. دا حالت د متبع مقلد لپاره دی، چې د دلیل پوهېدو په خاطر د هغه حکم پیروي کوي، چې په دلیل یې پوهېږي.

عامي مقلد هغه چاته ویل کېږي، چې په معتبرو شرعي علومو او عربي پوه نه شي. دغه راز د قران او سنتو په دلیل هم ونه پوهېږي، په هغه ډول د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي، چې په کوم مذهب کې یې شیخ ورته وایي او دا ډول مقلد نه شي کولی په کومه مساله کې له یوه مذهب څخه بل ته واوړي؛ خو د یوه غوره والي پر بنسټ کولی شي، چې د تقوا پر اساس حسن معامله ورسره ولري.
مثلاً: د شافعي مذهب په طریقه لمونځ کوي، خو د یادو مواردو په مراعاتولو سره بل مذهب غوره کوي. یعنې له یوه داسې کس سره معرفت پیداکوي، چې د امام ابوحنیفه په مذهب لمونځ کوي او له پخواني کس، چې ورسره پېژندل یې او د بل مذهب پیروان و، ډېره تقوا لري، وروسته د هغه په پوهه باور کوي او په درسونو کې یې ګډون کوي، وروسته له دومره باور او د غوره والي لپاره کولی شي لمونځ د امام ابوحنیفه په مذهب وکړي.
عامي مقلد په هغه صورت کې له یوه مذهب څخه بل ته تلای شي، چې معیار او غوره والی پکې تقوا، عدالت او علم وي او په دغو معیارونو یې باور پیداکړي.
۵ـ دغه ټول حالتونه په هغه حالت کې سم دي، چې یو شخص خپل اعمال د یوه مذهب په طریقه ترسره کوي او غواړي خپل مذهب بدل کړي. د مذهب بدلولو لپاره شرعي توجیې ته اړتیا ده، یعنې کله چې له داسې یوه مجتهد سره معرفت پیداکړي، چې له اوسني مجتهد څخه یې دلیل قوي دی، تر اوسني مجتهد یې باور ورباندې زیات شو، نو کولی شي چې خپل مذهب بدل کړي. خو که چېرې یو څوک په یوه مذهب هم نه وي، نو کولی شي چې د خپل ځان لپاره مذهب خوښ کړي او تقلید یې وکړي.
هغه څه چې پورته ذکر شول، د هغو کسانو په اړه وو، چې په عربي نه پوهېږي او ځان متبع مقلد بولي، هغوی د دلایلو ژباړه لوستې او له یوه مذهب څخه بل ته اوړي، چې د دوی واقعیت د متبع مقلد نه دی. ځکه یوازې ژباړه کفایت نه کوي، چې دوی له یوه مذهب څخه بل ته ولاړ شي، بلکې د عامي مقلد په شان غوره والي ته اړتیا ده، چې په پوره باور سره عربي زده کړي او دلیل په عربي ولولی او تشریح یې کړي او په دې باوري شي، چې دا مذهب تر دا بل غوره دی. کله یې چې پخپله پوهه باور پیداکړ، په دغه حالت کې له یوه مذهب څخه بل ته اوښتی شي.
یعنې هغه وروڼه چې غواړي له یوه مذهب څخه بل ته واوړي، یوازې د ژباړې له لارې نه شي کولی، باید په عربي پوه شي او په سمه توګه دلایل ولولي او باور پرې پیداکړي. دغه راز دا پرې واجب ده، چې د غوره والي ټکي ورسره وي. لکه: عامي مقلد له ژباړې په پورته درجه کې وي. د دغې مسالې په اړه زما نظر دا ډول دی او الله سبحانه وتعالی خورا پوه او حاکم دی.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې