جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هر څوک دې د خپل وس په کچه دعوت وکړي
بسم الله الرحمن الرحيم
هر څوک دې د خپل وس په کچه دعوت وکړي

پوښتنه:

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

زموږ قدرمن امیر صاحب! له تانه دا پوښتنه کوم چې زه اسلامي دولت د تاسیس لپاره وس نه لرم، نو په دې برخه کې زما رول او مکلفیت څه دی؟ زه د ځواب په تمه یم، له تا نه لارښوونه غواړم، زه حیران یم، نه پوهېږم چې له چا سره شم؟ ستا دې په الله سبحانه وتعالی قسم وي چې زه څه کار وکړم؟

ځواب:

وعلیکم‌السلام‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

ګرانه وروره! الله سبحانه وتعالی هر کس ته د خپل وس په اندازه تکلیف ورکړی. د دعوت رسوونې په برخه کې د خلکو کړنې، توانایي او عملونه توپیر لري. همدارنګه وګړي په علمي او فکري او د حکمت رسولو په مسایلو کې هم توپیر لري. دا هغه مسایل دي چې په بشریت کې دا سې څه نه وو او له شک پرته تکلیف د وس او استطاعت په اندازه دی. څنګه چې دغه مسله په قران کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیثونو کې ذکر شوې ده.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

 (لا یكلِّفُ اللَّه نفْسًا إِ لَا وُسْعها)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هېچا ته له خپل وس پورته تکلیف نه دی ورکړی.

 (لا یكلِّفُ اللَّه نفسا الا ما آتاها)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ټولو نفس لرونکو موجوداتو ته د خپل وس او توان په اندازه تکلیف ورکړی دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لا تحْقِرن مِنْ الْمعْرُوفِ شیئا و لوْ أنْ تلْقى اخاك بِوجْهٍ طلْق»

ژباړه: د خیر او معروف هر کار کوچنی مه شمېرئ؛ حتا دا چې په ورین تندي له خپل ورور سره چلند کوئ.

دغه حدیث مسلم روایت کړی دی.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«بلِّغُوا عنّی و لوْ آیةً»

ژباړه: تبلیغ وکړئ، که د یو ایه په اندازه هم وي. (دغه حدیث بخاري روایت کړی دی)

زین بن ثابت له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«نضراللَّه امْرأً سمِع مِنا حدِیثا فحفِظهُ فبلغهُ، فرُب حامِلِ فِقْهٍ لیس بِفقِیهٌ»

ژباړه: د هغه چا پر حال خوښي پکار ده چې حدیث اوري او هغه حفظوي او وروسته هغه نورو ته رسوي، ډېر کسان دي چې فقه لېږدوي، په داسې حال کې چې خپله فقیه نه دي. (دغه حدیق طبراتي روایت کړی دی)

نو ګرانه وروره! لازمه ده چې د خپل وس په اندازه په معروف امر وکړې او هغه څه چې منع شوي، ترسره نه کړې. شونې ده چې یو ایت او یا دوه ایتونه تبلیغ کړې. دا شرط نه ده چې د قرانکریم او سنتو شریفو د حافیظینو له ډلې وو. له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته وغواړه او پر الله توکل وکړه. الله سبحانه وتعالی له صالحینو سره مینه لري.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

ژباړن: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې