جمعه, ۰۶ ذیحجه ۱۴۳۹هـ| ۲۰۱۸/۰۸/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په حنفي فقه کې له کفارو څخه د مرستې اخیستلو حکم!
بسم الله الرحمن الرحيم
په حنفي فقه کې له کفارو څخه د مرستې اخیستلو حکم!

امام محمد رحمة الله علیه چې د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه شاګرد او ملګری او د حنفي فقهې لوی مجتهد و، له کفارو څخه د مرستې په اړه داسې وايي: (ولا بأس بأن يستعين المسلمون بأهل الشرك على أهل الشرك إذا كان حكم الإسلام هو الظاهر عليهم. السیار الکبیر ۴:۱۹۱) یعنې که مسلمانان د کفارو پر وړاندې له نورو کفارو څخه چې حاکمیت د مسلمانانو وي، مرسته واخلي کومه ستونزه نشته.

دا په حنفي مذهب کې یوه معتبره خبره ده. امام محمد رحمة الله علیه په څرګنده توګه بیانوي چې په جګړه کې له کفارو څخه مسلمانان هغه وخت مرسته اخیستلی شي چې کله مسلمانان په دوی باندې واکمني کوي. نوموړی وایي چې له کفارو څخه د مرستې اخیستنې لازمي شرط دا دی چې حاکمیت د اسلام وي. د دې شرط په موجودیت سره مسلمانان کولی شي چې له کفارو څخه د نورو کفارو پر وړاندې مرسته واخلي. مګر که حاکمیت د اسلام نه و لکه اوس او د دې برخلاف کافران حاکمیت کوي، نو بیا جواز نه لري.

په دې اړه دوه ټکي اړین دي چې باید یاد شي او هغه دا چې:

لومړی: د اسلام حاکمیت په اسلامي دار پورې اړه لري او هغه داسې ځای یا سیمه ده چې هلته اسلامي شریعت حاکمیت کوي او د هغه سیمې امنیت او واکمني هم د مسلمانانو په لاس کې وي.

دویم: مسلمانان له هغو کفارو د مرستې غوښتنه وکړي چې دوی په دار الالسلام کې ژوند کوي او یا دوی د دې غوښتنه وکړي چې موږ ستاسو په صفونو کې جګړه کوو لکه اهل ذمه. یعنې مرسته کېدی شي د دواړو لوریو له لوري مطرح شي یعنې یا مسلمانان له کفارو مرسته وغواړي او یا هم کفار د دې غوښتنه وکړي چې له مسلمانانو سره مرسته وکړي. دلته په دواړو حالتونو کې یعنې که مسلمانان له دوی غوښتنه وکړي یا دوی له مسلمانانو غوښتنه وکړي، دوی کولی شي چې د اسلامي پوځ تر رهبرۍ او بیرغ لاندې د نورو کفارو پر وړاندې جګړه وکړي.

امام محمد د یوې پوښتنې په اړه چې د ځینو کسانو ترمنځ مطرح شوې وه ځواب ورکړ او هغه پوښتنه داسې وه چې ویل کېدل چې کله زبیر رضی الله تعالی عنه حبشې ته کډوال شو، نو د نجاشي په ملاتړ یې د یوه بل سړي سره چې د نجاشي پر وړاندې یې جګړه کوله، نو په دې دلیل د مسلمانانو لپاره جواز لري چې د کافرانو په پوځونو کې د دوی تر حاکمیت لاندې هم جګړه وکړي. امام محمد د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دې روایت دقیق تعبیر او تفسیر داسې دی چې یا خو په هغه وخت کې نجاشي مسلمان و او یا هم مسلمانانو په دې وخت کې بل انتخاب نه درلود لکه څنګه چې ځینې راویان په دې اړه همداسې وایي، نوموړی زیاتوي: هذا الحديث يستدل من يجوز قتال المسلمين مع المشركين تحت رايتهم، ولكن تأويل هذا من وجهين عندنا: أحدهما: أن النجاشي كان مسلما يومئذ، كما روي، فلهذا استحل الزبير القتال معه. والثاني: أنه لم يكن للمسلمين يومئذ ملجأ غيره. یعنې دا روایت په دې دلالت کوي چې د مسلمانانو لپاره جواز لري چې د کافرانو تر حاکمیت لاندې د دوی په پوځونو کې د نورو کافرانو پر وړاندې جګړه وکړي مګر دا روایت د موږ لپاره دوې برخې لري: لوموړی دا چې نجاشي په هغه وخت کې مسلمان و لکه څنګه چې په دې اړه ځینې روایتونه هم شته دي نو له همدې امله زبیر رضی الله عنه د ده لپاره جګړه کړې ده او دویم دا چې مسلمانانو په هغه وخت کې پرته له نجاشي بل بدیل نه درلود. نو له همدې امله دا یو مستثنا حالت دی، نه عام حالت.

د حنفي مذهب معتبر عالم شمس الائمه ابو بکر محمد بن ابی سهل السرخسی په السیار الکبیر کې د پورته روایت په اړه د حنفي مذهب د نظر په اړه په خپله شرحه کې ځیني ثبتونه او شواهد راوړي دي. نوموړی وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له بني قینقاع له یهودو څخه د بنی قریضة پر وړاندې له دوی مرسته وغوښته او رسول الله صلی الله د طایف او حنین په پېښو کې ځینو کفارو ته اجازه ورکړه چې د مسلمانانو په پوځ کې جګړه وکړي. نوموړی وایي چې دا ډول یوه کړنه یو ګټور کار و چې کافران د وسایلو غوندې د نورو کافرانو پر وړاندې د مسلمانانو لپاره جنګېدل او دا کار د مسلمانانو په ګټه و. مګر په ورته وخت کې نوموړی بیا وایي چې په یوه بله پېښه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفارو مرسته رد کړه چې د دوی په صفونو کې جګړه وکړي او هغه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله ابن ابی ګډون د احد په جګړه کې ونه مانه ځکه هغه راغلی و چې د احد په جګړه کې د مسلمانانو په پوځونو کې ګډون وکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې نوموړي ته ووایي چې بېرته وګرځي او داسې یې وویل: (إنا لا نستعين بمن ليس على ديننا) موږ له هغه چا مرسته نه اخلو چې هغه زموږ له دین څخه نه دي یعنې کافران دي.) امام سرخسي په دې اړه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اهل منعة  یا هغې ډلې ته چې ځانګړی ځواک لري د رد ځواب ورکړ او له دې ډول حالت څخه رسول الله صلی الله بیزاره و، ځکه دوی په بېل صف کې جګړه کوله او د دې احتمال موجود و که مسلمانان د کفارو پر وړاندې په جګړه کې کمزوري شي، نو شونې ده چې دوی په مسلمانانو برید وکړي. کله چې کفار غواړي د مسلمانانو په ګټه په بېل صف، تر بېل بیرغ او تر خپلې رهبرۍ لاندې جګړه وکړي، دا بیا پرته له شکه حرامه مرسته ده. شرح السیار الکبیر 3-4.191)

همدارنګه امام سرخسي په خپل یوه بل فقهي معتبر کتاب المبسوط (23-10) کې هم په دې اړه بحث کړی دی. نوموړي له هغو پېښو یادونه کړې ده چې رسول الله صلی الله وسلم کافرانو ته په خپل صف کې د جګړې کولو اجازه ورکړې ده او په ځینو نورو پېښو کې یې د جګړې کولو اجازه نه ده ورکړې. نوموړی وایي چې اصلي خبره د کافرانو د ځواک ده او همدارنګه دا چې ایا دوی د مسلمانانو تر رهبرۍ لاندې د مسلمانانو په پوځونو کې جګړه کوي او که تر خپلې رهبرۍ لاندې په بېل صف کې جګړه کوي. که دوی د مسلمانانو تر رهبرۍ لاندې د مسلمانانو په صف کې جګړه کوله، نو مسلمانانو ته جواز لري چې مرسته یې واخلي او که دوی تر بېل بیرغ او تر خپلې رهبرۍ لاندې د مسلمانانو لپاره جګړه کوله، نو دا مرسته بیا مسلمانانو ته حرامه ده، ځکه دا د مسلمانانو لپاره یو لوی ګواښ کېدی شي. امام سرخسي هغه حدیث په دې اړه رانقلوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د احد په جګړه کې د عبدالله ابن ابی مرسته ونه منله. نو پورته حکم په لاندې ډول خلاصه کېدی شي: تأويله أنهم كانوا متعززين في أنفسهم لا يقاتلون تحت راية المسلمين، وعندنا إنما يستعين بهم إذا كانوا يقاتلون تحت راية المسلمين، فأما إذا انفردوا براية أنفسهم فلا يستعان بهم، وهو تأويل ما روي عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال:  لا تستضيئوا بنار المشركين، وقال صلى الله عليه وسلم: أنا بريء من كل مسلم مع مشرك» يعني: إذا كان المسلم تحت راية المشركين. ) یعنې د دې کره معنا دا ده چې مرسته کوونکي کافران خپله ځواکمن وو او دوی د مسلمانانو تر بیرغ لاندې جګړه نه کوله نو له هغو کافرانو چې دوی تر خپل بیرغ لاندې غواړي د مسلمانانو لپاره جګړه وکړي، مرسته اخیستل یې جایز نه دي او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث معنا ده چې وايي د کافرانو له اور څخه د روښنایی مرسته مه غواړئ او همدارنګه وایي چې زه له هغه مسلمان څخه بیزاره یم چې له مشرک سره وي یعنې چې کله مسلمان د کافر تر بیرغ لاندې جګړه کوي.

نو موږ ته له کافرانو د مرستې اخیستل هغه وخت جواز لري چې کله دوی د مسلمانانو تر رهبرۍ او د مسلمانانو تر بیرغ لاندې [د نورو کافرانو پر وړاندې] جګړه کوله. مګر که دوی تر خپلې رهبرۍ او خپل بیرغ لاندې [د نورو کفارو پر وړاندې] جګړه کوله، نو بیا موږ له دوی څخه دا ډول مرسته نه شو اخیستلی دی. همدارنګه دې : (لا تستضيئوا بنار المشركين) او : (أنا بريء من كل مسلم مع مشرك) سم مفهوم دا دی چې مسلمانانو ته جواز نه لري چې د کافرانو په صفونو کې او د دوی تر بیرغونو لاندې جګړه وکړي.

په حنفي فقه کې دا بنسټيزه پرېکړه ده او ځینو نورو سلفو او خلفو علماوو هم په دې اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي. د بېلګې په توګه امام ابوبکر الجصاص په خپل تفسیر احکام القران کې داسې وايي: (وقال أصحابنا: لا بأس بالاستعانة بالمشركين على قتال غيرهم من المشركين إذا كانوا متى ظهروا كان حكم الإسلام هو الظاهر، فأما إذا كانوا لو ظهروا كان حكم الشرك هو الغالب فلا ينبغي للمسلمين أن يقاتلوا معهم.) یعنې زموږ [د حنفي فقهې] ملګرو ویلي دي چې د اسلام د حاکمیت په صورت کې مسلمانان کولی شي د کفارو پر وړاندې د نورو کفارو مرسته واخلي، مګر که حاکمیت د کافرانو و، نو بیا مسلمانانو ته جواز نه لري چې د دوی په صفونو کې جګړه وکړي. همدارنګه علاو الدین اکاساني په خپل کتاب بدایع الصنایع که داسې وايي: (ولا ينبغي للمسلمين أن يستعينوا بالكفار على قتال الكفار؛ لأنه لا يؤمن غدرهم، إذ العداوة الدينية تحملهم عليه، إلا إذا اضطروا إليهم.) یعنې مسلمانانو ته نه ښايي چې له کفارو څخه د نورو کفارو پر وړاندې په جګړه کې مرسته وغواړي، ځکه کېدی شي دوی له مسلمانانو سره خیانت وکړي او کېدی شي په دوی باندې یې دیني دښمني زوروره شي او له مسلمانانو سره خیانت وکړي.

موږ د حنفي فقهې له پورته نظریاتو او دلایلو څخه دې پایلې ته رسېږو چې دوی له دې څخه اندېښنه لرله چې داسې نه شي چې په دې مرستو سره مسلمانان د کافرانو تر اغېز لاندې راشي او یا هم کېدی شي د کفارو د موخو لپاره وکارول شي او یا هم کېدی شي په دې سره د کفارو ګټې خوندې شي. نو دوی تل د کفارو د مرستې په اړه دا قید او شرط ایېښی دی چې په هغه حالت کې مسلمانان له کفارو څخه مرسته اخیستلی شي چې کله حاکمیت د اسلام وي او کافران د مسلمانانو تر بیرغ او رهبرۍ لاندې وي. چې په دې حالت کې دوی د موږ لپاره خدمت کوي او د ویرې کوم څه نشته. مګر که داسې نه وي، نو بیا به موږ په اصل کې د دوی لپاره خدمت کړی وي او د مسلمانانو وینې به مو د دوی د موخو او ګټو لپاره تویې کړې وي.

همدارنګه دا موضوع په حنفي فقهه کې په بله بڼه هم بیان شوې ده او هغه دا چې مسلمانان کولی شي چې له کفارو څخه د مسلمانو یاغیانو د ځپلو لپاره مرسته واخلي. ابن الهمام په فتح القدیر کې وايي چې اهل العدل (هغه کسان چې د شریعت پر بنسټ پرېکړه کوي) کولی شي چې د اهل ذمه د مسلمان یاغیانو پر وړاندې وجنګوي مګر شرط به دا وي چې دا جګړه به په دار السلام کې وي. مګر که جګړه دار الکفر ته لاړه یا هملته وه، نو بیا د هېڅ کافر مرسته نه شي تر لاسه کولی.

 نو له پورته بحث څخه دې پایلې ته رسېږو چې په دې اړه ډیری حدیثونه راغلي دي او په دې دلالت کوي چې په جګړه کې یې له کافرانو څخه مرسته اخیستل جواز نه لري له دې جملي څخه یو حدیث چې هم احمد او هم نسایي روایت کړی دا دی: (لاَ تَسْتَضِيئُوا بِنَارِ الْمُشْرِكِينَ) یعنې د مشرکینو په اور باندې هم خپلې رڼاوې مه بلوئ. مګر په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له کافرانو څخه مرسته اخیستې ده او دوی ته یې اجازه ورکړې چې د مسلمانانو په صفونو کې د نورو کافرانو پر وړاندې جګړه وکړي. له کفارو څخه مرسته اخیستل په ځينو شرطونو باندې مقید دي او په حنفي فقه کې دا شرط او قید دا دی چې حاکمیت باید د اسلام وي او کافران به د مسلمانانو تر واکمنۍ او رهبرۍ او بیرغ لاندې د مسلمانانو په صفونو کې جګړه کوي مګر که په هر ډول دوی د خپل ځان لپاره او بېله جګړه کوله او یا مسلمانانو د دوی په صفونو کې د دوی د موخو لپاره جګړه کوله، نو دا جګړه او مرسته بیا ناروا او حرامه ده.

لیکنه: عثمان بدر

ژباړه: انجنیر احمد احرار

سرچینه: د خلافت مجله، ۲۲مه گڼه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې