شنبه, ۲۹ رمضان ۱۴۳۸هـ| ۲۰۱۷/۰۶/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية


افغانستان له اشغال پنځلس کاله وروسته!

  •   مطابق  
افغانستان له اشغال پنځلس کاله وروسته!

بسم الله الرحمن الرحیم

د امريکا له لوري د افغانستان له ښکېلاکه پنځلس کاله وروسته او د امريکايي ځواکونو او ائتلاف، له رسمي وتلو دوه کاله ورسته په افغانستان کې ناامني او ګډوډي روانه ده او د امريکا په لاس جوړ شوی دولت د خپل پايښت لپاره هڅه کوي. طالبان د کابل د دولت په ضد دوامدار بريدونه کوي. لکه څنګه يې چې موږ ددې شاهدان وو چې تېره اونۍ طالبانو د هلمند  ولايت مرکز لښکرګاه اداره ونيوله.

په ۲۰۱۵ ز کال کې، د طالبانو د اوړي بريدونو په لوړه کچه د افغانستان د دولت ناکامي وښوده. د هماغه کال په سپټمبر کې طالبانو شمالي ولايت کندز ونيوه. سربېره پر دې افغان ځواکونو د امريکايي ځواکونو په مرسته ياد ولايت بېرته تر خپل واک لاندې راوست، خو طالبان تر اوسه د ياد ولايت په شمال کې شته. د ۲۰۱۵ ز کال په وروستيو کې طالبانو لږ تر لږه د افغانستان ۳۰ سلنه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې يا يې هم پکې پراخ خضور درلود. د ۲۰۱۶ ز کال په لومړيو کې کابل ۵ سلنه خپل حاکميت له لاسه ورکړ. په ۲۰۰۱ز کال کې د امريکا له خوا د طالبانو د دولت د لمنځه وړلو وروسته اوس طالبان له بل هر وخت ډېرې سيمې په واک کې لري.

د افغان پوليسو او اردو چارواکي د دغه حالت له امله يو پر بل نيوکې کوي. د ۲۱۵ ميوند قول اوردو د درېيم ټولي قومندان سمونوال نعمت الله خليل وويل: «پوليس سرتېرو وړاندې له دې چې مرګ ژوبله ورته ورسيږي له جګړې پرته يې ۲۷ امنیتي پوستې پرېښې دي.» هغه زياته کړه: «له همدې امله د ملي اردو سرتېري په ناڅاپي او  حیرانونکي ډول محاصره شول».

خو د نادعلي امنيه قومندان ډګرمن محمد عمر جان  دغه خبرې رد کړې او ويې ويل: «پوليس سرتېري تر ټولو ډېر تلفات ورکوي. اردو له دې امله په پوليسو تور پورې کوي، چې په جګړه کې خپلې کمزورتياوې پټې کړي او هغوی نشي کولی چې له ولايت څخه د دفاع وروستۍ کرښه وساتي.»

امريکا د سپټمبر د ۱۱مې د بريدونو په پلمه افغانستان اشغال کړ، په داسې حال کې چې د ایرو اشیا په سيمه کې د دايمي پلان موخه له روسیې او چين سره مقابله او په منځنۍ اسيا او خزر بحيره کې د هايدروکاربن سرچينو کنترول دی.

يو له هغو دلايلو چې امريکا د افغانستان د ښکېلاک لپاره وړاندې کول، له طالبانو د افغانانو ازادي او په دغه هېواد کې د امنيت راوستل وو؛ خو له يوې لسيزې جګړې وروسته دغه بد امنيتي حالت د ناکامۍ په توګه پاتې دی. امريکا د طالبانو بريدونه اصلي لامل بولي؛ په داسې حال کې چې د ۱۳۰ زره پوځيانو په واسطه د وعده شوي امنيت په ټينګولو توانا نه وو. هغه اصلاً ددې لپاره وو چې امريکا د افغانستان دولت له فاسدو سياستوالو، پخوانيو جنګ سالارانو او فرصت غوښتونکو څخه ډک کړ، چې د تېرو لګښتونو د حسابونو په پوره کولو او خپلو جېبونو په ډکولو بوخت وو.

د ۲۰۰۱ ز کال په ډسمبر مياشت کې د ملګرو ملتونو سازمان د امريکا په استازيتوب په المان کې د بن کنفرانس کوربه توب وکړ، چې موخه يې  د يوې سياسي تګلارې جوړول وو، څو وکولی شي ټول بېلابېل قومونه، جنګ سالاران او نورې ډلې د امريکا په واسطه په تنظيم شوي سياسي حرکت کې را ټول کړي. ګډون کوونکي د څلور مخالفو ډلو استازي لکه: پښتون، هزاره، تاجک او ازبک چې ټول د طالبانو په ضد وو. کله چې امريکا په ۲۰۰۳ز کال کې د عراق په ښکېلاک پيل وکړ، د امريکا لاسپوڅی حامد کرزی د موقتې ادارې د رييس په توګه ټاکل شوی و. د ۲۰۰۴ز کال د پراخو درغليو ډکو ټاکنو وروسته حامد کرزی د افغانستان ولسمشر شو.

د عراق په جګړه کې د امريکا په بوختېدو طالبان بېرته راوګرځېدل؛ په داسې حال کې چې په لومړيو کې امريکا کولی شوی چې په اساني سره طالبان له واک څخه لېرې کړي. استر اتفور هغه څه چې پېښ شوي وو داسې مشخص کړل: «دا ډېره مهمه ده، چې يادونه وکړو چې طالبانو د جګړې په ډګر کې هېڅ کله ماتې نه وه خوړلې. کله چې هغوی وپوهېدل د امريکا هوايي ځواکونو سره د جګړې توان نه لري، جګړه يې کمه کړه او ولاړل چې تاوتریخوالی راپورته کړي.»

امريکا خپلو سيمه ييزو ځای ناستو مخ واړوه. ایران د سړک جوړونې، د برق انتقالي کرښو او له نورو زېربنايي پروژو او سرحدي اډو له لارې په شمال لويديځ سيمو کې ثبات راووست. پاکستان ته لارښونه شوی وه چې ټولې هغه ډلې چې د پاکستان له شمالي قبايلي سيمو څخه يې د افغانستان د جګړو ملاتړ کاوه، له پښو وغورځوي. په افغانستان کې د امريکا په واسطه جوړې شوې ستونزې ډېرې ژر پاکستان ته ورغلې.

په ۲۰۰۸ز کال امريکا له بې پيلوټه الوتکو په ګټه اخیستنې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي سيمو د نښه کولو په موخه د پاکستان پر خاوره کې بريدونه وکړل. له زرګونو پروازونو وروسته هېڅ ستره موخه تر لاسه نه شوه. خو په اصل کې امريکا د بې پيلوټه الوتکو برنامه په بې ګناه کليو او ښارونو کې، چې شايد د امريکا رادار به يوې لويې موخې ته ورسېږي جوړه کړې وه، په داسې حال کې چې د پاکستان دولت ددغه ډول بريدونو پر وړاندې په سخت غبرګون ښودلی.

دغه لوبه هغه وخت افشا شوه چې سناتور دايان فاينستاين د امريکا د سنا مجلس د اطلاعاتو د کمېټې رييس ددغې بې پېلوټه الوتکې د پرواز او ناستې ځای په اړه چې پاکسان کې کرځېدله په علني توګه خپل نظر څرګند کړ. د ۲۰۰۹ز کال په فبروري کې سناتور دايان فاينستاين پاکستانيانو  ته په حيرانتيا سره د شمال لوديځ په سرحدي سيمو کې د بې پېلوټه الوتکو او ټوغنديو په اړه داسې وويل: «زه پوهېږم چې دغه الوتکې د پاکستان له اډو پرواز کوي.»

لکه څنګه چې امريکا د اوبو په ګرداب کې ډوبه شوه د امريکا په ګډون غربي قدرتونو له طالبانو سره د سولې خبرې اترې راواخيستې. په ۲۰۱۱ز کال د کوچیني اختر په مناسبت  په يوه اوږده پيغام کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر دا تائيد کړه، چې له امريکا سره خبرې اترې دوام لري. دا ددې ښکارندويي کوي چې امريکا دا نه شي منلی چې طالبانو ته يې ماته ورکړې او له همدې امله له هغه دښمن سره چې غوښتل يې له منځه يې يوسي، خبرې اترې کوي؛ خو دغه خبرې اترې ونه شوې، په ځانګړې ډول هغه وخت چې طالبانو د امريکايي ځواکونو کمزورتيا په خپل بري کې وليده.

په ۲۰۱۴ز کال کې امريکا خپل پوځيان تر ټولو ټيتې کچې ته ورسول، سربېره پر دې يې د خپلو پوځيانو د وتلو خبر يې هم ورکړ؛ خو په ټول هېواد کې يې خپلې اډې وساتلې. امريکا ورځ په ورځ د امنيت چارې او واک افغان امنيتي پوليسو ته تسلم کړ او د توانايۍ په نه لرلو سربېره د کابل له دولت څخه ملاتړ کوي؛ تردې چې د ۲۰۰۱ز کال د بن کنفرانس له لومړیو ورځو څخه امريکا ونه توانېده په افغانستان کې يو سم دولت رامنځته کړي چې وکولی شي له کابل پرته پر نورو سيمو هم حکومت وکړي. تر دې چې د حامد کرزي او د اشرف غني په بدلولو هم په حکومت کې بدلون رانه غی. د حيرانتيا ځای نه دی، چې امريکا څو ځله خپلو سترتيژيو ته بدلون ورکړ او خپل وتل يې ځنډولي دي.

د ۲۰۱۲م کال د مې مياشتې په شيکاګو کې د ناټو په وروستۍ ناسته کې امريکا او متحدينو يې خپله ماته ومنله. د دوی ګډه بيانيه ددې ښودونکې وه، چې د ناټو ټول غړي هېوادونه غواړي د افغانستان له ناوړې پېښې پرده پورته کړي. ددې بيانيې په يوه برخه کې راغلي دي: «له ۱۰ کلنې جګړې وروسته او د نړۍ د اقتصادي حالت په خرابېدو، غربي هېوادونه نور نه غواړي مالي او ځاني لګښت ورکړي؛ په داسې ځای کې د دوی د هڅو لګښت، چې د پېړیو لپاره يې د خپل بدلون لپاره د بهرنیانو له هځو سره مقاومت کړی.»

تردې چې زرګونه امريکايي سرتېري افغانستان ته راولېږل شول او له امريکا سره د پاکستاني چارواکو په همکارۍ د بې پيلوټه الوتکو بريدونه زیات شول او همدارنګه پر دوو ډلو؛ معتدل او غیر معتدل د طالبانو د وېشلو لپاره د امریکا پر هڅو سربېره، افغانستان اوس هم د امريکا د ډوبېدو لپاره ګرداب پاتې دی.

عدنان خان

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

Last modified onپنج شنبه, 15 جون 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې