سه شنبه, ۰۳ ذو القعدة ۱۴۳۸هـ| ۲۰۱۷/۰۷/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د اسلام او مسلمانانو ملاتړی
بسم الله الرحمن الرحيم
حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د اسلام او مسلمانانو ملاتړی

(ژباړه)

رښتیا هم چې الله سبحانه وتعالی د ټولنې د بدلون لپاره قوانین وضع کړي دي، هغه قوانین چې په ټکر کې نه شي کېدای او د دغو قوانیو په برخه کې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ﴾

[رعد: ۱۱]

ژبا ړه: حقیقت دا دی چې الله سبحانه وتعالی هېڅکله د یو قوم حالت نه بدلوي، تر څو چې هغوی خپله خپل حالت نه وی بدل کړی.

نو د خلکو د حالت بدلون د دوی په فکرونو، احساساتو او هغه نظام چې دوی ورته ژمن دي، اړه لري چې د یو پر بل د قضاوت لپاره یې بدل کړي. پر دې سربېره الله سبحانه وتعالی دا پر مسلمانانو شرط اېښی هغه څه چې پرې فرض شوي، پلي یې کړي. الله سبحانه وتعالی کولی شي چې هغوی بریالي کړي. هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾

[محمد: ۷]

ژباړه: اې مومنانو! که تاسو د الله سبحانه وتعالی له دین سره مرسته وکړئ، نو الله سبحانه وتعالی به له تاسو سره مرسته وکړي او ګامونه به مو ټینګ کړي.

الله سبحانه وتعالی بشر ته له اړتیا پرته دا وس لري چې د خلکو حالت بدل کړي او بریا یي تضمین کړي. په همدې بڼه الله سبحانه وتعالی دا پر بشر فرض کړې، چې مادي عملونه پر غاړه واخلي او مادي پایلې له ځان سره ولري. پر موږ يې فرض کړې چې د یو اسلامي دولت له لارې په اسلام واکمني وکړو. همدارنګه دغه موخه په یو کس او یا څو کسانو نه شي کېدای او دې ته لومړیتوب ورکول کېږي چې په ټولیز ډول له هغو ټولو کسانو سره چې خپل دین ته مخلص دي او د الله سبحانه وتعالی خوښي او د امت بیا راژوندي کېدل غواړي، تر لاسه شي.

دا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کې هم په څرګند ډول لېدل شوې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب د ټولنې له مختلفو برخو څخه د اسلام په دین مشرف شول. له یادو کسانو څخه لومړی کس چې په اسلام مشرف شو، هغه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه و.

د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ځانګړنو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دریځ په ثابېتېدو کې لوی اغېز درلود. له دې وړاندې هم حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د قریشو یو نفوذ لرونکی او نېک نومی کس پېژندل کېده. حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه له اسلام وړاندې د حاجیانو لپاره خواړه برابرول او خلکو ته یې مېلمستیاوې کولې. خلکو د غمیزې او ستونزو په وخت کې له هغه څخه مرسته غوښته او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په خلکو کې له غوره شخصیت څخه برخمن و. همدارنګه هغوی د غوره صفتونو له امله له حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره مینه درلوده او د سخاوت له امله هم نوموړی په خلکو کې پېژندل شوی کس و.

داسې ویل کېږي چې حضرت ابوبکر رضی الله عنه هېڅ وخت بوتانو ته سجده نه ده کړې او نوموړی یو روڼ اندی کس و؛ چې د وخت له خرافاتو سره یې مخالفت کاوه او حتی له اسلام وړاندې یې هم د ځان لپاره شراب منع کړي وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د صدیق لقب د دې لپاره ورکړ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حقیقت یې ومانه او د نوموړي تصدیق او لویۍ (عظمت) ته یې پراختیا وکړه. کله یې چې د اسراء په سهار کې ورته وویل: ستا ملګري ادعا کړې چې نن شپه يې اسراء ته سفر کړی، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورته وویل: «که رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي وي، نو هغه رښتیا ویونکی دی». الله سبحانه وتعالی په قرانکریم کې د رښتیا ویونکي په توګه د هغه رضی الله عنه ستاینه کړې ده؛ لکه څنګه چې فرمایي:

﴿وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ﴾

[زمر: ۳۳]

ژباړه: کوم کس چې ریښتنولي راوړه او کومو کسانو چې هغه ریښتنی وګاڼه، هغوی پرهېزګاران دي.

په حقیقت کې د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه شخصیت د اسلام په واکمنېدو کې د یو ملاتړي په توګه و. څوک چې په خپل چاپېریال کې د داسې کس ستاینه کوي، نظر او فکر یې به یې همداسې پیروي شي او د نورو د فکرونو پر سمون اغېز کوي. د بېلګي په توګه: کله چې ابوذري غفاري رضی الله عنه په اسلام مشرف شو او غفاري ټبر ته راغی. هغوی یې اسلام ته دعوت کړل، همغه وو چې د نوموړي رضي الله عنه شخصیت پر خلکو اغېز وکړ او په اسلام مشرف شول.

پر همدې بنسټ، په ټولنه کې د مخکښو کسانو رول اساسي او بنسټیز دی؛ نو د یو رهبر او مشر په توګه په ټولنه کې د نوموړي دنده د الله سبحانه وتعالی د شریعت د واکمنېدو لپاره د بدلون په پروسه کې تر عامو خلکو یو لوی مسولیت دی؛ چې د ټولنې او کورنۍ په پرتله یې لږ اغېز لري. نو که هغوی د خپل کار په پیاوړي کېدو او د امت په بیا راژوندي کېدو کې پاتې راشي، نو ګناه یې هم تر عامو مسلمانانو لویه ده. اصحابو رضی الله عنهم چې دغه ځانګړه یې درلوده، پر دغه اغېز تر ټولو ښه پوهېدل. د حضرت ابوبکر صدیق، عمر ابن خطاب، حمزه ابن عبدالمطلب، عثمان بن عفان او عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنهم په اسلام مشرف کېدل د اسلام لپاره یوه لویه ډاډګېرنه او لاسته راوړنه بلل کېده؛ چې همدا ملاتړ یې یوازې د مسلمانانو په ډېروالي نه خلاصه کېده.

هر صحابي چې په اسلام مشرف شو، داسې کار او فعالیت یې وکړ چې خپل ځان یې د تقوا، دعوت او پر اسلام د ژمنتوب له مخې له نور مخکې کړ. حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوست او ملګری و او په دعوت کې یې په چټکۍ عمل وکړ. له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د اسلام د واکمنېدو لپاره د یو اغېزمن ځواک په توګه له ټولو مخکې شوی و. نوموړي د عربو قبایلو په اړه ښه خبریتا درلوده او دغې چارې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امکان ورکاوه، چې قبایل د اړیکو لپاره وټاکي، اسلام د هغوی پر مټو مخکې کړي او د اسلامي دولت د تاسیس لپاره له هغوی نصرت وغواړي. له ابو ابن تغلیب، اکرمه او ابن عباس نه روایت شوی چې وایي:

ژباړه: علی ابن ابوطالب ماته وویل: کله چې الله سبحانه وتعالی خپل پیغمبر ته امر وکړ چې عربو قبایلو ته پنا یوسي، هغه بېرون ته ولاړ او زه او ابوبکر هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره منا ته ولاړو؛ تر دې چې هلته د عربو له یوې ډلې سره یوځای شو. ابوبکر له ما مخکې ولاړ او  هغه پېژندګلوي چې د دوی تر منځ وه، هغوی ته یې سلام ادا کړ او ورسره کېناست... وروسته زه له یوې بلې ډلې سره ولاړم، چې ډېر محترم خلک وو. ابوبکر مخکې ولاړ، هغوی ته یې سلام ورواچاوه او ورته ويې وویل: تاسو څوک یاست؟ هغوی وویل: بنو شیبان ابن تعلبه. ابوبکر بیرته راغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: مور او پلار مې دې تر  تا قربان وي، اې د الله سبحانه وتعالی رسوله! دا تر ټولو غوره خلک دي.

په همدې ډول حضرت ابوبکر رضی الله عنه یوازې د اسلام په منلو قناعت ونه کړ او ډېر نور موارد چې یادولی یې نه شو، له اسلام او مسلمانانو سره یې مرسته وکړه او د دعوت په لومړی کتار کې ولاړ و. په داسې حال کې چې زموږ په وخت کې ډېر داسې کسان چې لمونځ کوي، روژه نیسي، زکات ورکوي او د حج فریضه پر ځای کوي؛ داسې لیدل کې چې ډېری وختونه یې خپل ژوند د دنیا او پیسو په لټون تېروي او اولادونه یوازې د ژوند د چارو لپاره روزي، چې مادي ګټه ولري؛ خو حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خپل ټول ژوند او شته د الله سبحانه وتعالی د دین لوړولو لپاره ځانګړي کول او ټوله شتمني یې د دغه دین پر خورولو لګوله. حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه هېڅکله دا هڅه ونه کړه چې د خپلې شتمنۍ یوه برخه د ځان او کورنۍ لپاره وساتي. نوموړي د هغو اصحابو لپاره چې د اسلام پر دین مشرف شوي وو او د اسلام منلو له امله قریشو شکنجه کول، د هغوی د ازادۍ لپاره یې خپله شتمني فدیه کوله. هغه رضي الله عنه د ژوند تر وروستیو  د اسلام په لاره کې سخاوت ونه درېغاوه او هېڅ درهم او دینار یې د ځان لپاره پرې نه ښودل؛ پر دې سربېره چې نوموړی د ټولو مسلمانانو خلیفه و. په حقیقت کې یوازینی څیز چې نوموړي پرېښودل، هغه غوره عملونه وو؛ دغه ایت د نوموړي په اړه صدق کوي.

﴿وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ﴾

[قصص: ۷۷]

ژباړه: کومه شتمني چې الله سبحانه وتعالی تا ته درکړې ده، په هغې سره د اخرت د کور جوړولو فکر وکړه او له دنیا څخه هم خپله برخه مه هېروه. نیکي وکړه، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی له تا سره نیکي کړې ده او په ځمکه کې فساد مه کوه. الله سبحانه وتعالی فساد کوونکي نه خوښوي.

په رښتیا چې د دا ډول نفوذ لرونکو کسانو لپاره د ټولنې درناوی، خلک په ټولنه کې ریښتني او اغېزمن کوي. دا د دوی په ظرفیت کې نغښتې ده، که غواړي چې عام نظر د اسلام لور ته راواړوي. نو پر همدې بنسټ، د مخکښو کسانو رول د دې لپاره چې عام نظر جوړ کړي؛ د فاسد واقعیت د بدلون لپاره بنسټیز رول او  د یو واکمن دولت په وسیله د ژوند د لارښود په توګه د هغه ځای ناستې اسلام دی. دا رول په لومړی سر کې د مخکښو او نفوذ لرونکو کسانو دنده ده، چې که هغوی غږ وکړي، پاتې خلک هم لبیک ورته وایي او پیروي به وکړي. پر دې سربېره، مخکښ کسان پر واکمنو کسانو ښه اغېز لري او کولی شي چې له واکمنو څخه قدرت، چې په زور یې اخیستی، تر لاسه کړي. دا د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت په بیا راژوندي کېدو کې د مخلصو پلویانو لپاره نصرت دی. که څه هم هغوی د واک څښتن نه دي، خو هغوی پر واکمنو کسانو نفوذ او معنوي فشار لري. دا د هغوی دنده ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو او ابوبکر صدیق رضی الله عنه سیرت خپله الګو کړي او د نبوت پر تګلاره د خلافت د پلویانو د ملاتړ لپاره د واک له څښتنو د نصرت غوښتنه وکړي. که هغوی د خپلې دندې په سرته رسولو کې ځنډ وکړي، ګنهګارېږي، چې ګناه یې له هغو کسانو کمه نه ده چې د جګړې له ډګره تښتي؛ ځکه دا د اسلام لپاره نصرت دی، چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې له جهاده کم نه دی.

د دولت د تاسیس او اسلام لپاره د نصرت غوښتنه نه یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد فریضې ادا کول دي؛ بلکې د ټولو مکلفیتونو ضمانت کول هم دي او د دغه مکلفیت پرېښودل په دې مانا دي چې اسلامي امت پر دې خوښ دی، چې په تیارو کې پاتې شي او نور واکمني پرې وکړي. په دې کې شک نشته،  کوم کسان چې د شریعت په تله کې وزن لري، لوی اجر تر لاسه کوي او کوم کسان چې دې ته پام نه کوي، لویه ګناه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولًا﴾ [احزاب: ۱۵]

ژباړه: دغو خلکو له دې وړاندې له الله سبحانه وتعالی سره ژمنه کړې وه، چې دښمن ته به شا نه کوي او له الله سبحانه وتعالی سره د شوې ژمنې پوښتنه هرو مرو کېدونکې ده.

همدارنګه:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ * وَمَنْ يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ

[انفال: ۱۵]

ژباړه: اې مومنانو! کله چې تاسو د یو لښکر په بڼه له کافرانو سره مخ یاست، نو شا مه ورته اړوئ. څوک چې له جنګي تکتیګ او یا له کوم بل پوځ سره له یوځای کېدو پرته (له کافرانو سره د جګړې په حالت کې) شا واړوي، نو د الله سبحانه وتعالی په غضب به اخته شي؛ د هغه استوګنځی به دوزخ وي او دوزخ ډېر ناوړه ځای دی.

بلال «مهاجر»

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې