جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ۱۴۳۸ هـ.ق د ذو الحجې میاشتې لیدو په اړه د حزب التحریر د امیر شیخ عطاء بن خلیل ابوالرشته پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د ۱۴۳۸ هـ.ق د ذو الحجې میاشتې لیدو په اړه د حزب التحریر د امیر شیخ عطاء بن خلیل ابوالرشته پیغام

(ژباړه)

﴿وَالْفَجْرِ وَلَيَالٍ عَشْرٍ﴾ [فجر:۱- ۲]

                                      ژباړه: قسم په سباون، قسم (د ذی الحجې) پر لسګونو شپو!

مخلصو، متقي، غوره او نېکو کسانو ته دې تقدیم وي (عاقبت یې موږ نه ټاکو) الله سبحانه وتعالی پوه او حکیم دی. د دغې پاڼې لیدونکو ته دې هم تقدیم وي، هغه کسان چې د دې پاڼې خپرېدونکي حقیقتونه او نیکۍ یې منلې او په ښکاره حق او حقیقت بیانوي. هغو ټولو مسلمانانو ته دې تقدیم وي چې له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه لري او د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښۍ ته تر هر څه لومړیتوب ورکوي. ټولو ته درود او اسلامي درناوی د «اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!» تر عنوان لاندې وړاندې کوم.

څنګه چې تاسو پوهېږئ، ټول داسې عادت شوي یو چې د اختر پر سهار یو بل ته د اختر مبارکي ورکوو او پر دې سر بېره د مسجادو امامان د سهار په لمنځونو کې د فجر مبارکه سوره تلاوت کوي:

﴿وَالْفَجْرِ وَلَيَالٍ عَشْرٍ﴾

[فجر: ۱-۲]

                                      ژباړه: قسم په سباون، قسم (د ذی الحجې) پر لسګونو شپو!

خو ما دا مناسبه ولیده چې دغه حدیث له تاسو سره شریک کړم چې د لسګونو ورځو په لومړۍ ورځ، چې الله سبحانه وتعالی پر هغه قسم یادوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغې میاشت کې د غوره عملونو سرته رسول له دغو ورځو پرته د الله سبحانه وتعالی په نزد غوره بللي دي:

«عن ابنِ عبَّاسٍ رَضيَ اللَّه عَنْهُمَا، قال: قالَ رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « ما مِنْ أَيامٍ العَمَلُ الصَّالحُ فِيها أَحَبُّ إِلى اللَّهِ مِنْ هذِهِ الأَيَّامِ» أَيامَ العشر، قالوا: يا رسول اللَّهِ وَلا الجهادُ في سبِيلِ اللَّه؟ قال: «ولا الجهادُ في سبِيلِ اللَّه، إِلاَّ رَجُلٌ خَرجَ بِنَفْسِهِ، وَمَالِهِ فَلَم يَرجِعْ منْ ذلك بِشَيءٍ»

(رواه البخاری)

ژباړه: له عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هېڅ داسې ورځ نشته چې الله سبحانه وتعالی ته دې عبادت د ذوالحجې تر لومړیو لسو ورځو غوره او بهتره وي. ویې ویل: اې د الله رسوله! حتی د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد ترې غوره نه دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، حتی د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد ترې غوره نه دی؛ خو هغه کس چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد لپاره له خپل ځان او مال سره بهر ووځي او هېڅ شی ترې ونه ګرځوي (په مورچل کې شهید شي).

دغه لس ورځې له عظمته ډکې ورځې دي چې د ذوالحجې له لومړۍ نېټې څخه پیل او د قربانۍ (د لوی اختر په ورځ) پای ته رسېږي. له الله سبحانه  وتعالی څخه غواړم چې دغه اختر د اسلام او ټولو مسلمانانو لپاره خیر او برکت وي او همدارنګه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې زموږ عبادتونه قبول کړي او دغه لسګونه ورځې د هغو کسانو لپاره په خیر او نیکۍ بدلې کړي چې دغه ورځې یې پیدا کړې او حق پر ځای کوي، ځکه دغه لسګونه ورځې د غوره او صالحو کړنو په سرته رسولو سره الله سبحانه وتعالی ته د اخلاص، صدق او نېږدېکېدو ورځې دي.

ګرانو وروڼو! ‌ځینې ځوانان وایي چې نړیوالې او سیمه ییزې ځورونې پر موږ ډېرې او سختې شوې دي. هو، دا رښتیا ده، خو دا د ناهیلۍ او خفه کېدو لامل نه شي کېدای؛ بلکې دا په خپله د بریا نښه ده، ځکه د کړکېچ سختېدل د بریا، ژغورنې او د سباون لیدو نښه ده.

که نبوي صلی الله علیه وسلم سیرت ته وګورو، دا پیدا کوو چې سیرت هم دا موضوع تاییدوي، ځکه قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعوت سره جګړه وکړه او درسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې له مختلفو لارو ودرېدل او د مخالفت دریځ یې وښود. دغو مخالفتونو یې د ځورونې کچه لوړه کړه، هغوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو رضی الله عنهم سره اړیکې پرې کړې؛ هغوی یې په شعب بن هاشم کې تعذیب کړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پښې یې زخمي کړې او همدارنګه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د ساحر، لیوني او دورغجن تورونه ولګول؛ چې د هغوی دا خبرې بې ګټې وې. څنګه چې الله سبحانه وتعالی وفرمایل:

﴿كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِن يَقُولُونَ إِلاَّ كَذِبًا﴾

[کهف: ۵]

ژباړه: ستره خبره ده چې د دوی له خولې راوځي، هغوی محض دورغ وایي.

وروسته کړکېچ او ربړونې سختې شوې او کافرو قریشو هوکړه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم باید ووژني او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د ثور تر غار ورساوه. هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم او د نوموړي ملګری حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه پټ شول. کفارو هغوی څارل، تر دې چې د غار تر خولې ورسېدل او هلته ودرېدل؛ د هغوی او رسول الله صلی الله علیه وسلم تر منځ ډېر لږ یعنې کابو یو زراع واټن نه و. دغه کړکېچ او سختۍ د هغو ترخو ورځو پای ته رسېدل وو، چې یوه یا دوې ورځې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې خپل دولت جوړ کړ؛ د اسلام ماڼۍ یې تاسیس کړه، چې دنیا یې روښانه کړه او حق یې خپور کړ.

﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لأُوْلِي الأَلْبَابِ﴾

[زمر: ۲۱]

ژباړه: رښتیا هم په دې کې د هوښیارانو لپاره یو پند او عبرت دی.

او همدارنګه دغه دعوت چې موږ یې پر مخ وړو، داسې دعوت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه تقلید شوی دی؛ ځکه حزب التحریر چې دغه دعوت رهبري کوي، خپله حزب، ځوانان او رهبران یې له ډول ډول ربړونو او سختیو سره مخ شوي، چې حتی د ځینو ځوانانو د مړینې لامل هم شوي دي.

حزب: په اسلامي خاورو کې د حزب فعالیتونه منع شول؛ حتی په داسې هېوادونو کې چې هلته مختلف حزبونه د فعالیت اجازه لري؛ لکه اندونیزیا چې د حزب فعالیتونه یې منع کړي دي. همدارنګه هغه هېوادونه چې قانون یې داسې جوړ کړی و چې ټول حزبونه په بشپړه ډول د فعالیت اجازه لري، حتی له اسلام سره په ټکر کې حزبونه هم؛ لکه په تونس کې. په دغه هېواد کې هم د حزب فعالیت منع شوی دی. دا ټول د دې لپاره چې حزب التحریر پر حق او د حق پر بیانولو منګولې لګولې دي.

د حزب التحریر د ځوانانو په اړه: د خاینو ظالمانو زندانونه د ځوانانو پر حالت خبرې کوي، ځکه د حزب ځوانان د هغوی په زندانونو کې ځورول کېږي او ډېری یې په زندانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

﴿إنا لله وإنا إليه راجعون﴾

[بقره: ۱۵۶]

ژباړه: موږ د الله سبحانه وتعالی یو او هغه ته بیرته ورګرځو.

د حزب رهبري: لومړی امیر دکینه ګرو او جاسوسانو د بې مورده او ښکاره تورونو موخه وګرځېد او پر دویم امیر په تور لګولو یې نه یوازې بسنه ونه وکړه؛ بلکې داسې شک یې وکړ چې نوموړی د حزب د فکرې او طریقې خلاف فعالیت کوي؛ خو زما فقیر بنده (درېیم امیر) پر وړاندې یې نه یوازې پر تور لګولو او له فکرې او طریقې سره پر مخالفت بسنه ونه کړه، بلکې زما د میړنې ناسم خبر یې هم خپور کړ او داسې شک یې وکړه چې په دې کار سره خپله غوسه کموي. رښتیا هم چې هغوی احمق دي، ځکه هغوی داسې زړونه لري چې حق نه شي پرې درک کولی او که هغوی دا درکولی؛ نو پر دې به پوهېدای چې د حزب د امیر مړینه د حزب د سقوط په مانا نه ده؛ بلکې تر عطا غوره او قوي کسان پر خپل ځای پرېږدي. هغوی د الله سبحانه وتعالی دغه قول ته مخاطب کوم:

﴿وَإِذَا خَلَوْاْ عَضُّواْ عَلَيْكُمُ الأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُواْ بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ﴾

[آل عمران: ۱۱۹]

ژباړه: کله چې درنه بېلېږي، نو بیا ستاسو پر خلاف له ډېرې غوسې خپل غاښونه چیچي. هغوی ته ووایه چې په خپله غوسه کې ومرئ، الله سبحانه وتعالی د زړونو په پټو رازونو هم پوهېږي.

له شک پرته چې دغه دعوت یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا تر لاسه کولو لپاره دی او هېڅ وخت د مکارانو او ظالمو جاسوسانو حیله او مکر، د کینه کرو کینه او د تور لګوونکو تور، دعوت نه شي زیانمنولی؛ بلکې دعوت له یوې لوړې څوکې بلې تر هغې لوړې څوکې ته ځي، روښنایي یې د الله سبحانه وتعالی په اذن د اسمان لوړو لمنو ته غزېږي او د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری په دریو برخو کې حقیقت پيدا کوي.

دغه جبریه او ظالمه واکمني له منځه ځي او خلافت د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره تاسیس کېږي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلاَفَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةٍ ثُمَّ سَكَتَ»

«فتنير الدنيا ويحق الله الحق بكلماته ويقطع دابر الكافرين...»

(رواه احمد،  د حذیفه بن یمان روایت)

ژباړه: دغه خلافت نړۍ روښانه کوي، الله سبحانه وتعالی حق د خپل قدرت په کلمو ثابتوي او د کافرانو جړړې باسي.

د یهودو د واک او قدرت جړړې او ریښې له منځه وړو، ځکه مسلم په خپل صحیح کې له ابوهریره رضی الله عنه څخه رویات کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ، فَيَقْتُلُهُمُ الْمُسْلِمُونَ...»

ژباړه: قیامت تر هغه وخته نه راځي، تر څو چې مسلمانان له یهودو سره مبارزه ونه کړي او مسلمانان به هغوی ووژني....

په بل حدیث کې په دغو الفاظو سره روایت شوی دی:

«تُقَاتِلُكُمُ يَهُودُ، فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ»

ژباړه: قیامت تر هغه نه راځي تر څو چې مسلمانان له یهودو سره مبارزه وکړي او مسلمانان پرې واکمن شي.

د فلسطین مبارکې خاورې ته به په ازاد ډول دننه کېږو، په جماعت الاقصی کې به زموږ د عراقي ملګري په اذان سره لومنځ وکړو چې پیغام یې رالېږلی و او په هغه کې یې الله سبحانه وتعالی ته زارۍ کړې وې او ترې غوښتي یې وو چې د جماعت الاقصی تر ازادۍ وروسته به لومړی موذن وي؛ چې په جماعت الاقصی کې به اذان کوي. همدارنګه روم به د الله سبحانه وتعالی په اذن فتحه کړو. احمد په خپل مسند کې او همدارنکه حاکم او ذهني له ابو قبیل څخه روایت کوي:

«عن أبي قَبِيلٍ,  قَالَ : كُنَّا عِنْدَ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، وَسُئِلَ: أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا: الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ أَوْ رُومِيَّةُ؟ قَالَ: فَقَالَ عَبْدُ اللهِ: بَيْنَمَا نَحْنُ حَوْلَ رَسُولِ اللهِ نَكْتُبُ، إِذْ سُئِلَ رَسُولُ اللهِ: أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا: قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَوْ رُومِيَّةُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ: «مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلًا، يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّةَ»

ژباړه: له عبدالله بن عمرو بن العاص سره وم، پوښتنه یې وکړه: کوم ښار لومړی فتحه کېږي: قسطنطنیه او که روم؟ عبدالله وویل: کله چې موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، لیکل مو کول. په دې وخت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه: کوم ښار لومړی فتحه کېږي: قسطنطنیه او که روم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:د «هرقل» ښار یعنې قسطنطنیه لومړی فتحه کېږي.

قسطنطنیه فتحه شوې، ان شاء الله روم به هم فتحه شي او په فلسطین کې زموږ د هغه ملګري هیله به پوره شي چې پیغام یې رالېږلی وو. نوموړی دې په جماعت الاقصی کې الله سبحانه وتعالی ته زارۍ وکړي او له الله سبحانه وتعالی څخه دې وغواړي چې د تمیم الداري رضی الله عنه سیرت ور په برخه کړي؛ یعنې چې نوموړی د روم په اکناف کې د یوې ټوټې ځمکې څښتن کړي. وروسته هېڅ داسې د خاورو او تیږو کور نه پاتې کېږي چې هلته دې اسلام ونه رسېږي او د الله سبحانه وتعالی دغه ژمنه عزمتمندو ته په عزت او ذلیلانو ته په ذلت ورکولو حقیقت پیدا کوي؛ هغه عزت چې الله سبحانه وتعالی به اسلام ته عزت پر ورکړي یا هغه ذلت چې کفر به پرې ذلیله کړي. په هغه حدیث کې چې احمد په خپل مسند کې روایت کړی، چې تمیم الداري وفرمایل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې وارېدل چې ویې فرمایل:

«لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَلَا يَتْرُكُ اللَّهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ هَذَا الدِّينَ بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ عِزًّا يُعِزُّ اللَّهُ بِهِ الْإِسْلَامَ وَذُلًّا يُذِلُّ اللَّهُ بِهِ الْكُفْرَ...»

(وأخرج نحوه البيهقي في السنن الكبرى وكذلك الحاكم في مستدركه)

ژباړه: اسلام تر هغه ځایه چې شپه او ورځ رسېدلې، وبه رسېږي. هېڅ داسې د خاورو او تیږو کور نه پاتې کېږي چې اسلام هلته ونه رسېږي؛ دغه الهي ژمنه به عزیزانو ته په عزت او ذلیلانو ته په ذلت ورکولو حقیقت پیدا کړي، هغه عزت چې الله سبحانه وتعالی به اسلام ته عزت پرې ورکړي، یا هغه ذلت چې کفر به پرې ذلیله کړي....

کینه ګر، فتنه اچوونکي او هغه کسان چې په زړونو کې یې مرض او یا له مرض لوړ فساد وي، وایي چې موږ خوب وینو او یا موږ په خوب کې یو. باید هغوی ته ووایو: هغوی ستاسو غوندې وو، همداسې خبرې یې کولې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د نوموړي د اصحابو رضی الله عنهم په اړه یې داسې ویل: «مسلمانان یې خپل دین مغرور کړي دي، څرنګه شونې ده چې مسلمانان دې د قیصر او کسري خزانې تر لاسه کړي؟» خو د الله سبحانه وتعالی ژمنه رښتیا شوه او هغوی وشرمېدل. کسري او قیصر سقوط وکړ، اسلامي دولت او بیرغ لوړ شول او انشاء الله یو ځل بیا به همداسې وشي.

کینه ګر او ظالم جاسوسان، مکاران، حیله ګر او هره هغه څوک چې باطل ته یې غاړه ایښي وي، خپله غوسه به یې مړه کړي.

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ﴾

[شعراء: ۲۲۷]

ژباړه: هغه کسان چې ظلم کوي، پوه به شي چې بیرته تګ یې چېرته او برخلیک یې څه ډول دی؟

ګرانو وروڼو! موږ خیالي کارونه نه کوو، بلکې موږ کار او فعالیت کوو او په هغه نصرت ډاډمن یو چې الله سبحانه وتعالی یې له موږ سره ژمنه کړې ده. د نصرت ژمنه یوازې د انبیاوو لپاره نه ده او همدارنګه یوازې په اخرت کې هم نه ده؛ بلکې په دنیا او اخرت کې د مومنانو لپاره ده.

﴿إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ﴾

[غافر:  ۵۱]

ژباړه: موږ له پیغمبرانو او مومنانو سره د دنیا په ژوند کې او د قیامت په ورځ چې شاهدان د شاهدۍ لپاره راپورته کېږي، مرسته کوو.

دا منو چې حزب د خپل تاسیس له وخته تر نن ورځې څو ځلې نېږدې و چې خپلې موخې ته ورسېږي؛ خو ﴿لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ﴾ (د هر وخت او دورې لپاره قانون او کتاب دی). رسا حکمت یوازې د الله سبحانه وتعالی دی، کله چې قوي ذات د یو کار فرمان صادر کړي، وسایل یې چمتو کوي او د هغه کار سرته رسونه له ټاکلې ژمنې نه ځنډېږي.

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا﴾

[طلاق: ۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی خپل کار رښتیا کوي، همغه الله سبحانه وتعالی د هر څه لپاره کچه ټاکلې ده.

په وروستیو کې مې د پیل خبرې بیا تکراروم: ما مناسبه ولیده چې دغه حدیث د لسګونو ورځو پر لومړۍ ورځ له تاسو سره شریک کړم؛ چې الله سبحانه وتعالی پر هغه قسم یادوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه میاشت کې د غوره عمل سرته رسول د نورو میاشتو په پرتله الله سبحانه وتعالی ته غوره بولي:

«عن ابنِ عبَّاسٍ رَضيَ اللَّه عَنْهُمَا، قال: قالَ رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: ما مِنْ أَيامٍ العَمَلُ الصَّالحُ فِيها أَحَبُّ إِلى اللَّهِ مِنْ هذِهِ الأَيَّامِ » يعني: أَيامَ العشر، قالوا: يا رسول اللَّهِ وَلا الجهادُ في سبِيلِ اللَّه؟ قال: « ولا الجهادُ في سبِيلِ اللَّه، إِلاَّ رَجُلٌ خَرجَ بِنَفْسِهِ، وَمَالِهِ فَلَم يَرجِعْ منْ ذلك بِشَيءٍ»

[رواه بخاری]

ژباړه: له عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هېڅ داسې ورځ نشته چې الله سبحانه وتعالی ته دې عبادت د ذوالحجې تر لومړیو لسو ورځو غوره او بهتره وي. ویې وویل: اې د الله رسوله! حتی د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد ترې غوره نه دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، حتی د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد ترې غوره نه دی؛ خو هغه کس چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد لپاره له خپل ځان او مال سره بهر ووځي او هېڅ شی ترې ونه ګرځوي (په مورچل کې شهید شي).

دغه لس ورځې له عظمته ډکې ورځې دي چې د ذوالحجې له لومړۍ نېټې څخه پیل او د قربانۍ (د لوی اختر په ورځ) پای ته رسېږي. له الله سبحانه  وتعالی څخه غواړم چې دغه اختر د اسلام او ټولو مسلمانانو لپاره خیر او برکت وي او همدارنګه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې زموږ عبادتونه قبول کړي او دغه لسګونه شپې د هغو کسانو لپاره په خیر او نیکۍ بدلې کړي چې دغه ورځې یې پیدا کړې او حق پر ځای کوي؛ ځکه دغه لسګونه ورځې د غوره او صالحو کړنو په سرته رسولو الله سبحانه وتعالی ته د اخلاص، صدق او نېږدېکېدو ورځې دي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې هغه ورځې او ژوند چې د رایه العقاب (عقاب بیرغ) لاندې مو کاوه او د پاکۍ په منصب کې چې خیر (اسلام) مو پر خپلو لاسونو رساوه، یو ځل بیا راکړي؛ چې په ژبو مو شعار کړی، زړونه پرې ارامه او ډاډمن کېږي او سینې پراخوي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاء وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

[روم: ۴-۵]

ژباړه: په هغه ورځ (دبریا) په ورځ به مومنان خوښ شي. الله سبحانه وتعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښه یې شي او هغه برلاسی او بشپړ رحم لرونکی دی.

او بیا هم په وروستیو کې تکراروم: له شک پرته چې دغه دعوت یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا تر لاسه کولو لپاره دی او هېڅ وخت د مکارانو مکر او د ظالمانو جاسوسانو، د کینه ګرو کینه او د تور لګوونکو تور دعوت نه شي زیانمنولی؛ بلکې د الله سبحانه وتعالی  په لور دعوت به پرمختګ وکړي او نور یې رښتني لیدونکي خوشحالوي او روښناي یې د کینه ګرو تور لګوونکو زړونه مړه کوي.

﴿وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ﴾

[ص: ۸۸]

ژباړه: او په خبر به یې لږ وخت وروسته پوه شي.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې