جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په یمن کې د قدرتونو د جګړې د دوام انګېزه
بسم الله الرحمن الرحيم
په یمن کې د قدرتونو د جګړې د دوام انګېزه

(ژباړه)

د بشر د تاریخ له لومړیو او حتی له هغه وخته چې الله سبحانه و تعالی، ځمکه بشر ته په میراث پرېښې، د ملتونو تر منځ جګړه د یوه اصل په توګه شته او دغه جګړه له دوو حالتونو بهر نه ده: لومړی له مشرۍ او سرورۍ سره مینه او پر هغه ویاړ، لکه د ایډیولوژۍ له سیادت او له خپرولو سره يې د مسلمانانو مینه؛ لکه څنګه چې یو وخت اسلامي دولت دا کار کاوه او ۱۳سوه کاله یې دوام وکړ. دغه راز د ملتونو د مشرۍ مینه؛ لکه ایټالیا او نازي المان چې درلوده. دویم؛ مادي ګټي لاسته راوړل.

د اسلامي دولت او شوروي اتحاد په زوال، هغه انګېزه چې نړۍ یې رهبري کوله، د مادي ګټو لاسته راوړلو په بدل کې کمزورې شوه او اوسنی د زړه سوي حالت یې پایله ده، چې د نبوت پر منهج خلافت تر راتګه به دوام ولري؛ ځکه خلافت پر نړیوالو جګړو او د قدرتونو تر منځ جګړو باندې اغېز ښندي او په راتګ به یې د ایډیالوژۍ د سیادت او په پیروانو کې یې د خپرولو مینه منځ ته راځي، سره له دې چې اوس د نړۍ مشري د امریکا په لاس کې ده او نړۍ ناوړه لوري ته بیایي.

د دولتونو تر منځ د جګړې تر ټولو خطرناکه انګېزه، د استعمار او د هغه د ډولونوانګېزه ده؛ ځکه همدا استعماري انګېزه ده، چې د لویو او کوچنیو جګړو او دوو نړیوالو جګړو، د خلیج جګړې، د افریقا، افغانستان او عراق جګړو سبب شوې ده. همدا استعماري انګېزه ده، چې تر اوسه په نړۍ کې د شته اصلي ستونزو، ناورینونو او جګړو لامل شوې. په اسلامي نړۍ کې د امریکا او انګلیس تر منځ سیالي، په ځانګړې توګه په یمن کې، چې پر مادي سرچینو او طبیعي شتمنیو ولکه او استعمار دی، دومره ناوړه حالت ته روانه ده چې په یمن کې د اوسنیو خونړیو جګړو لامل شوې او تر اوسه زرګونه یمني وګړي د ددغه وحشتناکې جګړې قرباني شوي.

په یمن کې روانه جګړه د بېګناه خلکو د وینو تویولو، لوږې، درد او غم، سختو بلاوو، وبا ناروغۍ، کولرا ناروغیو او همدارنګه د بېوزلۍ او بېکارۍ د زیاتېدو سبب شوې ده. په یمن کې جګړه لا رانه ده او هېڅ داسې نښه نشته چې د دغې جګړې د پای ته رسېدو دلیل وي؛ بلکې  د دغې جګړې انګېزه او دوام، طبیعې ګټې او زېرمې دي، ریښتیا هم دغه یوه نوې استعماري انګېزه ده. په همدې دلیل په یمن کې د قدرتونو تر منځ جګړه نامالوم لوري ته روانه ده.

له بلې خوا د غربي پلانونو د عملي کولو لپاره سیمه ییز دولتونه هم د جګړې سبب دي. ایران کوښښ کوي چې یمن لکه مخکې له اسلامه د خپلې فارسي پروژې برخه وګرځوي. سعودي بیا ګومان کوي چې یمن د دوی تر څنګ پروت بڼ دی، د همدې لپاره سعودي په یمن کې د امریکا موخې پلې کوي او هڅه کوي چې امریکا په دې قانع کړي چې یمن د دوی په ګاونډ کې دی او نه غواړي چې ایران د دغه هېواد په چارو کې مداخله وکړي؛ ځکه ایران غواړي چې حوثیان په یمن کې قدرت ته ورسوي.

خو امارات یمن ته د خلیج د دروازې په سترګه ګوري او کوښښ کوي، چې هلته د امریکا نفوذ زیات شي او په خلیج کې د حوثیانو پرمختګ، خطر بولي. نو امارات په دې هڅه کې دي چې د حوثیانو نفوذ کم او قدرت د انګلیس د نفوذ په دوام لکه څنګه چې مخکې و، د صالح په ګټه وګرځوي. په یمن کې د قبيلوي او فرقه یي جګړو اور دومره تېز شوی، چې هڅه کېږي چې د فرقه یي جګړې اړخونه د سیاسي منځني حل په رنګ او بوی د لویو قدرتونو لکه، امریکا، انګلیس او سیمه ییزو قدرتونو پروژې پلي کړي. د همدې لپاره هره ډله کوښښ کوي چې رسنۍ، پوځ او تعلیمي منهجونه د مذهبي او فرقه یي موخو لپاره په لاس کې واخلي. د لا ډېر وضاحت لپاره، د یمن جګړې په اړه لاندې ټکي اړین دي:

۱. د بحري بندرونو خوا ته د جګړې زیاتوالی: هره ډله چې د لویو غربي ځواکونو ملاتړ ورسره دی، کوښښ کوي، چې روانه جګړ په لاس کې واخلي او د بحري بندرونو خوا ته یې یوسي. بحري جګړې خوا ته وړونکې اوسنۍ ډلې د حوثیانو او صالح همپیمانان دي، چې وسله او کومکي مواد ورته را قاچاق کېږي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن غواړي، چې د جان کېري مخکینۍ طرحه چې د حدیده بندر تسلیمي ده، بیا را ژوندۍ کړي، چې درېیمګړي ته ور رسېږي. له دې سره به امریکا لومړی کس وي، چې د درېیمګړي په صورت کې به يې سیاست په پام کې ونه نیسي او وبه يې نه مني.

۲. د ګټو او اموالو په لاسته راوړلو کې سبقت:  په یمن کې حاکم نظام د خلکو اړیکې د مصلحت پر بنسټ تنظیم کړې او دغه مصلحت پر خلکو د اغېز اساسي محرک دی، خلک یې مصروف کړي او یا يې هم داسې حیران کړي، چې خپله او اولادونه يې د استعماري دولت په خدمت کې دي. ښکاره ده چې ښکېلو ډلو، د پیروانو د جذب لپاره دغه جګړه پر یوه قومي، وطني، مذهبي او طایفي جګړه بدله کړې او خلک د جګړې د سون توکي دي. اصلي جګړې یې پر دې جګړې پوښلې، تر څو د دې جګړې ګټه، چې د جګړې اصلي طراحانو ته رسېږي، پټه کړي.

نو د دې جګړې د دوام انګېزه یوازې استعماري انګېزه ده او د زیاتېدو انګېزه یې قومي، وطني، طایفي او مصلحتي ده. دا انګېزې د دې سبب شوې چې د جګړې اور نور هم تېز شي، دوام پیدا کړي او هېڅکله ونه درېږي؛ تر هغه چې د امریکا او انګلیس غوندې قدرتونه پر یوه سیاسي حل هوکړې ته ونه رسېږي. نو د یمن خلک باید د استعماري دولتونو مزدوران، چې پر دوی حاکمیت کوي، ونه مني او په حزب التحریر کې له خپلو وروڼو سره یوځای د راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي؛ تر څو د استعمار مزدوران له واکه وغورځوو او راشده خلافت تاسیس شي. دې موخې په رسېدو به هم د دنیا عزت او هم د آخرت کامیابي، چې لویه کامیابي ده، لاسته راوړو.

لیکوال: شایف الشرادي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې