پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حریري د استعفا تر شا
بسم الله الرحمن الرحيم
د حریري د استعفا تر شا

(ژباړه)

د لبنان لومړی وزیر سعد حریري د ۲۰۱۷ م کال د نومبر پر ۴مه په ناڅاپي ډول له خپلې دندې استعفا وکړه. حریري سعودي عربستان ته د خپل سفر پرمهال په ایران او خپل حزب (د لبنان حزب الله) باندې نيوکې وکړې، دا یې وښوده چې د استعفا لامل يې د نوموړي د ترور لپاره د ايران او خپل حزب توطئه وه. دغه استعفا له کومې زمينه سازۍ پرته وشوه، په داسې حال کې چې په لبنان کې کورنۍ سیاسي فضا د سیالانو تر منځ په بشپړې همغږۍ سره روانه وه. لکه څنګه چې حریري له خپلې استعفا یوه اونۍ وړاندې په دمشق کې د لبنان د سفیر د انتصاب حکم لاسلیک کړ. دا په دې مانا ده چې د نوموړي استعفا کول په خپله اراده نه دي؛ بلکې د سعودي پادشاهۍ درباره ته د نوموړي بیا راغوښتل د دې لپاره دي، چې د خپلې استعفا له لزومو څخه خبرېږي.

د حریري استعفا د تېر کال د هوکړې پر وړاندې کودتا بلل کېږي، هغه هوکړه چې د لبنان د یووالي او د ولسمشر په توګه د ميشل عون چې د ايران د حزب متحد دی د ټاکل کېدو لامل شوه. همدارنګه دغه هوکړه چې لیکل شوی متن یې د امریکا په واسطه د اوباما په وروستۍ دوره کې ترتیب شوی و؛ د نړیوالو شرایطو او د سیمې روان حالت په ځانګړي ډول د سوریې د حالت له امله په چټکۍ تصویب شو. دا هغه عمل و چې د سوریې له نظام سره مرسته وبلل شوه او له بل لوري په بې ساري ډول يې د خلکو محبوبیت ته ټکان ورکړ.

حریري او پلویانو یې د خلکو د محبوبیت تر لاسه کولو لپاره سیاسي کړنې پیل کړې؛ خو هېڅ یوه یې تش ځایونه ډک نه کړل؛ بلکې حالت یې نور هم ګډوډ کړ. نو پر همدې اساس اړينه وه چې حریري او پلویان یې یو ځل بیا ځانته د سیاسي فضا جوړونې لپاره لاس په کار شي؛ نو ځکه یې وغوښتل چې د همدې استعفا په وسیله مخلص مسلمانان چې د شام له انقلاب سره یوځای شوي وو؛ له لاسه ورنه کړي او هغه د سعودي د ارادې تر څنګ وساتي؛ چې تر شاه یې امریکا ده.

وروسته له دې چې د امریکا اداره بدله شوه، داسې تر سترګو کېږي چې تګلاره یې د سوریې د حالت په پرتله بدلېږي؛ خو د ټرامپ اداره او جمهوري غوښتونکی حزب د اوباما د ادارې پر خلاف ايران ته په ظاهري توګه په غصه ناک ډول ګوري؛ په داسې حال کې چې امریکا د پردې تر شاه د ایران تر ټولو غوره ملاتړې ده. له بل لوري، امریکا د «شخړو د کمښت سيمو» د طرحې د رامنځته کېدو له لارې د «شام انقلاب د سياست کنترول» په برخه کې د ترکيې او روسيې له ګډو هڅو ګټه اخلي. همدارنګه د ایران او حزب په اړه یې د امریکا پخوانی باور دغې اړينې مسئلې ته بياکتنې ته اړولی دی؛ لکه څنګه چې ټرامپ له ایران سره د اټومې هوکړه ليک لاسليک رد او د امريکا کنګرې ته د هغه انتقال مطرح کوي، دا په دغه مانا ده چې ټرامپ د مخکنۍ ادارې خلاف روان دی؛ هغه اداره چې له ایران سره یې اټومي هوکړه لاسلیک کړه او په سیمه کې یې د ایران لاس په دومره کچه وغځاوه چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د امريکا په جګړه کې ايران د يوه بنسټيز تکيه ځای په توګه شمېرل کېدو؛ په ځانګړې ډول په سوریه کې. هو، د حریري استعفا د همداسې جوړښت په ترڅ کې وشوه.

د لبنان دولت یو کمزوری او پاشل شوی دولت دی. د لبنان د کورني فرقیي جوړښت له امله شونې نه ده چې اداره یې یوه لوري ته وسپارل شي. د ۲۰۱۷ م کال په اږدو کې د امریکایي چارواکو لیدنه او د لبنان په کورني سیاست کې لاسوهنه د پېښو لټونکو لپاره ښکاره وه. امریکا په غیر مستقیم ډول د سیمه ییزو دولتونو له لوري په لبنان کې لاسوهنه کوله او کورنۍ چارې یې تنظیمولې. سربېره پر دې، امریکا په ۶۰مه لسیزه کې د مصر په مرسته د جمال عبدالناصر په ریاست تکیه وکړه او تر ۷۰ یمې لسیزې پر لبنان واکمنه شوه. په ۱۹۸۹ م کال کې د طایف تړون له لارې؛ چې د فهد بن عبدلعزیز په ریاست چې سعودي عربستان د هغه یوه برخه وه، د سوریې دولت یې په خپل خدمت کې کړ.

په دې وروستیو کې له سعودي عربستان څخه د لبناني سیاستوالو لیدنې کتنې او د لبنان په کورنیو چارو کې د سعودي د بهرنیو چارو چارواکو څرګندونې ډېرې شوې دي؛ همدارنګه د حریري استعفا هم په سعودي پورې د تړلې العربیه شبکې له لوري اعلان شوه. پر همدغه اساس، د حریري استعفا پردغه دلالت کوي چې په اوس وخت کې د لبنان کورنۍ چارې د سلمان په رهبري د سعودی عربستان په لاس کې دي، چې تر شاه یې امریکا ده. د لبنان د کړکېچ له پیل څخه کورنی شورماشور په ځانګړي ډول کله چې د لبنان د پولي واحد لېرې حالت لوړ شو، داسې اندېښنې شته چې سعودي عربستان د لبنان پر وړاندې له اقتصادي وسلو ګټه واخلي او هغه ګواښونه چې د لبنان کورنۍ چارې د هغو دستورنو فرمان منلو لور ته بیايي چې پایلې به یې وروسته ولیدل شي.

کله حریري خپله استعفا وړاندې کوي، د سعودي د چارواکو څرګندونې، د ال سعود د څو تنو شاهزاده ګانو نیول، لکه د فساد په تور د سعودي د ملي ګارد د قومندان متعب بن عبدالله نیول او په ریاض کې د یو بالستیک توغندي په واسطه د ملک خالد فرودګاه الوتکه راګوزول، چې سرچینه یې یمن و، موخه ګرځول کېږي. دا په دې مانا چې د حریري استعفا یو تصادف نه و، بلکې پر يو وخت د حريري استعفا او د توغندي سقوط، د سعودي د شاهزادګانو د نیولو لپاره پوښښ و. تر ټولو جالبه دا چې د حریري استعفا په داسې بڼه وه او دا ښيي چې په خپله د دغه پرګرام په پلي کولو کې د ټرامپ ادارې، د وليعهد محمد بن سلمان ادارې او په خپله د سعد حریري کمزوري او سياسي تجربې دنشت له امله ناوړه تېروتنه وه.

په لنډ دول: له دندې د سعد حریري استعفا د سعودي عربستان په امر چې تر شا امريکا ده رامنځته شوې؛ ځکه په لومړي ګام کې بايد له سياسي پلوه د لبنان په دننه کې د سعد حریري لپاره د حيثيت اعاده شوې وای؛ په دویم قدم کې د امريکا د ګټو او منځني ختيځ کې د مدېريت د طريقې مطابق د ايران رول ليکل شوی وای او په درېیم قدم کې بايد پر لبنان د سعودي عربستان واکمني او د لبنان د کورنیو چارو اداره کول د امریکا د ګټو پر بنسټ پياوړې شوې وای.

د حریري استعفا دا ښیي چې د لبنان دولت یو پاشل شوی دولت دی. له منځه وړل یې ډېر اسانه او تر ټولو لږ سیاسي اراده او کورنۍ خپلواکي لري؛ ځکه دا ناشونې ده چې د لبنان رژیم دې په اوسني جوړښت کې د غرب له نفوذه ځان وژغوري؛ هغه جوړښت چې تل د امریکا په ګټه د لنبان په کورنیو چارو کې د غرب د لاسوهنې لامل کيږي. د لبنان دغه ستونزې د عثماني خلافت له وروستیو او د فرانسې او انګلیس د لاسوهنو له وخته دوام لري.

همدارنګه د فرانسوي جنرال ګورو له وخته چې په ۱۹۲۰ م کال کې یې لبنان د لوی لبنان په توګه اعلان کړ او د ۱۹۴۳ کال د خپلواکۍ په نوم اعلامیه چې لبنان پر فرانسې د انګلیس د فشار په وسیله اعلان شوه او وروسته له دې چې امریکا د ښکېلاک د پخوانيو سیمو څښتنه شوه، د یاد هېواد خلکو له بدبختۍ، بېوزلۍ او ناامنۍ پرته بل څه ونه لیدل.

لیکوال: عبدالطیف داعوق

ژباړن: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې