جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کندوز پر غمیزه د مزدورو چارواکو غبرګون!
بسم الله الرحمن الرحيم
د کندوز پر غمیزه د مزدورو چارواکو غبرګون!

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ پر هاشميه دارالعلوم د دوشنبې په هوايي بريدونو کې سلګونو عامو خلکو ته مرګژوبله واوښته. د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي له قوله په دې خونړۍ پېښه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي. ښايي واقعي شمېرې تر دې هم لوړې وي، ځکه برید د دستاربندۍ پر مراسمو او د خلکو پر ګڼه ګوڼه شوی. د سیمي اوسېدونکي هم ادعا کوي چې په دغه برید کې لسګونه عام خلک، دیني عالمان، د مدرسي فارغان او ماشومان چې دغو مراسمو ته ورغلي وو، مړه او ټپيان شوي دي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله (سي‌پي‌اې‌جي) هم په دې پېښه کې د عامو خلکو مرګژوبله تاییدوي او وايي، چې د دغې ډلې لومړنۍ څېړنې ښيي، چې په برید کې ۵۰ ملکي کسان وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپیان شوي دي. دغه راز افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما وايي چې د کندوز د دشت ارچې په بمبار کې د ملکي تلفاتو په اړه "راپورونه خواشینوونکي" دي.

خو یوازې ارګ او ځينې نور دولتي چارواکي غواړي چې خپل دغه جنایت ته د خټو پوزه ورکېږدي او لا هم د دغه ستر جنایت او وحشت د توجیه کولو هڅه کوي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو، د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسیون او خپله د افغان حکومت یو پلاوی په سیمه کې د عامه خلکو د مرګژوبلې په اړه تحقیقات کوي. شواهد له ورايه ښيي چې په كندوز كې ستر بشري ناورين رامنځته شوى. خو د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش رسنیو ته وويل چې دا بريد د افغان هوايي ځواکونو له خوا د ترهګرو پر هغه قرارګاه شوى، چې ترهګريز فعاليتونه پکې ترسره کېدل. ارګ هم په خورا بې شرمۍ او سپین سترګۍ د دفاع وزارت خبره تائيد كړه، وايي چې دلته طالب مشران راټول شوي وو، آن د كوټې شورا پلاوى او نور مشران يې راغلي وو، چې بمباري پرې وشوه!

دوی د خپلې توجیه لپاره ځينې غیر منطقي او غیر معقول دلایل وړاندې کوي، چې دلته د طالبانو غوڼده وه، د دوی مشران او حتی د کويټې هیئت ګډون درلود، ملکي کسان نه دي وژل شوي، که وژل شوي هم وي، د طالبانو په ځوابي ډزو کې وژل شوي.

که فرض کړو چې دا د طالبانو غونډه وه او کوټې هیئت هم دلته و، لومړی خو دا ډېره غیر منطقي خبره ده، چې د طالبانو هیئت دې په داسې ځای کې دومره مهمه غونډه وکړي. که یې وهم کړي، ماشومان او عام خلک هلته څه کوي، ځکه په وژل شوو کې خو زیاته برخه ماشومان دي؟ ځينې عیني شاهدان وايي چې هوايي ځواکونو لومړی هغه ځای وويشت، چې هلته ماشومان ناست وو. خو دوی ادعا کوي، چې عام خلک نه دي وژل شوي، که وژل شوي هم وي، د طالبانو په ځوابي ډزو کې وژل شوي. دا ادعا هم غیر منطقي ده، ځکه ټولو ته معلومه ده، چې بریدونو درنه مرګژوبله اړولې. بله دا چې هلته خو جګړه نه وه، چې خلک د طالبانو په ځوابي ډزو کې مړه شي، خو په بمبار کې مړه شوي.

که د دوی دا بې بنسټه دلایل وهم منل شي، ایا پر جومات او مقدساتو برید د توجیه وړ دی!؟ که د دوی دا دروغجنې ادعاوې رښتیا هم وي، ایا پر جومات برید له شرعي نظره توجیه کېدی شي یا یې باید د توجیه هڅه وشي!؟ جومات د مسلمانانو له ارزښتونو او مقدساتو څخه دی، که دغو غربیپالو او په غربي روحیه روزل شوو ځواکونو او چارواکو ته اسلامي مقدساتو او ارزښتونو لږ هم ارزښت درلودی، نو په دغسې ځایونو به یې لومړی برید نه کاوه، اوس یې چې دا ستر جنایت ترسره کړی، نو توجیه کاوه به یې نه او خپلو ناروا کړنو ته به یې په دومره بې شرمۍ او سپين سترګۍ مشروعیت نه ورکاوه. خو له دې څخه په ډاګه کېږي، چې دوی هېڅ اسلامي ارزښتونه نه پېژني او نه هم کوم اهمیت ورته لري. که دوی لږ حیا هم درلودی، نو باید دا برید یې غندلی وای او د مجرمینو د ستاینې پر ځای یې هغوی ته سزا ورکړې وای. خو دا او دې ورته په سلګونو نورې پېښې ثابتوي، چې دوی ته خپل مظلوم ولس، مقدسات او عام خلک اصلاً اهمیت نه لري، ځکه خو خواخوږي او همدردي نه ورسره لري او تل یې په دا ډول غمیزو او ناورینونو د دوی لمانځنه کړې. دوی ته یوازې د خپل بادار غلامي او د هغه رضایت لومړیتوب لري.

د امریکايي اشغال له پيله بیا تر اوسه د دغه مظلوم ولس پر سرنوشت همداسې لوبې کېږي او دا د خاینو چارواکو د امنیتي او ستراتيژيکو تړونونو پایله ده، چې له امریکا سره یې لاسلیک کړي؛ ځکه د دوی حضور او اشغال یې دلته رسمي کړ. تر کله چې دلته اشغال او استعمار وي، د دغه مظلوم ولس شرنوشت به امریکا ټاکي او د پخوا په څېر به یې تل همداسې د غم په ټغر کېنوي.

له دا ډول بریدونو څخه موږ ته د غربي بشري او د ماشوم حقونو تش په نامه داعیې په ډاګه کېږي، چې دوی ته د اسلامي امت د ماشومانو، سپين ږیرو او ښځو وینه څومره ارزښت لري؟ نو که د افغانستان مظلوم او مسلمان ولس د امریکايي اشغال او استعمار او د دوی د لاسپوڅو او مزدورانو پر خیانتونو او ظلمونو چوپه خوله وي او د د راپرځولو لپاره یې لاس په کار نه شي، صلیبي اشغالګر او مزدوران به یې په دا ډول غمیزو هرکلی کوي.

دا ظالم او خاین چارواکي د خپلو بادرانو د رضایت او د دې لپاره چې څو ورځې امریکا ته په اخلاص غلامي وکړي او پروژې يې عملي کړي، پر خپل ولس له هېڅ ډول ظلم څخه مخ نه اړوي او په ډېره بې‌شرمۍ یې د توجیه کولو هڅه هم کوي. په داسې حال کې چې په اسلامي دولت (اسلامي خلافت) کې خلیفه د امت لپاره د یو واقعي غمخور حیثیت لري، چې د امت هر ډول ستونزو، غمخوارۍ، ساتنې، دفاع، حقونو او نورو ته پام کوي او دا یو خورا دروند مسئولیت ګڼي، چې الله سبحانه وتعالی ته به یې حساب ورکوي. دغه راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث له مخې امام یا خلیفه هغه ډال دی، چې مسلمانان یې تر شا جګړه کوي او د سختۍ پر وخت هغه ته پنا وروړي:  

"إنما الإمام جنة يقاتل من ورائه و يتقى به"

له شک پرته امام (خليفه) هغه ډال دی، چې [امت] يې تر شا جګړه او له ځانه ساتنه کوي.

خالد ایثار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې