سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ختیځ ترکستان او تېره توره
بسم الله الرحمن الرحيم
ختیځ ترکستان او تېره توره

(ژباړه)

ترکستان په دوو برخو لودیځ او ختیځ وېشل کېږي، چې لویدیځ ترکستان په منځنۍ اسیا(قرغېزستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان) کې دی او ختیځ ترکستان بیا د چین تر اشغال لاندې دی. چین اوسمهال د ختیځ ترکستان پر مسلمانانو داسې وحشیانه ظلم او تېری کوي چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

په څلورمه هجري پېړۍ کې ترکستان ته اسلام داخل شو؛ په داسې حال کې چې د اوسېدونکو شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ زره کورنۍ یعنې تقریبا یو میلیون و، چې د قراخاني امپراتورۍ د رییس«استوک بغراخان خاقان» تر مشرۍ لاندې په اسلام مشرف شول.

«قراخانيانو» ختیځ ترکستان ته د اسلام په رسولو کې اساسي رول درلود؛ ځکه په دې وتوانېدل چې له ۱۰زرو څخه د ډېرو «قرغېزي» خیمو اوسېدونکو ته قناعت ورکړي او اسلام ته یې را داخل کړي. د سلجوقیانو او عثمانیانو د «تغز» او «غر» د قبیلو او قراخانیانو مهمه ځانګړتیا د هغو بتپالو قبیلو پر وړاندې جهاد او دفاع وه، چې په ختیځ ترکستان کې یې د اسلامي دعوت پر وړاندې ستونزې زېږولې. د مسلمانو او نامسلمانو ترکانو تر منځ ډېرې جګړې پېښې شوې، چې تر ټولو مشهوره او برخلیک ټاکونکې یې «طراز» جګړه وه. طراز د هغه ښار نوم دی چې په ۱۳۴هـ.ق یا ۷۵۱م کال کې مسلمان قوماندان «مسلم زیاد بن صالح» فتحه کړ؛ سره له دې چې د چین امپراتور به له نامسلمانو ترکانو سره فوځي مرستې کولې. همغه مهال د چین امپراتور خپل نفرت په ختیځ ترکستان کې د اسلام د خپرېدو پر وړاندې پټ نشو کړای. د مسلمانانو ډله ییزو وژنو، ظلم، په زور کډه کولو، د دین او اقتصاد ځپلو او د حقونو تر پښو لاندې کولو له همغه وخته سرچینه اخیستې ده.

ختیځ ترکستان تر ۱۱۷۴هـ.ق یا ۱۷۶۰م کال پورې د چین تر اشغال لاندې و او جګړه د انقلاب یا ازادۍ د دوو ټاکنو تر منځ حتمي وه، چې په پای کې په ۱۸۴۶م کال ختیځ ترکستان خپله ازادي واخیسته؛ خو د اسلامي دولت له ړنګېدو او د کمونېزم له رامنځته کېدو وروسته دغه ازادي له صفر څخه هم ټیټه شوه.

څنګه چې مسلمانانو ته په نظامي اډو کې سپکاوی کېږي، د حیواناتو په څړځایونو او کرکېلو کې ژوند کوي؛ نو په همدې توګه په «پکینګ» کې د چاپېدونکې ورځپاڼه «د ملت ورځ» په خپل راپور کې لیکي: د چین کمونیستي نظام د ۱۹۹۲م کال د ډسمبر په ۲مه سلګونه زره چینایان له «درې لارو مخنیوی» سیمې څخه پورتنیو سیمو ته په تدریجي ډول ولېږدول. همدارنګه د ختیځ ترکستان د «سینګیانګ» ولایت په یوه ورځپاڼه کې راغلي وو: «له هغه وروسته چې په ۱۹۵۰م کال کې د مهاجرینو شمېر هر کال ۲۵۰ زره و، خو په ۱۹۶۰م کال کې دغه شمېره ۳۵۰ زرو ته لوړه شوه. سربېره پردې چې چینایانو ته یې ځمکې او استوګنځي ورکړل، له هغوی څخه یې مالیات هم نه اخیستل؛ په داسې حال کې چې پورتنۍ ځمکې یې د اویغور له مسلمانانو څخه هغه مهال واخیستې، چې دوی یې وچو کلیو او ځمکو ته وشړل. حتا د «کاشغر» له څلورو څخه درې برخې خلک په کافي اندازه اوبه نه لري. اویغور او ارومچي د پېر او پلور مرکزونه په واک کې نه درلودل او په هغو سوالګرو، پلورونکو او اشپزانو بدل شول، چې په کوڅه او بازار کې خوارکي توکي پلوري.

چین یوازې پر دې بسنه ونه کړه چې د مسلمانانو پر دین، فرهنګ او تاریخ تېري وکړي، بلکې د هستوي ازموینو په واسطه یې د مسلمانانو چاپېریال هم خراب کړ، چې د «لوب» سیمه د دغې د ادعا شاهده ده.

د نړیوالې بښنې سازمان د ۱۹۹۹م کال د اپریل په راپور کې ټینګار وکړ: «د چین حکومت د کارکوونکو په ګومارلو کې د نژادي تبعیض سیاست کاروي؛ ځکه ډېری چینایي کارکوونکي د نفتو په څاګانو او نورو پروژو کې کار کوي، په داسې حال کې چې ډېری اویغوري مسلمانان په کروندو کې لګیا دي او ۸۰سلنه وګړي یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.» هستوي تجربې تر ۱۹۸۰م کال پورې ښکاره وې او له ۱۹۹۶م کال وروسته داسې انګېرل کېږي چې ۴۲ هستوي تجربې دې پټې ترسره شوې وي. د چین دولت هڅه کوي چې پر هستوي ازموینو څوک خبر نشي او پایله یې هم توجیه کړي، په داسې حال کې چې دغه ازموینې د سرطاني ناروغۍ د ډېرښت، د جنین د غورځېدو او د نوو زیږېدلو ماشومانو د غړو د خرابوالي لامل کېږي.

چینایي چارواکي د پورتنیو وسایلو له لارې د مسلمانانو د ډله ییزې وژنې سربېره غواړي چې د مخدره توکو او الکولو په واسطه د ترکستاني مسلمانانو روغتیا زیانمنه کړي. دوی د «قرمای» په ښار کې د اویغور مسلمانانو ته له پیسو پرته شراب وېشي، ځینې مسلمان علما یې پر وړاندې درېږي او ځوانان یې پر زیانونو پوهوي، خو د چینایي چارواکو لخوا په ډېر ظلم او وحشت سره ځپل کېږي.

د چینایي مهاجرینو لېږد او د دوی لپاره د ښارونو جوړولو، نه یوازې د ختیځ ترکستان د مسلمانانو اقتصادي وضعیت خراب کړ، بلکې پر مسلمانانو یې ظلمونه هم پیل کړل. د بېلګې په توګه: په لوړ اواز د اذان بندول، د مسلمانانو او بودایانو تر منځ واده کول او له درېیم ټولګي څخه په چینایي ژبه د ټولو درسي موادو تدریس کول.

له هغه وروسته چې د چین دولت د مسلمانانو له زړه او فکر څخه د اسلامي عقیدې په ایستلو کې پاتې راغی، نو هڅه یې وکړه چې مسلمانان په ناوړه توګه له صحنې څخه منزوي کړي، حقوق یې په ډله ییزه توګه تر پښو لاندې کړي، عام وژنې وکړي او د ښارونو او نورو سیمو اسلامي اثار یې له منځه یوسي. 

نو مسلمانانو ته نن پکار ده چې د اویغوري مسلمانانو له حالت څخه خلک خبر کړي او عامه افکار دې ته تیار کړي چې پر چین فشار راوړي. باوري یو چې د نبوت پر منهج د خلافت دولت په تاسیس سره د اسلامي ژوند له پیل پرته د اویغور د مسلمانانو او موږ لپاره هېڅ حل لاره نشته، چې د نړۍ د مظلومو خلکو او ټولو مسلمانانو ملاتړ به وکړي. 

اې د چین چارواکو! پوه شئ چې راشده خلافت به تاسو د مسلمانانو د وینو د هر څاڅکي په بدل کې محاسبه کړي او ستاسو هغه ظلمونه به له نړیوالو پټ نه شي‎، چې په اویغور کې یې زموږ پر مسلمانو وروڼو او خویندو کوئ؛ ځکه ستاسو رسوایي به د نړۍ ګوډ ګوډ ته ورسوو. موږ تاسو ته خبرداری درکوو چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته راتلونکی راشده خلافت به په چټکۍ سره تاسیس شي او له هغو کسانو څخه به بدل واخلي چې پر مسلمانانو یې ظلم کړی او د هغوی وینې یې تویې کړې دي.

هو، د چین مسلمانان د روان ظلم له لاسه سخت کړېږي، خو دا حالت د دې لامل شوی چې پر خپل دین نورې هم منګولې ټینګې کړي او د چین دولت د مسلمانانو د داخلي کړنو پر بدلون هېڅ واک نه لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّـهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّـهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

[توبه: 32]

ژباړه: دوی هڅه کوي چې د الله سبحانه وتعالی رڼا په خپلو باطلو ګومانونو او ناروا خبرو سره مړه کړي او د دغه نور (اسلام) د خپرېدو مخنیوی وکړي؛ خو الله سبحانه وتعالی د دغه دین له بریالیتوب سره د خپلې رڼا خپرېدل غواړي، که هر څو یې کافران نه خوښوي.

 

لیکوال: دارین الشنطي

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 ژباړن: منصور دریځ

Last modified onدوشنبه, 25 مارچ 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې