سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه او خلافت دواړه ډال دي
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه او خلافت دواړه ډال دي

روژه له ډال سره ورته والی لري، موږ هر یو په ځانګړي ډول د جهنم له اوره ژغوري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

»الصِّيَامُ جُنَّةٌ مِنَ النَّارِ كَجُنَّةِ أَحَدِكُمْ مِنَ الْقِتَالِ«

(ابن ماجه)

روژه د اور په مقابل کې داسې ډال دی لکه؛ د جګړې پر مهال چې له موږ هر یوه سره ډال وي.

خو د روژې  په میاشت کې موږ د زړه له اخلاصه فرض ترسره کوو، له الله سبحانه و تعالی څخه د ثواب، بخښنې او رحمت  ترلاسه کولو په لټه کې یو او له غضب څخه یې د ځان ژغورنې هڅه کوو. د دې ترڅنک خلافت هم ډال ته ورته دی، نه په فردي ډول بلکې په ټولیزه توګه په ټول امت پورې تړاو لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

»إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ«

له شک پرته چې امام ډال دی چې د هغه تر شا جګړه کېږي او په هغه سره ساتنه کېږي

پر دې سربېره دا یوازې یو ځانګړی شرعي حکم نه دی، بلکې له دې سره نور حکمونه هم تړلې دي. دا یوه سرچینه ده چې اسلام په بشپړه توګه پلی کوي، اسلام خپروي او له اسلام څخه ساتنه کوي.

په رښتیا سره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دورې وروسته خلافت د دښمنانو پر وړاندې د امت لپاره سپر و. د روژې د میاشتې په ترڅ کې اسلامي خلافت به پوځونه د فتوحاتو او بریاوو ترلاسه کولو په موخه لېږل او هغه مهال به له وحشي دښمنانو سره مخ کېدل. په ۱۳ هـق کال د روژې په میاشت کې  د بویب په جګړه کې فارسي امپراطوري د خلافت له لاسه له ماتې سره مخ شوه، بنسټونه یې ولړزېدل او له خاورې سره خاورې شوه. په ۹۲ هـق کال د روژې په میاشت کې خلافت اندلس(هسپا نیه) فتحه کړه، د پېړیو لپاره یې د اروپا دروازه د اسلام د واکمنۍ پر مخ پرانیستې پرېښوده. همداراز  په ۹۲هـق کال محمد ابن قاسم د هندوستان نیمه لویه وچه فتحه کړه او د پېړیو لپاره یې پر هندو مشرکینو اسلامي واکمني وغځوله. په ۲۲۴ هـق کال د روژې په میاشت کې خلافت د اموریه سیمه فتحه کړه، سره له دې چې د رومي امپراطورۍ لپاره ستر ویاړ ګڼل کېده. په ۶۵۸هـق کال کې خلافت له تاتاریانو سره د عین جالوت په جګړه کې ښکېل او بریالی شو، په داسې حال کې چې د اسلامي هیوادونو لویه برخه د دوی تر ښکېلاک لاندې وه. دا ټولې لاسته راوړنې د روژې د میاشتې له برکته وې، د روژې په هره میاشت کې مسلمانانو د اسلام پلې کېدو، خپراوي او دفاع ته ځانګړې پاملرنه کوله. 

له ډال(خلافت) پرته اوس زموږ وسلوال ځواکونه د یهودي دولت له منګولو څخه د مسجد اقصی له ازادېدو ډډه کوي او د اشغال شوي کشمیر مسلمانان د هندو مشرکینو له وژل کېدو، زخمي کېدو او ړندېدو څخه نه ژغوري. ترڅنګ یې د دې پر ځای چې پوځونه مو ژغورنې ته چمتو شي، مشران مو د خپلو خاورو د ښکېلاک غځولو له لارې یو په بل پسې د امتیازاتو لاس ته راوړلو په لټه کې دي. د روژې په را روانه میاشت کې عرب واکمنان د یهودي دولت په مخکې د «اړیکو رغونې» تر نامه لاندې سر ټیټوي او همداراز پاکستاني واکمنان مو د هندو دولت په مخکې خپل سر ټیټوي. د واشنګټن بادارانو د خوښۍ لپاره پاکستاني چارواکو شپه او ورځ پر ځان یوه کړې ترڅو په کلتوري، اقتصادي، نظامي او سیاسي برخو کې د هندوستان سره جوړ جاړی وکړي او په بدل کې یې د مسلمانانو اړتیاوې له پامه غورځوي. په رښتیا سره د باجوه-عمران رژیم زموږ د امن لپاره څاه کیندي او په عملي توګه د اخاند بهارت(لوی هندوستان) دید ته نوی رنګ او یاد یې راتازه کوي لکه ورته کړنلاره چې عربي چارواکي د ایریټز اسراييل(لوی اسراییلو) لپاره پر مخ بیايي.     

د روژې په راتلونکې میاشت کې مسلمانان باید روژه د یوې فریضې او مکلفیت له دیده ونیسي او د خلافت بیاځلې راتګ لپاره هم د یوې فریضې او مکلفیت په توګه هڅه وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: مصعب عمیر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې