سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلام له جرایمو او ناقانونه کړنو سره څه ډول مبارزه کوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام له جرایمو او ناقانونه کړنو سره څه ډول مبارزه کوي؟

اوس مهال په ټولنه کې د امنیت، قانون او عدالت په اړه خورا تاوده بحثونه کېږي. دا درې واړه مسایل په ډیموکراتیکه ټولنه کې خورا لوړ اخلاقي او معنوي ارزښت لري. هر دولت خپلو خلکو ته د يوه خوندي او پر عدالت ولاړ هیواد ژمنه ورکوي، خو ایا ريښتیا همداسې ده؟ ایا په اوس وخت کې ريښتیا هم عدل او قانون عملي شوی؟ ایا خلک د امنیت په فضا کې ژوند تېروي؟ او که خبره برعکس ده او خلک په تیاره، د قانون او د امنیت په نشت کې ژوند کوي؟

که د نړۍ د امنیتي حالت په اړه لږ څه پلټنه وکړو، نو په حقیقت به پوه شو او راته معلومه به شي چې بشریت ريښتیا هم په سوله کې ژوند کوي او که نه.

د ۲۰۱۶م کال کې د ګلوبل ایکانومي (Global Economy) په خپاره کړي راپور کې راغلي چې په هرو ۱۰۰۰۰۰ نفرو کې ۷۸۳ نفرو غلا کړې ده. دا کچه په ډنمارک کې تر ټولو لوړه وه چې په هرو یو لکو نفرو کې ۳۹۴۹ نفرو غلا کړې وه. دغه راز په ۲۰۱۶م کال کې د ناما (Knoema) د راپور له مخې السلوادور هیواد په نړیواله کچه په کور دننه کې ډېرې د ځان وژنې پېښې درلودې، چې په هرو یو لکو خلکو کې د ۸۲،۸ قضيو شاهد و. دا چاره په هندوراس، وینزویلا، جامیکا او بیلیز کې هم په لوړه کچه ده. د جنوبي امریکا په چیلي کې د غلا پېښې د نړۍ په سطحه ډېرې ښودل شوي چې په ۲۰۱۶م کال کې يې په۱۰۰۰۰۰ خلکو کې د غلا کچه ۱۱۹۳،۹ پېښو ته رسېده. نور پنځه هیوادونه چې پکې د غلا کچه اوج ته رسېدلې، ډنمارک، اتریش، سویډن او اسټرالیا دي. ارجنټاین د نړۍ په سطحه په غلا کې اوله درجه هیواد دی. د ۲۰۱۶م کال د راپور له مخې په ارجنټاین کې په هرو یو لکو خلکو کې د غلا ۹۸۸،۹ پېښې ثبت شوي دي. په غلا کې مشهور نور پنځه هیوادونه چیلي، یوروګوای، ایکوادور او پاراګوای دي. سویډن په نړیواله کچه د جنسي تیري پېښې لري. د ۲۰۱۵م کال د راپور له مخې په سویډن کې په هر ۱۰۰۰۰۰ خلکو کې ۵۶،۷ د جنسي تېري پېښې ثبت شوي دي.  دا کچه په ایسلنډ، ګینا، د امریکا متحده ایالاتو او السلوادور کې زیاته ده. په لبنان کې د تښتونې پېښې په نړیواله سطحه ډېرې دي. په لبنان کې په هر ۱۰۰۰۰۰ خلکو کې د تښتونې ۱۷۷،۷ پېښې ثبت شوي دي. دا چاره په ترکیه، کاناډا، پاکستان او سانټ ویسنټ ګرناډینز کې زیاته ده. ګریناډا په نړیواله کچه د شخړو ډېرې قضيې لري. د ۲۰۱۶م کال د راپور له مخې په هر ۱۰۰۰۰۰ خلکو کې ۱۷۲۱،۹ د تاوتریخوالې پېښې شوي. د شخړو او تربګنۍ کچه په سانټ ویسنټ ګرناډینز، باربادوس، فرانسه او کلمبیا کې زیاته ده.

دا یوازې څو د ګوتو په شمېر بېلګې وې او دا جوتوي چې د بشر په لاس جوړ شويو او دیموکراټیکو نظامونو کې قانون، امنیت او عدل خوب او خیال دي. اوسني حاکم نظامونه د انساني فطرت او طبیعت خلاف دي، اړتیاوو ته يې ځواب ویونکي نه دي او په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي. د بشر په لاس په جوړو شویو نظامونو کې، سخته بې وزلي، نشه یي توکې، شراب، د محاسبې نه شتون، فساد، غلاوې او نور جرمونه یوه عادي خبره ده.  

سوال دا دی، چې ایا اسلام له جرمونو سره د مبارزې، له قانون څخه د سرغړونې د مخنیوي او د امنیت د راوستلو لپاره کومه تګلاره لري؟  موږ ټول په دې پوهېږو چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه وړاندې عربو په څومره جهالت، تیارو او سرګردانیو کې ژوند کاوه. له اسلام نه وړاندې په عربو کې يوازې د قبیلو د مشرانو خبرو ته درناوی کېده، نور يې د هیچا اطاعت نه کاوه او نه يې هم د کوم قانون او نظم پیروي کوله. پر ټوله جزیره عرب باندې د ناقانونۍ فضا خپره او قانون چا نه پېژانده. جعفر بن ابي طالب د حبشې پاچا ته دا حالت داسې تشریح کړ: «پر موږ جهالت حاکم وو، د بتانو عبادت مو کاوه، د مړو شویو حیواناتو غوښې مو خوړلې، له یو بله مو کرکه کوله، خپلوي او قرابت مو نه پاله، له ګاونډیانو سره مو ناوړه چلند کاوه او زموږ غښتلي به پر کمزوره ظلم کاوه.»

د اسلام په راتګ سره د عربو د جهالت ژوند بل رنګ غوره کړ. اسلام بشریت ته د ژوند کولو مفهوم ورکوي، هر فرد ته د هر عمل د مکافاتو او مجازاتو په اړه خبر ورکوي. اسلام موږ ته وايي چې الله تعالی مو ویني، همدې مفهوم په مسلمانانو کې د تقوا مفهوم ژوندی ساتلی. پایله به يې دا وي چې د کپټلیزم برعکس به هر انسان خپلې غوښتنې په واک کې ساتي او له حرامي لارې څخه د مادي شتمنۍ د لاسته راوړلو په لومه کې به نه راګیرېږي. پېغمبر صلی الله علیه وسلم د قوم یا شخصي ګټو لپاره د یوه انسان وینه تویول حرام ګڼلې، له غلا او بچه بازۍ څخه يې منع کړې، له ټولو هغو فعالیتونو څخه چې امنیت، د خلکو ملکیتونو، ژوند او د انسان عزت ته زیان رسوي، بد ګڼلې دي. ټول يې له بهتان، غیبت، له ناوړه لارې د پيسو له لاسته راوړنې، لکه سود، تور بازار، رشوت او غلا څخه منع کړي دي. په عربي ټولنه کې دا دود وو چې کله به یوې قبیلې د يوې بلې قبیلې مشر مړ کړ، نو د مقتول قبیلې چې څومره به يې وس کېده، په قاتله قبیله کې به يې هغومره کسان وژل، خو کله چې اسلام راغی، دا دود يې په کلکه سره رد کړ. له شریعت سره سم یوازې هغه شخص وژل کېږي، چې پر هغه د قتل تور ثابت شي، ځکه اسلام له ناحقه قتل څخه سخته منع کړې. بله بېلګه يې غلامي ده. له اسلام څخه وړاندې د بادار او غلام اړیکه پر ظلم، زورزیاتي او سپکاوي باندې ولاړه وه. اسلام دا اړیکه بدله کړه. الله تعالی باداران د غلامانو له ځوروني او سپکاوي څخه منع کړل:

﴿وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّىٰ يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِن بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾

[النور:۳۳]

ژباړه: او څوک چې د نکاح اسباب و نه مومي، هغوی دي پاک لمني غوره کړي تردې چې الله په خپلې پېرزوینې سره هغوی شمتمن کړي. ستاسو له مریانو او وینزو څخه چې کوم کسان د عوض ورکولو په بدل کې د ازادۍ غوښتنه وکړي، نو له هغوی سره په لیکلې بڼه تړون وکړئ. که تاسو ته معلومه وي چې په هغوی کې خیر شته؛ هغوی ته له هغه مال څخه ورکړئ چې الله تاسو ته درکړی دی. خپلې وینزې د خپلو دنیوي ګټو لپاره بدلمنۍ ته مه اړباسئ کله چې هغوی په خپله د پاک لمنۍ ژوند تېرول غوړاي. او څو چې هغو اړباسي، نو له دې اړایستنې څخه وروسته الله دهغو لپاره بښونکی او مهربان دی.

بله بېلګه یې غلا او لوټ ماري ده. په ودان شېله کې چې مکه معظمه يې له بهرنۍ نړۍ سره نښلوله، د غفار قبیله اوسېده چې نوموړې قبیلې پر کاروانونو او کمزورو ګاونډیو قبیلو بریدونه کول. دا قبیله تر داسې بریده له قانون څخه په سرغړونې باندې تورنه وه، چې په څلور حرامو میاشتو کې  به یې جګړې او غلا ګانې کولې، په داسې حال کې چې عربو دا کار نه کاوه. د دوی ټول کار له غلا او شکونې سره مل و. خو کله چې مسلمانان شول، دا هر څه يې د اسلام لپاره پرېښودل. قران کریم په ښکاره ډول د غله نارینه او غلې ښځې د لاس پرېکولو حکم کوي.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾

[المایده:۳۸]

ژباړه: او غل که نر وي او که ښځه د دواړو لاسونه پرې کړئ. دا د هغوی د خپلې کړنې بدله او د الله له لوري د عبرت وړ سزا ده. د الله قدرت پر ټولو غالب دی او هغه د پوهې او حکمت څښتن دی.

پېغمبر صلی الله علیه وسلم له حلالې لارې څخه ګټې لاس ته راوړلو ته مسلمانان وهڅول او له هغو لارو چارو نه يې منع کړل، چې په اسلام کې حرام دي. يوه ورځ پېغمبر صلی الله علیه وسلم تېرېده چې پر يوه غنم پلورونکي ورپېښ شو، غنم له پاسه وچ او له لاندې لانده وو. کله چې یې لاس ترې لاندې کړ، لانده غنم په لاس ورغلل، نو په قهر شو او ويې ویل: لیس منا من غشنا«هغوی چې موږ تېر باسي، له موږ څخه نه دي.» د رزق مفهوم د مسلمانانو په ژوند کې یو بل داسې ستر مفهوم دی، چې الله سبحانه و تعالی له زېږېدو څخه مخکې رزق ټاکلی. دا مفهوم خلک له دې څخه منع کوي، چې په غلا، لوټ مارۍ او یا رشوت سره خپله شتمني زیاته کړي. پر دې سربېره اسلام یو عادلانه اقتصادي نظام لري، چې د ټولنې هر قشر او فرد ته په مساوي او عادلانه توګه اقتصادي ګټه رسېږي، داسې به نه وي چې د ټولنې يوه طبقه ډېره شتمني ولري او بله طبقه يې بیا بې وزلې وي. دا بې عدالتي په خپل ذات کي د ګڼو فتنو، فسادونو او حرامو چارو لامل ګرځي.

بله موضوع ټولنیز امنیت دی. پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې کله مدینې ته ولاړ، لومړی يې هلته مسجد ودان کړ، ترڅو د مسلمانانو تر منځ نږدې والی، مینه، شفقت، ورورګلوي او امنیت پیدا شي.  پر دې سربېره په مدینه منوره کې داسې سیاسي نظام جوړ شو، چې په هغه کې خلکو او دولت ګډې اړېکې او همغږي لرله. پېغمبر صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې د دولت مشري کوله، د مسلمانانو او غیر مسلمانانو سره يې يو شان د عدل چلند کاوه او  دا زرینه دوره په تاریخ کې ثبت ده. دغه راز په اسلامي ټولنه کې د ښو اخلاقو او غوره چلند روحیې پیاوړې وې، فساد او جرمي کړنو ته په کرکه کتل کېږي، همدا روحیه د ټولني غړي له ناوړو او جرمي کړنو څخه منع کوي. البته په اوسنیو ټولنو کې پورته دود  شوي ناوړه کړنې به هغه وخت پای ومومي، چې کله واک د اسلام شي. موږ ته دا خبره ښکاره او واضحه ده، چې کله اسلام پر عربي جزیرې واکمن شو، نو څه ډول يې د جاهلیت ټغر ورټول کړ او پر ځای يې د الله سبحانه وتعالی د رضا لاسته راوړلو په موخه نیکو اعمالو او د ځان محاسبې ته مخه کړه. اسلام چې هر ځای واکمن شوی، په هماغه ځای کې د جرم کچه، ناقانونه کړنې او جنګونه حداقل ته راکښته شوي دي. اسلام چې پر هره ټولنه واکمن شوی، هغې ټولنې ته يې عزت وربخښلی، يو نېکمرغه ملت ترې جوړ شوی او د يوې داسي رهبري خاوندان شوي، چې د ټولنې هر فرد ته يې د امنیت احساس ورکړی. نړۍ اوس په کلکه یو اسلامي بدلون ته اړتیا لري. لکه څنګه چې د اسلام مبارک دین د عربو جاهل قبایل  له تاریکیو او بدبختیو څخه رڼا ته راوایستل همدا شان اوس هم یوازې اسلام کولی شي تر څو اوسنۍ نړۍ له ناوړه جرمونو، ناقانونۍ او جګړو څخه خلاصه کړي.

﴿قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾

[یوسف:۱۰۸]

ژباړه: ته دوی ته په ډاګه ووایه: زما لاره دغه ده، زه د الله سبحانه و تعالی لوري ته دعوت کوم. زه پخپله په پوره رڼا کې خپله لاره وینم او زما ملګري هم؛ او الله پاک دی. او له مشرکانو سره زما څه اړیکه نشته.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لبکواله: آمنه عابد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې