سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په امريکايي سوله کې د سيمه ييزو هېوداونو او افغانانو پر ونډه ټينګار؛ يعنې څه؟!
بسم الله الرحمن الرحيم
په امريکايي سوله کې د سيمه ييزو هېوداونو او افغانانو پر ونډه ټينګار؛ يعنې څه؟!

په افغانستان کې د امريکايي سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد د خپل اووم سفر په ترڅ کې پر دې ټینګار کوي چې د سولې خبرې اترې نوي پړاو ته داخلېږي او افغانان بايد تر پخوا ډېر په دغه پروسه کې ښکېل شي. نوموړی دې ته ورته د سيمې د هېوادونو پر ونډه او همغږۍ هم ټينګار کوي.

خليلزاد له اشرف غني سره د ليدو پرمهال ويلي وو چې د افغانستان د سولې موضوع له افغان حکومت سره په هم‌غږۍ کې پرمخ ځي او کابل او واشنګټن په‌دې برخه کې په یو نظر دي. له همدې امله زلمی خليلزاد دا ځل په افغانستان کې ډېر تم شوی او د افغان حکومت له مشرانو، اکثرو مطرح سياستوالو، مدني ټولنو، ښځو، نړيوال بانک او د ځینو هېوادونو له سفيرانو او استازو سره ليدنې کتنې کړې دي. ترڅو د امريکايي سولې لپاره ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځ ته او يا هم پياوړې کړي.

له پورتنيو هڅو سره-سره د افغانستان مسلمانان باید د خليلزاد، لاسپوڅي افغان حکومت او موجوده سياسي مشرانو په څرګندونو او هيله منديو باندې و نه غولېږي او پر دې باید کره عقيده ولري چې امريکا د سولې په هڅو کې ريښتينې نه ده. ځکه امريکا او افغان حکومت سره له دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې کوي، مګر د داعش او شلو نورو «تروريستي» ډلو د فعاليتونو د ستر ښودلو لپاره هم پراخ تبليغات کوي او له هغوی سره د سولې پر مېز د خبرو اترو هېڅ آجنډا او کومه اراده نه لري. همدغه واقعيت پر دې دلالت کوي چې امريکا د سولې د پروسې له لارې طالب مشران له لاسپوڅي ډيموکراتيک او سېکولر دولت سره يو ځای کوي، ترڅو بې سرپرسته طالب سرتېري يې د داعش او يا نورو وسله والو ډلو سره يوځای شي او د افغانستان پر خاوره داسې جګړې ته دوام ورکړي چې په سيمه ييزه کچه امريکا ورڅخه ګټه پورته کړي.

 امريکا د سولې له دغه پروسې څخه لاندې ګټې ترلاسه کوي:

لومړی: امريکا به له طالبانو سره د سولې له تړون وروسته نړيوالو او خپلو عامه افکارو ته په فاتحانه انداز کې ووايي؛ کومه جګړه چې امريکا په افغانستان کې پيل کړې وه، هغه يې په برياليتوب سره پای ته ورسوله او دا به په افغانستان کې د امريکا د ماتېدو له رسوایۍ څخه خوندي کړي او حاکم ګوند به يې د امريکا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ټاکنيز کمپاين په توګه وکاروي.

دویم: له طالبانو سره د سولې تړون له لاسليک وروسته چې د افغانستان پر خاوره کومه جګړه دوام کوي، د هغې بشري او اخلاقي بار به د امريکا پر اوږو نه بلکې د سيمې د هېوادونو او له هغوی سره د تړلو افغان سياسي مشرانو پر اوږو وي، کوم چې نن يې خليلزاد غواړي په دغه پروسه کې تر پخوا ډېر ښکېل کړي. دغه سياسي مشران به د لومړي بن په څېر د دويم ځل لپاره د امريکا په لومه او غېږ کې ولويږي، چې د عطا محمد نور په خبره تر پيپسي بوتل به يې ډېر ناوړه وکاروي.

دريم: امريکا دا ځل په افغانستان کې تر کورني کړکېچ سيمه ييز کړکېچ ته ډېره لېواله ده، نو له همدې امله په دوامداره توګه د خپلو نظامي او سياسي مشرانو د څرګندونو له لارې د داعش لپاره پراخ تبليغات کوي. خو له دې سره هم مهاله وېريږي چې داسې نه چې داعش په حنفي مذهبه افغانستان کې د وهابي مذهب درلودو له امله د پښو ځای و نه مومي، نو هڅه کوي چې په افغانستان کې د القاعدې د ځینو عناصرو او جنګياليو پر حضور هم ټينګار وکړي. ځکه دغه دواړه ډلې له ملي پولو څخه پراخې اجنډاګانې لري او امريکا يې کولی شي د چين لپاره په شرقي ترکستان او د روسيې لپاره په منځنۍ آسيا کې د افغانستان له خاورې وکاروي. دې ته ورته د پاکستان او ايران د تضعیف او پر هغوی د فشار راوړلو په موخه هم کارېدای شي.

څلورم: امریکا غواړي د نړيوال بانک او نورو نړيوالو سازمانونو له لارې د سولې له تړون وروسته افغانستان سره پراخې مالي مرستې چمتو کړي، ترڅو طالب مشران هم په هماغه طریقه چې پخواني مجاهدين (شمالي ټلواله او اسلامي حزب) يې له ډيموکراتيک او سېکولر نظام سره يوځای کړل، ورپسې يې فاسد او په پایله کې يې خلع قدرت کړل، له شته لاسپوڅي دولت سره يوځای، ورپسې فاسد او په پايله کې يې خلع قدرت کړي.

نو د افغانستان مسلمان ولس، سياسي او وسله والو ډلو او مطرح مشرانو ته په کار ده چې د امريکا دغه خبیث نيت درک کړي او له هر ډول امريکايي پروسو سره مقاطعه اعلان کړي. ترڅو امريکا د خپل تاريخ په تر ټولو اوږده جګړه کې په ګونډو شي او ماتې يې د امپراطوريو په هديره کې شرق او غرب ټول احساس کړي. ځکه امريکا غواړي د سولې د پروسې له لارې خپله تنګه شوې ساه تازه کړي او د وحشي اشغال څېره په وينې ځبېښونکي استعمار بدله کړي. امريکا او امريکايي وعدو ته د هيلو پر ځای د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم وعدو ته هيلې پیدا کړي او د هماغه هيلو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طريقه په ټولنه کې د بنسټيز بدلون لپاره مبارزه وکړي او د راشده خلافت د تاسیس پر لور افغانان رهبري کړي. ځکه الله سبحانه وتعالی پخوا او اوس، له ازله تر ابده د بشر او کايناتو پر ټولو چارو مسلط او برلاسی دی. دا شرایط او ستونزې يوازې د بشر د ابتلا او افشا کولو په موخه په دنیا کې شتون لري. نو د حق او باطل تر منځ په روانه جګړه کې د حق پلوي وکړئ، ترڅو زموږ او ستاسو د دنيا او آخرت د سوکالۍ سبب شي. نو هرهغه سياسي مشر او افغان چې له دغه ډول امريکايي پروسو سره مرسته کوي، په افغانستان کې به د راتلونکو فاجعو او ناورينونو دروند مسووليت هم پر غاړه ولري.  

سیف الله مستنير

د حزب التحرير - ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې