شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له «لمر یرد عن النبي صلی الله علیه وسلم» څخه د پخوانیو علماوو برداشت څه و؟
بسم الله الرحمن الرحيم
له «لمر یرد عن النبي صلی الله علیه وسلم» څخه د پخوانیو علماوو برداشت څه و؟

(ژباړه)

په اوسني وخت کې ځینو ډلو دین په یوه برخه پورې تړلی او خپل ځانونه د «بدعت مبارزین» بولي. په ډېری ځایونو کې چې خلک ځینې کسان په عبادت کولو وویني او د دوی د فهم، سلیقې او نظر خلاف وي، وایي: «دا بدعت دی» او یا وایي چې په سلف کې په دې اړه کوم روایت نه دی راغلی. دا ډول روایتونه پراخه شوي او حتا داسې کسان هم شته، چې په دین خبر نه وي، خو دا ډول استدلال یې عادت ګرځېدلی وي.

د دغې لیکنې موخه دا نه ده چې دغه استدلالونه رد او یاد تایید کړي، بلکې موخه یې د هغې قاعدې روښانول دي چې د خلکو د ګمراهۍ او بدعت د تورنولو په برخه کې ترې ناسمه ګټه اخیستل کېږي او یا دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې څخه وتلې ده.

ښايي ځینې کسان د داسې کلمو په کارولو سره ښه نیت ولري، خو د دغې فکري قاعدې نه واضح کول په مسجدونو کې د مسلمانانو تر منځ د شخړو او اختلافونو د راټوکېدو لامل کېږي.

همدارنګه د دغې لیکنې موخه د هغو شته ډلو پر تګلاره نقد نه دی، چې د بدعت پر وړاندې د مسلمان مبارزه بلل کېږي، بلکې موخه یې د حقیقت روښانول او د دغو کلمو د ناسمو کارولو بیانول دي. دغو کلمو په مسلمانانو کې بې ځایه اختلافونه رامنځته کړي او دغه شخړې تر داسې کچې رسېدلې، چې ځینې کسان له شریعت څخه د ناسم فهم له امله نورو ته د مرتد خطاب کوي. په دې اړه ډېرو اختلافونو موږ اړ کړو، څو په دغه ډول مسلو بحث وکړو.

د دغې مقولې ویل «لم یرد عن النبی صلی الله علیه وسلم» یعنې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت نه دی شوی؛ په ذات کې ستونزه نه لري، خو ستونزه دا ده چې دغه اصطلاحات ناسم کارول کېږي او یا دا چې په عملي ډګر کې په خپل واقعیت نه کارول کېږي. دغه مقوله په دریو برخو کې ناسمه کارول کېږي.

لومړی ـ پر هر شي د بدعت د کلمې ټاپه لګول بې ځایه خبرې دي.

هغه کسان چې دا عادت لري، د هر عمل په اړه ووایي: «په دې اړه روایت نه دی راغلی» له هغوی پوښتنه کوم، چې له کومه ځایه پوهېږې چې په دې اړه روایت نه دی راغلی؟! ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو سنتو خبر یاست؟! ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند او چلند په اړه معلومات لرئ، چې د «روایت نه دی راغلی» کلمې د ویلو جرات کوئ؟! ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول سنت مو له استثنا پرته لوستي دي؟!

په ځینو عملونو کې ښایي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی وي، خو تاسو ته به نه وي رسېدلی. یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ښایي د یو شي د عملي کولو امر کړی وي او یایې چوپتیا غوره کړې وي، خو تاسو ته به نه وي رسېدلی. علما وایي، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته هېڅوک پر ټولو سنتو خبر نه دي. لکه څنګه چې امام مالک رحمه الله علیه منصور ته په خبرو کې وویل: «خلکو داسې څه ترلاسه کړي، چې له موږ سره نشته. نو د هر کس عمل د هغه څه پر بنسټ دی، چې نوموړي ته رسېدلي وي.»

همدارنګه حضرت عمر رضی الله عنه پر دې سربېره چې تل به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په خبرو کې همغږی او د هرې مسلې په اړه به دواړو مشورې او خبرې کولې، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ورځینو کارونو خبر نه و او دا حالت څو ځله پېښ شوی دی. د بېلګې په ډول «له کور څخه د وتلو» د مسلې په اړه چې ورته ویې ویل، له موږ څخه تر ټولو کوچنی کس به روایت درته راوړي. صحیح مسلم په (۶-۱۷۷) حدیث کې له ابي سعید خدري څخه روایت کوي، چې ویې ویل: «په مدینه کې د انصارو په غونډه کې ناست وم چې ابو موسی پرېشانه غوندې راغی، ومې پوښتل: څه شوي دي؟ ویې ویل: حضرت عمر رضی الله عنه یو کس رالېږلی و، چې کور ته یې ورشم؛ خو کله چې ورغلم، درې ځلې مې سلام ووایه، ځواب یې رانه کړ. بیرته راغلم. وروسته یې راته وویل: ولې را وګرځېدې؟ ورته ومې ویل: درې ځلې مې سلام ادا کړ، ځواب مې وانه ورېد، بیرته راوګرځېدم؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«اذا استأذن احدکم ثلاثا فلم یؤذن فلیرجع»

ژباړه: کله چې چا له تاسو څخه درې ځلې اجازه وغوښته او د کور څښتن اجازه ورنه کړه، نو باید بیرته ورګرځي.

حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل: «یا به پر ما شاهد راوړې، یا دې رسوا کوم.» ابي ابن کعب وایي، له ماشومانو پرته له ابو موسی چا دفاع ونه کړه. ابو سعید وویل: «زه هم تر ټولو کوچنی وم او د نوموړي د دفاع لپاره ورغلم. په صحح بخاري کې له خالد او شیباني څخه روایت دی چې وایي، له عبدالله بن ابي اوفي څخه مې پوښتنه وکړه. ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم رجم کړی؟ ویې ویل هو: ومې ویل، د سوره نور تر نزول وړاندې که وروسته؟ ویې ویل، نه پوهېږم.

ابن حجر په فتح الباري کې ۱۲/۱۶۷ د دغه حدیث په اړه وایي: له اصحابو څخه ځینې څیزونه پټ پاتې شوې دي. په صحیح بخاري کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «تر هغه پورې له خلکو سره د جګړې لپاره امر راته شوی؛ چې ووایي: له الله سبحانه وتعالی پرته بل څوک د عبادت وړ نه دي او محمد صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی پیغمبر او رسول دی؛ لومنځ وګړي او زکات ورکړي. کله یې چې دا کارونه وکړل، وینه او مال یې په امن کې پاتې کېږي.» امام بدرالدین عیني د صحیح بخاري په شرح عمده القاري کې د دغه حدیث په تړاو لیکي، چې د سنتو ځینې مسایل له صحابه رضی الله عنهم څخه پټ پاتې کېدل او ځینې وخت حتا لږ خلک پوهېدل.

په دې اړه ابن جوزي د الاذکیا کتاب په ۶۳مه پاڼه کې جالبه او په زړه پورې کیسه راوړې ده:

یو وخت یو ځوان د شعبي په مجلس کې د دغو مسایلو په اړه خبرې کولې، شبعي وویل: په دې اړه مې روایت نه دی اورېدلی! ځوان وویل: ټول علم دې اورېدلی دی؟ ویې ویل: نه. بیا یې ورته وویل: نیم علم دې ترلاسه کړی؟ ویې ویل: نه. تر دې وروسته یې ورته وویل: دا مسله په هغو نیم علم کې ده چې تاته نه دی رسېدلی، نور یې پرېږده.

د اصحابو او علماوو واقعیت داسې و، چې پر ټول علومو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ټولو سنتو خبر نه وو. نو د زده کوونکي، عامو او ناپوه خلک به څنګه وي؟! همدارنګه د هغو کسانو حالت چې د علم د زده کړې لپاره هېڅ وخت نه لري او د الله سبحانه وتعالی پر دین بې ځایه جرات کوي او وایي: «دغه مسله یې نه ده اورېدلې» او یا داسې وایي: «په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت نه دی شوی» ایا داسې فکر یې کړی چې ښايي په صحیح کتاب کې به یې روایت راغلی وي؛ خو دی به ترې ناخبره وي؟

دویم: د دغې مقولې له اصلي مفهوم څخه غلط برداشت:

له څنګه چې پورته یادونه وشوه، چې د «لم یرد» مقولې په کارولو کې ډېری خلک مبالغه کوي. په اسلام کې داسې موضوعات شته چې ځینې یې جایز او ځینې یې سنت دي؛ خو کېدایشي د ځینو مسایلو په اړه خبر ونه لرئ او بیا هغه ته بدعت ووایئ. په دې برخه کې خلک غلط مفهوم بیانوي. شرعي دلیلونه پر حکم یا مستقیم دلالت کوي او یا غیر مستقیم؛ یا د عامو، اشاري او نورو اصولي حالاتو په توګه ځینې عملي مثالونه وړاندې کوو، ترڅو زموږ خبره یوازې خیالي نشي:

د صحابه وو په کیسو کې د خبیب په نوم صحابي پیدا کوو، چې تر قتل وړاندې یې دوه رکعته لمونځ سنت کړ. په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه امر نه دی کړی او خبیب رضی الله عنه هغه د عام دلیل پر بنسټ الله سبحانه وتعالی ته د نږدېوالي (تقرب الی الله) لپاره وکړ او دا وروستی تړون و چې د الله سبحانه وتعالی په نامه یې ترې دفاع وکړه. همدارنګه بلال رضی الله عنه له اوداسه وروسته دوه رکعته لمونځ سنت کړ، چې دا هم یوه مشهوره پېښه ده. په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې امر نه و کړی؛ خو بلال رضی الله عنه به د عام دلیل د شتون پر اساس هر وخت لمونځ کاوه.

همدارنګه په ځینو ښارونو کې د فضلیت په شپو کې صدقه د پخوانیو عادتونو پر اساس ورکول کېږي. لکه د قدر شپه او د شعبان نیمایي، چې حلوا پکې وېشل کېږي. دا مسله ډېری کسان په دغه دلیل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې امر نه دی کړی او نه یې په خپله کړي؛ بدعت او ضلالت یې بولي.

رښتیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم پورتني موارد نه دي کړي، خو په دې اړه داسې عام دلایل شته چې هغه به په دغو شپو کې د الله سبحانه وتعالی لوري ته نږدې کېده. الله سبحانه وتعالی ته د نږدې کېدو عملونه لمونځ، استغفار، دعا، د قران لوستل او قرات بلل شوي دي او همدارنګه له فضیلت څخه د ډکو عملونو له ډلې څخه د صدقې ورکول دي. نو د فضیلت په ډکو شپو کې د حلوا وېشل د عام دلیل په شتون سره مشروع دي.

همدارنګه هغه کسان چې په ځانګړو ورځو کې شکرانه، نفل او د الله سبحانه وتعالی د خوښۍ لپاره د خیر کارونه کوي، د هغو کسانو په څېر دي چې زوی یې وزیږېږي، یا د هغو کسانو دي چې د قسطنطنیې د فتحې او د جالوت د جګړې په ورځ روژه ونیسي. همدارنګه دې ته ورته نورې ورځې چې د اسلام عظمت او شان پکې لوړ شوی دی. نو بیا ولې داسې عملونه په دغه دلیل چې «رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دي کړي او روایت شوي نه دي»، بدعت وبولو؟!

په ځواب کې باید وویل شي: د دغو عملونو کول ځانګړی دلیل نه لري، خو په اړه یې عام دلیل راغلی، چې پر جواز یې دلالت کوي. د بېلګې په ډول؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوشنبې د ورځې د روژې په اړه فرمایي: «په دغه ورځ پیدا شوی یم او پر دغه ورځ وحې راباندې نازله شوې ده.» [مسند ابن حنبل: ۲۹۷]

د عاشورا د ورځې د روژې په اړه بخاري له عایشې رضی الله عنها څخه روایت کړی، چې وایي: «د جاهلیت په ورځو کې قریشو د عاشورا په ورځ روژه نیوله او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم روژه نیوله. کله چې مدینې منورې ته ولاړ، د دغې ورځې روژه یې ونیوله او خلکو ته یې د روژې نیولو امر وکړ. خو د روژې د مبارکې میاشتې تر فرض کېدو وروسته یې د عاشورا د ورځې فرضي روژه پرېښودل شوه او نیول یې اختیاري شول.»

همدارنګه ځینې لمونځ کوونکي له لمانځه او د زمزم اوبو تر څښلو وروسته د ولیمې په ورځ وایي: «الله یې دې قبول کړي» د داسې دعاګانو په تړاو هم ځانګړی روایت نه دی راغلی او هغه ته بدعت نه شو ویلی. ځکه په اړه یې عام دلیلونه شته، چې مطلقه دعا په هر حالت کې ستونزه نه لري.

لنډه دا چې د «لم یرد» مانا داسې ده چې د یوې مسلې په اړه عام او ځانګړی دلیل نه وي راغلی. نو د «لم یرد» مقولې مفهوم په یوه موضوع کې ځانګړی دلیل نه دی، بلکې لازمه ده چې پر دغه مفهوم پوه شو. پر همدې اساس، پر دغې مسلې پوهېدل د ټولو خلکو او په ځانګړي ډول د دعوتګرو لپاره مهم دي، ترڅو د دعوت په لېږد کې د فقهې او قواعدو د اصولو په اړه هم لږ فهم ولري.

درېیم: له رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحاب رضوان الله تعالی علیهم اجمعین څخه د روایت لیکل:

د خلکو بله پراخه تېروتنه دا ده، چې رسنیو له طالب العلمو، ناپوه او مصنوعي علماوو څخه پوه علما جوړ کړي دي. دغه کسان نبوي سنت یوازې د صحاح سته (بخاري، مسلم، ترمذي، ابوداود، موطا او نسایي) او یا د ابن ماجه سنن او د مام احمد بن حنبل مسند کتابونه بولي او له دې پرته د نورو کتابونو حدیثونه موضوعي او کمزوري ګڼي، چې دا ډول فکر له دوو اړخونو څخه ناسم او لویه تېروتنه ده:

لومړی اړخ: د دغې مسلې برداشت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت یوازې همدا شپږ کتابونه دي، په بشپړه توګه غلط دی. ځکه په دې برخه کې په لسګونو نور له صحیحو حدیثونو څخه ډک کتابونه شته، چې په دغو شپږوکتابونو کې نه دي روایت شوي او یایې داسې حدیثونه یاد کړي چې یوازې په همدغو شپږو کتابونو کې دي. خو دغه حدیثونه په ځینو اړینو زیاتونو سره په ډېر ښه ډول مفاهیم تفسیروي او معنا یې په کره توګه بیانوي.

د ابن حنبل مسند، شپږ ګونو کتابونو او د ابن ماجه سنن ډېر احادیث بیان کړي، خو ټول سنت پکې بیان شوي نه دي. لکه څنګه مو چې وویل، پر دغو شپږګونو کتابونو سربېره لسګونه نور داسې کتابونه شته، چې د ټولو یادول اړین نه دي، خو ځینې یې د نمونې په ډول بیانوو: د هغوی له ډلې څخه د بیهقي سنن، له طحاوي څخه د اثارو مشکل شرح، د بخاري الادب المفرد، د البزار مسند، المستدرک للحاکم، تهذیب اثار للطبري، سنن دار قطني سنن دارمي، شرح السنه للبغوي، صحیح ابن خزیمه، صحیح ابن حبان مصنف ابن ابي شیبه او داسې نور.

دویم اړخ: د تېروتنې بله برخه دا ده چې د «لم یرد عن النبي صلی الله علیه وسلم» عبارت دې ته ځانکړی کوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې، وینا او چوپتیا یوازې د احادیثو په کتابونو کې روایت شوې ده. په خلکو او د علم په خاوندانو کې د دا ډول لیدلوري شتون یو ناسم برداشت او اخذ دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت یوازې د حدیثو په کتابونو او شپږ ګونو کتابونو کې نه دي راټول شوي. هغه مفهوم چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رانقل شوی، یوازې د حدیثو پر کتابونو نه دی ورټول، بلکې دغه مسله باید له دریو زاویو څخه وڅېړل شي: 

د سیرت کتابونه:

د سیرت په کتاب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند پېښې بیان شوې: شخصي سیرت، دعوت، فکري مبارزه، سیاسي مبارزه، په مدینه کې د قدرت تر لاسه کول، بهر ته د دعوت لېږد، په مدینه منوره کې د اسلام پلي کېدل، د غزاګانو تفصیل او داسې نور. د سیرت په کتاب کې دغه چارې تشریح شوې دي، خو د احادیثو په ډېری کتابونو کې دا ډول موارد نه دي بیان شوي.

د فقهې کتابونه:

هغه څه چې د فقهې په کتابونو کې راغلي او عامه فقهاوو هغه کارولي، لکه د امام شافعي د «الأم» فقهي کتاب، د امام سرخي د «مبسوط»، د امام مالک «المدونه الکبري» او داسې نور فقهي کتابونه چې پر هغې عمل کېږي او دلیل ګرځول کېږي. په دغو کتابونو کې شته حدیثونه که صحیح نه وي، نو د حسن حدیث په توګه تر ټولو په ټیټه درجه کې منل کېږي او پر هغه هم عمل کېږي. څنګه چې شیخ تقي الدین النبهاني د اسلامي شخصیت په درېیم ټوک کتاب کې په دې اړه وایي: «حسن حدیث له صحیح حدیث سره برابر او په مساوي توګه منل شوی دی او هغه حدیثونه چې أئمۀ فقه، د هغه زده کوونکو او نورو علماو او فقهاوو پخپلو کتابونو کې یاد کړي، حسن حدیث ګڼل کېږي  او عمل پرې کېږي. فقهاوو د دغو احادیثو په اړه دلیل راوړی او یا یې له هغو څخه مسله استنباط کړې ده. نو دا ډول احادیث حسن احادیث دي، نو اړتیا ده چې د فقهي اصولو په کتابونو او یا په فقهي کتابونه کې راغلي وي، په دې شرط چې معتبر وي، لکه المسوط، الأم والمدونه الکبري او داسې نور.»

هغه کتابونه چې یوازې په متواتر قرائت سبعه پورې تړاو لري؛ لکه د قرائت سنن او د قران د قرائت کیفیت، د ادا کولو طریقه او د شنډو د حرکتونو څرنګوالی، د تجوید حکمونه، له روم سره وقف، له الاشمام سره وقف، د وقفونو ډولونه، د سورتونو او ایاتونو تر منځ وصلونه، د اعوذ باالله او بسم الله حکمونه، د قران د پای ته رسېدو دعا او داسې نور مسایل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رانقل شوي او قران عادتا په هغه طریقه تلاوت کوو. همدارنګه د سیرت په کتابونو کې ډېری داسې مسایل واضح شوي چې د قرائت په کتابونو کې کې نه دي روایت شوي. د دغې موضوع د ښه روښانه کېدو لپاره ځینې بېلګې بیانوو:

په قرائت حفص کې څلور سکتې شته دي: د کهف په سوره کې [عِوَجًا قیّمًا]، د یس په سوره کې [مِنّ مرقدنا هذا]، د قیامه په سوره کې [مَن رَاقٍ] او د مطففین په سوره کې [کلابَلٌ رَانَ].

د حمزه په قرائت کې د دوو سورو تر منځ د بسم الله الرحمن الرحیم نه ویل، د قرائت په کتابونو کې راغلي دي.

همدارنګه د حفص په قرائت کې د روم او إشمام ځایونه د قرائت د کتابونو په مرسته موږ ته رارسېدلي دي. لکه څنګه چې روم او إشمام د یوسف په سوره کې د الله سبحانه وتعالی په قول [تأمنَّا] د قرائت په کتابونو کې موږ ته واضح شوي دي. نو همدا د قرائت کتابونه دي چې د شنډو د حرکت بڼه یې موږ ته رارسولې ده.

دغه موضوعات یوازې د تجوید او قرائت په کتابونو کې پیدا کېږي او بس. یاد ټول موارد له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیحو اسنادو او متواتر ډول رانقل شوي، چې د فقې په کتابونو کې نشته.

همدارنګه په لوړ غږ د الله اکبر ویل د ضحي له سورې بیا د قرانکریم تر پایه، د قرانکریم د ختم دعا، چې د قرآء له سنن څخه ده او د قرائت په کتابونو کې رانقل شوې ده، ځینې داسې کسان شته چې لوستل یې بدعت بولي. په داسې حال کې هغه چا چې تکبیر او د قرانکریم د ختم دعا رانقل کړې، هغه د روم، إشمام مکانونه، سکتې، إماله او تسهیل هم رانقل کړي دي.

د موضوع په وضاحت پوهېږو، هغه کتابونه په سنتو په راټولو کې یې هڅه کړې، له بېلابېلو لورو یې سنت راټول او تدوین کړي دي او د اختلاف لامل همدا دی چې هر عالم له ځانګړې زاویې څخه د سنتو رانقل او روایت ته پام کړی دی. اهل حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقوالو، افعالو او سکوت ته په لوړه کچه پام کړی دی. اهل سیرت د دعوت د لېږد، فکري، سیاسي، جهاد او غزاګانو د تګلارې له زاویې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند ته پام کړی دی او د قرائت سبعه کتابونو له ځانګړې زاویې د سنتو نقل ته پام کړی دی. یعنې د اقراء سنن، د قرائت کیفیت، د تجوید حکمونه او داسې نورې چارې، لکه لویو فقهي کتابونو په لوړه کچه فقهې ته پام کړی دی.

د پورتنیو مواردو په یادولو سره دې پایلې ته رسېږو، چې پر ځینو علومو نه پوهېدل دا مانا نه لري چې هر عمل دې بدعت او ګمراهي وي. ښايي ځینې موارد چې نه پېژندل کېږي او یا نااشنا ښکاري، د حدیث په مختلفو کتابونو او یا نورو کتابونو لکه سیر، د قرائت کتابونه او یا په لویو فقهي کتابونو کې رانقل شوي وي.

نو پر همدغه اساس د «لم یر» مقوله په جاهلانه ډول له بنسټ څخه غلطه ده. نو بیا څنګه دا جرات کوو چې یو عمل او مسله د «لم یرد» په کارولو سره بدعت او ضلالت وبولو. په داسې حال کې چې په نورو کتابونو کې ښایي راغلي وي، خو هغه روایت به دوی ته نه وي رسېدلی.

لیکوال: معاویه الحیجي (ابوعبیده) له شام څخه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې