سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
څنګه امریکا د سولې د پروسې له لارې پر طالبانو دسیسه کوي؟!
بسم الله الرحمن الرحيم
څنګه امریکا د سولې د پروسې له لارې پر طالبانو دسیسه کوي؟!

له یوه لنډ ځنډ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل اعلان وکړ. دا خبرې اوس پیل شوې دي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دوحه دی او له طالبانو سره خبرې کوي. څو میاشتې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک نهايي شوی و، خو په ناڅاپي ډول ټرمپ د یوه ټويټ له لارې دا خبرې ودرولې. له همغه پیله تحليل دا و چې دا پر طالبانو د فشار یو ډول دی او خبرې به بېرته پیلیږي. ځکه امريکا په افغانستان کې د ريښتينې سولې غوښتونکې نه، بلکې د طالبانو د تحريک پر وړاندې له مکر او دسيسې کار اخلي.

د افغانستان جګړه اوس د امريکا له کنټروله وتلې ده. د دغه جګړې دوام امریکا یوازې له نظامي اړخه نه په ګونډو کوي، بلکې د نړۍ په کچه يې حیثیت او دریځ ضعیفوي، نو له همدې امله غواړي چې د سولې د خبرو له لارې د خپلې ماتې مخه ونیسي او خپلې سیاسي ګټې خوندي کړي.

ددې لپاره چې امریکا څه ډول دغه دسیسه مخ ته وړي، په لاندې ټکو کې يې ځينې اړخونه واضح کوو:

لومړی: امریکا او په ټوله کې غرب تړون او تعهد ته د چانس اوچل ول په سترګه ګوري، خو افغانان او په ټوله کې مسلمانان تړون ته د ارزښت په سترګه ګوري، نو امریکا د چل او فریب فکر لري او طالبان د ريښتينې مصالحې  او تعهد فکر لري.

دویم: امریکا د ډیپلوماسۍ اوږد تاریخ لري، مګر طالبان د ډیپلوماسۍ په برخه کې نه کومه اوږده تجربه لري او نه هم په دې برخه کې لازمې زده کړې.

درېیم: د طالبانو اصلي ځواک نظامي دی، جنګیالي يې اسلامي افکار او احساسات لري او د هغو پر بنسټ له امریکا سره جګړه کوي. دا چې دوی له امريکا سره جهاد کوي، نو له همدې امله یې خلک هم ملاتړ کوي. امریکا هم دا درک کړې ده، نو ځکه غواړي د طالبانو نظامي ځواک کمزوری او آن ختم کړي. امریکا دا ځواک په نظامي زور ختم نه شو کړلی، ځکه اوس غواړي د سیاسي لارو چارو له لارې يې ختم کړي. که طالبان له امریکا سره ملګري شول او تړون یې وکړ، په طبعي ډول یې ولسي ملاتړ کمېږي او دا یې پر نظامي ځواک منفي اغېز کوي. له بله اړخه که طالبان حکومت ته راځي او آن که سل فیصده حکومت هم ور وسپارل شي، خپل وسله وال ځواک باید منحل کړي. دا هم مخامخ د طالبانو د نظامي ځواک د ختمولو مانا لري او طالبان به بیا هغه زور ونه لري چې پخوا یې لاره.

څلورم: امریکايي ډیپلوماتان په تړون کې له کلماتو سره بازي کوي او غواړي داسې موارد پکې ځای پر ځای کړي چې څو تعبیرونه ولري او په راتلونکې کې د خدعې په توګه هغه وکاروي.

پنځم: امریکا له طالبانو سره په هوکړه کې یادونه کړې چې خپل ټول نظامي او استخباراتي حضور به په افغانستان کې ختموي، خو د ټرمپ په ګډون یې نظامي چارواکي وايي چې له هوکړې وروسته به هم په افغانستان کې نظامي او استخباراتي حضور ولري. ټرمپ ویلي وو چې په افغانستان کې به یوه پیاوړې استخباراتي ډله پرېږدي. اوس که دا ډله پاتې هم نه شي، خو بیا هم خلک پر طالبانو به بې باوره کوي او افغانانو ته دا ذهنیت ورکوي چې ګواکي طالبانو په پټه د امریکا نظامي یا استخباراتي حضور منلی دی. په دې ډول امریکا چل ول کوي او غواړي خلک پر طالبانو بې باوره کړي.

شپږم: امریکا به په هوکړه کې ډېر څه ومني، خو په عمل کې یې بیا نه پلي کوي. یا ښايي د هوکړې د ماتولو لپاره بېلابېلې پلمې پیدا کړي. د بېلګې په ډول په تړون کې امریکا ژمنه کوي چې خپل ځواکونه به په څه باندې یو کال کې له افغانستان څخه وباسي، خو طالبان به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا د متحدینو پر ضد وکارول شي. اوس که امریکا وغواړي چې په افغانستان کې پاتې شي، په لوېدیځ کې به یوه چاودنه وکړي او بیا به وايي چې ددې طرحه د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې وه، په دې ډول به تړون نقض کوي او خپل ځواکونه به ساتي.

اووم: امریکا بیا بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي. که طالبان جګړه ودروي، نو له یوه اړخه به یې په لیکو کې ستونزې او اختلافات پیدا شي، ځکه چې طالبان تر ډېره جګړې او امریکايي ضد فکر سره یو ځای کړي دي. له بله اړخه به امریکا ته پلمه په لاس ورشي چې د دوی په سیمو کې نفوذ وکړي.

اتم: د سولې د خبرو او توافق له لارې امریکا غواړي له طالبانو د بري فکر واخلي. حال دا چې اوس طالبان په ځانګړي ډول نظامي طالبان فکر کوي چې امریکا یې ماته کړې او جګړه ګټي. د سولې له لارې امریکا غواړي د هغوی دغه تصویر بدل کړي او وښيي چې طالبان د زور له لارې څه نه شي کولی، باید خبرې وکړي او یو لړ شرایط ومني.

نهم: امریکا غواړي پر طالبانو د ځینو شرطونو د منلو له لارې په خلکو کې د هغوی تصویر ته زیان ورسوي. د بېلګې په ډول طالبان باید له اسلامي امارت او امیر المومین څخه تېر شي. د ښځو او بشري حقونه ومني. که څه هم طالبان له دې ټولو سره (د اسلام په چوکاټ کې) قید زیاتوي، خو بیا هم دا په طالبانو کې یو لوی بدلون ګڼل کېدای شي.

لسم: امریکا غواړي د طالبانو او غیر افغان مجاهدینو ترمنځ فاصله، اختلاف او آن دښمني پیدا کړي. همدا چې طالبان وايي چې د افغانستان خاوره به د امریکا پر ضد نه کارول کېږي، معنی یې دا ده چې غیر افغان مجاهدین به دلته فعالیت نه کوي. دغه راز پر طالبانو منل کېږي چې له القاعده او نورو وسله والو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په افغانستان کې به د فعالیت اجازه نه ورکوي. دا چاره خپله د طالبانو د کمزورۍ سبب کېږي.

نو امریکا هوډ کړی، ترڅو د خپلې نظامي ماتې د مخنيوي لپاره طالبان د سولې د پروسې له لارې تضعيف، له خپلو آرمانونو نه تېر او پایله کې مات کړي. امريکا خپلې دغه هيلې او آرزو ته د رسېدو په درشل کې ده، مګر دا چې طالبان له لازمې پوهې او ځېرکتیا نه کار واخلي او د امریکا تر ماتې پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

  

Last modified onپنج شنبه, 12 ډسمبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې