پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له دغو دوو ښارونو کوم یو لومړی فتحه کېږي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
له دغو دوو ښارونو کوم یو لومړی فتحه کېږي؟

(ژباړه)

حاکم په مستدرک او له عبدالله بن عمرو څخه هم روایت دی، چې ویې ویل: په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شاوخوا کې وو او لیکل مو کول. یو چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه: کوم یو ښار ژر فتح کېږي، قسطنطینه او که روم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هِرَقل ښار، یعنې قسطنطنیه به لومړۍ فتحه کېږي.»

پورته حدیث صحیح او مشهور حدیث دی، چې ډېری مسلمانانو اورېدلی، تر اوسه یې اوري او په مسلمانانو کې یې ډېر شهرت پیدا کړی دی؛ چې په اړه یې ډېرو خلکو لیکنې کړې دي. د دغه حدیث د مانا او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري په اړه به په ژور او څرګند ډول خبرې وکړو.

پورتنۍ پوښتنه عقیدوي مانا او بعد لري. دا پوښتنه د جوړښت له لیدلوري څخه ښې څېړنې او ځیرکتیا ته اړتیا لري او د پوښتونکي پر فکري او عقیدوي ژوروالي دلالت کوي. کله چې پوښتونکی د یوې غیبي پېښې په اړه پوښتنه کوي، انسان فکر کوي چې د پوښتنې بڼه او صورت یې باید په داسې ډول وي: اې رسول الله صلی الله علیه وسلمه! ایا دواړه ښارونه فتحه کېږي او که له دغو دوو څخه یو؟ یا په داسې بڼه: ایا داسې قدرت او وړتیا به پیدا کړو چې له دغو دوو څخه یو او یا دواړه فتحه کړو؟ یا هم په بله داسې بڼه چې د اوسني قدرت او واقعیت بیانوونکې وي. هغه پوښتنه، چې د یادو دوو ښارونو (روم او قسطنطنیې) د فتحې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو یار له خوا مطرح شوه، له قوت، امکاناتو او د دغو ښارونو د فتحې په اړه نه وه، بلکې پوښتنه دا مفهوم رسوي چې دغه دواړه ښارونه به حتمي فتحه کېږي. دلته پوښتنه کوونکی پر دې ځان پوهوي چې له یادو دوو ښارونو څخه کوم یو لومړی فتحه کېږي؟ دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر نبوت د نوموړي د نسب تر ټولو لوړ باور ښيي.

همدارنګه دغه پوښتنه سیاسي مانا او بعد هم لري او هغه دا چې په هغه وخت کې د شاوخوا حالاتو په اړه د مسلمانانو سیاسي لیدلوری په ډېره لوړه کچه و. مسلمانانو د سیمې او شاوخوا حالاتو ته پام کاوه او پوهېدل چې هغه دوه ښارونه د روم مهم پټنځایونه بلل کېږي، چې که یاد ښارونه فتحه شي، ښکاره نصرت به د مسلمانانو په برخه شي. همدارنګه د اسلام دین به د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېږي او تر هغه وروسته به د اسلام پر وړاندې کوم هېواد د درېدو وړتیا ونه لري. دا څرګندونې ښيي چې مسلمانان پخپل دین ښه پوهېدل او هڅه یې کوله چې ټولې نړۍ ته یې وروسوي.

دغه حدیث یوازې یو زیری نه درلود، بلکې زیري له ځان سره لري او الله سبحانه وتعالی پر خپلې موخې تر ټولو ښه پوهېږي. یاد زیري په قران کریم کې له حدیث څخه په پیاوړو دلیلونو په اثبات رسېدلي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾

[توبه: ۳۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې پیغمبر یې د هدایت او حق دین لپاره رالېږلی، څو دغه دین پر نورو دینونو غالب کړي، که څه هم مشرکین یې نه خوښوي.

په دغه ایت کې پر نورو دینونو د اسلام دین غوره والی ښيي او دغه نص که څه هم د خبر په ډول راغلی، خو له یاد نص څخه په غوښتنه هم سړی پوهېږي. یعنې له مسلمانانو غوښتل شوي، چې پر نورو دینونو د دغه دین د برلاسي کېدو او غالبېدو لپاره فعالیت وکړي. له بله اړخه، د قران کریم دغه اسلوب د یاد کتاب لوړ بلاغت او لوړوالی په ګوته کوي. د زیري او ښه خبر له اسلوبو یې کار اخیستی، څو د مسلمانانو زړونه ډاډه شي، د هڅې او هیلې روح یې ژوندی او ټنبلي یې له منځه ولاړه شي. دا هغه تفسیر او تعبیر دی، چې اصحابو، تابعینو او تبع تابعینو درلود او د ښار د فتحې او کلابندۍ لپاره یې د اسلامي خلافت له پیل څخه اقدامونه وکړل. بیا هغه و چې الله سبحانه وتعالی د هغوی د فتحې لپاره داسې امیر چمتو کړ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي وو:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ، وَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا، وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

(رواه احمد وحاکم)

ژباړه: قسطنطنیه ضرور فتحه کېږي، د هغو څومره نېک امیر او غوره اردو ده.

د قسطنطنیې فتحه د سلطان محمد ثاني په وخت کې ترسره شوه، چې له ۸۰۰ کاله وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری رښتیا شو او محمد ثاني د فاتح لقب غوره کړ. هو، قسطنطنیه لومړۍ ښار و چې فتحه شو او ډېر ژر به روم (ایټالیا) هم د الله سبحانه وتعالی په مرسته فتحه شي. دغه زیري ته باید د یقین په سترګه وکتل شي او ډېر ژر به یې له فتحې څخه خبر شو. دویمه فتحه د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت تاسیس کېدل غواړي او دا هغه څه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضّاً فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ

[مسند احمد]

ژباړه: نبوت به تر هغه ستاستو په منځ کې وي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله یې چې د له منځه وړلو اراده وکړه، له منځه یې وړي. وروسته له هغه به د نبوت پر تګلاره خلافت راشي او تر هغه به وي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، بیرته یې له منځه وړي. له هغه وروسته به داسې پاچاهان راشي چې قدرت به یې په غاښونو ټینګ نیولی وي او تر هغه به پاتې شي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله چې الله سبحانه وتعالی د هغه د له منځه وړلو اراده وکړه، له منځه به یې یوسي او تر دې وروسته به ظالم پادشاهان واکمن شي او تر هغه به وي چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت راشي او تر دې خبرې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.

تر اوسه د دغو زیرو اهمیت او ارزښت احساسوو. په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې چې ملتونه یو بل پر موږ راغونډوي. کټ مټ لکه څاروي چې وښو او خوړو ته راټولېږي او په الله سبحانه وتعالی دې قسم وي چې موږ د اوبو پر سر د ځګ غوندي یو او دغه حالت به تر هغه بدل نه شي، څو د دغه امت د مخلصو زامنو په هڅو اسلامي خلافت تاسیس نه شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: 

«إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِي الْأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا» وقال ﷺ: «لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَلَا يَتْرُكُ اللَّهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ هَذَا الدِّينَ بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ عِزّاً يُعِزُّ اللَّهُ بِهِ الْإِسْلَامَ وَذُلّاً يُذِلُّ اللَّهُ بِهِ الْكُفْرَ»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی داسې خاورې راکړې، چې ختیځ او لودیځ مې یې ولیدل او ډېر ژر به مې امت په دغو خاورو کې داسې ځای ته ورسېږي، چې ماته راکړل شوې وې او فرمایلي یې دي: دغه امر (دین) به تر هغه ځایه ورسېږي چې شپه او ورځ ورته رسېدلي دي. الله سبحانه وتعالی به عزیز ته په عزت ورکولو او ذلیل ته په ذلت ورکولو ټولو خاورینو او پمبه یي کورونو ته خپل دین ورسوي. هغه عزت چې مسلمانانو ته به په اسلام سره عزت ورکړي او هغه ذلت چې کافران به پرې ذلیل کړي.

 حزب التحریر د دغه لیدلوري د راژوندي کولو لپاره خپله اراده له امت سره یوځای کړې ده. په ورته وخت کې غواړي چې په امت کې دغه اراده ژوندۍ کړي، څو نوی امت خپل تېر عزت بیا پیدا کړي او سلب شوې واکمني یې بیا تر لاسه کړي؛ هغه امت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي دي: «غوره امت، چې د خلکو د لارښوونې لپاره راغلی دی».

له الله سبحانه وتعالی غواړم چې موږ ته په اسلام سره عزت راکړي، کافران ذلیل کړي او دغه امر او کار د الله سبحانه وتعالی لپاره سخت نه دی.   

لیکوال: انجنیر یوسف سلامه - آلمان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې