جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کرونا د غربي سیاستوالو له څېرو پرده پورته کړه!
بسم الله الرحمن الرحيم
کرونا د غربي سیاستوالو له څېرو پرده پورته کړه!

 کویډ ۱۹ ناروغي، چې د کرونا وېروس د خپرېدو په ترڅ کې د انسان بدن ته دننه کېږي، د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ م کال د جنوري پر ۴مه د چین ووهان ښار په نښه کړ. دغه وېروس په چټکۍ د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شو او تر نیم میلیون ډېر کسان پرې اخته شول.

د یاد وېروس د لېږد سرعت او د مړینې کچې د نړۍ ټول ملتونه لړزولي دي. تر دې چې ځینو دولتونو خپلې پولې وتړلې، ښارونه یې قرنطین کړل، هوایي او ځمکني سفرونه یې بند کړل. لنډه دا چې میلیاردونه انسانان په کورونو کې بندیان شول. دغه ویروس د پانګوالۍ نظام ته ستر ټکان ورکړ. له دې سره سره چې دا ویروس به اوسني نظام ته کومې ګواښوونکې پایلې ولري، د خکلو پر وړاندې یې د پانګوالو له څېرو په ښه توګه پرده پورته کړه. هغه دولتونه چې اوس د کورونا په اور کې سوځي، وړاندې یې هڅه وکړه چې خپل خلک ترې بې خبره وساتي، څو د هغوی تولیدي کمپنۍ او سوداګریز بازارونه بند نه شي؛ خو ورځ تر بلې کرونا وېروس خلک له لویې غمیزې سره مخ کړل. په داسې بڼه چې هره ورځ د سلګونو انسانانو ژوند اخلي. راپورونه څرګندوي چې د چین چارواکي د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر له میاشتې وړاندې د دې وژونکې ناروغۍ پر واقعیت ښه خبر و، خو د چین او نړۍ خلک یې پر دغه واقعیت نه خبرول. د ۲۰۱۹ م کال تر وروستیو او پر دغه وېروس د ډېر شمېر  کسانو تر اخته کېدو وروسته د یادې ناروغۍ پر شتون اعتراف وکړ. هغه وخت د «شانګ وي وانګ» په نوم یو چیني ـ امریکایي خبریال وویل، چینایي چارواکو په ووهان کې د سمندري خوراکي توکو بازار د جنوري تر میاشتې رخصت کړ.

کله چې رسنیو پر دغه وېروس د اخته کسانو شمېر پیدا کړ، دولت د دې ناروغۍ پر شتون اعتراف کولو ته اړ شو، خو هغه وخت خبره تر خبرې تېره وه. د دغه ویروس په اړه څېړنې ښيي چې د ماشومانو او ځوانانو په پرتله د ډېر عمر کسانو ته زیات ګواښ پېښولی شي. نو پر همدغه اساس که غربي هېوادونو ته په سطحي نظر هم وګورو، دې پایلې ته رسېږو، چې هلته ډېری رهبران، سیاستوال، پوهان او پانګوال د ډېر عمر دي، عمرونه یې تر ۶۰ کلنۍ اوړي. د دغه وېروس پر وړاندې د مبارزې چیغې او شورماشور ځکه نړۍ په سر اخیستې، چې تر ډېره همدغه عمر خوړلي کسان د کرونا وېروس له ګواښ سره مخ دي. که د نړۍ حالت همداسې روان وي، انشاء الله چې ډېر ژر به ټوله نړۍ، په نړیواله کچه د پانګوالۍ نظام د نسکورېدو شاهده وي. په هغه صورت کې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژمنې سره سم اسلامي نظام د بدیل په توګه ځای پر ځای شي.  

پر دې اساس له کرونا وېروس سره د غرب مبارزه او مخنیوی د پانګوالي نظام ساتل دي، نه انسانان. څنګه چې د «پایننشیل ټایمز» د راپور پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ۲۰۲۰ م کال د مارچ پر ۲۷مه د امریکا د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د ۲.۲ تریلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو لایحه لاسلیک کړه. د کرونا وېروس خپرېدو له امله د سترو شرکتونو او نړیوالې سوداګرۍ په ټپه درېدل د پانګوالي نظام سیسټم سخت اغېزمن کړی دی. همدا سرچینه راپور ورکوي، چې د امریکا ډېری ښارونه اوسمهال قرنطین دي او تېره اونۍ درې میلیونه امریکایانو شکایتونه کړي وو، چې هغوی د رخصتیو په وخت کې خپل معاشونه او امتیازات نه دي اخیستي. تر دې چې د تکزاس ایالت والي دڼ پټریک له فاکس نیوز خبري چینل سره په خبرو کې وویل: «د دې پر ځای چې کویډ ۱۹ د امریکا اقتصاد نسکور کړي، غوره دا ده چې ډېر عمره خلک نور مړه شي.»

په غرب کې دا ډول څرګندونې د لویې غمیزې نندارې ته اېښودل دي، چې اصلاً د سیاستوالو، پانګوالو او د اوسني نظام رهبرانو ته د انسانانو ژوند هېڅ ارزښت نه لري. ځکه هغوی ته د پانګوالي نظام د موټر تر ګرځېدو،د لویو کمپنیو تر ودې او د عوایدو له ډېرېدو پرته بل څه ارزښت نه لري. خپلو موخو او پلانونو ته د رسېدو لپاره له عامو خلکو د سیاسي ابزارو په توګه ګټه اخلي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام د پانګوالۍ نظام سرچپه په داسې بیړنیو حالاتو کې له انسانانو سره بشپړ بېل چلند کوي. اسلام په هېڅ ډول هغه ګواښ چې انسانانو ته متوجې وي، نه یوازې دا چې هغه نه پټوي، بلکې د داسې ناروغۍ او ګواښ پر وړاندې د انسانانو ساتنه کوي؛ ځکه اسلام له انسانانو سره انساني تعامل کوي. که اسلامي دولت وای، دغه وېروس وړاندې تر دې چې په ټوله نړۍ کې خپور شي، هغه یې هملته خنثا کاوه او دغه امر یې هغې سیمې ته په نه سفر او د هغې سیمې په پرېښودو سره تنظیماوه. څنګه چې د اسلامي دولت لومړیتوب د مسلمانانو د وینې ساتنه او د بشر د ژوند ژغورل دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَ مَنٌ أَحٌیَاهَا فَکَأنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیعًا)
«سوره المائده: آیه ۳۲»
ژباړه: څوک چې یو انسان له مرګه وژغوري، داسې مانا لري لکه ټول خلک یې چې ژغورلي وي.

په وروستیو کې دا ویلی شو، چې کرونا وېروس به په خپل راتګ د بې بصیرته انسانانو سترګې پرانیستې وي او د پانګوالي نظام اصلي بڼه یې ښه پېژندلې وي. ځکه دغه بشري نظام په سختو حالاتو کې هم د خپلو ګټو او اقتصادي ودې په هڅه کې دی. د غربي پانګوالو ناوړه څېرې په دغه حساس وخت کې په داسې حال کې خلکو ته ښکاره شوې، چې هغوی تر هر څه وړاندې د خپل اقتصادي سیسټم د ساتلو په تړاو فکر کوي. اسلام بیا داسې نظام دی چې په دونیا او اخرت کې د انسان د خیر او نېکمرغۍ په اړه فکر کوي.

لیکوال: مسلم «بغلاني»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې