پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مخنیوي قوانینو په نشت کې د ځوانانو بې بندوباري
بسم الله الرحمن الرحيم
د مخنیوي قوانینو په نشت کې د ځوانانو بې بندوباري

(ژباړه)

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د ټولنیزو رسنیو په کانالونو کې یو شمېر کسانو د یوې ښځې او سړي ویډیو خپره کړه. دا ویډیو څو ساعته په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې خپرېده او دغه کار د هغوی د محکومیت د غوښتنې لامل شو. ځکه د دغو کسانو عمل په سوډان کې له واکمنو ارزښتونو او ادابو سره په ټکر کې و. څه موده وړاندې هم د یوې ښځې او سړي سلفي په داسې بڼه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، چې یو بل یې ښکولول. د دغو تصویرونو خپرېدل هم د شورماشور لامل شول. نو پوښتنه دا ده چې ایا په ټولنیزو رسنیو کې دا غبرګون د شته ستونزې په حل کې مرسته کولی شي؟ په داسې حال کې چې ایده ال ارزښتونه په عمومي واټونو کې له کوم خنډ پرته د ازادیو سیاست غوښتونکي دي او همدارنګه د دین او مذهب له زاویې د داسې عمل چاره څه ده؟

که څه هم دغه بحث او راپاروونکي فعالیتونه د سوډان د خلکو له اصالته لېرې دي، خو بیا هم د سوډاني ځوانانو او نجونو له لوري د داسې کړنو ترسره کول او ښکاره کول د ډېرېدو په حال کې دي. ځکه د عمومي نظم قانون چې په هغه کې د جزا توکي او مواد ښه روښانه وو او له عمومي اخلاقو سره په ټکر کې د ټولو عملونو څېړنه یې کوله، لغوه شوي دي. غرب تل په دغه هېواد کې د مخکیني نظم او قانون د لغوه کېدو غوښتنه کوله. دغه نظام چې تل د غرب تر خوښۍ لاندې منډې وهي او روان دی، په غالب ګومان یاد قوانین یوازې د کاغذ پر مخ ساتي او ګټه نه ترې اخلي. وروسته تر دې چې دغه قانون د انتقالي دولت په واسطه لغوه شو، د پایلو لمن یې یو څه نوره هم پراخه شوه. ان هغه فعالیتونه چې حیا ته یې ګټه رسوله او حرام یې نقضول؛ اوس پام نه ورته کېږي او داسې بې شرمه کړنې د ټولنې پر مقاومت او هڅو سربېره په کافي اندازه خپرې شوې دي. د افریقا په نړیوال پوهنتون کې یوې نجلۍ تنګې جامې اغوستې، تر دې چې بیا خلکو د هغې پر وړاندې اعتراض وکړ او هغه یې اړه کړه، څو له مسافر وړونکي موټره کوزه شي. دا هغه څه دي چې هلته په ټولنه کې عمومي نظم د نشت پر وړاندې د خلکو مقاومت په ډاګه کوي.

هغه څه چې اوس هلته تېرېږي، یو باغیرته مسلمان ته د هغه د دین په نسبت غم، درد او نه زغمونکی حالت دی. کله چې د ځینو مسلمانانو زامنو حالت ته ګورو، چې د الله سبحانه وتعالی له دین څخه یې مخ اړولی او د غربي فاسدې ټولنې د سبک تقلید کوي.

هو، هغه غربي فرهنګ او نظام چې د خاینو حکامو په واسطه پر ټولنه ورتپل شوی او په اساسي قانون کې د دغو ناوړه ازادیو پر وړاندې له ټولنې څخه د ساتنې په بدل کې پخپله له ازادیو ملاتړ کېږي او ځینې ځوانان بې رنګه او بې خونده کوي. دولت په دې برخه کې لومړی ځواب ویونکی دی، چې له بده مرغه سیکولرېزم ته د دغه نظام د ډېر نېږدې کېدو په دلیل او د هر هغه څه پر وړاندې سخته مبارزه چې په اسلام پورې اړه لري، په دې زمینه کې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی...  دا هر څه د دولت له خوا د ورکړل شوو ازادیو پایله ده. پر همدغه اساس، هغه ځوانان چې پر شخصي ازادۍ اعتقاد لري، منحرف چلند ټاکي. البته د هغو کسانو له چلند سره ډېر توپیر لري، چې کړه وړه یې په حلال او حراموالي پورې تړلي دي؛ چې د دولت له رول پرته او له هغه څه پرته چې په ټولنه کې خپاره شوي، دغه سیکولري ازادۍ په دېوال ووهي او له منځه یې یوسي. دا ډله ځوانان الحمدالله ډېر دي.

الله سبحانه وتعالی د ټولنې د اړیکو ټینګېدل پر دولت فرض کړي دي؛ په هغمه ډول چې د خلکو اړیکې یې د ځانګړو مقرراتو په واسطه تنظیم کړې دي. د ښځینه او نارینه وو اړیکې په طبیعي او په داسې ډول چې روحي ناحیه یې اساس او مقیاس یې شرعي احکام وي، تنظیم کړې دي. هغه احکام چې نغښتي موازین پکې اخلاقي ارزښتونه رامنځته کوي. دغه نظام د اسلام ټولنیز نظام دی. دا هغه نظام دی چې اسلامي دولت یې له فرضیت څخه د اخیستل شوي مسوولیت په توګه او د الله سبحانه وتعالی د فردي تقوا په انګېزه هغه په ټولنه کې پلی کوي.

د اسلام ټولنیز نظام ښځو او سړیو ته د انسان په سترګه ګوري، چې د غرایزو، احساساتو، تمایلاتو او عقل څښتن دي. د همدغه دید پر بنسټ انسان ته دا اجازه ورکوي چې د ژوند له خوندونو خوند واخلي او څومره چې وس لري، ډېر ځان ترې برخمن کړي؛ خو په داسې ډول چې د ټولنې ساتنه وشي او نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره د هڅو په ډګر کې د انسان لپاره د کار په ځواک بدل شي. د اسلام ټولنیز نظام یوازینی صحیح ټولنیز نظام دی. باید ووایو چې د اسلام ټولنیز نظام یوازینی نظام دی چې د انسان جنسي غریزه یې د انساني ډول د بقا لپاره د باور وړ کړې ده او د نارینه او ښځینه اړیکې یې د ښځې او سړي تر منځ په سم ډول تنظیم کړي دي. په داسې ډول چې غریزه محدودوي، یوازې خپل طبیعي مسیر طی کړي، څو هغې موخې ته ورسېږي چې الله سبحانه وتعالی هغه په انسان کې پیدا کړې ده او په ورته وخت کې د ښځې او سړي تر منځ هم اړیکې ټینګوي. د اسلام ټولنیز نظام د ښځینه او نارینه د اړیکو تنظیم په سم ډول برابر کړی دی. په داسې ډول چې د سړي او ښځې تر منځ د همکارۍ تضمین کوي؛ د هغې همکارۍ په پایله کې د ټولنې او فرد خیر رامنځته کېږي. په ورته وخت کې اخلاقي ارزېښتونه، لوړ ارمان او د الله سبحانه وتعالی خوښي رامنځته کړي. د ښځې او سړي تر منځ د اړیکو مسیر، پاکوالی او تقوا داسې یو څه دي چې په ژوند کې د دواړو جنسونو تر منځ د اړیکو طریقه ثابتوي. په داسې بڼه چې د ژوند وسایل په هېڅ ډول له دې طریقې سره په ټکر کې نه کېږي.

اسلام د سړيو او ښځو تر منځ اړیکه په واده سره محدوده کړې او تر دې پرته د ښځې او نر تر منځ د جنسي اړیکو هر ډول پیوند او یوځایوالی داسې جنایت دی چې په اسلام کې سخته جزا ورته ټاکل شوې ده. هغوی چې داسې اړیکې لري، د سختې جزا مستوجب دي. نورې اړیکې یې چې د بقا په غریزې پورې اړه لري، هغه یې مباح کړې، له جنسي اړیکو پرته. لکه: د پلار، مور، زامنو، وروڼو، د خاله ګانو او عمه ګانو تر منځ اړیکې.

اسلام ښځو ته د سوداګرۍ، کرنې، صنعت، د علم زده کړه، لمونځ کولو او د دعوت رسولو په برخه کې د سړیو په شان حق ورکړی دی. یعنې په دې مانا چې ښځې هم په دغو برخو کې د کار کولو حق لري. اسلام د ښځې او سړي تر منځ غیر شرعي جنسي اړیکه منع کړې دي. اسلام په دغه مخنیوي او ممنوعیت کې سخت دی او هره هغه وسیله چې د فضیلت او اخلاقو لامل کېږي، هغه یې واجبه کړې ده. ځکه هر هغه څه چې ترسره کول یې واجب وي، د هغه په اړه اقدام هم واجب دی. اسلام په دې برخه کې ځانګړي احکام ټاکلي او مشخص کړي یې دي. دغه احکام په ډېرو حالاتو کې وي، چې ځینې یې په دې ډول  دي:

په معاملاتو کې د سړي او ښځې تر منځ د همکارۍ اړیکه عامه او ټولیزه ده. په دې مانا چې دغه اړیکه ځانګړې نه ده لکه: د پردیو ښځو او نارینه وو تر منځ د لیدلو تبادله او له محرمو نارینه وو سره په مساویانه ډول تفریح ته د هغوی بېرون وتل یې  تنظم کړي دي. د دغه کار موخه دا ده چې ښځې خپل حقونه او ګټې تر لاسه کړي او خپلې دندې او مکلفیتونه ترسره کړي.

په دې برخه کې ښځې او سړي اړ دي چې ټیټ وګوري، ښځې مناسبې جامې واغوندي، چې ښکلا او ستر یې ټول پټ شي. له هغه څه پرته چې ښکاره کېدو ته یې اړې وي. ښځې دا حق نه لري چې له محرم پرته د یوې شپې او ورځې سفر وکړي. د شرعي محرم له شتون پرته د نارینه او ښځینه وو ګډون او خلوت ممنوع دی. لکه ښځه د خپل مېړه له اجازې پرته له کوره نه شي وتلی. ځکه دا پر مېرمن د خاوند حق دی، چې باید له اجازې پرته یې له کوره ونه وځي. که ښځه د مېړه له اجازې پرته له کوره ووځي، ګناهکاره او نافرمانه بلل کېږي او پر خاوند د نفقې حق نه لري.

په دغو او ورته نورو احکامو سره د اسلام هڅه دا ده چې د ښځې او سړي ټولنه په جنسي ټولنې بدله نه شي، بلکې د کارونو او ګټو د تر لاسه کولو په ډګر کې یوه غوره مرسته شي. همدارنګه په ټولنه کې د نر او ښځې د فردي ګټو ستونزې په غوره توګه حل شي. د دې تر څنګ په ټولنه کې د حقونو تر لاسه کېدو او د اړیکو ټینګېدو ته لکه نفقه، د زامنو درلودل، واده کول او ورته نورو کارونو ته د حل لاره پیدا شي. هغه حل لاره چې د ښځې او سړي ټولنه پر داسې اړیکه منحصروي، چې ټولنه د همغې اړیکې لپاره رامنځته شي او له هغې اړیکې یې لېرې ساتې چې جنسي ټولنه ترې رامنځته کېږي.

اوسني له زیان سره مخ دولتونه، اسلام د داسې احکامو په درلودو نه پلی کوي، چې له ټولنې باطل لېرې کوي او ریښې یې له منځه وړي. ځکه یاد دولتونه باطل جنسیت لري او د اسلامي احکامو د له منځه وړلو هڅه کوي. که په یادو دولتونو کې واکمنۍ هم بدلې شي، بیا هم دغه دولتونه د اسلام په پلي کېدو کې بې وسه وي. ځکه یاد دولتونه د سیکولرېزم پر بنسټ جوړ او پیل شوي او په همدغه ډګر کې فعاله وي. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د دغو دولتونو پر ځای د نبووت پر تګلاره راشده ثاني خلافت تاسیس کړي.

لیکوال: غادة عبدالجبار ( ام او اب ) _ خرطوم

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې