جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
دا مه هېروئ چې مرګ یو واقعیت او سبب یې هم یوازې اجل دی!
بسم الله الرحمن الرحيم
دا مه هېروئ چې مرګ یو واقعیت او سبب یې هم یوازې اجل دی!

مرګ او د ژوند پای نن ورځ په یوه غیر طبیعي او له پامه لوېدلي څه بدل شوی دی. اخرت او ابدیت ته له تصوره د یوه لرې څیز په سترګه کتل کېږي. تر ډېره مو پام دنیوي او اوسني ژوند ته اوښتی. انسانان په دې دنیا کې ځان ته د ارامۍ موندلو او سعادت په لټه کې دي، دوی غواړي چې د دې دنیا د ژوند په وسیله د مرګ پر واقعیت سترګې پټې او پرده پرې وغوړوي.

د مرګ او اخرت په اړه فکر نه کول، د انسان پر کړنو او رفتار جدي اغېزې کوي، په دې سره انسان یوازې د دې نړۍ ژوند خپل هدف بولي او یوازې د دنیوي ژوند لپاره هڅه کوي. که د مرګ په اړه فکر ونه شي، نو انسان د خپلو اعمالو او مسوولیتونو د محاسبې په اړه اندېښنه نه کوي او د دې دنیا نېکمرغي ورته د ژوند پر اساسي موضوع بدلېږي، د خپل خالق حدود او اوامر ورته د خپلو هیلو او غوښتنو په پرتله ټيټ او کم ارزښته ښکاري، د خپل شهرت او هدف د ترلاسه کولو لپاره نورو ته فرېب ورکوي او دروغ وایي، دغه راز ښه ژوند کول ورته تر هر څه لومړیتوب ګرځي.

بډایه کسان پر بېوزلو ظلم کوي او رهبران هم خپلو خلکو ته فرېب او دوکه ورکوي. بشري وجدان یې له کمو ستونزو سره مخ کوي او یوازې دا ورته مهم وي چې څه ډول په دې ژوند کې خپلو چارو ته په ښه ډول ورسېږي. ډېرو نورو نسلونو هم په همدې ډول ژوند کړی او ښایي نور به یې هم وکړي، د دې ټولو علت دا دی چې د مرګ په اړه فکر نه دی شوی.

(كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ)

ژباړه: «هر ساکښ د مرګ د خوند څکونکی دی او موږ په ښو او ناوړه حالاتو کې په غورځولو سره تاسو ټول آزمایو. په پای کې همدا زموږ لوري ته ستاسې راګرځېدل دي.»

[انبیا: ۳۵]

قران کریم انسان ته دا ور یادوي چې یوه ورځ به هرو مرو مري او دغه راز ابدي او دایمي ژوند هم له مرګ وروسته پیلېږي. د اسلام پیغام دا دی چې خلک په دې دنیا کې د خوښۍ او سعادت د پیدا کولو لپاره له بېځایه مبارزې راوګرځوي او دوی د اخرت او ابدي ژوند لور ته را دعوت کړي؛ ځکه چې په دې دنیا کې د سعادت ترلاسه کول ناشوني دي.

له الله سبحانه وتعالی سره نږدېوالی د ابدي ژوند لپاره د هر مومن زړه خلاصوي او دې پایلې ته رسېږي چې دا ژوند ژر تېرېدونکی دی؛ زموږ اصلي هڅه او موخه باید اخرت وي.

له همدې کبله د اخرت د تذکر او په یاد راوړلو لپاره له مرګ غوره بل څه نشته. دا هم باید په یاد ولرو چې مرګ یوازې د بوډاتوب، ناروغۍ، کمزورۍ یا ټکر له کبله نه دی. دا باور هم ناسم دی چې یو څوک ووایي چې زه ورزش کوم، ښه خواړه خورم، د ژوند شرایط مې ښه دي او یا هم په یوه سوله ییز هېواد کې ژوند کوم، نو ځکه ژر نه مړ کېږم؛ د مرګ اصلي او حقیقي سبب یوازې او یوازې اجل (د ژوند پای) دی.

(وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُّؤَجَّلًا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ)

ژباړه:«هېڅ ساکښ د الله له حکم پرته مړ کېدای نشي، د مرګ نېټه لیکل شوې ده. څوک چې د دنیا د ثواب په نیت کار وکړي، هغه ته به موږ له همدې دنیا څخه ورکړو او څوک چې د اخرت په نیت کار وکړي، هغه به د اخرت ثواب ومومي. او شکر ایستونکو ته موږ هرو مرو د هغو مکافات ورکوو».

[آل عمران: ۱۴۵]

پر دې اساس، هېڅوک باید په دې فکر کې نه وي چې له مرګه تېښته شته. پرځای یې باید له خپل ځان سره محاسبه وکړي چې ایا هڅې او کوښښونه یې یوازې د دغې دنیا د ښه ژوند لپاره دي، که د اخرت لپاره. د مرګ فکر باید تل راسره وي چې خپل اصلي هدف ورک نه کړو. په دې دنیا کې په ټوله مانا باید د ابدي ژوند لپاره کار وکړو. ډېر داسې کارونه شته چې انسان یې د مرګ لپاره د تیاري نیولو په موخه ترسره کړي؛ کولی شي چې د الله سبحانه وتعالی ټول هغه احکام تعقیب او په ‎خپل ژوند کې عملي کړي چې په فردي ډول پرې فرض شوي او د دې په مقابل کې الله سبحانه وتعالی ورته اجر ورکوي. انسان باید په دې هڅه کې وي چې په دې دنیا کې تر ټولو ډېر اجر او پاداش ترلاسه کړي. له همدې کبله له هغې ډلې سره چې بشریت د اسلام او خیر لور ته رابولي، کار کول او هغو ته نصرت ورکول، ډېر اجر او ثواب لري. په داسې فضا او ډله کې اوسېدل انسان ته ډېره اسانه کوي چې د دنیا له مکر او دوکې څخه په امن کې پاتې شي او د خپل اصلي ژوند او هدف لپاره کار وکړي.

دا فضا د حزب التحریر فضا ده، چې موخه یې د اسلامي ژوند بیا راژوندي کول دي، داسې ژوند چې پر انساني هوس او ځانغوښتنې نه وي ولاړ، بلکې تل پکې د الله رضایت ته د نږدې کېدو هڅه کېږي او په دې دنیا کې تل د اخروي ژوند د ښه کېدو لپاره کوښښ کېږي.

عثمان بن عفان رضی الله تعالی عنه د ژوند په وروستۍ خطبه کې وویل: «الله سبحانه وتعالی دا دنیا د دې لپاره درکړې چې د اخرت لپاره ګټه ترې واخلئ، د دې لپاره یې نه ده درکړې چې باور پرې وکړی؛ ځکه دنیا پناه کېدونکې ده؛ خو اخرت بیا تلپاتې ژوند دی». له همدې کبله اجازه مه ورکوئ چې د دنیا چارې مو د اخرت له ژونده لرې او غافل کړي. دا انتخاب په دنیا کې له تاسو سره دی، چې کوم ژوند ته لومړیتوب ورکوئ؟ تلپاتې، که پناه کېدونکی!؟

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

امانه عابد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي غړی

ژباړن: شکیب عمر

                       

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې