سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
لبنان په کړکیچ کې
بسم الله الرحمن الرحيم
لبنان په کړکیچ کې

د اګېسټ په ۴مه د سې شنبې په ورځ د بیروت بندري ښار یوې لويې چاودنې ویجاړ کړ. دغې چاودنې لږ تر لږه ۲سوه کسان ووژل او تر  ۶زرو  زیات یې ټپیان کړل، په سلګونو خلک یې بي کوره او ورک کړل او په زرګونو کورونه یې له خاورو سره خاورې کړل.

دغې لويې چاودنې د ۱۰کیلومترو په شعاع کې ویجاړي رامنځته کړه او ۱۶۰کیلومتره ليري په قبرس کې احساس شوه. دغې چاودنې چې ټول ښار یې ولړزاوه د هیروشیما د اټومي بم تر چاودنې وروسته دویمه درجه لویه چاودنه وه، چې د لړزې څپې یې د ۵،۴ ریکټر په کچه ځمکه وښوروله.

د زیانمنو خلکو شمېر په زیاتیدو دی او ښار تر تصور زیات زیانمن شوی دی. په سلګونو خلک لا هم تر خاورو لاندې دي او کورنۍ یې په بې صبرۍ سره د خپلو خپلوانو په لټه کې دي، خلک تر ډېره د ورکو شوو کسانو د موندلو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي.

روغتونونه وران شوي، بېړني خدمات تر سخت فشار لاندې دي او د بیروت اوسیدونکي محدودو روغتیایې خدماتو ته لاسرسی لري. روغتیایي سکتور لا له وړاندې د کرونا وبا  سره په مبارزه کې ښکېل و او په ټوله کې دا خدمات د پانګونې له کمښت سره مخ دي.

دغه راز د خواړو قحطي رامنځته شوې او د خوړور په نرخونو کې لوړوالی لیدل کېږي،  ځکه دا بندر نه یوازې دا چې د خوراکي توکو د واردولو یوازینۍ لار وه، بلکې دا ځای د ښار د زیاتو خوراکي توکو ساتنځای هم و.

همدارنګه ډېر خلک به خپلې دندې او د عایدو سرچینې له لاسه ورکړي، ډېرې کورنۍ به د بیوزلۍ له جدي خطر سره مخ شي او که ښوونځي په میاشتو وتړل شي د ماشومانو زده کړې به په شدیده توګه اغېزمنې شي.

دغه چاودنه ډېره لویه وه او مرخېړي (سمارق) ته ورته بڼه یې درلوده،  تر لومړۍ چاودنې سمدستي وروسته وشوه. په ظاهره  دواړې چاودنې په لوړه کچه چاودېدونکو ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایتریتو له امله رامنځ ته شوې چې په بې پرا شکل د بندر په زېرمتون کې ځاي پر ځاي شوي ول.

 ویل کېږي چې د نایتریتو چاودنه د نژدې اور له کبله را منځته شوې، خو جزیات ډېر نه دي روښانه شوي، خو په پراخه توګه داسې فکر کېږي، چي چاودېدونکو توکو په حزب الله پوري اړه درلوده. د لبنان له دولت سره ډېرې نژدې اړیکې لري. دا توکي د نورو کیمیاوي موادو له لویو زېرمو سره ډېر نژدي ایښودل شوي وو.

دا د یوه دولت څرګنده ناکامي ښیي، چي په دومره زیاته کچه اور اخیستونکي کیمیاوي مواد او چاودېدونکي توکي د نژدې ۷ میلیونه نفوس لرونکی ښار، د یوه بوخت بندر په زړه کې زېرمه کوي. دا له عقل څخه لیري کار دی او دا په مطلق ډول د حاکمې ډلې او حکومتولۍ د ناسم مدیریت بېلګه ده.

که موږ په لبنان کې د فساد د تاریخ اوږدې مخینې ته وګورو، جووته به شي چې والیانو او د بانکونو مشرانو په خاینانه ډول، لیره دې ته پرېښوده چې په تېر کال کې د ډالر پر وړاندې ۴زرو ته راکښته شي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د لیرې نرخ د ډالرو پر وړاندې ۱۵۰۰ و.

د هېواد مالي پالیسي پخپله د دې لامل شوې، چې لیره د ډالرو په مقابل کې کمزورې شي. د دې تګلارې له مخې د دولت په خزانه کې د خپلو اتباعو په قیمت ډالر ساتل شوي، چې خلک اړ شوي له کمزوره کېدونکې لیرې سره مبارزه وکړي. دا کار د دې لامل شوی چې پانګوال خپلې پیسې د مارکېټونو پر ځای په  بانکونو کې کېږدي او په دې ډول د خلکو د لا بې‌وزله کولو او د بډایو د لا شتمنولو ناوړه سلسله دوام لري.

د ملت د اقتصاد د ناوړه مدیریت اصلي رېښه د بیړني حل په مفکوره کې ده، چې له نړیوال بانک څخه یې میلیونونه ډالر د پور او بسپنې په نوم اخيستي. د دې پر ځای باید د ثبات او دوامداره پرمختګ لپاره د خپلو خلکو له مټو او طبعي سرچینو څخه استفاده شوې وای. له دې څخه جوتېږي چې داخلي فساد د حاکمې طبقې له لوري خپور شوی؛ هغه چې د تش په نامه ډیموکراتیکو ټاکنو څخه د ناقص پانګوال نظام د پنځولو لپاره کار اخلي.

دا ټول د فاسد ذهنیت غفلت او ناوړه نه بښونکې رهبرۍ پایله ده، چي د لبنان دولت یې اصلي مسوول دی او د دې فاجعې له امله ډېر بې ګناه خلک زیمانمن شوي دي.   

د فرانسې ولسمشر د پخواني استعماري دود په ډول په چټکۍ سره ځان د پېښې ځای ته ورساوه، له شک پرته ده ځان د لبنان ساتونکی ګاڼه، چې فرانسوي حاکمیت ته تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته بیا په ۱۹۴۳م کې تر خپلواکۍ پورې سپارل شوی و.

هغه د ویجاړې شوې سیمې څخه د لیدنې پر مهال خپل ملاتړ اعلان کړ، ان یوې ښځې ته یې وویل «موږ دلته ستاسي ددولت لپاره نه یو راغلي، موږ دلته ستاسي لپاره راغلي یو» مکرون زیاته کړه، چې دی به په سپتمبر کې بیا را ستون شي او پر رهبرانو یې غږ وکړ، چې له خپلو خلکو سره یو ټولنیز تړون ته ورسېږي. ده وویل «اوسنی نظام د خلکو باور نور له ځانه سره نه لري.» دغه راز ژمنه يې وکړه، چې د لبنان د تعلیمي نظام ملاتړ به وکړي، چې د کرونا وبا او اقتصادي بحران له امله زیانمن شوی دی.

څومره خپلواکي! خلکو ته په وینا کې د داسې دولت پر ضد د ولسمشر مکرون پیغور، چې په خپله خوښه د ده سیمه ییزو او اقتصادي موخو ته کار کوي، دا مانا لري چې لبناني ولسمشر عون او د ده ټوله کابینه د دوی د پخواني استعماري بادار مطلق لاسپوڅي او مزدوران دي.

د لبنان حالت له ګاونډۍ سوریې او نورو ټولو اسلامي هېوادونو سره کوم توپیر نه لري. د تشې خپلواکۍ تر عنوان لاندې دا هېوادونه په سیاسي او اقتصادي ډول د نړیوالو بنسټونو له لوري، چې د استعمارګرو قوتونو په نیابت کار کوي، اشغال دي. دوی غواړي، چې دغه وړوکی خو ستراتیژیک ملت د هغه چا د موخو او پروژو قرباني شي، چې لا هم غواړي د مسلمانانو هر ډول یووالی او قوت له منځه یوسي.

اوسمهال د لبنان ملت د قدرت خلا ته لوېدلی او د پخوا په څېر بیا هم د لبنان خلک دي، چې د ګډوډۍ او بې ثباتۍ له امله ډېر ځورېږي. الله سبحانه وتعالی دې د دوی سختۍ اسانه کړي او سیاسي حالت دې په داسې ډول ورغوي، چې اسلام د شام او نورو سیمو لپاره بیان کړی دی.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾(النور:۵۵)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي، لکه چې له هغو څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغو لپاره به هغه دین پر قوي بنسټونو ودروي، چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی. د هغو د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بنده ګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: ملیحه حسن

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې